شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد امریکا د احصاییې ادارې معلومات ښيي چې نژدې ۲ لکو افغانانو...

د امریکا د احصاییې ادارې معلومات ښيي چې نژدې ۲ لکو افغانانو د امریکا تابعیت ترلاسه کړی

تاند (یکشنبه، د ثور ۲ مه) د امریکا د احصاییې ادارې تازه شمېرنې ښيي چې په دغه هیواد کې د هغو افغانانو شمېر، چې د امریکا تابعیت یې ترلاسه کړی دی، نژدې ۲ لکو ته رسیږي.

د دې ادارې پر اساس، داسي ښکاري چې په امریکا کې د جنوبي او منځنۍ اسیا د لسو هیوادونو په منځ کې د امریکا تابعیت تر ټولو ډېر هنديانو ترلاسه کړی، ورپسې پاکستانیان او په درېیم ځای کې افغانان دي.

د جنوبي او منځنۍ اسیا په لسو هیوادونو کې، چې وګړو یې په نسبي ډول د امریکا ډېر تابعیت ترلاسه کړی دی، د هند، پاکستان او افغانستان ترڅنګ د بنګله دېش، بوټان، نیپال، سرلانکا او ازبکستان هیوادونه شامل دي.

په دې احصاییه کې ویل شوي چې ۲ لکه افغانانو د امریکا پاسپورټ او تابعیت ترلاسه کړی خو د هغو افغانانو، چې امریکا ته تللي او د دغه هیواد دایمي اقامت یې ترلاسه کړی، اصلي شمېر تر دې ډېر دی ځکه چې یوازې د ۲۰۲۱ له اګست وروسته تر یو لک ډیر افغانان امریکا ته لاړل چې تراوسه یې د امریکا تابعیت نه دی ترلاسه کړی.

د امریکا د احصایې د ادارې د معلوماتو له مخې، په وروستیو لسو کلونو کې په دغه هیواد کې د جنوبي اسیا د هیوادونو د وګړو شمېر زیات شوی او لا هم مخ په زیاتېدو دی.

د امریکا د احصایې د ادارې د اپریل د نهمې نېټې له شمېرنو سره سم، په ۲۰۲۲ کې په دغه هیواد کې د ټولو بهرنیانو شمېر ۴۶ میلیونه او ۲ سوه زره و چې د متحدو ایالتونو د ټول نفوس ۱۴ سلنه کېږي.

که څه هم پر امریکا انتقاد کیږي چې عموماً له نورو هیوادونو متخصص کدرونه جذبوي خو دا هم حقیقت دی چې امریکامېشتي بهرنیان خپلو هیوادونو ته ډېرې پیسې لیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب