پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهپه نازو ناول کې د توقع خلاف پېښې | همایون بهادري

په نازو ناول کې د توقع خلاف پېښې | همایون بهادري

ښکلې نازو چې مشال په خپل زړه رسم کړې، شنې سترګې، تور وېښتان، چې په لیدو یې د هر چا په زړه غڼې ګډېږي او د بیا لیدو ارمان یې کوي. د مشال دا رسامي ځکه د هر چا خوښېږي چې حقیقت ته ورته ده، خو که یې وېښتان خرمايې یا طلايي ډوله وای نو لا به ښه شوې وی ځکه له شنو سترګو سره دا ویښتان یوه څه د ښکلا پله درنوي. خو د نازو هم د نورو پښتنو پېغلو په څېر په ژوند کې ترخې زیاتې دي، داپېښې په مشال دومره اغېز کوي، چې هر چاته ګډ وي او په خورا جادوګر انداز یې کیسه کوي، چې له لومړۍ خبرې تر پایه یې د لوستونکي او اورېدونکي زړه نه غواړي چې د نازو کیسه دې بس کړي. هر خواخوږی او د انساني صفت خاوند نه غواړي چې د یوې ښکلې او نازولې ژوند دې دومره تریخ او له کړاونو ډک وي. نازو د مور یوه او نازولې، د پلار له مینې محرومه پتمنه او پاک لمنې پېغله ده، چې تر بل هرچا خوږې خبرې او شفقت ته اړتیا لري خو بس د جلال امرخېل خبره (د حالاتو پېچ و خم سړی خراب کړي) ګني نازو خو د دومره ځور او غم لایقه نه وه.

نازو د آصف مشال لومړنی لیکلی ناول دی، چې په روانه او ساده ژبه یې لیکلی، د ښه داستان لپاره ساده ژبه یو اړین رکن دی. د ژبې له سادوالي سره-سره یې نورې برخې هم بې کماله نه دي، لکه: منظز کښنه، صحنه جوړونه، پېښې، په پېښه کې پېښه چې دې څیزونو د ناول تلوسه بيخي زیاته کړې ده.

په نازو ناول کې ځينې داسې پېښې را ځي چې د لوستونکي د تمې او توقع خلاف دي. نازو د خپلې تلوسې ساتلو لپاره په یوه صحنه کې څو پېښې لري، چې موږ دې ته اړباسې تر څو نازو په خپل لاس کې تر هغو ونیسو تر څو مو وروستۍ پښتۍ نه وي پرې را کات کړې.

چې خبره مې په بله لاړه نه شي، ناول یې هم د نازو په څېر نازولېی دی، چې هر اړخ یې یوې نړۍ خبرو ته اړتیا لري.  زه یې یوازې په هغه پېښو پسې ګرځېدلی یم، چې د لوستونکي د تمې خلاف دي او یو څو یې تاسې ته وایم نورو پسې تاسې وګرځئ او نازو لټ په لټ واړوئ، چې نورې نوې جالبې ووینئ.

د تمې خلاف پېښې هغو ته وایي چې لوستونکی او اورېدونکی یې په پیل کې یوه تمه او توقع ترې لري خو په پای کې خبره بله وي او د لوستونکي د حیرانۍ سبب شي، زیات فکرونه یې په ذهن کې را پیدا شي. دا ډول پېښې د داستان تلوسه ګړندۍ کوي او لوستونکی دې ته اړ کوي چې تر پایه یې ولولي لکه نازو ناول. خو دا ډول پېښې بیا د لیکوال په مهارت پورې اړه لري تر څو وکولای شي په ښه توګه یې پکې ځای پر ځای کړي. زما په اند مشال په دې کار کې تر ډېره بریالی برېښي. چې د تمې خلاف پېښې یې په خپل لیکلي نازو ناول کې شته دي. لکه: کله چې نازو دې ته اړه شي چې له کوره وتښتي، د دې پېښې په لوستو سره داسې فکر کېږي چې د نازو ورور به اوس پسې ګرځي پیدا کوي به یې یا به یې وژني او یا به بله کومه د پښتني دود مطابقه سزا ورکوي. خو د نازو ورور وزیر  ځي ولسوالۍ ته، مخکې له دې چې والسوالۍ ته لاړ شي په قصابۍ کې د نازو ټیکری په وینو رنګوي. دا پېښه چې مشال په خورا ښه انداز وړاندې کړې ده، د ناول تلوسه یې نوره هم زیاته کړې دلته څو سوالونه هم پیدا کېږي. هغه دا دي، وزیر د دې لپاره ولسوالۍ ته ځي چې دا اوازه د خلکو له خولې لرې کړي چې نازو تښتېدلې ده. او د خلکو تر غوږو دا ور ورسوي چې نازو چا مړه کړې ده. خو دی بیا قصابۍ ته ځي او ټیکری په وینو کوي. خو دا پته نشته چې قصاب به پوښتنه ترې کړې وي کنه؟

زه بیا هم راځم او نوري هغه پېښې درته وړاندې کوم چې مشال نازو ناول ته رنګیني او خوږلنې پرې ورکړې ده.

د دغه ناول په یو ځای کې راځي، کله چې نازو په کټواز کې د میراجان په کور کې ځای پر ځای شي یوه ورځ په میراجان پسې دوه کسه راځي او ورته وایي چې نازو خدای که رانه خپله کړې. دا پېښه هم د نازو ناول په لوستلو کې داسې وخت پېښېږي چې هېڅ یې تصور نه کېږي. خو لیکوال داسې کمال کړی چې هېڅ بې ځایه نه ده او نورو پېښو ته یې ښه زمینه سازي کړې ده. که دا پېښه نه وای شوې نو بیا د ملک او د نازو د مور او ورور د تګ راتګ بیانو لو ته به تر دې ښه او مناسبه لار نه وای.

خو موږ د دې پېښې په پخلي پسې ګرځو او غواړو داسې ټکی پیدا کړو چې دا پېښه پرې پای شوې وي، خو مخکې ناڅاپه بله داسې پېښه ګورو چې نورې مو پرې هېرې شي. دا نو بیا بیخي سړی دې ته اړ کوي چې د نازو د مور په حالت وژاړې او لیکوال ته ووایې ته څومره غټ زړه لرې چې دا ترخې پېښې په دومره خوږه ژبه کوې! دا پېښه داسې وخت رامنځته کېږي چې لوستونکي دې ته اړ کوي، تر څو د نازو له حاله خبر شي او په ډاډه زړه یې ولولي ځکه ټول پوهېږو چې نازو د میراجان کره ناسته ده. خو کله چې د نازو مور او ورور د میراجان کاله ته ورځي او مور یې ټولې کوټې پسې ګوري خو لور یې(نازو) په کور کې نه وي، دا نو بیا د لوستونکي لپاره بله سرګرمي ده چې وروسته بیا د پښتنو هغه دودونه هم پکې ښه بیان شوي دي، چې یوه پښتنه ښځه سره له دومره محدودیته عاجزۍ بیا هم څومره عزت او آبرو لري. دا چې د مشال نازو ټوله د پښتنو په دودونو را څرخي خو ما یې له هغې دودونو څخه یوه ته لږ اشار وکړه، ځکه نور یې زموږ له موضوع سره تړاو نه لري.

ځینې نورې ترخې پېښې چې د نازو په ژوند کې راغلې هغه هم له درد او غم خالي نه دي، کله چې کټوازی ملک نازو له ځان سره والسوالۍ ته بیایي چې په دې وخت کې هم ډېرې پېښې کېږي چې د ناول تر لوستو وروسته پرې پوهېدای شو.

دا پېښې هم د لوستونکي د تمې خلاف دي. لکه: نازو ولسوالۍ ته نیږدې په یو کور کې وي، ملک، ولسوال او سپینږیري دې ته په تمه وي چې وزیر دوی راشي خو لږ وروسته د وزیر او د مور د مرګ خبر راځي. ور پسې د نازو د تېښتې خبر راځي چې دا اوازه بیا دورغ کېږي، ځکه نازو کلینیک ته تللې وي. 

لنډه دا چې آصف مشال کولی شي په راتلونکې کې تر دې هم ښې پنځونې وکړي، ځکه چې یو خو د غزني د خلکو لهجه او طبعیت داستان او شاعرۍ ته جوړ دي او بل مشال هم د نثر لیکلو ښه وړتیا لري. دا چې مشال شاعري هم کوي خو زما یې تر شاعرۍ نثر ډېر خوښېږي. نو مشال هم له دې چانس څخه باید نوره کټه پورته کړي تر څو په راتلونکې کې تر نازو  هم ښې پنځونې وکړي. نازو یې په داسې انځوریزه او ساده ژبه لیکلی چې په یو ځل نه بلکې په څوځله لوستو ارزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب