Homeخبرونهوایفا موسسې لوګر کې څه باندې ۲ نیم سوه سیمه ییز درسي...

وایفا موسسې لوګر کې څه باندې ۲ نیم سوه سیمه ییز درسي ټولګي پیل کړل

تاند (شنبه، د حمل ۱۱ مه) په تعلیمي برخه کې فعالیت کوونکو موسسو ته د طالبانو رژیم د مزاحمت له ادعاوو سره سره، په لوګر کې د دوی د رژیم چارواکو ویلي، چې وایفا موسسې ته یې د ۲۶۲ سیمه ییزو درسي ټولګيو د جوړولو اجازه ورکړې ده.

د لوګرد پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب ویلي،، چې یادې موسسې د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د لوګر پوهنې ریاست په برخه کې خپل فعالیت پیل او له زده کړو پاتې شویو ماشونو ته یې ۲۶۲ سیمه ییز ټولګي جوړ کړي دي.

د طالبانو رژیم نه یوازې دا چې په دولتي ښوونځیو او خصوصي تعلیمي مرکزونو کې له شپږم ټولګي څخه پورته عمر لرونکې نجونې له زده کړو منع کړي؛ بلکې د یو شمېر نړیوالو موسسو لخوا یې په کورونو کې دوی ته جوړ شوي درسي ټولګي هم منع کړي.
په دې ترڅ کې څو میاشتې مخکې طالب رژیم په سویلي ولایتونو کې د یونیسف ادارې لسګونه درسي ټولګي وتړل او هم یې تازه د سویډن موسسې پر فعالیتونو چې یوه عمده برخه یې تعلیمي هڅو ته ځانګړې وه،، بندیز ولګاوه.
د نورو افراطي پرېکړو او کړنو تر څنګ د نجونو زده کړو ته د طالبانو د رژیم ممانعت جوړول په ملي او نړیواله کچه د دوی په اړه مخالف دریځونه پياوړي کړي.
د طالبانو منتقدان د دوی لویدیز ملاتړي او په کور دننه مبلغین نقدوي، چې د طالبانو د بدلیدو په اړه یې تبلیغات بې اساسه وو .
له دې سره، د طالبانو پلویان د دوی د ځینو چارواکو څرګندونو ته په اشارې وایي چې لویه برخه طالب مشران د نجونو د زده کړو او د ښځو د جقونو په ګډون زیاتو مسایلو کې نرم دریځ لري، مګر په کندهار کې د دوی عمومي مشر ملا هبت الله او ځانګړې ډله یې طالب رژیم انحصار کړی او خپلې افراطي پرېکړې پرې تحمیلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...