Homeخبرونهپه ټول افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو وړاندوېنه

په ټول افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو وړاندوېنه

تاند (جمعه، د ثور ۷ مه) په افغانستان کې د پرله پسې ورښتونو په دوام، دا ځل وړاندوېنه شوې چې نن جمعه او سبا شنبه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې بارانونه او نور ورښتونه وشي او سېلابونه را ووځي.

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې  په خپله ایکس شبکه (پخواني ټویټر) کې پرون لیکلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې به د باران اندازه له ۲۰ تر ۵۵ ملي مترو وي.

وړاندې ویل شوي، چې په بېلابېلو سیمو کې د سختو بادونو د لګېدو اټکل هم شوی دی.

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان ځینې ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو بهېدلو شاهدان وو، چې خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د وروستیو طبیعي پېښو زیانمن شوي شکایت لري، چې د طالبانو د رژیم چارواکي ورسره مرسته نه کوي او په ستونزو کې یوازې پاتې دي.

طالب چارواکو او تر واک لاندې یې رسنیو هم په دومره موده کې له پرله پسې ورته زیانمنو سره د مرستو او لاسنیوي خبر نه دی ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...