یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته اشاره؛ د ایران سفیر: ځینې لوري مو د افغانستان واکمنو...

پاکستان ته اشاره؛ د ایران سفیر: ځینې لوري مو د افغانستان واکمنو سره اړیکې خرابوي

تاند (جمعه، د ثور ۷ مه)د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر سید حسن کاظمي قمي د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې ځینې لوري د دوی او طالب رژیم د اړیکو خرابولو هڅې کوي.

د مولوي کبیر د دفتر د معلوماتو له مخې، نوموړي دا هم وویل، چې په دې وروستیو کې کابل ته د بهرنیو پلاوو ډېر تګ راتګ په سیاسي ډګر کې د طالبانو د پرمختګ او له نړۍ سره د ښه تعامل معنی لري.

هغه د اوبو د مدیریت،روغتیا، اقتصاد، لوړو زده کړو او چاپیریال ساتنې په برخو کې طالب لوري ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، هېواد یې چمتو دی، چې د مسلکي زده کړو په برخه کې د افغان ځوانانو په روزنه کې همکاري وکړي.

د ایران سفیر زیاته کړه، چې د چابهار بندر فعالیت افغانستان او ایران ته ښه فرصتونه رامنځ ته کولای شي؛ خو ځینې لوري هڅه کوي چې د تهران او کابل اړیکې ترینګلي کړي.

هغه د دغو ادعا شویو لوریو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، د دوی رژیم ایران سره د ښو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکي غوښتونکی دی او د افغان کډوالو د کوربتوب له امله د دغه هېواد مننه کوي.

مولوي کبیر غوښتنه وکړه، چې د کډوالو په اجباري اخراج کې دې ګاونډي هېوادونه له صبر او زغم څخه کار واخلي او  ایران دې د افغان کډوالو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

 د ایراني سفیر او طالب چارواکي لیدنه پرون داسې مهال شوې، چې پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د ګډې اعلامیې په نوم د پاکستان لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې ایران او پاکستان د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د ادعا شوي موجودیت په اړه اندېښمن دي.

د ایراني سفیر له خبرو داسې اخذ شوی، چې ګواکې اشاره یې همدغې اعلامیې ته ده.

له دې سره، د پنجشنبې په ورځ رسنیو د طالبانو لخوا د هغو شپږو ایراني سرحدي ساتونکو د نیولو خبر ورکړ، چې ویل کیږږي فراه ولایت ته په ناقانونه توګه اوښتي وو.

5 COMMENTS

  1. افغانان له ایران سره هېڅ ډول دایمي ستونزې نه لري . سرحدي نښې لا پخوا ځای پرځای او د دواړو هېوادونو له خوا لاسلیک او قبولې شویدي . د هلمند د اوبو ستونزه هم د شهید محمد موسي شفیق په همت او درایت سره حل او په دې هکله یو تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ شته .
    بنا ایران ته هېڅ پلمه او بهانه نه پیدا کیږي چې د افغانستان خلکو ، دولتونو او له واکمنانو سره متضادې او دښمنی اړیکې ولري . د ایران پرمختګ ، ثبات او علمي لاسته راوړنې د سیمې او افغانستان په ګټه دي . همدا راز د افغانستان ثبات ، پرمختګ او ښه ګاونډیتوب د ایران په ګټه ده . که کوم اختلاف او ستونزه پیدا کیږي ، باید د خبرو له لارې حل کړل شي . افغانستان او ایران ته لازمه ده چې یو بل سره د دوستي او ښه ګاونډیتوب په فضا کې و اوسې .

  2. TO THE IRANI AMBASADOR; ASSALAMOALIKUM
    AFGHANS ARE REAL MUSLIMS AND MUST BE STAND UP WITH PALASTINI BROTHERS.
    PAKISTAN IS ONE FAKE ISLAMI AND AGENT OS WEST AND ISRAEL.
    AFGHAN&IRAN MUST BE SMART..CHINA ALSO MUST BE SMART.
    I THINK PAKISTAN WANT TO CHINA ALSO BECOME IN PROBLEM/
    ALL COUNTRIES AND PEOPLES KNOWS/PAKISTAN IS ONE MULTI FACE COUNTRY
    PAKISTAN IS SAPORTER OF TERORISM AND AGENT OF BRITISH AND AMERICA,

  3. ښاغلی راز محمد،
    تاسې ډېر ښه ټکي ته اشاره کړې ده، خو زه به ستاسې په لا تاييد دومره ورزياته کړم چې زموږ کښتنی ګاونډ د هغه درې اړخيزې ريبارې ښځې ورور دی چې له يو سره ناسته وي. له بل سره يې زړه په کندو کې وي او له درېم نه جاريږي.
    ناسته يم له تا سره، خو زړه مې په کندو کې دی او جار شم کنډوالې نه
    دا کار هر څوک او هره مټيزه ريباره ښځه نه شي کولی چې په يو وخت کې له ځانه درېواړه خوشاله او راضي وساتي، خو دغه ګاونډی تر اوسه خو پکی بريالی دی. تاسې وګورئ چې يو وخت له غرب (لويديځ) سره ولاړ وو، نو جهاديان يې د روسانو لپاره وړيا يعنې په ارزانه بيه داسې وروزل چې ګټه يې پرې خپله ترلاسه کړه او اتومي شو. خپل عسکر يې ونه مړ او هم يې لويديځوال بچ کړل، خو موږ يې دل او هغوی يې له فزيکي اړخه وساتل، خو د پيسو له اړخه يې وڅنډل او د ټرمپ خبره چې پاکستان پر موږ له دروغو پءته بل څه پلورلي نه دي او د ميلياردونو ډالرو دروغ يې پلورلي دي.
    امريکا يې راوستله، خو خو په خوا کې يې طالبان په چين هم خرڅ کړل او بيا يې له ايران سره اړيکي ښه کړل او طالبان يې پرې ورخرڅ کړل او د صدر ابراهيم او ځينو په ورپلورنه يې اعتماد دومره قوي کړ چې د ايران په منځګړيتوب يې له پوتين يعنې روسيه سره اړيکي ښه کړل او وتوانېد چې ځينې طالبان پر روسيه هم ور خرڅ کړي او ور خرڅ يې کړل چې داسې لوبه خو هر څوک نه شي.
    همدا د سي پيک لوبه يې داسې شروع کړه چې چينايان يې دېته روادار کړل چې د پښتنو او بلوڅو په سيمه کې په لنډه لار له ګوادر سره ونښلوي، خو چې پروژه يې منظور کړه او پيسې ترې واخېستې، نو آخوا طالبان يې پيدا او د پښتنو سيمه يې بېثباته کړه او ايسته هغه نلليکه يې د بېثباتۍ په پلمه پنجاب ته واړوله چې پښتانه ترېنه محروم شي.
    له پوتين يعنې روسيه سره يې د ګازو د نلليکې غځولو په نيت د دوو ميلياردو داسې تړون لاسليک کړ چې روسيه به د نلليکې په غځولو کې ورسره مرسته کوي، نو روسيه يې د چين په پروژه کې وردخيله کړه او دا دواړه قوتونه يې له ځان سره ملګري کړل او اړيکې دومره مخته ولاړې چې پوځيان يې سره تبادله او روزنه يې تر لاسه کړه. روسان راوبلل شول او په غاړه کې يې ورته ګلان واچول او خپل وروڼه يې وبلل او د ټول عمر دښمني په ښې دوستۍ بدله شوله، خو په عين وخت کې يې له بل اړخه يعنې امريکا نه هم پيسې او پروژې واخېستې او د ټاپي او کاسه زر پروژو کې يې ځان شريک کړ، خو له زړه نه – نه او ځان يې د ازبکستان – پاکستان په پروژه کې له روسيه سره شريک کړ چې د طالبانو په راتګ سره يې هغه نورې دواړه تعويق او خپله رامخته کړه.
    ګوادر چې د بې نظيرې په وخت کې په بيل کې پر امريکا پلورل شوی وو چې هغه کاغذونه لا تراوسه اعتبار لري، خو ګوادر يې د همدې سي پيک لپاره په چين په لوړه بيه وپلوه او په عين وخت کې له امريکا هم تر اوسه پيسې اخلي او وخت ناوخت په چينايي او ان جاپاني اتباعو او انجنيرانو مرګونې حملې کيږي چې په دې ټولو کې خپله لاس لري او د امريکا د فشارونو له امله غواړي چې دغه پروژه ناکامه کړي چې په دې وروستۍ پېښې سره اوس چينايان هم په وېره کې دي او هم پرې شکمن دي او اوس خو پرې پوی شوي دي او ورته يې ويلي دي چې تاسې خو عجيبه لوبه له موږ سره شروع کړې ده، نو د هغه چترال مرګونې پېښه يې پر افغانستان ورواړوله او حال دا چې طالب خو همده راوستی او دلته يې واکمن کړی دی.
    د چين په ميلياردونو ډالره پانګه يې له ځاني او مالي خطرونو سره مخ کړې ده، نو چين ته يې هم سخت تاوان اړولی دی. پيسې يې د دوی ولګولې، خو اوس ترې څه لاسته راوړلی نه شي. په عين وخت کې درېواړه ستر قوتونه لوبوي او په مينځ کې ټولې تورونه او بدنامۍ پر طالبانو هم ورتپي. همدا اوس يې په دې بله نوې لوبه کې تاجکستان له امريکا سره ټچ کړی چې اتباع ورته تاجکستان ورکوي، روزي يې خپله او د نورو ناوړه کارونو د سر ته رسولو لپاره يې تيار روزل شوی امريکا ته په لاس ورکوي او نور کار بيا د هغې دی چې څنګه يې مديريت کړي؟ د چا له لورې يې چېرته او د څه لپاره وليږي او څنګه يې وکاروي، خو روزل شوی پخپلو کړووړو خبر هم نه وي چې څه پرې کيږي؟
    د اسلام په جذبه ترې دغسې ناوړه ګټې پورته کوي چې هېڅ جواز نه لري، نو دا ډول لوبې خو هر څوک نه شي کولی.

  4. د ګاوندیو په برخه کې افغانستان طالع نلرئ.ځینې دوستان په احساساتي ډول موضوع څیړي، او عمق ته نه متوجه کیږئ. د کورنیو جګړو په وخت کله چې د ځناور مزاري، خلیلي، محقق او نورو کثافاتو د خلکو پر سرونو میخونه ټکوهل، د خزو سینې یې پریکولئ او رقص مورده ته ورته لکها جنایات تر سره کول د هغوې تر شاه څوک وو؟ د پښتنو هویت تر پوښتنې لاندې راوستلو تر څنګ د افغانستان د تجزیه او خراسان په نامه جریانونه ټول همدا ایران تغذیه کوئ. ایران ته خپل اهداف مطرح او مهم دي او د پنجابي په څیر د دغه هدف ته د رسیدو لپاره هر څه ته تیار دئ (بیا شاه محمود اصفهانونه سوځي د جهاني صاحب د شعر دا بیت ځانته یو تاریخ لرئ) ولو که د ناموس موضوع هم راسئ دوې ته ارزښت نلرئ. لنډه دا چې، افغانستان د ګاونډیو په برخه کې د ښه او بد ګاونډې انتخاب نلرئ، بلکې د بدتر او بد بدتر انتخاب سره مخامخ دئ. هیله کوم چې، د ما خبري د کثیفستان څخه د ملاتړ په نیت تعبیر نسئ. دواړه دښمنان دي یو په یوه نامه او بل په بل نامه له مشترکو اهدافو سره.

  5. Sayed
    Sayed
    اپریل 26, 2024 At 9:45 am
    ښاغلی راز محمد،
    تاسې ډېر ښه ټکي ته اشاره کړې ده، خو زه به ستاسې په لا تاييد دومره ورزياته کړم چې زموږ کښتنی ګاونډ د هغه درې اړخيزې ريبارې ښځې ورور دی چې له يو سره ناسته وي. له بل سره يې زړه په کندو کې وي او له درېم نه جاريږي.
    ناسته يم له تا سره، خو زړه مې په کندو کې دی او جار شم کنډوالې نه
    دا کار هر څوک او هره مټيزه ريباره ښځه نه شي کولی چې په يو وخت کې له ځانه درېواړه خوشاله او راضي وساتي، خو دغه ګاونډی تر اوسه خو پکی بريالی دی. تاسې وګورئ چې يو وخت له غرب (لويديځ) سره ولاړ وو، نو جهاديان يې د روسانو لپاره وړيا يعنې په ارزانه بيه داسې وروزل چې ګټه يې پرې خپله ترلاسه کړه او اتومي شو. خپل عسکر يې ونه مړ او هم يې لويديځوال بچ کړل، خو موږ يې دل او هغوی يې له فزيکي اړخه وساتل، خو د پيسو له اړخه يې وڅنډل او د ټرمپ خبره چې پاکستان پر موږ له دروغو پءته بل څه پلورلي نه دي او د ميلياردونو ډالرو دروغ يې پلورلي دي.
    امريکا يې راوستله، خو خو په خوا کې يې طالبان په چين هم خرڅ کړل او بيا يې له ايران سره اړيکي ښه کړل او طالبان يې پرې ورخرڅ کړل او د صدر ابراهيم او ځينو په ورپلورنه يې اعتماد دومره قوي کړ چې د ايران په منځګړيتوب يې له پوتين يعنې روسيه سره اړيکي ښه کړل او وتوانېد چې ځينې طالبان پر روسيه هم ور خرڅ کړي او ور خرڅ يې کړل چې داسې لوبه خو هر څوک نه شي.
    همدا د سي پيک لوبه يې داسې شروع کړه چې چينايان يې دېته روادار کړل چې د پښتنو او بلوڅو په سيمه کې په لنډه لار له ګوادر سره ونښلوي، خو چې پروژه يې منظور کړه او پيسې ترې واخېستې، نو آخوا طالبان يې پيدا او د پښتنو سيمه يې بېثباته کړه او ايسته هغه نلليکه يې د بېثباتۍ په پلمه پنجاب ته واړوله چې پښتانه ترېنه محروم شي.
    له پوتين يعنې روسيه سره يې د ګازو د نلليکې غځولو په نيت د دوو ميلياردو داسې تړون لاسليک کړ چې روسيه به د نلليکې په غځولو کې ورسره مرسته کوي، نو روسيه يې د چين په پروژه کې وردخيله کړه او دا دواړه قوتونه يې له ځان سره ملګري کړل او اړيکې دومره مخته ولاړې چې پوځيان يې سره تبادله او روزنه يې تر لاسه کړه. روسان راوبلل شول او په غاړه کې يې ورته ګلان واچول او خپل وروڼه يې وبلل او د ټول عمر دښمني په ښې دوستۍ بدله شوله، خو په عين وخت کې يې له بل اړخه يعنې امريکا نه هم پيسې او پروژې واخېستې او د ټاپي او کاسه زر پروژو کې يې ځان شريک کړ، خو له زړه نه – نه او ځان يې د ازبکستان – پاکستان په پروژه کې له روسيه سره شريک کړ چې د طالبانو په راتګ سره يې هغه نورې دواړه تعويق او خپله رامخته کړه.
    ګوادر چې د بې نظيرې په وخت کې په بيل کې پر امريکا پلورل شوی وو چې هغه کاغذونه لا تراوسه اعتبار لري، خو ګوادر يې د همدې سي پيک لپاره په چين په لوړه بيه وپلوه او په عين وخت کې له امريکا هم تر اوسه پيسې اخلي او وخت ناوخت په چينايي او ان جاپاني اتباعو او انجنيرانو مرګونې حملې کيږي چې په دې ټولو کې خپله لاس لري او د امريکا د فشارونو له امله غواړي چې دغه پروژه ناکامه کړي چې په دې وروستۍ پېښې سره اوس چينايان هم په وېره کې دي او هم پرې شکمن دي او اوس خو پرې پوی شوي دي او ورته يې ويلي دي چې تاسې خو عجيبه لوبه له موږ سره شروع کړې ده، نو د هغه چترال مرګونې پېښه يې پر افغانستان ورواړوله او حال دا چې طالب خو همده راوستی او دلته يې واکمن کړی دی.
    د چين په ميلياردونو ډالره پانګه يې له ځاني او مالي خطرونو سره مخ کړې ده، نو چين ته يې هم سخت تاوان اړولی دی. پيسې يې د دوی ولګولې، خو اوس ترې څه لاسته راوړلی نه شي. په عين وخت کې درېواړه ستر قوتونه لوبوي او په مينځ کې ټولې تورونه او بدنامۍ پر طالبانو هم ورتپي. همدا اوس يې په دې بله نوې لوبه کې تاجکستان له امريکا سره ټچ کړی چې اتباع ورته تاجکستان ورکوي، روزي يې خپله او د نورو ناوړه کارونو د سر ته رسولو لپاره يې تيار روزل شوی امريکا ته په لاس ورکوي او نور کار بيا د هغې دی چې څنګه يې مديريت کړي؟ د چا له لورې يې چېرته او د څه لپاره وليږي او څنګه يې وکاروي، خو روزل شوی پخپلو کړووړو خبر هم نه وي چې څه پرې کيږي؟
    د اسلام په جذبه ترې دغسې ناوړه ګټې پورته کوي چې هېڅ جواز نه لري، نو دا ډول لوبې خو هر څوک نه شي کولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب