Homeخبرونهازبکستان د خوراکي موادو یوه بله جوپه مرسته افغانستان ته ولیږله

ازبکستان د خوراکي موادو یوه بله جوپه مرسته افغانستان ته ولیږله

تاند (جمعه، د ثور ۷ مه) د ازبکستان چارواکي وايي چې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو یوه بله جوپه یې پرون له ترمذ څخه بلخ ولایت ته ولېږله.

د اې کې آی پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ازبکستان په دې مرسته کې ۴۸ ټنه اوړه، ۴۸ ټنه غنم، ۱۵ ټنه نباتي غوړي، تر ۱۰ زره ډبې ډیرې کنسرو شوې غوښه، ۲۴ ټنه بوره، ۲۲ ټنه مکروني او ۱۰۰ زره پاکټه سیمیا شامله ده.

افغان لوري ته دا مرستې په حیرتان بندر کې په یو لړ مراسمو کې وسپارل شوې.

په مراسمو کې د ازبکستان د باندنیو چارو مرستیال وزیر ارکین خمرایف، د ازبکستان د سرخاندریا رييس الغ بېګ قاسموف، د بلخ والي محمدیوسف وفا او د دوو هیوادونو یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...