سه شنبه, مې 7, 2024
Home+په لومړي ځل د مصنوعي ذهانت او انسان ترمنځ هوايي مقابله وشوه

په لومړي ځل د مصنوعي ذهانت او انسان ترمنځ هوايي مقابله وشوه

تاند(جمعه، د ثور ۷ مه) د امریکا پوځ وايي په لومړي ځل یوې الوتکې چې د مصنوعي ذهانت تر کنټرول لاندې وه، له یوې پېلوټ لرونکې جنګي الوتکې سره مقابله وکړه.

په حقیقت کې دا د مصنوعي ذهانت او انسان لومړنۍ هوايي مقابله وه.

د امریکا د پرمختللې دفاعي څېړنې ادارې، دارپا وویل چې دا مقابله د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د یوې پېلوټ لرونکې ایف ۱۶ جنګي الوتکې او یوې ازمېښتي پوځي الوتکې، چې په مصنوعي ذهانت سمبال وه، ترمنځ د کلیفورنیا په ایډورډز هوايي اډه کې وشوه.

د دارپا پر اساس، دا مقابله د مصنوعي ذهانت د قدرت او پرمختګ د ازمویلو په خاطر له مځکې تر ۶۰۰ متره لوړه وشوه.

د امریکا پوځ د دې ازمېښتي مقابلې په اړه، چې له ترسره کېدو نور جزییات نه دی څرګند کړي.

خو د ایف شپاړس الوتکې پېلوټ بیل ګري ویلي چې دا ډول ازمېښتونه به په راتلونکې کې نور هم وشی.

د امریکا پوځ له څو کلونو راهیسي د داسي پوځي الوتکو پر جوړولو کار کوي چې مصنوعي ذهانت یې چلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب