شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهیو نړیوال انستیتوت: د ترهګریزو پېښو له کمېدو سره تېر کال افغانستان...

یو نړیوال انستیتوت: د ترهګریزو پېښو له کمېدو سره تېر کال افغانستان کې ۵۱۹ تنه وژل شوي

تاند (شنبه، د حمل ۱۱ مه) د نړۍوال اقتصاد او سولې انسټیټیوټ وایي، چې په افغانستان کې له ۲۰۰۷ زېږیز کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۳ کال کې د ترهګرۍ له امله په مرګ ژوبله کې ۸۱ سلنه کموالی راغلی، خو دا مرګ ژوبله یو مخ ختمه شوې نه ده.

د یاد شوي انستیتوت په راپور کې دا هم راغلي، په دغه کال په افغانستان کې د ترهګرۍ له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۱۹ ته راټیټ شوی چې ۸۱ سلنه کموالی ښيي.

سرچینه زیاتوي: خو په دغه کال کې بیا په نړۍ کې د ترهګرۍ له امله رامنځته شوې مړینه کې ۲۲ سلنې زیاتوالی راغلی چې په یادو پېښو کې ۸ او ۳۵۲ تنه وژل شوي دي.

د راپور له مخې، پاکستان په دغه کال کې تر ټولو دېرې 490 ترهګریزې پېښې ثبت کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم، چې له واکمنیدو مخکې د ترهګریزو پېښو تر ټولو عمده لامل ګڼل کېده او اوس د جګړې او وژنو د صفر کولو ادعا کوي، دغه نوي راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په وروستیو کې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د طالبانو د رژیم خلاف د وسله والو مخالفو ډلو او داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتیدو خبر ورکړی، خو طالبانو یې څرګندونې رد کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب