دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد امربالمعروف چارواکي: خوست کې ۳ خبریالان موږ نیولي، محکمې ته یې...

د امربالمعروف چارواکي: خوست کې ۳ خبریالان موږ نیولي، محکمې ته یې بیایوو

تاند (جمعه، د ثور ۷ مه) په خوست کې د طالبانو د رژیم د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د ۳ خبریالانو د بندي کېدو په اړه توضیحات ورکړي.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یاد شوي خبریالان د دوی لخوا نیول شوي او دلیل یې د دوی لخوا په راډیویي خپرونو کې د موسېقۍ خپرول او ښځینه اورېدونکو سره په خپرونو کې خبرې اترې وې.

په خوست کې له څو ورځو راهیسې د ناز راډیو خبریال اسماعیل سعادت، د اقرا راډیو خبریال وحید الله معصوم او د خلکو غږ راډیو خبریال احسان الله تسل بندیان شوي.

 د طالبانو امربالمعروف ادارې ویلي، چې یاد شوي کسان به محاکمه او مجازات شي.

د بې پولې خبریالانو د نړیوالې ټولنې په ګډون د خبریالانو د حقونو د دفاع ګڼو ملي او نړیوالو بنسټونو د دوی او د طالبانو لخوا د نورو نیولو خبریالانو د ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د دوی لخوا لسګونه خبریالان نیول شوي، شکنجه شوي او هېواد پرېښودو ته اړ شوي.

د دې تر څنګ، د دوی د بیا واکمنۍ او قیوداتو له امله سلګونه رسنۍ تړل شوي او دوی د بیان ازادۍ په پراخ نقض تورن دي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي.

4 COMMENTS

  1. امر معروف والا اکثر وحشي او ظالم ذي. د طالب او اسلام او افغانستان بیخ به همدوی باسي.

  2. صابر شرافت اپریل 26, 2024 At 3:47 pm
    امر معروف والا اکثر وحشي او ظالم ذي. د طالب او اسلام او افغانستان بیخ به همدوی باسي.

    Reply

  3. موږ نه پوهیږو چی د عام وولس اوږې به تر کله د طالب د هغه احسان ګُذاری د ادبیاتو له وجی درنې وی کوم چی طالب ئی د پراخ ځانی امنیت د استیلاء او خپریدو له امله هره ورځ تکراروی؟.
    دا د یهودو خاصه ده چی یو څوک یا ډله یا ګوند یا حکومتی دستګاه ” ظلم ” په ” عدالت ” تعبیر کاندی.
    د موسیقی د اوریدو او ږغیدو حراموالی، طالب څه چی د طالب امامان ئی هم نه سی ثابتولای خو فرضاً که ثابت هم سی نو د ګناه د مجازات څرنګوالی ئې هیچا ته نه دی معلوم.
    خو
    د ګدائی د مکروه او حتی شنیع عمل د غندنی په هکله د پیغمیر علیه السلام یو ډیر دردوونکی او لړزوونکی حدیث موجود دی.
    بناً
    طالب که غواړی چی یو مسلمان د مکروه او شنیع صفت د منګولو څخه وژغوری نو باید تر هر څه مخکی د ګدایانو او سؤالګرو د ” دهرین ” د بدمرغی او ناکامی د ژغورنی په لټه کی سی.
    دا به د اسلامی مدعی حکومت د حُکامو لپاره ډیره د شرم خبره وی چی یو خبرنګار یا د راډیو چلوونکی د موزیک یا ښځینه ږغ د خپریدو په پخاطر مجرم وګڼل سی
    “!!

  4. متل ده میږتون سي ورکیږي وزر وکړي، دریغا سي طالب خبیث ډیر زر وزر وکړل . دئ خو به ورک سي مګر ددغه خبیث له برکته به پښتانه په سره ګتاب کې ولیکل سي 😡.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب