دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهافغانستان په فوټسال کې عراق ته ماتې ورکړه

افغانستان په فوټسال کې عراق ته ماتې ورکړه

تاند (جمعه، د ثور ۷ مه) د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې د سیالۍ پر مهال، د پنځه د درېیو په وړاندې پایلې سره د عراق ټیم ته ماتې ورکړه.

 فوټبال فډراسیون په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د پلې آف پړاو د دې لوبې په ګتلو سره افغانستان د ۲۰۲۴م کال نړیوال جام ته د لار موندنې په برخه کې یو ګام مخکې شو.

 د پلې اف پړاو اتله لوبډله به د اسیا د فوټسال د پنځم ټیم په توګه نړیوال جام ته لار پیدا کوي.

افغانستان د اسیا د فوټسال د اتلولۍ سیالیو په لړ کې مخکې تر دې له ایران، کویټ، بحرین او تاجکستان سره مخ شوی و، چې له ډلې یې د تاجکستان او ایران په وړاندې ماتې خوړلې وه، بحرین ته یې ماته ورکړه او له کویت سره یې لوبه مساوي کړه.

د افغان فوټسال لوبډلې وروستیو لوبو او پایلو یې د دغې لوبډلې مینه وال خوښ کړي او لاسته راوړنې یې هرکلي سره مخ شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب