سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد بایټ ډانس کمپنۍ خاوند وايي، ټیک ټاک په امریکایانو یې نه...

د بایټ ډانس کمپنۍ خاوند وايي، ټیک ټاک په امریکایانو یې نه پلوري

تاند (جمعه، د ثور ۷ مه) بایټ ډنس کمپنۍ، چې ټیک ټاک ورپوري تړلی، وايي چې حاضره نه ده چې دا ټولنیزه شبکه په امریکا کې وپلوري او تر دې غوره بولي چې امریکا په خپله خاوره کې ټیک ټاک منع کړي.

د امریکا د کانګریس له لوري د ټیک ټاک د ممنوعیت له تصویبه وروسته د چهارشنبې په ورځ ولسمشر جو بایډن هم هغه لایحه توشیح کړه چې پر اساس یې ټیک ټاک ته ۹ میاشتې وخت ورکول کېږي چې یا له خپلې چینايي کمپنۍ څخه جلا شي او یا به په امریکا کې پرې بندیز لګول کېږي.

د دې قانون پر اساس که بایټ ډنس کمپنۍ په ۹ میاشتو کې د ټیک ټاک د پلورلو چارې پیل کړې، درې میاشتې نور وخت هم ورکول کېږي چې د انتقال پروسه یې بشپړه شي.

خو نن (جمعه) بایټ ډنس شرکت ته څلورو نژدې سرچینو رویټرز خبري اژانس نه وویل، هغه الګوریتمونه، چې د ټیک ټاک د کار اساس دي، د بایټ ډنس کمپنۍ د ټولو چارو بنسټ دی نو الګوریتمونه پلورلی نه شی.

د دغو سرچینو په وینا، د بایټ ډنس په ورځني فعالیت او عوایدو کې د امریکايي ټیک ټاک کاروونکو ونډه ډېره نه ده او یوازې نژدې ۵ سلنه ده نو بایټ ډنس په ډېر بد حالت کې هم تیار نه دی چې ټیک ټاک له لاسه ورکړي.

د امریکا د کانګریس اکثره غړي باور لري چې ټیک ټاک د متحدو ایالتونو ملي امنیت ته په ګواښ بدل شوی دی. د دوی په وینا په چین کې حکومت په ټولو چارو کې دخیل دی.

ټیک ټاک په امریکا کې ۱۷۰ میلیونه کاروونکي لري او د دې لپاره چې امریکا د نړۍ لومړی درجه اقتصاد دی د دغه هیواد د کارونکو لپاره اعلانونه خورا ډېره مالي ګټه وټه لری.

بایټ ډنس په ۲۰۲۳ م کال کې نژدې ۱۲۰ میلیارد ډالره وګټل چې تر وړم کال ۴۰ سلنه زیات و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب