جمعه, مې 3, 2024
Home+د مفتي منیر شاکر د مرکې په هکله تبصره

د مفتي منیر شاکر د مرکې په هکله تبصره

شاه محمود میاخېل

دمفتي منیر شاکر مرکه مې د تکړه ژورنالست سعید شینواري سره واوریدله. بعضی مسایل یې سم او بعضی راته نا سم ښکاري.

دین کې د بدعت او خرافاتو مخه نیول او دین باندې د ملایانو د قبضې مسایل یې ښه برخه ده خو دی اوس هم په پان اسلامیزم عقیده لري او د جهاد مفهوم د جنګ په معنی کاروي. اصلي جهاد چې د نفس تزکیه او فکر رغونه ده، ډیر باور نه لري.

لشکر اسلام جوړښت کې پاکستان لاس درلود او د طالبانو په حمایت یې کار کوه. ډیری پښتانه مشران یې په خیبر پښتونخواه کې ووژل. منګل باغ دیني عالم نه و خو تشکیلات او قوت ورته دی جوړ کړل او بیا یې جنګ ته هغه پریښود.

زه چې ننګرهار کې والي وم نو د داعش د جغرافې د ختمیدو سره په اچین او نازیانو دوه خولي او سپینه ژی کې د منګل باغ مراکز له منځه یوړل ځکه د داعش او طالب دواړو سره اړیکې درلودې. د تحریک طالبان د ډلې سره یې هم اړیکي وي. وروسته بیا منګل باغ د ډرون په حمله کې ووژل شو.

اصلي خبره دا ده چې په دغه سیمه کې دا ډلې پاکستان جوړې کړې وې او کله به چې یوه ډله د پاکستان نه باغي شوله نو بله ډله به یې د هغې په ضد استعمالوله. په دی ډول پاکستان په افراطي ډلو د چیک او بیلانس کنترول درلود.

بله مسله د شاکر منیر پاکستان ته وفاداري ده او د طالبانو او ملاکراسې په وړاندې یې هم لکه پاکستان غوندې غوڅ دریځ نه درلود. د طالبانو د مشر په هکله دریځ دا و چې لیدلې یې نه دی نو څه نشي ویلې. یعنې په ډیرو مسایلو د افغانستان یې ځان بې خبره واچوه لکه چې د امارات پلوی ښکاري.

دی ویلې شو چې پیغمبر خلکو لیدلې شو خو ملا هیبت الله څوک نشي لیدلې. د بیان ازادي، ولس ته د حکومتونو مسوولیت، حق او عدالت او داسې نور وجایب په اسلام کې ذکر شوي چې نن وخت افغانستان ترې محروم دی.

کله چې د نجونو په تعلیم بندیز او نورو مسایلو په هکله بیا پوښتنه وشوله نو بیا یې وویلې چې کار اهل کار ته باید ورکړل شي. د نجونو د زده کړې په هکله یې هم د طالبانو غوندې موقف و چې مخالف نه دی خو شرایطو باید ورته برابر شي.

جمهوریت یعنی ولسواکي هم تایدوي او هم یې ردوي او د عام ټاکنو پلوي نه دی. دلیل وایې چې د امی او پوه کس رایه باید برابره نه وي. د دې دا دلیل سم نه دی ځکه که زیات ښه کسان د یو کاندید نه حمایت وکړي، د هغه کس رایه زیاتیږي نو په دی توګه د رایو بیلانس تغیر کوي.

اسلام کې د ټاکنو ممانعت نشته دی. څلور خلفای راشدین په بیلا بیلو طریقو ټاکل او انتخاب شويدي. د دنیايي ژوند ډیر کارونه الله تعالی د ولس مشورو ته پریښودلي او امر یې کړیدی چې تاسي په خپلو کې مشوره وکړئ.

په اوسنې نړۍ کې د مستقیم ټاکنو نه بله معقوله لاره د مشر او حکومت د ټاکلو لپاره نشته ځکه نفوس زیات شوي او د حل او عقد معلومول ګران کار دی. د ولس نه د مشروعیت اخستلو په خاطر، ټاکنې په اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې منل شوې مسله ده. د همدې پاکستان چې دی ورته وفاداره دی، هلته هم ټاکنې کیږي.

په هر حال ډیر خوش بینه ورته باید نه اوسو چې هر څه دی ووایي هغه ټول سم دي او یا د پاکستان د استپلشمنټ له تاثیر لاندې نه دی، او هر خبره یې په پټو سترګو ومنل شي. سیاسي ملا دی او د سیاسي ملایانو خبرې اوړي او را اوړي. تاسي به یې خبرې یو څه موده د مخه اوریدلي وي چې د افغانانو په هکله یې څه وویل.

مونږ او تاسي ته هم خدای عقل او پوهه راکړې او د هرې مسلې په هکله باید د خپل عقل او فکر نه د افغانستان د منافعو په چوکاټ کې کار واخلو. دی پوه شه، ملایان او پاکستان یي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب