دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهملایعقوب: داعش او بله هیڅ کومه ډله افغانستان کې فزیکي حضور نه...

ملایعقوب: داعش او بله هیڅ کومه ډله افغانستان کې فزیکي حضور نه لري

تاند (جمعه، د ثور ۷ مه)د  مالیزیا د لومړي وزير د ځانګړي استازي په مشرۍ د ياد شوي هېواد پلاوي، د طالبانو د دفاع وزارت له سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد سره لیدلي.

د طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، ملا یعقوب په مالیزیا کې له افغان مهاجرینو سره د خلکو او دولت د ښه چلند او له افغانستان سره د ياد هېواد د اوږدمهاله اړیکو یادونه کړې او ویلي یې دي:
“‏مالیزیا یو پیاوړی او لوی اسلامي هېواد دی، هیله‌من یم چې دغه تګ راتګ لا پیاوړی شي.”

هغه ، همدا رنګه ویلي: “ زموږ په راتګ سره په افغانستان کې اشغال ختم او جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلې ده او په ټول هېواد کې سراسري امنیت تامین شوی دی.”

طالب وزیر ویلي دي: “په افغانستان کې د داعش په شمول هېڅ یوه ډله په فزیکي ډول ‏وجود نلري او اسلامي امارت به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ګواښ رامنځته کړي.”

‏د طالبانو د اعلامیې له مخې،  ياد شوي پلاوي افغانستان او مالیزیا دوست هېوادونه بللي او پر هر اړخیزو همکاریو یې ټینګار کړی دی او همدا رنګه ډاډ یې ورکړی چې په افغانستان کې خپلې موندنې به د خپل هېواد لوړ پوړو چارواکو ته ورسوي.

پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي ادعا وکړه، چې داعش د افغانستان د درېیو ګاونډیو هېوادونو لخوا حمایه کیږي، خو هغه د دغو هېوادونو نومونه وانخیستل.

مخکې طالب چارواکو د پاکستان، تاجکستان او ځینې وخت هم ایران په دغو تورن شویو هېوادونو کې یاد کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب