شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د فیسبوک پر محدودیت او تړلو کار روان دی

په افغانستان کې د فیسبوک پر محدودیت او تړلو کار روان دی

تاند (  یکشنبه، د حمل ۱۹ مه) د طالبانو د رژیم د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر وایي، چې په افغانستان کې د فیسبوک ټولنیزې رسنۍ د محدودیت او تړل کېدو په اړه پر یوې طرحې کار کوي.

نوموړي په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي: «زموږ او تاسو ځوانان په داسې حال کې چې هغو له علمي پلوه سره کمزوري دي، اکثریت داسې دي چې بې تعلیمه دي، بیا له دغه شي سره دومره وخت ضایع کول په دې باندې پیسې ضایع کول، دا خو د ملت په ګټه ده. د دې لپاره اوس پالیسي جوړه ده چې دا محدود کړو او مسدود یې کړو.»

هغه دغه راز منلې، چې د جمهوري نظام پر مهال طالبانو له مخابراتي شبکو پیسې اخیستي او ادعا یې کړې، چې دا پیسې یې له دغو شبکو څخه د هغوی د امنیت ساتلو لپاره اخیستي دي.

یاد شوی طالب وزیر، چې هغه مهال د طالبانو د مخابراتي کمېسیون مشر و، نه دي ویلي چې دوی له چا څخه د مخابراتي شبکو امنیت ساته.

د مخابراتي شبکو سرچینو هغه مهال شکایت درلود، چې طالبان ترې باج اخلي او که ور یې نه کړي، مخابراتي مرکزونه یې په نښه کوي.

د طالبانو د وزیر لخوا د فیسبوک د محدودیت او تړل کېدو طرحې ته یو شمېر افغان فعالانو توند غبرګون ښودلی او د بیان ازادۍ د مخنیوي او د خلکو د غږ غلي کولو لپاره یې د طالب رژیم یو بل ځپونکی ګام ګڼلی.

4 COMMENTS

  1. بهترین کار ده که دا دشیطان ځاله وتړل شې ټول ځوانان حتا په کلی او بانډو کښې یې بی لاری کړې دې له انسانیت څخه وتلی په افغانستان کښې له دې شبکی هیڅ وخت مثبت کار ندی اخستل شوې

  2. ملایان غواړي ټول افغانستان په یوه مطلق زندان بدل کړي .
    که هزڅومره د خلکو پر ټولنیز ژوند سختي راولئ په اوس وخت کې د اطلاعاتو بندول ناممکنه ښکاري . لسګونه نړیوالې رادیوګانې ، ستلایتونه ، او نور داسې وسایل شته چې افغانان خصوصا ځوانان یو د بل په حال خبرشي .

  3. د ښاغلی شیرالله د تبصری سره موافق یم.
    ایلن ماسک وړاندوینه کوي، د انسانانو دندې پای ته رسیږي
    تاند
    خبریال:
    تاند
    اپریل 2, 2024
    0
    1021
    FacebookTwitterPinterestWhatsApp

    ایلن مسک
    تاند- ایلن مسک وايي، هغه وخت راروان دی چې نور به د انسان کار ته اړتیا نه وي او هیڅ دنده به ورته پاته نه وي. که څوک غواړي چې په خپله خوښه کومه دنده ولري، ممکن ویې لري، خو مصنوعي ذهانت به ټول کارونه په خپله کوي.

    د ټکنالوژۍ د برخې ستر امریکايي میلیاردر ایلن مسک د بریتانیا له صدراعظم سره په کتنه کې وړاندوینه وکړه چې د مصنوعي ذهانت معنا به په نهایت کې دا وي چې په راتلونکې کې هیڅوک کار کولو ته اړ نه وي.

    مسک دا څرګندونې د بریتانیا له صدراعظم ریشي سوناک سره په دوستانه خبرواترو کې وکړې.

    په دې ۵۰ دقیقه يي خبرو کې ښاغلي مسک په باور وویل چې ټکنالوژي د انسان ورځیني کارونه بې معنا کوي. ده د انسان وزمه روباټونو په اړه وویل چې انسان په هر ځای کې تعقیبولی او موندلی شي.

    ایلن مسک له مصنوعي ذهانته په خپلو بې چلوونکو ټیسلا موټرو کې هم کار اخیستی دی. خو له دې سره سره یې د هغه ګواښ یادونه وکړه چې دا ټکنالوژي یې د انسان موجودیت ته پېښوي.

    مسک له ریشي سوناک سره د مصنوعي ذهانت د ښېګڼو په اړه هم خبرې وکړې او د مثال په توګه یې وویل، که مې یو زوی د ملګري په موندلو کې ستونزه لري، مصنوعي ذهانت یې ښه ملګری کېدای شي. مصنوعي ذهانت تر ښو ښوونکو انسانانو ته ښه او حوصله من ښوونکي کېدای شي.

    ایلن مسک وویل چې مصنوعي ذهانت به تر ټولو له مستعد انسان څخه مستعد او ځیرک وي.

    تر ایلن ماسک مخکې په ۱۹۹۹ م کال کورزویل اټکل کړی و چې ممکن تر ۲۰۲۹ پورې مصنوعي ذهانت تر انسان وړاندې شي. همدا اوس کوم کار چې چټ جي پي ټي کوي، انسان یې نه شي کولی خو مسک وايي چې د مصنوعي ذهانت وده ورو نه ده بلکې څو – څو برابره زیاتیږي له دې کبله امکان شته چې په راتلونکو پنځو کلونوکې هر څه بل ډول وي.

    ایلن مسک چې د مصنوعي ټکنالوژۍ په وده کې لوی رول لري، له دې درکه ډېر عاید ترلاسه کوي.

  4. ډیر مخکي بابد دا اقدام شوی وی او دا نور دي هم په بند ګړي، ټیک ټاک، انسټاګرام وغیره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب