پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+څو شېبې له افلاطون سره | نقیب احمد عزیزي

څو شېبې له افلاطون سره | نقیب احمد عزیزي

د افلاطون شهرت تر عوامو هم سرایت کړی دی. د ارسطو غوندې لوی عالم یې په شاګردۍ افتخار کوي، خو د حقیقت مینه تر خپل دغه فاضل استاده لوړه ورته ښکاري. د فلسفې د تاریخ په حواله، د افلاطون د ژوند او په تېره بیا عاشقانه زندګۍ په اړه ډېر جزئیات نه شته، خو دا ویلای شو چې په ۸۱ کلنۍ کې مجرد مړ شو. اندرو شاپر ليکي: «له افلاطونه د ښځو او نرانو د اړیکو اړوند ډېر مطالب پاتې دي چې د دې زمانې لوستونکي ته ترخه تمامېږي.»

هغه ترخه موږ داسې برجسته کولای شو چې د ده د ارمان‌ښار په خیالي «جمهوریت» کې لږ هرې خوا ته سترګې وغړوو. د ده د جمهوریت رعیت «د اوسپنې په سوک» اداره کېږي، کوژدې او ودونه د نژادي اصلاح په خاطر د دولت صلاحیت ته سپاري، دغه جوړې چې بچیان زېږوي باید یو ناڅرګند ځای ته یووړل شي او هلته داسې پرېښودل شي چې مور و پلار یې لاسرسی ورته و نه لري. له دغو ماشومانو باید د والدینو د تصرف لاس لنډ شي او باید لویول یې د ټولنې په غاړه وي. هیڅ ماشوم باید خپل پلار و مور و نه پېژني او متقابلاً هغوی هم. دغه ماشومان چې له لویانو سره مخ کېږي، هر لوی نارینه باید «پلار» او هره ښځه «مور» وبولي او خپل همزولي ته د «خور» او «ورور» خطاب وکړي.

داسې ښکاري چې د کارل مارکس د اشتراکي نظریاتو ریښې افلاطون ته رسېږي‌، ځکه افلاطون په خصوصي مالکیت پورې د مربوطو ستونزو د مخنیوي لپاره ښځې هم یوازې د هغوی په مېړونو پورې تړلې نه بولي. افلاطون د جنسي کمون نظریه تاييدوي. د نکاح په نامه په یوه کس پورې د ښځې د ژوند د خاص کېدو پلوی نه دی، په بدیل کې یې نظریه دا ده چې «ټول خلک باید ښځې سره ګډې کړي او هيڅوک خصوصي مېرمن و نه لري.» د ده په نظر چې ورته ګورو، داسې اېسي لکه دی چې ښځو ته د دولت لپاره د بشري قوې د تولید د وسیلو په سترګه ګوري چې هیڅ فردي ترجیحات او د هویت د ثبات حق نه لري.

افلاطون په خپل طبیعت ښځو ته د محدودیت پولي ټاکي، وايي چې تر څلوېښت کلنۍ وروسته کومه ښځه بلاربېږي، باید «سقط جنین» وکړي یا زوکړی بچی له منځه یوسي.

د افلاطون جدي او مشهور نظریات لکه «د مُثُل نظریه» په تشبيهي تمثيلونو ولاړه ده، مګر ښکلاییز ذوق او د عشق او عاشقي اړوند نظریات یې خورا خشک او وچوېزن دي. د ده په ارمان‌ښار یا مدینه فاضله کې عاشقي ته ځای نه شته، خو جنګي فضا ته زمینه زیاته پکې برابره ده. کوم هلکان او نجونې چې جنګي وړتیاوې لري، باید له وړکتوبه په جګړه‌مارۍ وروزل شي. که جګړې ته نه جوړېږي، دولت یې باید د مسوولیت مسیر ور وټاکي. دا طبقایت د ده په ذهن کې د اشرافیت او غلامۍ مفاهیم په رسمیت پېژني او د انسانانو فردي وړتیاوې مطلقې د دولتي دستګاه تر تسلط لاندې کوي. جالبه دا ده چې افلاطون د خپلو نظریاتو له مخې طبقاتیت‌پاله کمونيست دی.

برټرانډ راسل پر افلاطون د نقد یو داسې ګوزار کوي لکه زبردست چې پر مومن خان د چړې وار کړی و. راسل به ويل چې «هغه مهال په جګړه کې مهارت لرل او کافي غذا موندل یوازېني شیان ګڼل کېدل چې باید تر لاسه شي. بل دا چې افلاطون د هغه وخت په قحطي‌ او شکست‌ځپلي اتن کې ژوند کاوه، شاید د هغه په ناخوداګاه کې له دغو بدیو اجتناب تر ټولو لوړ کار وي چې یوازې د دولت په وسيله سر ته رسېدای شي.»

د «افلاطوني عشق» اصطلاح نن سبا د صميمي او ناجنسي مینې په مفهوم کارېږي، خو د «فایدروس» په مکالماتو کې یې د حاضرو شخصیتونو نظریات سخت متناقض دي. هلته د عشق او عاشقي د معنوي او مادي ماهیت، د‌عشق د‌ مختلفو بڼو په اړه لکه له خدای سره د مینې، جسماني عشق، له ځان سره د محبت او له معشوقې سره د‌عشق په اړه بحث کوي. دا مسایل د دې اصطلاح د ایجاد سبب شوي دي، داسې نه ده چې هغه پخپله د عشق د عواطفو عملي ماهر یا مخکښ نظریه‌پراز و.

د شاعرانو د مخالفت نظریه یې هم د خیالي ارمان‌ښار د دولت‌پرستانه خدمت پر بنسټ ولاړه وه. استاد اسدالله غضنفر یو ځای ليکلي چې افلاطون خپله فلسفه ډېره خیالي تشریح کوي، مګر د تاریخ طنز ته ګوره کې بیا د شعر مخالفت هم همدا سړی کوي‌.

هغه فرضیه یې هم یادولای شو چې دا جهان د یوې بلې نامرئي دنیا سایه بولي او بیا شاعر ځکه ګرم بولي چې د نااصلي نړۍ تصویرونه وړاندې کوي، خو دې ته بیا پام نه کوي چې شاعر هم د دې نااصلي جهان نااصلي اوسېدونکی دی. دی ولې شاعر ته د اصلي جهان د اوسېدونکي په سترګه ګوري؟

د افلاطون د نفې او اثبات تر منځ توازن په‌کار دی او که یې یکې یوه نظریه له عمومي سیاقه را باسو، عدالت نه دی. البته د نومونو د علمي تقدس تصور، فکر له حرکته غورځوي. موږ له خلکو سره ځکه موافق یا مخالف یو چې مکمل یې نه پېژنو.

په افغانستان کې افلاطون یو له هغو کسانو دی چې خلک یې پېژني سم نه، مګر ډېر مشهور وي. ځینې خلک دومره مشهور شي چې شهرت یې د واقعي پېژندنې خنډ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب