جمعه, مې 3, 2024
Home+د نړۍ تر ټولو د اوږده عمر نارینه

د نړۍ تر ټولو د اوږده عمر نارینه

تاند (یکشنبه، د حمل ۱۸ مه) د انګلنډ یا انګلیستان اوسیدونکی جان الفرډ ټینسووډ د ۱۱۱ کلونو او ۲۲۴ ورځو دی او رسماً ادعا کېږي چې د مځکې پر مخ تر ټولو د ډېر عمر نارینه دی.

د سي این این د راپور له مخې، د نړۍ د ریکارډونو ثبتوونکې ادارې، ګینس د جمعې په ورځ الفرډ ټینسووډ دوې ورځې وروسته له دې د نړۍ تر ټولو زوړ سړی اعلان کړ چې مخیکنی ریکارډ لرونکی، خوان ویسینت پیریز په ۱۱۴ کلنۍ کې (یوه میاشت مخکې تر دې چې ۱۱۵ کلن شي) مړ شو.

ټینسووډ له ګینس سره په مرکه کې وویل:«ژوند د انسان په لاس کې نه دی، یا به اوږد او یا به لنډ ژوند کوي. اوږد عمر یوازې چانس دی.»

خو دی خلکو ته په ژوند کې د اعتدال سپارښتنه کوي او وايي چې دی په خپله سګرېټ نه څکوي، په ندرت شراب څښي، هره جمعه د کب غوښه او چپس خوري.

«که ډېر څښاک کوې، یا ډېر خوراک کوې یا ډېر پلی ګرځې، که هر شی تر اندازې زیات کوې، په نهایت کې تاوان درته لري.»

ټینسووډ د ۱۹۱۲ د اګست په ۲۶ مه په لیورپول ښار کې زېږېدلی. دا هغه کال دی چې ټایټانیک بیړۍ ډوبه شوه. ده دوې نړیوالې جګړې او دوې لوبې وباوې (انفلوینزا او کووید ۱۹) لیدلي دي.

دی له ډېرو کلونو راهیسي د لیورپول د فوټبال کلب مینه وال دی. همداراز د ورځپاڼو له لوستلو او د راډیو له اورېدلو خوند اخلي.

ټینسورډ د کړوسیانو خاوند دی خو د ساوتپورت ښار د زړو په هستوګنځي کې اوسي.

حاضردمه د نړۍ تر ټولو د اوږده عمر ښځه ماریه موریرا ده چې ۱۱۷ کلنه ده او په هسپانیا کې اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب