چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ایران سفیر: د طالبانو د پرېکړو اصلي سرچینه کندهار...

کابل کې د ایران سفیر: د طالبانو د پرېکړو اصلي سرچینه کندهار ده

تاند (جمعه، د ثور ۷ مه) په افغانستان کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي په یوه تازه مرکه کې د طالبانو رژیم سره د خپل هېواد د اړیکو په اړه غږیدلی.

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو د رژیم ټولې پریکړې په کندهار کې د دوی له مشر ملا هبت الله اخوند زاده څخه سرچینه اخلي.

ایراني سفیر په عین حال کې نه دي ویلي، چې دوی په دې اړه خوښ دي که کوم اعتراض یا ملاحظه لري؟

ګومان کیږي چې نوموړي به دا خبره د دې احتمالي پوښتنې په ځواب کې کړې وي، چې آیا ایران خو له لویدیز سره د کابل مېشتو طالب چارواکو د ادعا شویو پټو اړیکو په اړه اندېښمن نه دی؟

مخکې یو شمېر ایراني رسنیو په کنایوي ډول داسې ادعاوې کولې او ویل یې، چې کابل ته له دوحې څخه د طالبانو راغلي مشران له امریکا سره د پردې تر شا اړیکې لري او د هغوی اجنډاوې مخته وړي.

څارونکي باور لري، چې ایران د طالبانو په منځ کې د دوی له کندهار مېشتي عمومي مشر ملا هبت الله سره ځانګړې اړیکې لري او د همدغو اړیکو په اساس په افغانستان کې خپلې ګټې او اجنډاوې تعقیبوي.

په وروستیو کې، چې پاکستان سره د طالبانو د رژیم اړیکې ظاهراً ترینګلې ښکاري؛ د ایران سفیر په کابل کې د پاکستاني سفیر پر ځای ډېر مطرح دی او هره ورځ یې بېلابېلو طالب چارواکو سره د لیدنو خبرونه  خپریږي.

1 COMMENT

  1. هغه د داود خان او ټانګیوالا خبره لږ پورته لاړ شه. قندهار هسې نوم دې د پولې واوړه او چې واوښتې بیا لږ نور هم پورته لاړ شه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب