Homeخبرونهد خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې له طالبانو وغوښتل چې خبریالان خوشي...

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې له طالبانو وغوښتل چې خبریالان خوشي کړي

تاند(جمعه، د ثور ۷ مه) د خبریالانو بیلابیلو ډلو د طالبانو له بنده د درو تازه نیول شویو خبریالانو د خلاصون او د طالبانو له لوري پر رسنیو د بندیزونو د پای ته رسیدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په تدریجي ډول په افغانستان کې د بیان او رسنیو ازادۍ محدودې کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، چې مرکز یې په نیویارک کې دی، پرون ناوخته په یوه بیان کې د اسماعیل سعادت، وحیدالله معصوم او احسان الله تسل د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

د خوست دا درې خبریالان د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې له لوري ونیول شول چې لا هم بندیان دي.

د امریالمعروف له لوري دا درې تنه په دې خاطر نیول شوي چې ښځینه اورېدونکو ته یې ځواب ویلی او یا یې د اختر په ورځ موسیقي خپره کړې ده.

د طالبانو په واکمنۍ کې د راډیو او تلویزیون له لارې هم له ښځینه اوریدونکو سره خبرې ناروا دي.

د طالبانو د امربالمعروف ریاست رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې په خوست کې یې دا درې خبریالان د «اسلامي امارت» د قوانینو د نه رعایتولو په جرم محکمې ته معرفي کړي دي.

طالبانو تر دې مخکې د بریا او نور په نومونو دوه تلویزیونونه د ملي او اسلامي ارزښتونو د نه رعایتولو په تور بند کړل.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته شاوخوا نیمايي رسنۍ بندې شوي دي. زرګونه خبریالان له هیواده کډواله شوي دي.

د ډیرو کتونکو په باور دا ډله د بیان او رسنیو د ازادۍ په برخه کې په هغه پل، پل ږدي چې له نن څخه ۴۶ کاله پخوا په همدې ورځ (د ثور ۷ مه) اېښودل شوی و.

د ۱۳۵۷ د ثور د اوومې له کودتا وروسته هر هغه څوک چې له واکمن نظام سره هم نظره نه و، نیول کېده، شکنجه کېده او نهایتاً وژل کېده.

د نړۍ په هیوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وروستي راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې ۹۰ سلنه بندیان په سیاسي تورونو په زندان کې شپې ورځې تیروي.

د امربالمعروف چارواکي: خوست کې ۳ خبریالان موږ نیولي، محکمې ته یې بیایوو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...