شنبه, مې 4, 2024
Home+ملګرتیا | عتیق الله امید

ملګرتیا | عتیق الله امید

مینه په تلو راتلو زیاتېږي.
وایي د انترنت او ټکنالوژي له زمانې مخکې چې د خطونو لېږل رالږل دود و، یو کس له لېري سیمې خپلې معشوقې ته خطونه رالېږل. یو وخت راغی ویې لیدل چې معشوقه یې له خط راوړونکي سره جوړه ده او واده یې سره کړی. معشوقې یې ورته وویل چې ستا یوازې خط راته او دی مې هره ورځ لیده، نو د ده مینه مې حس کوله او واده مې ورسره وکړ.
د ارواپوهنې علم او د انسان سلوک راته وایي چې انسان ځان خوښی موجود دی. انسان چې ټولنیز او له ټولنې پرته یې ژوند د ناممکن تر حده دی، د ټولنیزو پدیدوو له مخې د خپل ژوند لوری د ځان په خوښه ټاکي. د خپلو احساساتو، عواطفو او مینې د تسکین لپاره له ټولنې سره تعامل کوي او په دې تعاملاتو کې د ځان په ګټه پسې ګرځي. تعاملات چې د اړیکو له لارې ترسره کېږي په انسان مستقیم اغېز کوي او هغه چارې چې اړیکې یې کمزورې وي ښې نه ترسره کېږي. انسان چې په ټولنه کې کوم کارونه ترسره کوي د ځان خوښه او ګټه پکې ګوري. هغه څوک چې ده ته نږدې وي او مخامخ ګټه یې ورسېږي هغه ته لومړیتوب ورکوي. په دې اساس ځانته نوي، نوي ارزښتونه ټاکي. مینه ځکه کوي چې انیما یې تسکین شي، نېکي ځکه کوي چې وستایل شي او اخروي ګټه یې په نصیب شي، له بل سره ځکه مرسته کوي چې بېرته ده ته په سخته کې لاس ورکړي. دا تعاملات انسانان یو بل ته نږدې کوي، یو د بل ضرورتونه، د مینې، عواطفو او احساساتو غرېزې پوره کوي. موږ ته ژوندي ځکه ارزښت لري چې اړیکې ورسره لرو. داسې چې انسان د خپل ژوند په دایره کې له شته موجوداتو سره اړیکه لري، د تللیو ځای نور نیسي او د کمزورو اړیکو په والو زورو برلاسي کېږي.
زموږ په اوسنۍ ټولنه کې چې د ټولنیزو رسنییو په تېره د فېسبوک په راتلو سره د ارزانه شهرت لارې اسانه شوې په اړیکو کې هم بدلون راغی. نوې ټولنې ډېر څه بدل او یوه اندازه برعکس کړل. ارزانه شهرت تر هر څه زیات د ملګرتیا اصول تر برید لاندې ونیول. د ټولنیزو رسنیو غیرمسلکي کاروونکو او په زیات ډول اکشن ډکلومه کوونکو چې غیر هنري شاعري ډکلومه کوي، دې کار ته پراخ انعکاس ورکړ.
ملګرتیا د انسان ضرورت دی او دا ضرورت په ضرورتونو کې احسن دی. په سنتي ټولنو کې چې انسان د خپلو هیلو د پوره کېدو لپاره ډېره هڅه نه کوي، نو خپل بار د نورو په غاړه ور اچوي. په افغاني ټولنه کې بیا د ملګرتیا بار وړل بیخي قوي اوږې غواړي. د خپلو کارونو د حل تمه له ملګري زموږ په ټولنه کې یو دود غوندې ګرځېدلی. او دې دود د ملګرتیا نورې ښکلاوې ورکې کړې دي. دوه مخي، تر نیمې لارې، هیله ګر، د لستوڼي مار او دې ته ورته نور د اوسنۍ زمانې د ملګرتیا صفات دي چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو، اکشن ډکلومه کوونکو او زموږ د ټولنې هغو ځوانانو چې په ملګرتیا پوره غور نه کوي؛ ورته ټاکلي دي. دا د اندېښنې وړ ده، زموږ په ټولنه کې چې د رسنیو غیر معیاري کارونه زیاته ده د نوو ځوانانو ترمنځ د ملګرتیا بې اعتمادي رامنځته کوي او دا بې اعتمادي د ژوند ټول چلند ته لاره پیدا کوي. مولانا په مثنوي کې د رسول الله ص د یو حدیث تفسیر کوي او وایي چې تر خپل کردار ډېر وفادار ملګری نشه. د دې یو مطلب دا هم دی چې زموږ د ملګري چلند له موږ سره زموږ له چلند څخه پيدا کېږي. که موږ ملګرتیا ته د پورته صفاتو له مخې ګورو نو همدا ډول ملګرتیا به مومو. ملګری تکیه دی او حتی د ملګرتیا په تعریف کې موږ په سخته کې د لاس ور کول راولو. خو دا لاس ورکول  د ملګري په خوښه دی. دی په دې مکلف ندی چې خامخا دې زموږ لپاره قرباني ورکړي. په سخته کې د لاس ورکولو قرینه، له صمیمیت او د زړه له ډاډ نيولې تر بالفعل مرستې په ځان کې رانغاړي. یو وخت به ښه ملګری هغه وي چې ډک زړه ورته تش کړې، بل وخت په ستونزه کې لاسنوی شاید د ملګرتیا ښه صفت وي. ملګری باید زموږ د ژوند لوری ونه ټاکي او نه باید له ملګري د خپلو غوښتنو د پوره کېدو تمه ولرو.
د زړه په خواله کې شاید یو ملګری ډېر وخت یا ټول عمر پاتې شي خو په عملي ډګر کې بیا دا ډېر امکان نلري. ځکه د انسان غوښتنې او عمل له یو وخت تر بل وخت توپیر کوي او د دې زیات امکان نشته چې د دوو ملګرو غوښتنې یو ډول پاتې شي.
ملګرتیا او اړیکې پالل هم یوه دروني غريزه ده. انساني غریزې د خپلې ایګو په تسکین پسې ګرځي. د ملګرتیا په خاطر شاید یو کس ځکه قرباني ورکړي چې د ښې ملګرتیا نورمونه پر ځای کړي او دی وستایل شي. که د شهرت، ګټې او ستاینې غرېزه نه وای ټولې اړیکې به پیکه وې. مشهوره مقوله ده وایې که ته خبر شې چې له مرګ وروسته څومره ژر د خلکو له یاده وځې، نو د هیچا په خوښه به ژوند ونه کړې. د ملګرتیا قرباني که یو اړخیزه وي تر ډېره نه پایي. د ملګرتیا لپاره باید دواړه لوري قرباني ورکړي. د ملګرو مرګ دا خبره موږ ته ثابته کړې چې د تللیو ځای نور نیسي او تللی ملګری یوازې په خاطرو کې پاتې کېږي. ښه مثال یې کولی شو واده کړی سړی یاد کړو چې د یوې ښځې له مرګ وروسته بل واده کوي.
د هر انسان بېله دنیا وي. یا که ووایو د هرچا خپل غرض او جهان وي. له نورو سره د سازښت او مستقیمې ګټې له لاري ځان مکملوي. د عواطفو د تسکین لپاره له بل سره مرسته، ترحم، غم، خپګان، خوشالي او… کوي. د ټولنیز ژوند لپاره له نورو سره خپل کړه وړه تبادله کوي. د خپلو غریزو د پوره کولو لپاره له بل سره سازښت کوي؛ د حفیظ همیم په قول:
هیڅوک هم د چا لپاره نه مري دا دروغ دي
ژوند په ضروت پورې تړلي انسانان دي
نو په ملګرتیا کې باید یوازې خپلو غوښتنې ونه پلټل شي، د ملګرو غوښتنې هم وکتل شي او د ملګرتیا اصول وپالل شي. د دې لنډۍ تر شا به نورې ماناوې هم وي، خو تګ راتګ چې دواړو لورو ته ګټه رسوي او خوشاله یې ساتي؛ نو ځکه خو:
کله راځه کله به زه درځم مینه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب