سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهمتقي وايي، د سیمې درې ګاونډي هیوادونه د داعش په وده کې...

متقي وايي، د سیمې درې ګاونډي هیوادونه د داعش په وده کې ونډه لري

تاند (جمعه، د ثور ۷ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، د افغانستان درې ګاونډي هیوادونه د داعش په وده کې ونډه لري.

ښاغلي متقي، چې پرون د افغان – قزاق نندارتون په پرانستونکې غونډه کې خبرې کولې، د کوم هیواد نوم وانخیست خو ادعا یې وکړه چې یو هیواد د داعش خراسان څانګې ته بشري قوه برابروي، بل د تګ راتګ لارې ورته چمتو کوي او درېیم ورته ځای ورکوي.

که څه هم په افغانستان کې د داعش حملې کمې شوي خو امریکا او یو شمېر نور هیوادونه وايي چې داعش په افغانستان کې خپلې ریښې پراخوي او د سیمې هیوادونو ته یې اندېښنې پیدا کړي دي.

تېره اوونۍ له یوې نسبتاً اوږدې مودې وروسته دې ډلې په کابل کې په یوه موټر د مقناطیسي بمي چاودنې مسوولیت په غاړوه واخیست چې په لړ کې یې څو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

متقي وویل:«له بده مرغه درې ګاونډي هیوادونه په نوبت یو داعش ته بشري قوه برابروي، بل دې ډلې ته لاره ورکوي او ورانکاري کسان یې له خاورې تیریږي او بل داعش ته اډه، پیسې او پلانونه چمتو کوي. که دا درې هیوادونه پر خپلو مسوولیتونو عمل وکړي نه به په افغانستان او نه به په سیمه کې کومه ستونزه وي.»

د طالبانو د باندنیو چارو سرپرست وزیر د کوم هیواد نوم یاد نه کړ خو مخکې ځینو طالب چارواکو پاکستان د داعش په ملاتړ تورن کړی و او حتي ویلي یې و چې په افغانستان کې د داعش اکثره نیول شوي غړي پاکستانیان دي.

دې ته په کتو چې د مسکو په برید کې د داعش شامل کسان د تاجکستان اتباع و، باور کېږي چې د متقي اشاره به تاجکستان ته هم وه. داسي راپورونه هم شته چې پاکستان او تاجکستان د طالبانو پر ضد د مقاومت د ملي جبهې د ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.

که څه هم ظاهراً ایران د داعش کلک مخالف دی خو ویل کېږي چې د داعش غړي د افغانستان او عراق او سوریې ترمنځ غالباً د ایران له لارې تګ راتګ کوي. خو څرګنده نه ده چې د ښاغلي متقي اشاره به بل کوم هیواد ته وي.

3 COMMENTS

  1. افغانستان د اتومی بمونو او داعیش په مینځ کی پروت هیواد یا هغه هیواد چه د څلورو خواوو په اتومی بمونو او داعیشونو کی محاصره دی.
    اتومی پاکستان سویل او ختیځ خواته، اتومی چین شمال او ختیځ خواته، د روسی اتوم په مرسته (تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان شمال خواته) او اتومی ایران لودیځ خواته.
    مګر د افغانستان اوسنی حکومت د دغه اټومونو هیڅ پروا نه ساتی، دا ولی؟ دا ځکه اوسنی حکومت خپله زیړه بوشکه او واسکټ د دوی تر اتومونو مقدمه او باکیفته بولی.
    او دغه اتومی ګاونډیان هم د زیړو بوشکو او واسکټونو ځخه په لړزه او ډار کی دی.
    نوی تکنالوژی او نوی اسلحه هغه ده چه خلک وډار کړی.
    لنډه دا چه یا زر کاله مخکی یاستو او یا زر کاله وروسته یاستو؟

  2. هر هغه څوک چی ګومان کوی داعش د ایران له لیاری خپریږی یا د ” ژئوپولیټیک ” او نړیوالو سترو لوبو په ماهیت نه پوهیږی یا په آګاهانه یا ناآګاهانه توګه د نړیوال امپریالیزم لخوا استخدام سوی دی ( په حقیقت کی په نس مزدور دی ) .
    د نس مزدور هغه چا ته وائی چی د کلی د ارباب خدمت فقط د یوی ګولی مړی لپاره کوی.

  3. شاغلی علام خضرت تاسی د داعش په باره کی معلومات تقدم او ومنل.
    ایا کولای شی لژ نور هم د داعش باره مخکشی ولار شی. سمه دا چه ستاسو سن غت دی٬ کدایسی دغه مالومات ستا بچیان او خفلون درکوی. ستا مالومات انسان ته کمک دی
    ع افغان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب