پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+آیا ایران له اسراییل څخه د مخامخ غچ اخیستلو ځواک لري؟

آیا ایران له اسراییل څخه د مخامخ غچ اخیستلو ځواک لري؟

لیکنه: روح الله احمدزی

په سوریه کې د ایران پر سفارت تر برید یوه شپه مخکې د اسرائیلو په جنوبي ایلات  ښار کې د اسرائیلي سمندري ځواکونو اډې پر لور د عراق له خاورې د بې پیلوټه الوتکې برید وشو. د بريد پړه د ايران پلوه ملېشو ټلوالې پر غاړه واخیست. په سبا یې د اپریل لومړۍ نېټه په دمشق کې د ایران د سفارت پر ودانۍ د اسرائیلو هوايي برید دغه ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه کړه. په دې چاودنه کې اووه تنه ووژل شول چې په هغو کې د ایران د سپاه قدس ځواک څو تنه لوړ رتبه چارواکی او افسران شامل دي. په یاد برید کې په سوریه او لبنان کې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د عملیاتو مسؤل جنرال محمد رضا زاهدي، د هغه مرستیال او د سپاه قدس  پنځه نور افسران وژل شوی دي. زاهدی د جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته تر ټولو لوړ پوړی قومندان دی چې سپاه قدس یې له لاسه ورکوي.

دغه برید د ایران او اسرائیلو تر منځ د اوږدو نانندریو او نیابتي جګړو په درشل کې د یو بل ځپلو نوې حوزه رامنځته کړه او ځکه مهم دی چې پر داسې یو ځای برید شوی چې د نړیوالو قوانینو له مخې باید له هر ډول تیري‌ او برید څخه خوندي وي. اسراییلو د قونسلګرۍ په ودانۍ برید کولو سره د ایران خاوره په نښه کړې ده. بلخوا د ایران مشرانو ویلي چې دا ځل ښايي ایران اسراییلو ته مستقیم ځواب ورکړي؛ نه د خپلو نیابتي‌ ډلو له لارې. خو د برید څخه د پنځو ورځو ترېدو سره لا د ایران له لوري د غچ اخیستلو برید ندی ترسره شوی.

د ایران رژيم د خپلو سخت دریځو پلویانو اود نیابتي ډلو چې دوی یې (محور مقاومت) یادوي تر سخت فشار او تیغ لاندې دی. اخوندانو د مخامخ جګړې پر وخت د ایران  ځواکونو د  وړتیاو او ځواکمنتوب لافې وهلې دي‌ اوس همدا پلویان او ډلې د یو لوی او سمدستي غچ اخیستلو انتظار باسي. د یادو ډلو دغه غیرعادي فشار او همدارنګه د عامو خلکو په منځ کې د رژیم د پلویانو هیلې، تصمیم نیوونکو اخوندانو لپاره د سختې حیثتي ازموینې شېبې او ساعتونه برابر کړي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې ایران به د دې برید ځواب څنګه ورکوي؟

که ایران  مخامخ غچ اخيستلو ته تېار شي اسرائيل به خپلې لویې موخې ته ورسیږي‌ او دې ته به لاره پرانيزي چې د نورو متحدو هېوادونو پوځي ځواکونه، په ځانګړې توګه امريکا له ایران سره جګړه ته را کش کړي. په دغه حالت کې، ایا د هر اړخیزې او حتی څو ورځنۍ جګړې لپاره د دواړو خواوو د ځواکونو توازن به متوازن وي؟ آیا د جګړې د دواړو غاړو داخلي ستونزې یو شان دي؟ آیا د جګړې د دواړو خواوو په نظامي ځواکونو کې انډول شته؟

 داسې ښکاري چې د مخامخ او هراړخیزې جګړې پیلول د ایران د سیاسي نظام لپاره اسانه کار نه دی. په کور دننه یې  عام وګړی اقتصادي بحران له امله ناخوښ دي او ټول سیاسي چارواکي یې هم دا مني او دا کولی شي مسله پیچلې کړي.

په دې اساس باید ووایو چې د تهران اوسنی دفاعي ځواک او ټول نیابتي ډلې د یوه ستر قدرت له خوا نه، بلکې د یوه سیمه ییز لوبغاړي له خوا ننګول شوي دي. همدغه سیمه ییز لوبغاړی چې له امریکا سره ژورې اړیکې لري او د تهران او واشنګټن په دښمنانه اړیکو پوهېږي، غواړي له تهران سره په هره شخړه کې امریکا ښکېله کړي. که څه هم امریکا په سیمه کې د تهران پر مرکزونو په برید کې د اسرایلو لاس خلاص پرې ایښی دی، خو له تهران سره په شخړه کې یې مستقیمه داخلېدل د ایران لپاره ناوړه پایلې لرلی شي. د امريکا ارزونه ښايي دا وي چې د تهران له خوا د اسرائيلو پر خاوره د بريد په صورت کې د اسرائيلو د ملاتړ په برخه کې ناکامي به د امريکا د کمزورتيا او د خپلو متحدينو د ملاتړ لپاره د نه لېوالتيا په توګه تعبير شي. د ایران او امریکا تر منځ احتمالي شخړه کولای شي چې د امریکا سیمه ییزی مخنیوی نور هم کمزوری شي او ټول سیاسي او اقتصادي‌ معادلات به د اسراییلو او امریکا پر ګټو را وڅرخیږي.

بلخوا په اسراییلو د حماس  تیر کال د اکټوبر د اوومې نېټې برید وروسته، اسراییل په دوو جبهو کې په جګړه بوخت دی: په غزه کې د حماس پر ضد او په ټوله سیمه کې د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو پر ضد. د دغو ډلو تر ټولو ځواکمن ېې حزب الله دی، چې نږدې هره ورځ د اسرائیلو په شمال کې پر ښارونو او پوځي اډو راکټي بریدونه کوي. خو دغې ډلې په بشپړه توګه  جګړې ته له ننوتلو څخه ډډه کړې ده. البته د لبنان ډیری اتباع نه غواړي چې هیواد یې په جګړه کې ښکیل شي، او ایران  هم نه غواړي‌ خپل خورا اغیزمن نیابتي ځواک له خطر سره مخ کړي.

 دغه راز اسراییل هم د لبنان په خاوره د ژورو بریدونه څخه ډډه کړي، ځکه چې د حزب الله لخوا د سخت غبرګون سبب کیږي. تل ابیب د لبنان په جنوب کې بمبارۍ محدودې کړي دي، خو په وروستیو اوونیو کې یې د لبنان د داخلي او د بکا دره چې حزب الله  هلته قوي حضور لري، زیات بریدونه کړي دي.

 خو اسراییل بیا د سوریې پر خاوره د برید په اړه دا ډول ملاحظات نه لري. ځکه چې  د یوې لسیزې کورنۍ جګړې وروسته، د بشارالاسد رژیم د مقابلې لپاره خورا کمزوری دی، همدارنګه په سوریه کې د ایران په ملاتړ ملیشې او نیابتي ډلې د حزب الله په څیر د پام وړ وسلې او امکانات نه لري. دغه حالت د اسراییلو لپاره په سیمه کې د ایران ګټې او نیابتي ډلو له منځه وړلو لپاره سوریه بې بدیله د لوبه بدلونکی هدف ګرځېدلی دی. اسراییل په خورا اساني کولی شي ایراني افسران ، د تهران متحد نظامي پرسونل او د حزب الله لپاره د وسلو لیږد کاروان په نښه کړي. د سوریې خاوره د اسراییلو لپاره د غچ اخیستلو په سیمه بدله شوې ده، او د تیر کال اکتوبر له 7 راهیسې، اسراییلو په لسګونو بریدونه ترسره کړي چې د سپاه قدس ډیری لوړ پوړي قوماندانان یې وژلي دي.

لنډه دا چې اسراییلو په منځني ختیځ کې وار د مخه ګټونکې لوبه او جګړه پیل کړې ده چې بریا به یې اسراییل نړیوال قدرت او  ګیم چینجر په توګه په نړیوال سیاسي او اقتصادي میدان کې وساتي‌ او ایران به په نږدې راتلونکي‌ کې د رژیم بدلون کوربه وي‌ او د ټولو نیابتي ډلو پرلپسې ماتو شاهد به وي. دغه راز ایران د دمشق برید ځواب  یوازې د نیابتي ډلو په مرسته کولی شي اسراییل ته ورکړي  نه د مخامخ او هر اړخیزې جګړې پرمټ.

2 COMMENTS

  1. ولا شریکه غربی تحلیلګران بل نظر لری ، هغوی وائی چی اسرائیل د ایران د غبرګون یا نه غبرګون په صورت کی همدا اوس هم د سختو امنیتی او اقتصادی او سیاسی او ټولنیزو او حتی اخلاقی ستونزو او کړکیچونو سره مخامخ دی.
    د اسرائیلو اصلی موخه دا ده چی د ایرانی سفارت په ویشتلو د ایران حکومت یو سخت غبرګون ته ولَمسوی او نور غربی د مور مړونه هم کړکیچ ته را ښکیل کړی خو:
    ۱ – د اوکراین – روس تر منځ روانه کشاله به غربیانو ته د اسرائیل – ایران په ستونزو کی د مداخلی جرئت ور نکړی.
    ۲ – د ایران مُلایان زموږ مُلایانو غوندی غُلان او احمقان نه دی بلکه د روانو لوبو په ماهیت ښه پوهیږی او د شرائطو په اقتضاء ګامونه پورته کوی. که ایران اټومی وسله تولید کړی ( چی وړتیا او توان ئی لری ) نو د عبری رژیم او د هغوی د سترو ملاتړو پراخ او ویرانوونکی پلانونه به خنثی کړای سی.

  2. ایران په اسرایلو برید وکړ مګر دا جنګ به اسرایلو لپاره په تباهی تمام شي ځکه اوس جګړه اوږده کیږی چې ایران تر شاه روسیه او اسرایلو تر شاه امریکا ودریده نو امکان شته چې امریکا د اکراین لپاره دلته ځان دخیل نکړی ځکه دوه جګړی په یو وخت مخ ته وړل ناشونی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب