سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+ایا ښکلا پېژندنه علم دی که هنر؟

ایا ښکلا پېژندنه علم دی که هنر؟

لومړی هنر پېژندنه:

پنځم څپرکی

استادشهسوار سنګروال

هنر یو انساني فعالیت دی چې د هنري نوښت بېلابېلې بڼې ښېي لکه موسیقي، تیاتر، سینما، ادبیات، انځور ګری، ترکاڼۍ او نور د بېلګې په توګه یادولی شو.

هنر د ټولنیز شعور یوه بڼه ده، چې تر ډېره بریده د هنري اثر د پنځونې سرچینه یې طبیعت، ټولنه او ټولنیز مناسبات ګڼلی کېږي ، خوکله کله واقعیتونه نیغ په نیغه او یا هم په سمبولیکه بڼه کاږي ، چې د توکو سرچینه یې پخپله ټولنه ده، له هغو یې اخلي او د هنر په پسته ، ښکلې او رنګینه ژبه یې بېرته ټولنې ته ورکوي.

د «کانسل» په اند، هنر له طبیعت سره یو والی لري، ولې «ژيد» ټینګار کوي، چې هنر له طبیعت سره د ډغرو وهلو په مانا دی، هنر د زورځواکۍ پر مټ رامینځته کېږي او د ډېرې ازادۍ له امله ساه ورکوي.»

دانته، پترارک او «بوګاجیو» هغه نوښتګر هنرمندان وه، چې د ادب او هنر په ستوني کې د پایښت نوی ساه وځغلوله … ولې کله کله به د هنر مینه والو، چې ځنی انځورونه او په زړه پورې تصویرونه ولیدل، نو بیا به دا پوښتنه راولاړه شوه :

«دغه تصویرونه او انځورونه، چې زړه راښکونکي دي، آیا هنري ارزښت لري او که ښکلاییز ؟؟ یا ښايي دواړه!!

نو د دې پوښتنې په رڼا کې دې پایلې ته رسېږو، چې د هنر او ښکلا تر مینځ د پولو کرښی ناڅرګندې دي.

یو شمېر هنر پوهانو، «د هنر دندې» تر سر لیک لاندې کښلي دي، چې د هنر په موهمو دندو کی د انساني ټولنې د ژوند بېلګو پنځونه، د روزنیزو او ښوونیزو ارزښتونو پېژندنه او په دغه لړ کې د هنر يوه ډېره موهمه دنده د استه تیکی پوهې او ښکلا پېژندنی ، دپوهې سطحه ده، چې د ټولنیز ذوق وړتیا په ګوته کړي.

هنر د خپل پیدایښت نه راپه دېخوا په څو پړاوونو وېشلی شو، لومړی د هنر پيدایښت او په لرغونو پېړېیو کې، د ودې او پرمختګ بېلابېل پړاوونه، هنر په مینځنیو پېړیو کې د ژوند او مرګ شېبې شمېرلې، هنر او د رنسانس پېر، چې د بیا ژوند په مانا خپل تاریخي اصالت او رسالت ته لاره پرانسته او په پاې کې معاصر هنر د ساري په توګه یادولی شو چې ټولنیز ارزښت یې هم د پام وړ دی.

د هنر پيدایښت:

تر دغه دمه ډېرو هنر پېژندونکو ، ښکلا پوهانواو ادبپوهانو خپل نظرونه او اندونه د هنر د پیدایښت په تړاو وړاندې کړیدي او یو شمېر په دې ټینګار کوي، چې هنر د انسان له پیدایښت سره مینځته راغلی دي.

خو ټول څېړونکي او هنر پوهان د هنر په اړه په یوه خوله دي، چې د هنر پيدایښت د «دهیرن» په اند اوفکر، هنر د انسان لپاره د ژوند د اړتیاو د پوره کولو یو اصل وه اوهم یوضر وریت.

هنر د طبیعت ځانګړنه ده، چې انسان یې د خپل فکري او ذهني نوښت له مخې اجادوي اودودې اوپر مختګ پخلې یې کوي، د طبیعت توکو ته، دطبیعت شتو او هستي ته هنري بڼه ورکوي.

شېلر او اسپنسر انګېري، چې هنر د لوبو له غریزې څخه مینځته راځي او ګڼشمېر پوهاند د دې خبرې پخلی کوي، چې هنرونه د ښکلا او د نورو اندونو، ذوقونو او د نظرونو د راښکون لپاره رامینځته کېږي.

ومو وېل، چې هنر د انسان له فطرت نه زېږیدلی دی او ډېرو پوهانو د هنر د پیدایښت بنسټ او اساس اته (۸) توکي ګڼلي دي، چې موږ هنرونه او لوبې، هنرونه او ښکلا، هنر او ځان ښودنه، هنرونه او جنسي غریزه، هنرونه او فطرت، هنرونه او د ژوند اړتیاوې د ساري په توګه یادولی شو.

د ډېرو ټولنیزو علومو او فنونو تعریفونه لکه د طبعي علومو په څېر نه وي، چې څوک دی په ځغرده او کوټلي توګه ووایي چې دوه جمع دوه څلورکېږي، نو ځکه خو هنر هم د کسبي پوهې د مهارت او د انسان د وړتیا په مانا راغلی دی.

انګریزۍ کې هنر د «ارت» په مانا راغلی دی، چې ښايي د لاتینې کلمې له «ارس» نه اخستل شوی وي… ‌خو هنر د ښکلاییزې پوهنې یو اړین توکی دی، هنر د ذهني او معنوي ارزښتونو یوه موهمه وسیله ده او «هنر د انسان د تخلیقي او تخیلي وړتیا کارونې او څرګندونې ته وایي، چې ډېری وخت دغه څرګندونې بصري او یا د لیدلو وړ وي لکه انځورګري، د مجسمو توږل او نور.»[1]

په لرغونو زمانو کې، ان هغه مهال، چې انسانانو په سموڅو کې ډله ییز ژوند درلود، د لومړني انسان په توګه یې، یو شمېر داسې هنري توکي وتوږل، چې د ژوندانه د وسیلې په توګه ترې استفاده وکړي.

هنرمند، چې د یوې هنري تابلو، د یوه هنري اثر، د طبیعت او ټولنیز ژوند انعکاس کوونکی دی، د همدې ځانګړنې پر بنسټ، هنر، هنر دی نه علم.

د هنرمند د موضوع مینځپانګه انسان دی، خو که هنر د هنر لپاره وي، نو هنرمند د هنر له لارې، د انسان له پيدایښت نه تر اوسه پورې د انسان ټولنیزه دب دبه له یاده نه ده اېستلی.

هنر په لرغوني یونان کې

په لرغوني یونان کې، چې کومې لوبې، کوم هنري مهارتونه او کوم انساني خوځښتونه چې د یوې موخې او ټاکلي هدف لپاره سر ته رسېدل د لرغوني تمدن د پيل سریزه یې بللی شو.

 انسان د خپل ټولنیز ژوند لپا ره ترخې شېبې ګاللې دی او بیا یې راتلونکو نسلونو ته د ژوند مهارتونه د هنر په ژبه منعکس کړیدی، د ا ځکه چې د ټولنیز ژوند انعکاس د هنر غوره ځانګړنه ده.

انسان د ژوند لپاره خوړو او استوګنځای ته اړتیا درلوده، څښاک، پوښاک او د یوه مزه ناک ژوند لپاره یې هلې ځلې کولې او د ژوند لپاره دغه هاندې هڅې بې هنره نه کېدې، په دې مانا چې هنر یوازې د لوبو وسیله نه وه، بلکې د ټولنیز ژوند د ودې او پرمختګ لپاره یې یوه هنري نوښت او پایښت ته ضرورت درلود.

دا چې «اسپنسر» هنر یوازې لوبه بولي او د انسان د هنري فعالتونو ښکارندوی نشي کولی، ګڼشمېر پوهان یې نه مني، بلکې ټینګار کوي، چې هنر د یوې رښتنې نړۍ یو په زړه پورې انځور دی، چې د ښکلا پېژندنې تصویر پکې تر سترګو کېږي.

ولې په لرغوني یونان کې هنرې هڅونې ته، ډېرو پوهانو په دې سترګه کتلي دي، چې هنر یوازې د لوبو وسیله نه ده، بلکې ښوونیزې او روزنیزې موخې هم لري.

که موږ د لرغوني یونان د ډرامې د هنر څو بېلګې راواخلو وبه ګورو، چې د اتن لرغونی ښار څومره له هنري پرتم او دب دبو ډک وه.

هنر له انساني ټولنې سره یو ځاې مینځته راغی او له ټولنیز پرمختګ سره یو ځای وده وکړه اوبیلابېل پړاوونه یې خپل کړل .

که له یوې خوا هنر، هنرمندانو، هنرپېژندونکواوښکلا پوهانو اوپه تېره د هنر مینه والو ته د ودې او پرمختګ زمینه برابره کړه، خو له بلې خوا هنرمندانو پخپل هنري نوښت او نبوغ سره هنر ته پرمختیا وبښله او هم پراختیا …

د هنري نوښت او هنري ادبیاتو یوه ستره ښېګڼه په دې کې ده، چې هغه له نورو ژبني ادبیاتو څخه  جلا کوي یو هم د تمثیل هنر دی. دغه تمثیلی هنر که میلاد نه سوونه سوونه کاله پخوا د اتن په ښار کې دود و .

د یو شمېر نښو نښانو له مخې څرګنده شوې چې دلته د ډرامې او تیاتر شته پرمختګونه دا په ګوته کوي، چې د هنر دغه بڼه لرغونی تاریخ لري .

 زما د څېړنې له مخې لومړنی هنري ډرامه «اسکایی لس» لیکلې ده، چې د ډرامې نوم یې «سپلی اینټ» وه او لوبغاړو به ځانګړي ماسکونه اغوستل د تمثیلي هنر ستره موخه له ځان ښودنې سره تړاو درلود .

خو دا چې د هنري ډولونو له مخې لومړنی هنر کوم هنر وه، چې له انساني ټولنې سره یوځاې راوزېږید؟ په کوټلې توګه نشو ویلی، خو بیا هم د هنر یوه بڼه خو وه، چې له ټولنیز ژوند سره یې د نورو په پرتله اړیکه د پام وړ وه. خو د دې خبرې پخلی په کار دی، چې د هنري ادبیاتو ډول، له نورو ادبي هڅو څخه بېل کړو، که څه هم هنر په لیکلي او نا لیکلی ادبیاتو کې خپل هنري ارزښت ښېي.

خو په پخواني یونان او روم کی د هنر او ادب پرمختګ، د مینځنيو پېړېیو په تاریکیو کې ښکیل شو، خو د رنسانس د دورې رامینځته کېدل، د هیومانیزم په نوم هاندې هڅې، د شکسپیر او مولیر ډرامونه … دا ټول هغه هنري فعالتونه وو، چې نور هنر یوازې د لوبو او سات تېرئ وسیله نه وه، بلکی له ساینس سره اوږه په اوږه د یوې غوړېدلې ټولنې په لور د ودې او پرمختګ لاره پرانیسته.

د یونان له آتن نه چې راتېر شو په لرغوني مصر کې هم د هنر ډېر لرغوني توکي تر سترګو شویدي. د لرغونو آریایانو په پېر، په ځانګړي ډول په ویدي او اوستایي پېرونو کې یو شمېر داسې هنري لوبې، سپېڅلي دودونه ولسی حرکتونه، د سوما او هوما د بوټي راټولولو په څېر هڅې د بېلګې په توګه یادولی شو، چې په هغه پېر کې شتون درلود.

۲- هنر په مینځنیو پېړېیو کی

د مینځنیو پېړېیو په مهال یو شمېر اروپایي هېوادونو کې داسې ټولنیزې ناخوالې رامینځته شوې، چې د هنر، ادب او د بېلابېلو علومو بنسټونه یې ونړول او د ناپوهۍ توره تیاره راخوره شوه اودا هغه مهال وه، چې ډېرو اروپایي هېوادونو مسیحي دین منلی وه.

پاپ، امپراتور، روحاني او مذهبي مشرانو، تېرې لیکنې، کتابونه او هغه ماڼۍ له مینځه یووړی، چې هلته به هنري، تیاتري او راز راز ادبي او هنري فعالیتونه هنرمندانو سر ته رسول.

خلکو یوازې هغه کتابونه لوستلی شول، چې مذهبي رنګ او خوند یې درلود، وګړو کلیسا ته مخه کړه او هلته به یې مذهبی دودونه سر ته رسول.

که چا به د پاپ او یا کلیسا په اړه څه وېل پرته له کومې محکمې به له مینځه تلل، د مذهبې تعصب له مخې تېره ادبي، علمي او هنري پانګه ټوله یو د بل پسې په اوبو لاهو شوه.

نو ځکه خو دې پېراودورته د اروپا په تاریخ کې، یوه تیاره او له ناپوهۍ ډکه دوره ویلی کېږي. ولې کله چې اسلامي هېوادونه په دې پوه شول، چې په لرغوني یونان، روم او هند کې د تمدن ډېرې بېلګې لا شتون لري، تر ډېره بریده یې ورته لاسرسی وموند او پاتې اثار یې وژباړل.

هغه مهال چې صلیبی جنګونه (۱۱۰۹۶-۱۲۹۱ ز) پیل شول او اروپایانو د مسلمانانو ځنی سپېڅلی ځایونه لاندې کړل، وې لیدل چې دوی د هغه تمدن څښتن دي، چې یو وخت دوئ وه.

خو کله چې عثماني ترکانو قسطنطنیه ونیوله، یو شمېر هغه یوناني پوهانو چې د خپل لرغوني هېواد کیسې اورېدلې وې روم ته مخه کړه او هلته یې خپلې لاسته راوړنې، تېر علوم ، فنون ، ادبي او هنري اثار، د خلکو په مینځ کې دود کړل.

یو شمېر شتمنو وګړو له پوهانو، هنرمندانو، کسبګرو، د لاسي صنعت له کار پوهانو سره اقتصادي مرستې وکړې او هغوئ یې دېته وهڅول چې هنرمندان مجسمی جوړی کړي، لاسي ضایعو ته وده ورکړي او انځورېزې هڅې او پنځونې اروپایي ښارونو ته ورسوي.

لکه څرنګه چې په لرغوني یونان کې د هنري فعالتونو ارزښتونه یوازې د «آتن» په ښار کې ایسار پاتې نشول او د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو ته یې لاره اواره کړه … همدارنګه د مینځنيو پېړېیو تیاره سیوري هم اروپایي ټولنه د بدمرغۍ او ناپوهۍ کندې ته وغورځوله … ان دا چې د منځنیو پېړیو مذهبی ډرامې، د ایټالیا هېواد کې تر ۱۴۵۴ زېږدي پورې چلیدلې.

خو د رنسانس له زېږیدو سره جوخت (کلاسیک رنسانس د ۱۳ مې پېړۍ له نیمایي پیل شو) په هنر کې یو ځل بیا نوې ساه وچلېده، د هنر د هر ژانر هنرمند پخپلو نوښتونو ښکلي او په زړه پورې آثار وکښل.

«پتراکا، فرانسسکو» petracafranceco له لومړنیو مخکښو (۱۳۰۴-۱۳۷۴ ز) کسانو څخه وه، چې غوښتل یې د لرغوني روم هنري او علمي دب دبه بیا وګوري. ځکه چې په ده باندې د روم لرغونو توکو ډېره اغیزه کړې وه او بیا یې په «لاتینې» ژبې یوه خپرونه پیل کړه.

دی لومړی لیکوال وه، چې د اروپا لرغوني کتابونه، قلمي نسخی، تاریخي اثار او بېلابېلې سیکې راټولې کړي، چې په همدې بنسټ دی د بشریت humanisme د تحریک او خوځښت موسس او پلار ګڼلی کېږي .

له دې پرته «بوکاشیو، فیول، لیونارد، کرسولوراس، اري ستو، تاسو، ماکیاولي، ګیشتاردن او نورو هم د هیومانیزم او رنسانس ودې او پرمختګ ته لاره اواره کړه.

په دغه لړ کې «میکل آنژلو micheangelo د ایټالې یو لوې شاعر، هنرمند، انځورګر او یو نوښتګر انسان او د رنسانس یو غښتلی نابغه ګڼلی کېږي … دده لومړی شهکار د حضرت موسی (ع) ډبرینه مجسمه ده.

همدا ډول «رافایل»، کلمان مارو، رونارد، رابېلي، ګالاوین، مونتېني، ژرمن پیلون، ارامس، البرشت دورر، هانس هوبایین او نور د ساري په ډول یادولی شو، چې د هنر بیا رغاونې لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې او پنځونې سر ته رسولي دي.

بیا هم وروستیو پلټنو او څېړنو د هنر داسې بېلګې موندلي دي، چې د مینځنیو پېړېیو او د رنسانس د مودې له هنرونو سره د پرتلې وړ دي.

«برښت» هغه څوک و، چې د خپل ښکلي هنر له لارې د مینځنیو پېړېیو ټټر څیرې کړ او بیا یې د ګالیله ننداره وکړه.

 ګالیله یې ولید، چې د حقیقت په پلټلو او موندنو بوخت دی او بیا د هغه د خولې وایي، هغوئ چې حقیقت نه پېزني فقط بې شعوره دي خو هغوئ، چې حقیقت پېژني او هغه دروغ بولي، هغوی تبهکار دی.»[2]

 منځنیو پېړېیو بیا هم د دې وس ونه موند چې د هنر حقیقت له مینځه یوسي سره د دې چې د روم ټولواکمنۍ ووېشله شوه، خو د رنسانس په راتګ په ایټا او نورو هېوادونو کې د هنري ارزښتونو رغاونې ته لاره اواره کړه.

د شپاړسمې پېړۍ په اوایلو کې د کلاسیکو ادبیاتو ګټور نظریات په تېره د اپلاتون او ارستو اندونه له سره ورغول شول او د هغو پخلی وشو.

۳- د معاصر هنر پراختیا او پرمختیا

اروپایي هېوادونو چې له مینځنیو پېړېیو پښه راواړله، له یوې خوا سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه ول او له بلې خوا داسې پوهان، هنرمندان او شاعران د علم او ادب ډګر ته راووتل، چې هنر نه یوازې د بڼې له مخی پراختیا ومونده، بلکې د مینځپانګې له مخې ، دښکلاییز نوښت اوارزښت له مخې هم پرمختیا ومونده، چې په دې تړا موږ د اسپانې «طلایي عصر» یادولی شو چې هنر پوهانو د «دېرش» زرو په شاوخوا کې ښکلي اوهنري اثار ولیکل.

د بریتانې تیاتر او د شکسپیر هنري فعالتونه، د فرانسې د انقلاب (۱۷۸۹ ز) نه وړاندې او وروسته علمي او هر ډول ادبي ، علمي او هنري هڅې، د نولسمې (۱۹) پېړۍ په شاوخوا کې له کلاسیزم او نیو کلاسیزم نه رومانتیزم او ان ریالیزم په لور چټک ګامونه پور ته کړل.

 د «ګوېته» شېللر، ویکټور هوګو، مولیر، تولستوی، چخوف، استانیسلاوسکي او ګورکي په څېر نامتو لیکوالو او هنرمندانو داسې زړه ر اښکونکي اثار، کتابونه اولیکنې وکړې، چې له یوې خوا یې دښکلا پوهنې له مخې پایښت دپام وړ وواو له بلې خوا د معاصر هنر او ادبیاتو لپاره لومړنۍ خښتی او د نوي هنري پېراودوریوه سریزه وه.

له لومړنیو ټولنو راواخله تر اوسنۍ او معاصري ټولنې پورې هنر خپله موضوع له طبعي ښکلااو ټولنیز چاپېریال نه اخلي، هنر یوازې د طبیعت تقلید نه دی، بلکې ټولنیز ارزښتونه هم پخپله خوږه ژبه د خلکو نندارې ته وړاندې کوي… هودښکلا پوهنې له مخې طبیعت د هنر او ښکلا سرچینه ده.

خو هنرمند او ښکلا پېژندونکي د طبیعت ارزښتونه ټولنې ته وړاندې کوي او ټولنه هم د خپل معیار له مخې چې په هنرمند او ښکلاپوهنې باور لري، وایي ښکلی هنر یې پنځولي دی.

 د معاصر هنر یوه موهمه بېلګه دا ده چې هنرمند او لیکوال د فلسفې، ټولنپوهنی، ښکلاپوهنې ، اروا پوهنې ، ادبیاتو او دهنري ار ز ښتونوله لارې یا د لیکنې پر بنسټ اویا هم دتمثیل له لارې د ټولنې ذهن، فکر او «اروا» ته لاره پرانیزي.

یو شمېر څېړونکي د معاصر او اوسني پېر، هنر ته په دې سترګه ګوري، چې موږ په دې لړ کې «مایاکوفسکی» یادولی شو. هغه ټینګار کوي، چې په ډېر درناوي باید د تېرو هنرمندانو د آثارو پخلی وشي، ولې نوی هنرمند ته د هنري نوښت ډګر پرانستل شي. هنر باید یوازی د لوبو او سات تېرې وسیله نه وي او په پرونۍ فانتازۍ کې ګیر پاتې نشي … هنر له اوسني ساینس سره اوږه په اوږه د غوړېدلې ټولنې په لور د ودې او پرمختګ لاره اواروي.

برتولت برښت د خپل ډراماتیک هنر په وسیله د معاصر هنر په رڼا کې د فاشیزم ناروا بهیر تر ګواښ لاندې ونیو.

ده د ګالیله په نمایشنامه کې ډېر پخوانی دود او سنت له مینځه یووړ او د نوي هنر په ستوني کې ساه پو کړه.

«دا چې قهرمان به تر اخره، قهرمان وي، قهرمان به بری مومي….خو قهرمان به ماتې هم خوري او دا هغه مهال ښه څرګنده شوه چې، کله ګالیله توبه باسي او شاګردان ورته پيغور ورکوي: «بدمرغه ملت چې قهرمان نلري» خو ګالیله ورته په ځواب کې وایي:

«بدمرغه ملت چې قهرمان ته لا اړتیا لري.» ګالیله د ۱۷ مې پېړۍ په دویمې لسیزه کې (۱۶۲۲ ز) د «انګیزیسیون» پر وړاندې، د ځمکې له ګرزېدو، چې یو څرګنده حقیقت وه انکار وکړ.

د معاصرې نړۍ کیڼ اړخي په ځانګړي ډول په لاتیني امریکا کې د یو شمېر هنرمندانو هڅې دا په ګوته کوي، چې هنر د ژوند او د ژوندي بهیر د یوه څپانده سین په څېر په څپو دی. د دغه ډول اندونواوفکرونو پخلي هغه مهال نړیواله بڼه خپله کړه، چې د امریکا په وچه کې د نورو سیمو په تیره د شمالي امریکا په پرتله یوه ډېره وروسته پاتی وچه چې د لاتینې امریکا پنوم نامتو ده ګڼشمېر هنرمندان، لیکوال او شاعران، د یوه انقلابي او هنري نوښت په موخه علمي او هنري ډګر ته راووتل، چې د نړۍ په هنري ادبیاتو کې ځانته یوه لاره وټاکله.

د شلمې پېړۍ دغه ادبي او هنري بهیر ګنشمېر پلویان او مینه وال پیدا کړل، هم یې ډېر څه ووېل او هم یې ډېر څه ولیکل. که موږ د دغه ادبي او هنري بهیر یوه نړیواله ادبي او هنري څېره د ساري په توګه معرفي کړو، وبه ګورو، چې ده دغه ادبي او انقلابي بهیر ته څه ورکړل؟

موږ د تاریخ له څنډې د لاتینې امریکا نامتو شاعر «پابلونرودا» یادوو، چې پخپلو ادبي او هنري هڅو یې په امریکا، اروپا او اسیا کې یوه خوځښت ته لاره پرانسته.

پابلونرودا (۱۹۰۴-۱۹۷۳ ز) د نړۍ په درې وچو امریکا، اروپا او اسیا کې د خپل هنر چیغه خلکو او ولس ته ورسوله.

ده اسپانوي ژبه او ادب وپالل او د شعرونو په رنګینه ژبه یې خپل غږ خلکو ته ورساوه او د یوه ملي هنرمند په توګه یې نړیوال شهرت خپل کړ. دغه د چیلي ځمکي نامتو هنرمند لومړی په شعر ویلو پیل وکړ، او بیا په بېلابېلو هنري څانګو کې وځلېد.

لومړی اثر یې په «سانتیاګو» (۱۹۲۳ ز) کې خپور شو او په څو ژبو وژباړل شو او ده پخپله په انګلیسي او فرانسوي ژبو هم ډېرې لیکنې کړیدي.

لوړې زده کړې د پيدا کوژي (ښوونې روزنې) په پوهنتون کې سر ته ورسولې اودښکلا پوهنې له مخې داسې ادبي ، هنري اوعلمي اثا ر وپنځول ، چې اوس هم دده داثار و پخلی کېږي .

د ده هغه هنري اثر «ځمکه زما وطن» (۱۹۳۳ ز) ډېر وځلېد… او دی نه یوازې د لاتینې امریکې وګړو ته خوږ وه، بلکې د برما، فرانسې، اسپاني، ارجنټاین او نورو هېوادونو وګړو هم دده له اثارو سره مینه درلوده.

په ۱۹۳۸ کال د اسپانې په پلاز مادرید کې دده یو بل ګټور اثر چاپ شو، چې نه یوازې په لاتینې امریکا کی بلکې دده سرودونو او هنري لیکنو په ټولې لودیځې نړۍ کې انګازې جوړې کړې.

هغه مهال چې په چیلی کې د یوه نوي حکومت بنسټ کېښودل شو «پابلو نرودا» په ۱۹۷۱ کال د سفیر په توګه پاریس ته واستول شو. خو کله چې په ۱۹۷۳ کال د جنرال «پنوشه» په مشرۍ کودتا وشوه او د چیلي خلک په سرو وینو کی ولمبول شول، دی سخت ناروغه وه او د «سالوادور-الینده» قانونی حکومت چی وپرځول شو او دېرش زره په شاوخوا کې انسانان ووژل شو، په دې سره دده ژوند نور هم بتر شو او د همدې کال په وروستیو کې ساه ورکړه.

د پابلو نرو دا شاعرانه او هنري هڅې د ستایلو وړ دي او دا داسې نه چې نظمونو یې هنري تومنه نه درلوده او چې ګنې یوازي ټولنیزو او انقلابی هڅو ته ځانګړی شوی وو، بلکې حقیقت دا دی، چې دده لیکنې په ادبي ښکلااو هنري ارزښتونو ولاړې وي او هغه د هېګل خبره، هر هنري اثر یوه طبیعي لاسته راوړنه نده، بلکې هر هنري اثر د ټولنیزو هڅو یوه پایله هم ده.

د یوه هنري اوښکلي اثر ښېګڼه دا هم کېدی شي چې ټولنیزې ناخوالې داسې وپنځوي چې موخې یې د خلکو لپاره د پام وړ وګرځي.

دښکلا پوهنې له مخې هنري اثار د خپلې ډلبندۍ پربنسټ ، له یوې خوا خپلې هنرې څانګې لري او له بلې خوا د هنري ادبیاتو بهیر تر ډېره بریده د تېرو څرګندونو په رڼا کې په ولسي او پلکوریک ، په کلاسیک ، په معاصر او نوي پېرونواودورونو هم وېشلی شو، چې څو لنډې بېلګې داسې دي.



) سنګروال، شعر، ژبه او ادب ۱۳ مخ[1]

) د ډرامې تاریخ او فن ۴۵ مخ[2]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب