جمعه, اپریل 26, 2024
Home+لنډۍ چې زموږ تاریخ یې خوندي کړی دی

لنډۍ چې زموږ تاریخ یې خوندي کړی دی

  ښوونیار رحمت الله مبین

        لنډۍ د پښتو ولسي ادب یوه ډېره شتمنه برخه ده چې له ډېرو لرغونو وختونو تر اوسه د پښتني ژوند د هر اړخ ننداره پکې شته. داسې پښتون یا پښتنه به نه وي چې لنډۍ نه پېژني او یا یې د خپل زړه اواز نه وي پکې پورته کړی، ځکه خو هر پښتون د لنډیو له خوند او رنګه خبر دی. 

        لنډیو ته مصرۍ، ټپې او ټکي هم وایي، زموږ په ځینو کلیوالو مجلسونو کې چې به کله د ساز ـ اواز مېله ګرمه شوه، نو یوه به سروکی ووایه، نورو ته به یې ویل، چې ټکی ور اچوئ. په افغانستان کې تر ډېره لنډۍ او په کوزه پښتونخوا کې زیات خلک ټپه ورته وایي.

       لنډۍ ډېرې خوږې دي، مینه ناکې دي او زموږ له طبیعت یا فطرت سره جوړې دي، ځکه خو یې کاروان صیب زموږ د ارواګانو همزولې بولي.

       استاد غضنفر لیکي:« ما د ۱۳۸۶کال په جوزا کې د لنډیو په باره کې له استاد شپون او کاروان صیب سره مرکه لرله. کاروان صیب لنډۍ زموږ د ارواګانو همزولې وبللې، چې ډېر خوند یې راکړ. استاد شپون هم د لنډیو په باب د لنډیو غوندې خوږې خبرې وکړې. استاد د شلمې پېړۍ د مشهور ژبپوه یوه خاطره بیان کړه:« زه له مارګن سټرن سره تګاب ته تللی وم، ده اووه څلوېښت ژبې زده وې، یوازې یې د پښتو اووه لهجې یادې وې؛ دی هغه وخت اتیا کلن و، غره ته یې وکتل، ویې ویل:

      په لویو غرو د خدای نظر دی

      په سر یې واورې وروي چاپیر ګلونه 

      او بیا یې موږ ته وویل: که افغانستان تکه تکه شي، که یې غرونه و نړېږي او سیندونه یې وچ شي او پښتانه ټول محوه شي؛ خو لندۍ به پاتې وي، له دغو لنډیو به بېرته پښتانه را زرغونېږي او بېرته به افغانستان جوړ شي.» (۱)

      لنډۍ ډېرې لرغونې دي او د پښتو د لرغونې ادب ستره برخه یې جوړه کړې ده، داسې لنډۍ شته، چې زموږ د زرګونو کلونو مخکې ژوند کیسې راته کوي. استاد حبیب الله رفیع چې د ولسي ادب په را ټولونه کې ډېر کار کړی، د لنډیو د تاریخي لرغونتوب په اړه پخې خبرې لري.« دلته به د نمونې په توګه دوې لنډۍ تر غور لاندې ونیسو:

      سپوږمیه سر وهه را خېژه 

      یار مې د ګلو لو کوي، ګوتې رېبینه

      یوه لنډۍ ده، چې د اکثرو پښتنو په خولو کې ناسته ده، خو د زیات لرغونتوب په باره کې یې ډېر لږ فکر شوی دی. کله چې دا لنډۍ د یوه دراک پښتوپوه«جونز انولډسن» غوږ ته ورسېده، نو د آریانانو هغه دود ته یې پام شو، چې د سپوږمۍ په رڼا کې یې د سوما (هوما ـ اومه ـ نمه) بوټي رېبل او بیا به یې د سوما مشروب ترې جوړاوه، ځکه د لمر په رڼا کې یې شېره ضایع کېدله. 

      له بلې خوا یې مطالعه وکړه، چې نور هېڅ داسې ګلونه نشته، چې د شپې دي لو کړای شي، نو ځکه ورته څرګنده شوه، چې دا لنډۍ ډېره زړه او لرغونې ده او له هماغه تاریخي وخت سره اړه لري. د دې ټکو پر بنسټ یې حکم وکړ، چې دا لنډۍ د زرګونو کلونو عمر درلودونکې او هغه وخت ویله شوې، چې پښتنو به له خپل آریایي دود سره سم د سوما بوټي لو کول او د شیرې ایستلو لپاره به یې په هماغه شپه کې له ځان سره راوړل، مشروب به یې ترې جوړاوه او څښل به یې، نو ځکه دا لنډۍ د الفاظو تر بدلون پرته زرګونه کلونه عمر لري. همدا راز:

      مازدیګری دی، ښېرې مه کړه

      ته به د ناز ښېرې کوې، رښتیا به شینه

      په آریانا کې د لمر د لمانځنې له دورې سره تړلې لنډۍ ده او هغه وخت ویله شوې، چې له کابله تر زابل، ګوملې او سګاوند پورې خلکو په لمر ګروهه درلوده او د لمر لمانځنې معبدونه یې ودان کړي وو. دړوی به د لمر لوېدو په وخت کې عبادت کاوه او همدا وخت یې د دُعا قبلېدلو وخت ګاڼه. دې لنډۍ هم د الفاظو په بدلون د بقا لپاره مبارزه کړې او تر نن پورې یې موږ ته خوله په خوله را رسولې دي. 

      هو که همداسې څېړنه او ځیرنه وشي د پښتو شعر په ترغوني کې به نورې نمونې هم تر سترګو شي او په افغانستان کې به تر اسلامي دورې وړاندې به د پښتو شعر نوي څرکونه ولګېږي.» (۲)

      همدارنګه یوه بله تاریخي لنډۍ هم تر موږ را رسېدلې ده، چې عمر یې شاوخوا زرو کلونو ته رسېږي.«د سلطان محمود په لښکر کې یو پښتون جرنېل، چې ملک خالو نومېده، کوم وخت چې د ده لښکرې له هند څخه وطن ته راتلې، نو یوې پښتنې مېرمنې داسې لنډۍ ویلې وه:

      چې د خالو لښکرې راغلې

      زه به ګومل ته د خپل یار دیدن ته ځمه.» (۳)

      په معاصره تاریخي او ادبي دوره کې زموږ د تاریخ تر ټولو نومیالۍ لنډۍ د ملالې له خولې را وتلې او اغېز یې دومره ژور و، چې په شلمه پېړۍ کې یې هغه امپراتوري له منځنۍ اسیا څخه ورټوله کړه، چې لمر یې نه لوېده. د میوند کیسه خو ټولوته معلومه ده:« د کابل د میوند په جاده کې یو لوړ څلی ښکاري، چې د هغو کسانو په یاد جوړ شوی دی، چې په ۱۸۸۰م کال کې په میوند کې د انګلیسانو سره په جګړه کې شهیدان شوي دي. د دغه ستر څلي د بېخ سره یوه د مرمرو ډبرینه تخته نصب شوې ده، چې دغه د پښتو لنډۍ ورباندې لیکل شوې او کیندل شوې ده: 

      که په میوند کې شهېد نه شوې

      خدایږو لالیه بې ننګي ته دي ساتنه

      فولکورستان او مورخین وایي: دغه لنډۍ چې د(انګلو ـ افغان) د دوهمې جګړې نه را پدې پلو مشهوره شوې ده، پښتانه ځوانان چې لږ وو او د دُښمن غوندې عصري وسلو سبمال نه وو، داسې جنګ ته ور زړه ور کړل، چې بې اختیاره په دُښمن ور وختل. دا مشهور او متواتر روایت لا تر اوسه پورې شته، چې دا د جادو او سحر نه ډکه لنډۍ اوه لس کنې پېغلې قهرمانې ملالۍ ویلې ده، چې د میوند په جنګ کې شریکه وه، د جنګ په احساس او نازک وخت کې، چې د پښتنو ایلجار یانو قوه په خلاصېدو وه، پېغلې ملالۍ ملي بیرغ په لاس کې ونیو او هیواد والو ته یې مخ را واړاړوه او خپله دغه لنډۍ یې ورته وویله، چې اوس د تاریخ جز ګرځېډلې ده.

      د فولکلوریستانو په نزد، په سندرو کې لنډۍ او په نثر کې نکل د ملي آثارو تر ټولو زیات مشهور ډولونه او قسمونه دي.»(۴)

       تاریخ لیکونکو د ملالۍ یوه بله لنډۍ هم خوندې کړې ده، چې په وینا یې هغه مهال د میوند په ډګر ویله شوې ده:

       خال به د یار له وینو کېږدم 

       چې شینګی باغ کې ګل ګلاب وشرموینه

      په کوزه پښتونخوا کې د پښتو ژبې تکړه لیکوالې«آغلې سلما شاهین» د پښتو لنډیو په باب په زړه پورې څېړنه کړې او د«روهي سندرې» په نوم یې د لنډیو ټولګه چمتو کړې؛ نوموړې د لنډیو د تاریخي لرغونتوب په اړه لیکي:«د لنډۍ یا مصرعې د قدمت په هکله مورخین مختلفې رایې لري، ځیني دې ته د شپاړسمې صدۍ عیسوي صنف وایي او څوک دا د هجري سن د وړومبۍ صدۍ پیدایش ګڼي. هر څو که محقیقن او مورخین د دې د تاریخ په هکله اختلافات لري، نو زما خپل خیال دا دی، چې څه رنګ د ټپې یا لنډۍ د شاعر یا شاعرې د نوم او مقام په هکله څوک په دعوې سره نه شي ویلی، دغه شان د دې د زمانې او دور تعین هم نه شي کېدی. بیا هم دا خبره هر چاته معلومه ده، چې د پښتو سندرو دا قدیم ترین صنف د پښتو اولسي ادب په ټولو دورونو کې هم په یوه انداز ژوندی او مقبول پاتې شوی دی او په خپل اصلي حالت کې اوس هم هغسې موجود دی.»(۵)

      لنډۍ د پښتو اب بېسارې شتمنه برخه ده، چې بله هیڅ ژبه او ادب دا ډول ادبي پانګه نه لري. د پښتو لنډیو شمېر میلیونونو ته رسېږي یا که ووایو په نړۍ کې د پښتنو تر شمېر به د پښتو لنډیو شمېر په دې زیات وي، چې هر پښتون لنډۍ پېژني، ویلې یې دي او تر دوو زیاتې لنډۍ به هرو مرو په ذهن کې لري. ځینو لیکوالانو لنډۍ په خپله هم لیکلې دي، خو د ولسي لنډیو او دېواني لنډیو ترمنځ رواني او ژبني توپیرونه له ورایه ښکاري.

      د ټولو پښتو لنډیو را ټولول ناشونی کار دی، خو بیا هم ډېرو لیکولانو هڅې کړې دي«په دې برخه کې تر ټولو پخوانی کار د هندوستان د یوه نواب محمد ارتضا خان دی. ده د ۱۲۲۵هـ ق کال شاوخوا په خپل فرهنګ ارتضایي نومي کتاب کې، ځینې پښتو لنډۍ ثبت کړې دي. 

      ډار مسټټر په ختیځ پوهانو کې د لنډیو د ثبت کار کړی دی او په افغانستان کې مرحوم نوري، مرحوم استاد بېنوا، ارواښاد محمد دین ژواک، په وروستیو کې ښاغلي عبدلکریم پتنګ، اروا ښاد مصطفی جهاد او د پښتو ټولنې د فولکلور څانګې دغه ډول لنډۍ را ټولې کړې دي، د لنډیو په ځانګړو مجموعو او یا د فولکلور د نورو مجموعو په ترڅ کې یې چاپ کړې دي. 

      په بلوچستان کې ښاغلي ګل محمد کاکړ د(ګل ټپې) په نامه د پښتو لنډیو څلور مجموعې چاپ کړې دي او په پېښور کې پښتو اکېډمي د(روهي سندرې) په نامه د لنډیو دوې ښې مجموعې چاپ کړې دي.»(۶)

سرچینې:

۱ـ غضنفر، اسدالله. چادوګر هنر(۸۸مخ)، لومړی چاپ: ۱۳۹۳لمریز کال، مومند خپرندویه ټولنه ـ جلال آباد.

۲ـ لونګ. له غزني څخه خپرېدونکې دوه میاشتنۍ مجله(۱۷ او ۱۸مخ)، غویی ـ غبرګولی ۱۳۸۶لمریز کال.

۳ـ آریانا دایرة المعارف، درېیم جلد(۵۲۷مخ)، د آریانا دایرة المعارف د ټولنې له نشراتو څخه. د کابل دولتي مطبعه: ۱۳۳۷ـ د جوزا میاشت.

۴ ـ زیار، مجاور احمد مومند او لایق، سلېمان. پښتو لنډۍ(ګډه علمي پروژه: درېیم مخ)، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز پښتو ټولنه ـ ۱۳۶۳ل کال.

۵ـ شاهین، سلمی. روهي سندرې(۱۰مخ). پښتو اکیډیمي، پېښور یونیورسټي ـ ۱۹۸۴م کال.  

۶ـ هیوادمل، زلمی. د پښتو ادبیاتو تاریخ(لومړی ټوک: ۶مخ). دانش خپرندویه ټولنه، د خپرېدو نېټه: لړم ـ ۱۳۷۹/ نومبر ـ ۲۰۰۰م.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب