دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد فرانسې ولسمشر رونډا ته د کډوالو د لېږلو په اړه د...

د فرانسې ولسمشر رونډا ته د کډوالو د لېږلو په اړه د بریتانیا پر پرېکړه تونده نیوکه وکړه

تاند (جمعه، د ثور ۷ مه) د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د بریتانیا د پارلمان له لوري د هغه قانون پر تصویب نیوکه وکړه چې پر اساس یې له دغه هیواده غیرقانوني کډوال او پناه غوښتونکي روانډا ته لېږل کېږي.

امانویل مکرون پرون (پنجشنبې) د پاریس په سوربون پوهنتون کې د وینا په ترڅ کې د بریتانیا د پارلمان پرېکړه له اروپايي ارزښتونو سره خیانت وباله، ویې ویل:«پر دې ماډل چې ځینې یې غواړي اجرا یې کړي، یعني تاسي لاړ شئ درېیمګړی هیواد ومومئ، مثلا په افریقا کې او زموږ کډوال هلته ولیږي، زه باور نه لرم.»

ده ټینګار وکاوه:«دا زموږ له ارزښتونو سره خیانت دی او موږ درېیمګړو هیوادونو ته محتاجوي.»

د بریتانیا پارلمان د روان ثور په ۳ مه دا قانون وروسته له دې تصویب کړ چې د دغه هیواد هندي الاصله صدراعظم ریشي سوناک اعلان وکړ، هغه کډوال چې په وړو بیړیو کې ځان بریتانیا ته رسوي، رونډا ته لیږي او د لېږدولو کار یې د لسو او ۱۲ اوونیو په منځ کې پیلیږي.

د رسمي ارقامو پر اساس د برېتانیا حکومت روانډا ته د کډوالو د لېږلو د پرېکړې پر حقوقي دفاع دوه میلیونه پونډه لګولي دي.

د برېتانیا د حکومت دا پرېکړه په محکمه کې ننګول شوې وه او بالاخره محکمې د شکایت کوونکو په ګټه رد کړه.

د ۲۰۲۲ په اپریل کې د بوریس جانسن د صدرارت په مهال رونډا ته د کډوالو د استولو پلان په دې هدف تصویب شو چې د برېتانیا خاورې ته د کډوالو د تګ مخه ونیول شي،خو له هماغه پیله دا پلان د شکایتونو او مخالفتونو له کبله عملي نه شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب