ښکلا پوهنه
۵ څپرکی
استادشهسوار سنګروال
د طبعي ښکلا له مخې، لکه له نامه چې ښکاري ولسي اوپلکوریک هنر د یوه هېواد د خلکو یو شتمن فرهنګ دی، چې د استعارو، کنایو، سمبولونو، تخیل، انځورونو، احساس، اغراق، غلو او د «فانتاستیکي» توکو له لارې بیانیږی او تر ډېره بریده یې ویناوال نا څرګند وي، سینه په سینه، خوله په خوله د روایتونو له مخې له یوه نسل نه بل نسل ته لېږدول کېږي.
د ولسي اوپلکلوریک هنر ، نوښت او پا یښت د طبعي ښکلا له مخې په دې کې دی چې تر ډېره بریده د نا لوستو کسا نو له خوا رامینځته شویدی.
پلکوریک هنر، لکه پخپله د هنر د پیدایښت په څېر دغه هنر هم د انسان له پیدایښت سره راپیل شویدی، چې په هره ټولنه کې د بڼې او مینځپانګی، د رنګ او خوند، څومره والي او څرنګوالي له مخې توپېر لري.
د نړۍ په ټولو ژبو کې ولسي هنر او ادب خپلې ریښې ځغلولي دي. له حضرت عیسی (ع) نه لږ تر لږه زر (۱۰۰۰) کاله مشر هومر د نړۍ د هنر او ادب په تاریخ کې هغه ستر شاعر تېر شویدي، چې د نړۍ خلک یې د هنر او ادب اسمان بولي.
ولې بیا هم د دغه ځلیدونکي، ادبي او هنري ستوري رڼا لا تته ده چې په تیارو او خړو ورېځو کې ساه باسي، د زوکړې ځاې او نېټه یې تر ډېره بریده نامعلومه ده.
«د دغه وخت د ادب او هنر تاریخ نه دی کښل شوی او که لیکل شوی وی د هومر او ډیسي hemer odyssoy په څېر به یې د ډېروادبي او هنري اثارو اودداډول اثاروپنځوونکې څېرې به یې له سپېرو اېرو نه راښکودې وې.»[1]
دا چې له نن نه درې زره کاله دمخه هومر اودیسي د «ایلیاد» او «اود نیسه» په څېر دوه ښکلي منظوم اثارکښلي دي، چې د نړۍ په تاریخ کې دوه لوې ادبي او هنرې اثار ګڼل کېږي، ولې ښایي چې له دېنه ډېر پخوا د یونان په خاوره کې ، داسې ولسي او پلکوریکواثارولا پخوا هم خپلې وزرې پرانستې وي، چې ځنې به د توپان ناخوالو خوړلې وي او ځنې ښایي اوس هم د یونان د خلکو په سینو کې وي ، خوبیا هم تر ډېره بریده به یې طبعي ښکلاتته وي .
په لرغوني افغانستان کې هم، د هندو اروپایي ژبو په لړ کې لکه یوناني، لاتیني او سانسګرت ترمینځ د پرتلیزې ژبپوهنې له مخې چې د ویبپوهنې په رڼا کې د لغتونو او وېیونو کوم نږدي والی او ورته والی موندلی شوی، له دې څخه څرګندېږي چې یو وخت د سینسګرت، اوستا، (زند)، یوناني، لاتینې، سلاوي او د یو شمېر نورو ژبو ویوونکو به خامخا یو ځاې ژوند کاوه .
نوپرهمدې بنسټ ، ویدي سنسګرت، اوستا او یا زند، چې د افغانستان لرغونې ژبې وې، د یوناني سکندر د برید په مهال په افغانستان کې د یو شمېر ولسي هنر او ادب بېلګې تر سترګو شوې وې.
د مثال په ډول، هغه مهال چې د سکندر ځواکونه باختر ته ورسېدل، په لرغوني افغانستان کې یوه لرغونې له مینې ډکه ولسي کیسه چې دښکلا انګا زې خوله په خوله د خلکو په مینځ کې وېل کېده، هغه د «زریادریس» او «اوداتیس» پلکوریکه هنري کیسه وه، چې د سکندر یوه نږدی ملګري د تشریفاتو ریس «خارس» هغې ته اشاره کړېده.
دا چې د دغې کیسې دښکلاانګازې د «خارس» تر غوږو رسېدلې وي، خو هرومرو یې ډېر هنري ارزښت درلود، چې لنډیز یې داسې دی:
په اریایي سرودونو کی ډېرې داسې کېسې، چې په ویدي او اوستایي سرودونو کې تر سترګو شوي دي یوه هم د «زریادریس» او «اودرتیس» کیسه ده، چې د سکندر تشریفاتو ریس «خارس مي تي لن» له څلورمې مخزیږدي پېړۍ نه زموږ غوږو ته رارسولې ده .
ولې دغه کیسه په ویدي سرودونو کې هم راغلي ده چې د «ګومل» په سیمه کې یادونه شوې او په اوستا کې د «زریران» په بڼه، چې د «یاتکار زریران» حماسي منظومه ده کښل شو ې ده .
دغه متن په پهلوی اشکاني هنري ادبیاتو کې هم شتون لري، چې «دقیقی بلخي» د هغه مهال له خاطرې ډکه حماسي کیسه پخپلو شعرونو کې راغبرګه کړېده.
خارس کاږي، چې زریادریس یو ښکلی ځوان وه او «اوداتیس» یوه ښکلې پېغله او دغه ښایسته نجلۍ د «ساس» پاچا لور وه. ښکلی ځوان او ښکلی جلۍ په خوب کې یو په بل مین شوي وو. یوناني خارس لیکلي دي، چې دغې کیسې په ټولې اسیا کې انګازې کړې وې.
ساس د اسکایانو څخه یو سلطنتي کورنۍ وه او یو مهال د افغانستان په لرغوني تاریخ کې ساکان د یوې سترې ټولواکمنۍ څښتن ول.
زریادریس د بلخ شهزاده وه او «اوداتیس» د باختر شهزادګۍ، نو ځکه خو دواړو دومره شهرت موندلی وو، چې ان د دوئ عشقي داستان د یونانیانو غوږو ته لاره وکړه.
همدا راز ویدي او اوستایي سرودونو کې هم یو شمېر ولسي او پلکوریکې کیسې راغلي دي. د امورود په غاړه په لرغوني بلخ کې د بلهیکا یا بخدي دوه ښارونه ودان وه او د هغه مهال خلکو یو ښکلی معبد د «آناهیتا» یا «ناهید» پنوم ودان کړی و او د کوشانیانو (۲۲۰ ز کال) تر پېر پورې د هنري دب دبی څښتن وه.
په دغه وخت کې یو داستان د «سینا» «یا» سینه پنوم چې د «زردشت» معاصر وه، د بلخیانو په مینځ کې نامتو وو او سینا یو سپېڅلی انسان و.
په اوستا کې د «سینا مرغو» یا «مرغوسینا» په بڼه کښل شویدی، چې موخه ترې «سینا» او «مرغو» ده.
په پښتو ژبه کې د «مرغ، مرغان، مرغانو، مرغۍ» ټولوالوتونکو ته کارول کېږي.
«په «شاهنامه» کې سیمرغ او سام، سیمرغ اوزال…..د سینا کلمه هندوکش ته هم کارول شوېده…..»[2] د سیمرغ کلیمه د هېواد په ډېرو عشقی او حماسي داستانونو کې راغلې ده.
دا روایتونه هم تر سترګو شویدي، چې «سام، نریمان» چې د غور په افسانوي تاریخ کې هم یادونه شوېده، د بخدي او بلهیکا په ښار کې یو نامتو اتل او شهسوار وه، چې د اولاد، د نه شتون له امله اندیښمن وه.
دی به تل د «ناهد معبد» ته د دې لپاره ته چې څښتن تعالی ورته اولاد ورکړي.
دی لا په دوعاګانو بوخت و، چې میرمن یې «دل ارام» له یوې داسې پېښې سره مخ شوه، چې د زېږیدلی اولاد، د سر ویښتان د سپینو زرو او د بدن پوستکی لکه د ارغوان ګل آبي رنګه و …
ډېرې دا ډول ولسي او پلکوریکې کیسې له لرغوني افغانستان نه راواخله تر راوروسته پورې موجودې دي.
موږ د هندوکش له غره پرته په پامیرونو کې، له سپین غر نه نیولې د سوات تر غرونو او هماغسې تر کپکاسونو پورې بلابلا ولسي کیسی لرو، چې موږ په سوات کې د ادم خان او درخانی، په کپکاس کې د ملوک او بدرۍ جمالې کیسې یادولی شو.
د پښتو ژبې په ولسي او پلکوریک ادب او هنر کې هم داسې بېلګې لرو چې ډېرې هنري کیسې پکې پټې دي، کیسې په لنډیو کې، کیسې په متلونو کې، کیسې په چاربیتو کې او ګڼ نور توکي د ساري په توګه یادولی شو.
د پښتو ادبیاتو په ولسي او هنري ادب کې که موږ یوازې پښتو لنډۍ د بېلګې په توګه راواخلو، دومره ولسي کیسې په لنډېیو کې پټې دي، چې د نړۍ په تاریخ کې لږ ساری لري.
«د پښتنو په کلو او بانډو کې، په سموڅو او کېږدېیو کې، د لنډېیو دغه ستره شتمنه خوندي ده. د بېلګې په توګه، سپوږمیه سروهه راخېزه ،
یار مې د کلولو کوي ګوتې رېبینه
د دغې لنډۍ په هکله انګېرنې هغې کیسې ته ګوته نیولې، چې د پسرلي په موسم کې به لرغونو اریایانو د زوخا د جوړولو لپاره د هوما (سوما) بوټی ټولوه او بیا به یې دغه شربت ډېرو خوږو دوستانو او مېلمنو ته ډالۍ کاوه …»[3]
دا چې موږ وایو افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري، نو دې کې شک نشته چې ادبي او هنري ارزښتونه د هم په دغه خاوره کې نه وي تېر شوي، خو له بده مرغه چې موږ د «هومره» په څېر چې یو تلپاتې اثر یې د نړۍ په تاریخ کې په میراث پریښی چې «ایلیاد» نومېږي په واک کې نه لرو، که څه داسې انګېرنې شتون لري چې سکندر ځکه او ستا د اور د لمبو خوراک کړ چې د الیاد د ارزښت پیکه نه کړی.
موږ دالیاد په څېریوسترلرغونی کتاب ریګویدا لرو،چې په دې کې دلرغونو ولسي اوپلکلوریکو ادبیاتو یوه لویه اوستره شتمني خوندې ده ،ښه به وي یوه لنډه یادونه یې وکړو .
،چې دطبعي ښکلا پوهنې له مخې زموږ دلرغونو ادبیاتوښې بیلکې شمېرلی شو .
د ویدي شعرونواوپلکلوریکوکیسو،
تاریخي بهيرولې ښکلی دی؟
«د مخزیږدي ۱۴ مې پېړۍ، د ریګویدا لرغونی کتاب کې د افغانستان د رودونو لکه کابل، کرم ګومل، سوات (د کوبهه پنوم)، کرومه، ګومتي، سوواستو یادونه او همدا ډول د افغانستان د یو شمېر قومونو او پېښواوجګړو یادونه هم په ریګویدا کې شوېده ، چې موږ د لسو پاچاهانو جګړه چې پکتیانو (پښتنو)، الینا (د نورستان شمال ختیځ خلک)، بهلا تاسي [د بولان دره]، سواها (اندس ته نږدې) او نورو تر مینځ پېښه شوه یادولی شو.»[4]
ویدي عصر د زرتښتي دین تر راتګه پورې دوام مومي ، چی پدغه موده کې یو شمېر ټولنیزو ارزښتونو ته لاره اواره کړېده او څو بېلګې داسې دي:
۱ـ د ارباب الانواع د ستاینو او لمانځنو لپاره یې منظومې ترانې وکښلې، چې خوله په خوله به لېږدېدلې.
۲- داسې شاعران وروزل شول، چې د ویدي سرودونو ارزښتونه یې ماورالنهر وګړو پوري ورسول او دغه سپېڅلی ترانې د افغانستان، هند او د سیمې نورو وګړو ته واورولي.
۳- دغه شعرونه داسې نه وو چې یوازې د ولسي او شفایی ادبیاتو په تاریخ کې د پام وړ وه بلکې اریایي وګړو ته یې ورپه ګوته کړه چې کرهڼه او لاسي صنعت د ټولنیز ارزښت یو اصل دی.
۴- شاعرانو او ناظمانو د ویدي سرودونو د تشریح او تفسیر لپاره نوری رسالې هم ورونښلوې لکه:
ـ سمهیتا samhita یا سنهیتا د ویدونو توضیح.
ـ ارنیکایان aranyakas د بېلابیلو متونو ټولګه ده چې په ځنګله کې وکاږل شوه .
ـ اوپانیشادونه upanishada د ویدي تفکر بیان او څېړنه.
۵- د امورود دواړو غاړو او په ټوله کې د لومړنیو اریایانو ګډه ژبه اریک نومېده، خو وروسته دوئ بېلابیلی لهجې او ژبې رامینځته کړې، په دوئ کې د ریګویدا، ګاټونوژبې چې یو شمېر ژبپوهان یې دوه بېلې ژبې ګڼي، که څه هم ختیځپوهانو (یو شمېر) د ګاټونو ژبه د ویدي ژبې اوښتې بڼه ګڼي.
۶- د کسبونو ایجاد او د هنر ودې او پرمختګ ته پاملرنه او نور د ساري په توګه یادولی شو.
۷- ویدي سرودونه د افسانوي او اساتیري تاریخ بڼه هم لري، لکه د یما (جمشید) یادونه، چې دی يې د مړو رب النوع اود «اوخروي» نړۍ شفاعت کوونکی ګڼل شویدی.
۸- په ویدي سرودونو کې د بلهیکا، بلخیکا، بلخیان او دېته د ورته کلمو یادونه ، د اریایانو لېږد، چې له یوې سیمې نه بلې سیمې ته کډه شویدي .
موږ په لرغوني تاریخ کې د اریایانو د ډلو ټپلو یادونه ګورو، لکه د بهاراته پیاوړې ډله چې د اندوس (سند) دواړو غاړو ته اباده وه او د ویدي سرودونو وروستۍ برخه یې کښلې ده، چې زموږ د افسانوی او استوروي تاریخ غوښنه برخه جوړوي او له دغې قبیلې سره د «سرنجیا» قبیله هم متحده وه.
۹- د لسو پاچایانو په قبیله کې یوه بله ډله او یا ګروپ د «یادو «پنوم یادېده، چې پنځه قبیلې ورسره متحدې وې لکه تور واشا، درهیو، انو، اوپورو او پخپله یادو، چې د دوئ اتحادې ته یې «پنګه جانا» یا د پنځو قبیلو د یووالي ټولنه وېلې.
۱۰- د پکتها ګروپ: تر ډېره بریده ختیځپوهانو او یو شمېر څیړونکي دغې ډلې او قبیلي ته د « پختها ،پښتا» ګروپ هم ویلی دي، چې د پنکها په څېر د پنځو قبیلو یووالی په ګوته کوي لکه: شیوا-بهالانا-الینا-ویشانن او پخپله د پکتها قبیله یادولی شو.
په ویدي سرودونو کې د ګڼ شمېرو قبایلو یادونه شوېده، چې اوس د افغانستان په ګډون یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو کې نښې نښانې تر سترګو کېږي.
یو شمېر څېړونکي ددغوڅانګواو ګروپونو په تړاو داسې لیکلی دي چې «یادو» ګروپ او «پکتها» ګروپ یو تر بله سره د نسل له مخې نږدی او د بهاراته ګروپ څخه نسبتاً لری وو.
«له بله پلوه په ویدي سرودونو کې «دیادو» ګروپ قبایل د «پارسوا» قبیلې سره نږدې ښودل شویدي، نو له دې څخه داسې ښکاري، چې پښتانه هم او ساک هم د بهارتیانو په نسبت د پارسیانو سره نژدې او خپلوان ول.»[5]
۱۱- ریګویدا د یوه لرغوني لاسوند په توګه د هغه مهال د لرغونو ټبرونو د یوې جګړې کیسه، د هغه وخت د یوه رب النوع «اندرا» له خولې داسې کوي، چې خیر محمد ساد یې پخپل کتاب کې یادونه کړیده:
«ما ځمکه اریه ته وبخښله او باران د هغو کسانو له پاره دروم، چې ماته نزر راوړي … د سوما په مستۍ کې مې د شمبري shambara ۹۹ کوټونه وران کړل-سلم کوټ مې هغه وخت وران کړ چې د «دېوداس اتهتکوه» سره مې مرسته کوله….»[6]
دا د بهاراته قبیلې اړوند کیسه وه. دغه قبیله د اباسین رود او د اټک دواړو غاړو ته ودانه وه. د اریایانو د بیلابیلو قبیلو تر مینځ له اباسین نه راواخله د «راوي» رود او سین پورې جګړې کېدلې.
د دغې سیمې، چېرته چې د بهاراته قبیلې استوګنه درلوده او ددغو سیمو پراخې ورشو ګاني په ولکه کې وې پاچايې «دیوداس» نومېده او د «سوداس» له قبیلې څخه وه.
دا چې «دیوداس اتهتکوه» یاد شویدی، ښایي «دیوداس» له اباسین نه د راوي تر سینده پورې ځمکې د ده په ولکه کې وې او یا په بله اصطلاح ووایو، له اټک نه راواخله تر پنجابه (هفت رود) پورې خاوره د دوئ په واک کې وه.
د «اتهتکوه=اتکوه» کلمه د «اتک=اټک» کلمې سره سر خوري ، ښا یي داسې وانګېرل شي، چې دیوداس دوه پلازمېنې درلودې، چې یوه پلازمېنه یې «برهان» ته څېرمه د «اټک» غاړه وه.
۱۲- موږ دمخه وویل، چې د ویدی په څلورو کتابونو کې ریګوید له ټولو لرغونی کتاب دی او لرغونو اریایانو به دغه سرودونه اسماني الهام او ډالۍ ګڼله.
دریګویدا په ۱۸۵ سرود کې داسمان سپېڅلتیا ته په خطاب کې کښلي دي چې اسما ن موږ له بدي ساتي … »
د دغو سرودونو تاریخي ارزښت پدې کې دی چې د یو شمېر سیمو، رودونو او غرونو یادونه کوي چې موږ «یوپایي ری سنا» (هندوکش)، سپیتاګوناګېري (سپین غر)، سندهو (سیند)، کو بها (کابل)، کرومو (کرم)، ګندهارا ګوماتي (ګومل)، سراسواتي (ارغنداب)، راسا (کونړ)، سواستو (سوات)، سپیته سندهو (هفت رود) او یو شمېر نور جغرافیوی نوم د ساري په توګه یادولي شو.
باید دا هیر نکړو چې په ریګوید کې د بلخ او باختر نوم نه دی یاد شوی ولي په «اتروید» کې د بلهیکا نوم یاد شویدي.
۱۳- په ټوله کې ویدي سرودونه په دوه برخو وېشل شویدي، چې یوه برخه یې «سروتي» cruti، چې له الهام سره تړاو ورکړ شویدی او بله برخه یې دغه ځانګړتیاوې نه لري.
د «ساکالاکا» د مدرسې پر بنسټ، ریګوید ۱۰۲۸ سرودونه په لسو (۱۰) کتابونو وېشل شویدي، چې د هرې برخې مینځپانګه یې خپلی ځانګړنې لري. لسم کتاب چې د ریګوید وروستی کتاب دی، تر ډېره بریده پکې ادبي سرودونه راغلي دی.
په نهم ټوک د «سوما» سرودونه ګورو، چې د هغه ستاینې ته ځانګړي شویدی، خو په ټوله کې ریګوید، چې په لسګونو کالو په موده کې بشپړ شوېدی او ګڼو شاعرانو پکې برخه اخستې…
د مینځپانګې له مخې دغو توکو ته ځانګړی شوېده :
لکه ادبیات، د خلکو دودونه او کلتوري جشنونه، تاریخ او جغرافیه، د خلکو ټولنیز ژوند او د ټولنیز ژوند د ارزښتونو توضیح او نور.
۱۴- بېلابیلو لرغونپوهانو لکه «دوسن مارتن» ، موسیو واله دوپوسن، ماکس مولر، ادمایر، موسیوونترنیتس winernits او په لسګونو نورو د ریګوید په بېلابیلو اړخونو په بڼې او مینځپانګې څرګندونې کړیدی.
پدغه لړ کې ادمایر eodmeyer پدې اند دی ،چې د لرغونی ریګوید لرغونې برخه ښایي ۱۵۰۰ م ز په شاوخوا کې کاږل شوې وي او له یو شمېر نورو څرګندونو ښکاري، چې د ریګوید سرودونه د ۱۰۰۰-۱۵۰۰ م ز، ۲۰۰۰-۳۰۰۰ م ز شاوخوا ویل شوي وي.
د ریګوید سرودونو څوښکلا ییزې بېلګې
ریګوید د یوه تاریخي لاسوند په توګه، چې د افغانستان په شمول یې د ډېرو هېوادونو، په ځانګړي ډول د اریايي ټبر، ډېر تیاره ګوټونه تر یوه بریده روښانه کړیدي.
د هېواد پدغه استوروي او لرغوني تاریخ کې ډېر څه تر سترګو کېږي لکه، د افغانستان او سیمې یو شمېر تاریخي ډوله پېښې، د هېواد د غرونو او سیندونو یادونه، دودونه او کلتوري ارزښتونه، جګړه ییزې پېښې، مذهبي لمانځنې او نور د ګوتو په شمېر کړه وړه د بېلګې په توګه یادولی شو.
په یو شمېر ویدي سرودونو کې د اریایي قومونو شتون او په بېلابیلو سیمو د دوئ د استوګنو بهیر، دا ښېي، چې د لرغوني تاریخ یو تت انځور پکې پروت دی.
د ساري په توګه یوه سرود کې ګورو، «اې سندهو! ته لومړی خپلې څپې وهونکې او مستې او به د تریشتاما، راسا، سوتی او د کوبها د سیندونو سره ګډوې او بیا پخپل لوري ګوماتي او کرومو راکاږي،»
پدغه سرود کې په څرګند توګه ښکاري، چې د یو شمېر سیمو او سیندونو یادونه شوېده او د دوی لوری او موقعیت ترې په ډاګه کېږي .
د پام وړ خبره خو دا ده، چې دغه سرودونه د شعر بڼه لري او خلکو به د ترانو په بڼه له ځان سره لېږدول .په یوه سرود کې، د بلهیکا د نوم یادونه شوېده، چې لرغونپوهانو او یا ریګ وید پېژندونکو، دغه نوم کټ مټ باختر او اوسنی بلخ په ګوته کړیدي.
په یوه بل ویدي سرود کې د «ماروت» یادونه، چې د «باد» رب النوع ده، داسې ستایې: «ایماروته! له اسمان یا د هوا له مینځ یا له نږدې ځایونو څخه را والو زوه ا راشه، له موږ څخه ډېر زرمه ځه، رسا (کونړسین) کرومو (د کرمې سین)، اني تابها، کوبها (د کابل سین) مه پرېږده چې تاوځنډوي یاد «سارایو» مست سپین ستا لاره بنده کړي…»
د ریګوید په یوه سرود کې د بومي خلکو سره د یوې جګړې او د اندرا رب النوع له خولې داسې یو تصویر او انځور کاږلی دی:
«ما ځمکه اریه ته وبښله او باران د هغو کسانو له پاره او روم، چې ماته نذر راوړي…!
د سوما په مستی کې مې د شمبرې sham Bara، وو کوټونه (کلاګانې) وران کړل-سلم کوټ می هغه وخت وران کړ چې د «دیوداس اتهتکوه» سره مې مرسته کوله … »[7]
موږ د اندرا رب النوع یادونه وکړه، چې له «دیوداس اتهتکوه» سره په جګړه کې مرسته وکړه ، د دغو سرودونو په ۲ ټوک ۶۱ «جز او په ۴۶۵ مخ کې راغلي دي، چې د جګړې په توپان کې دغه دوعاګانې یې په ژبه وې، نو ځکه خو یې له «اسونیانو ascins «جنګ وګټه» .
په سرودونو کې د اندرا د نذرونو په تړاو څرګندونې هم شویدي، د ساري په توګه «توروایانا turvayana» چې د څښلو د نذر یو زړه راښکونکی اوازوو، لکه د سیلاب غوندې وبهېد او ځمکه یې وغوړوله او رنګینه یې کړه.»
د ویدي زمانې اریایانو د ډول ډول توکو لمانځنه کوله، ولې بیا هم په ټولنیزو او کلتوري چارو کې ورورو پرمختګ وکړ، ان تر دې چې نڅا، موسیقی، شعر ویل، اتڼ یو شمېر دودیزې لوبې او میلې دود شوې. ولسي ادبیات وغوړېدل، حماسي او پلکوریکو شعرونو پراختیا ومونده، نوي تمدن ته لاره اواره شوه ، نو ځکه خو د اریایانو په ژوند کې یو بل پرمختللی څپرکی وغوړید، چې هغه د اوستا اریایي تهذیب او مدنیت وه، چې د ویدي تمدن په لمنه کې وټوکېد او یوه پرمختیایي بهیر ته یې لاره پرانسته.
د اوستا کلتوري بهیر د خلکو په زهن او فکر کې د ویدي ارزښتونو په رڼا کې یو نوی خوځښت او انقلاب رامینځته کړ، چې د هغه وخت یو نوی څپرکی بللی شو.
ریګویدا د برهمنانو کتاب چې په افغانستان کې وکښل شو او بیا په هند کی بشپړ شو. ولې د تورات کتاب چې تقریباً د ریګوید همزولی وه له اوستا نه دمخه په اسرائیلو کې خپور شو.
ویدي سرودونه چې هنري اواخلاقي ښکلا یې درلوده ،اریایي کډوالو دولسي اوپلکلوریک ادپ په څېر له ځان سره ولېږدول اوبیا یې راتلونکو نسلونوته په میراپرېښودل … دهمدې سرودونو په رڼاکې زموږ دهېوادیوبل ګټور اثر،چې هر اړخیزارزښت یې دپام وړ دی،چې په دې کې نه یوازې دولسي ادبیاتو بېلګې خوندي دي ، بلکې تاریخي ، جغرافیوي ، اخلاقي اومذهبي رنګ اوخوند هم لري هغه داوستا سرودونه اوسندرې دي .
) ګزیده سرودهای ریګویدا (۹) مخ[7]