Homeخبرونهپه ترکیه کې یو بل افغان په بې رحمۍ وژل شوی، پولیس...

په ترکیه کې یو بل افغان په بې رحمۍ وژل شوی، پولیس یې د قاتل د نیولو ادعا کوي

تاند (یکشنبه، د ثور ۲ مه) د ترکیې پولیس وايي، هغه کس یې نیولی چې د دغه هیواد په کایسري (قیصري) ښار کې د یوه افغان په بې رحمانه قتل کې په لاس لرلو تورن دی.

د پولیسو په وینا یو ۲۸ کلن افغان ځوان د اپریل په ۱۸ مه (پنجشنبې) د ملک ګازي په مېنه کې په چاړو وژل شوی دی.

راپورونه وايي چې د دغه افغان قاتل یو ۳۹ کلن ترک دی او افغان یې وروسته له هغه د چاړو په ګوزارونو وژلی چې له هغه سره یې لفظي شخړه وکړه.

د ترکیې رسنۍ د پولیبسو په قول وايي چې قاتل یې له پېښې دوې ورځې وروسته نیولی دی.

تر دې مخکې په ترکیه کې د یوه افغان کارګر د خورا بې رحمانه وژنې موضوع رسنیزه شوه.

د ۲۰۲۳ د نوومبر په ۹ مه د وزیرمحمد په نوم یو افغان،ؤ چې د سکرو په کان کې یې کار کاوه، د کان د خاوند له لوري په دې خاطر ووزل شو چې د بدن غړي ورڅخه واخلي.

د وژل شوي افغانمېرمن رسنیو ته ویلي و چې د خاوند د بدن غړي یې ایستل شوي او دا خبره عدلي طب ثابته کړې ده.

د وزیر محمد جسد له وژل کېدو یوه ورځ وروسته د نومبر په ۱۰مه په کرات سیمه کې وموندل شو. ده د زونګلداګ د سکرو په کان کې کار کاوه.

قمرګل ویلي چې د کار مالک د دې خاوند او نورو کارګرو ته ویلي وو چې د پښتورګي په بدل کې ورته ۲۰ زره ډالره ورکوي ځکه چې پلار یې پښتورګي ته اړتیا لري.

د نوموړي د وژلو په تړاو د هغه د کار د مالکانو په ګډون ۶ کسان نیول شوي وو چې وروسته بیا څلور تنه د قضايي کنټرول په شرط خوشې شول.

د وزیر محمد مدافع وکیل شکر، ترکي رسنیو ته ویلي: “د هغه مخ، لاسونو او پښې هیڅ نه وو سوځېدلي چې هویت یې ونه پېژندل شي. د هغه هویت د هغه د مخ او د ګوتو د نښو په واسطه پېژندل کېدای شي، خو بدن يې نور په بشپړه توګه سوځېدلی دی.”

د وژل شوي کډوال وکیل همدا شان زیاته کړې: “له دې امله چې د وزیر محمد چپ پښتورګی د پېژندلو وړ نه دی، ښايي له سوځولو مخکې قاچاق شوی وي.”

مخکې د عدلي طب ترلاسه شوي راپور یوازې دا ښودلې وه چې پر هغه پټرول اچول شوي او بیا سوځول شوی دی.

1 COMMENT

  1. زه نه پوهیږم چې، د افغانستان تیر یا اوس حاکمان به الله ج ته څه ځواب ورکوئ، دا که په هر نوم یا سیاسي جریان ته منسوب وئ. یو څو د واک لیونیانو او سیاسي مداریانو په دا تیرو نیږدي ٥٠ کلونو
    کې د ٤٠ میلیونه افغانانو په ژوند لوبي کوئ. په افغانانو نه یوازې ترکیه کې بلکې پلیت او ناولي ایران او پاکستان په ګډون په ګڼو نورو هیوادونو کې هغه ظلمونه کیږئ چې، د زغملو وړ ندئ. الله ج دی په افغانانو ورحمیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...