یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeکالمونهسنګرافغانستا ن په یوه پېړۍ کې | استادشهسوار سنګروال

افغانستا ن په یوه پېړۍ کې | استادشهسوار سنګروال

د امیرعبدالرحمان خان اوحبیب اله سلطنت،
دانګریزان لاسوهنه
۶ څپرکی
امير عبدالرحمن خان په افغانستان کې د يوه با ثباته مرکزي حکومت د ټينګښک لپاره دومره هلې ځلې وکړې، چې هېچاته ته يې ددې فرصت ورنکړ، چې د ده پر وړاندې ودرېږي، که چا مقاومت هم وکړ په ډېرې بېرحمۍ وځپل شول.
له ده نه وروسته، د ده زوی امير حبيب الله خان (۱۹۰۱ – ۱۹۱۹ کال) د تېر په پرتله د سلطنت چارې په ارامۍ ترسره کړې،ولې بیاهم روسانو اوانګریزانوزوې اوپلا رپه ارامه پرې نښودل ،چې څوبېلګې داسې دي :
۱— امیرعبدالرحمان په تاج التواریخ کې لیکلي دي،هغه توپونه چې ما پخپلو پیسواخستي انګریزان اجازه نه راکوي چې هغه خپل هیواد ته انتقال کړم .» دهندخلکوهم څه نشوکولی ،دوۍ ته د۱۸۵۷کال خونړی پېښه وریاده وه،چې انګریزانوخلک ژوندي له پوسته کړل اوټول وزنه یې وکړه اولکه دلېونېیو په څېر یې په ډیلي کې ښځې اوماشومان ووژل .» (وګورۍ ،چامسکي سلطه یابقا ۱۸۶مخ )
امیرعبدالرحمان خان چې بلوچستان یې دافغانستان دپرمختګ اودب دبې دروازه بلله له افغانستانه جلا کړ اودپاکستان له جوړېدو وروسته محمدعلي جناح دانګریزانو په لمسون دځان تابع کړ.
ولې په ۱۹۷۱کال دایران پاچا ووېل ،که غربي پاکستان بیل شي،شرقي بلوچستان دایران اوپښتونستان باید دافغانستان برخه شي.
سره ددې چې انګریزانو ته یې درې وارې ماته ورکړه اوهغه دټاچر خبره چې ګرباچف ته یې ووېل ،شوروي چې په افغانستان برید کاووباید له انګریزانو پوښتنه کړې وی اولکه انګلس چې وېلي دي،له افغانانوسره جنګ لکه ورزش …!؟
۲ـــــ کله چې داکترمولاناابوکلام ازاد،مولانا برکت الله،مولاعبیدالله سندي،مولاناشوکت علي،مهندراپرتاب،ګاندې ،نهرواونورودانګريزيښکېلاک پر وړاندې مبارزه پیل کړه،امیر حبیب الله خان ددوۍ دمبارز سیاسي مرکز کابل ته انتقال شو،چې ورسره جوخت دترکې پلاوی هم افغانستان ته راغی،چې امیردېته وهڅوي دجرمني په ګټه دانګریزانو پر وړاندې ودرېږې…سره دهغې چې امیرخپل نابېیلتوب غوره وګڼه ،ولې دانګریزانوکرکه اوکینه ،چې امیرپه ۱۹۱۰کال(ځنې۱۹۱۴وایي) په کابل کې دهند دموقتي حکومت دتاسیس لپاره لاره اواره کړه .
۳ــــ مولانامحمودالحسن اوابوکلام ازادپه دې پریکړه وکړه چې عبیدالله سندي کابل ته واستوي اوامیر دېته راکاږي چې له انګریزانو سره اړیکې قطعه کړي .
همدا لامل ووچې په ۱۹۱۵کال دډسمبرپه اوله نیټه دهند مواقتي حکومت اعلان کړ،چې مهندراپرتاب دریس،برکت الله اوعبید الله یودبل پسې دصدراعظم اوباندینېو چارووزیر وټاکل سول .
په هند کې دننه ساطان تیپو(دمیسورپاچا،چې بیاووزل شو)،دراچپوت شهزادګان،هولګر، یودبل پسې پاڅونونه وکړل …ولې انګریزانوپه ۱۸۰۳کال ډیلي اواګره اشغال کړل .
انګریزانو قدم په قدم دواک اوځواک جغرافیه پراخوله اودافغانستان تر پولوراورسېدل .
دبریتانوي هند ښکیلاک کوښښ کاوو،چې امیر هم ترګواښ لاندې ونیسي اوان تردې،چې د« هفت سال درسفر» نومې اثرلیکوال محمد سرور،دخپل کتاب په۳۳مخ کې لیکلي دي، « امیر شهید،رښتیا هم چې دافغانستان پاچا و،ولې دانګلیس دیوه قونسل په اندازه یې من زلت اومقام نه درلود . » (هفت سال درسفر۳۳ مخ )،خوده دخپل واک په مهال چې ځنې څه وکړل،دتاریخي ضرورت له مخې ډېر دپام وړ نه وو، ولې ځنې کارونه یې دپام وړ وو.
د محمود طرزي د څرګندونو له مخې، چې په سراج الاخبار کې يې کښلي دي، د امير لومړنی کار داوو چې ښځې يې له زيارتونو او سيل ځايونو منع کړې او د چادريو رنګ يې «خاکي» رنګ ته واړوه.
کنچنۍ او نڅاګرې ښځې يې دې ته اړ کړې چې له خپل فعل نه توبه وباسي.
دا ډول هڅه، له ده نه دمخه د امير دوست محمد خان يو زوی چې د کابل والي وو، سردار محمد شريف خان نومېده، نوموړي هم هغه شمېر مېرمنې چې د عرف او دود نه پرته به په بازار کې وليدل شوې، بيا به يې يوه انګړ ته راوستې تر هغې به يې په لرګيو وهلې، چې ساه به يې ورکړه.
د امير د واک په مهال، چې کومې مهمې پېښې او کړه وړه د ده د سلطنت په موده کې سر ته رسېدلې دي څو بېلګې يې دا دي:
۱ – د ښوونې او روزنې د ودې او پرمختګ په لاره کې د هېواد په تاريخ کې لومړنۍ لېسه، د حبيبي ښوونځي په نوم چې په ۱۹۰۳ ز کال يې بنسټ کېښودل شو، يادولی شو.
۲ – امير د افغانستان په «۱۱» لويو ښارونو کې ۱۱ مدرسې د قرانکريم د حفظ لپاره جوړې کړې.
۳ – د غلامانو پلورل او رانيول يې منع کړل، ګڼ شمېر بنديان يې ازاد کړل او يوشمېر نور يې تر خپلې څارنې لاندې ونيول او يوشمېر جزاګانې يې له مينځه يوړې.
۴ – د انجمن معارف په نوم، د سردار عنايت الله خان تر څارنې لاندې د يوې ټولنې جوړول، په ۱۹۰۹ کال د يوه حربيه ښوونځي تأسيس، د يوه روغتون بنسټ، د يوه تعليمي نصاب تدوين، د يو شمېر بهرنيو ښوونکو (ترکي او هندي) استخدام، د امير له نورو فرهنګي فعالیتونو څخه ګڼل کېږي.
۵ – د تيپو ګرافي او زنګو ګرافي پنوم د نوې مطبعې جوړول، په پای کې دسراج الاخبار او سراج الاطفال پنوم د ډله ييزو خپرونو چاپول، د جبل سراج د برېښنا فابريکه، د چرم جوړولو فابريکه، د وړيو او بدلو فابريکه، قوه بخار، د رنګماليو بېلابېل ډولونه او د لاسي صنايعو وده او پرمختګ د امير نور فعاليتونه ول، چې د افغانستان د خلکو لپاره د پام وړ وګرځېدل.
۶ – د توکو د لېږد او رالېږد په تړاو، د لومړي ځل لپاره هېواد ته د يوه موټر راوړل، د تليفون د ليکې تمديد، د حربي فابريکې پراختيا او پرمختيا، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د لویو ويالو ایستل، د کرهڼې ودې او پرمختګ ته کلکه پاملرنه، له پغمان نه کابل ته د اوبو رسولو پروژې کار، د سړکونو ايسل او رغاول، د مالياتي سيستم رغاول او په لسګونو نور ټولنيز کارونه د ساري په توګه يادولی شو.
۷ – امير يو شمېر تاريخي ماڼۍ جوړې کړې چې تر اوسه پورې د استفادې وړ دي، لکه د دلکشا ماڼۍ، د ستور ماڼۍ، د ننګرهار سراج العمارت، په لغمان کې د سراج کلا، په جبل السراج کې سراج الامصار او نور یادولی شو.
۸ – يو ولسي ډوله مجلس، د ټولنيزو ښېګڼو لپاره د يوه ابتدايې قانون طرحه، په هېواد کې د مالي او اقتصادي ودې پراختيا، هند ته امير د سفر غوره موخه دا وه چې له برېتانوي هند سره هر اړخيزې اړيکې ټينګې کړي.
امير حبيب الله د سلطنتي کورنۍ او یو شمېر سردارانو تنخوا وې هم وټاکلې، چې څو نمونې يې په دې ډول دي:
ملا ماتوونکي معاشونه
ګڼه
نوم
دريځ
د معاش اندازه
۱
نایب السلطنه
سردار
کلنۍ معاش ۳۶۰۰۰۰
۲
علیا حضرت
ملکه
// ۲۰۰۰۰۰
۳
معین السلطنه
سردار
// ۲۰۰۰۰۰
۴
د ملکې امور
سلطنتي دربار
// ۱۰۰۰۰۰
۵
عین الدوله
شهزاده
// ۱۲۰۰۰۰
۶
عضدوله
//
// ۱۱۵۰۰۰
۷
محمد کبیر خان
سردار
// ۸۰۰۰۰
۸
امین الله خان
//
// ۶۰۰۰۰
۹
محمد عمر خان
//
// ۵۵۰۰۰
۱۰
میرزا محمد حسین خان
د ماليې وزير
۷۰۰۰
۱۱
میرزا محمود خان
۰
۴۰۰۰
۱۲
په ولایتونو کې
مستوفیان
۱۵۰۰
۱۳
چارواکی
درباریان
۳۶۰۰
۱۴
چارواکی
پوځي افسران
له ۳۰۰ نه نيولې ۲۴۰۰۰
۱۵
د بلو کشر ۳۰۰ – او د سپه سالار ۲۴۰۰۰
د امير د واک په مهال که ټولنيزې ښېګڼې ډېرې وې، ولې بدګڼې يې هم لږ نه وې، لومړي خو مهمه خبره دا وه چې امير يو عیاش انسان وو او ګڼې مېرمنې يې درلودې.
له دې پرته د امير په کړو وړو کې، ډېرې تېروتنې هم وې، چې څو بېلګې يې داسي دي:
۱ – امير په ډېرې بېرحمۍ، پرته له لاسوند او ثبوت نه خپل تربور وواژه، هغه هم سردار محمد عظيم خان وو.
دی د سردار محمد اسمعيل خان زوی، د سردار محمد اسحق خان لمسی کېده، چې کورنۍ يې د امير عبدالرحمن خان د واک په مهال مينځنۍ اسيا ته کډه شوې وه، دی هېواد ته راغی، او د يوه خوب قرباني شو. امير ته داسې د يوه خوب تعبير وشو چې دی په راتلونکي کې د افغانستان د پاچاهۍ خوبونه ګوري.
۲ – له دې سربېره د خپل تربره لور چې د ده مېرمن کېده، د سردار محمد سرور خان لور يادوم، چې په ډېرې بېرحمۍ يې ووژله.
۳ – په هېواد کې د يوشمېر لږکيو هېواد والو پر وړاندې ناسم چلن، چې موږ د هرات جمشېدي وګړي او د هزاره جات يو شمېر کورنۍ چې په جبر سره په دایزنګي کې مېشت شوې، په دې ګناه چې غوښتل يې ایران ته وتښتي.
۴ – په خلکو باندې بېګاراو د شاقه کارونو اجرا کول، د ماليې د ټولو په نوم د خلکو ځورول، ان دا چې د کور و کلي یوشمېر ځمکه والو، خپلې ځمکې وپلورلې.
۵ – د دربار تشکيلات د هېواد د اقتصاد لپاره ګواښوونکي ول، چې موږ، د شاه د حضور په نوم ۳ منشيان، د کورنيو او بهرنيو چارو منشيان،د دربار په نوم ځانګړي تشکيلات، د غلام بچه ګانو په نوم تشکيلات، په لسګونو باشيان، او په لسګونو داسې عنوانونه او لقبونه يادولی شو چې ضرورت يې نه ليدل کېده.
له دې سربېره، امير غوښتل د ده تعبدي درناوی وشي او د خپل واک په پای کې د يوه مطلق العنان پاچا پنوم، چې تل په عیاشۍ کې ډوب وه بدل شو.
همدا لامل وه، چې د ده پر وړاندې په پکتيا، کندهار او د هېواد په يوشمېر نورو سيمو کې پاڅونونه وشول.
لیکوالو او شاعرانو هم پاڅون وکړ خو ده هم په ډېرې بېرحمۍ وځپل.
امير په خپل بهرني سياست کې ثابت نه وه، په لومړي سر کې، د ده چلن د انګرېزانو پر وړاندې سوړ وو، ان تر دې چې د برېتانوي هند وایسرای لارډکرزن خبرو ته هم مثبت ځواب ورنکړ.
له چمن نه تر کندهاره او له پېښور نه تر ډکې پورې چې برتانوي هند غوښتل د اوسپنې ليکه وغورځوي، امير ورسره ونه منله.
امير د دوه سترو ګاونډيو له ګواښ نه وېره درلوده، له يوې خوا روسانو ګواښ کاوه، چې ولې په خپل ګاونډ کې له افغانستان سره دېپلوماتيکې اړيکې نشي ټينګولى، او له بلې خوا په حبيب الله خان باندې کورنۍ فشار وه، چې بايد له انګرېزانو خپلواکي ترلاسه کړل شي.
پخپله نایب السلطنه سردار نصرالله خان، عین الدوله، ناظر محمد صفر خان او نور دې ته ژمن ول، چې افغانستان خپلواکي ترلاسه کړي.
انګرېزانو فکر کوه، چې امیر به دوی ته مراجعه وکړي، ويې نکړه، نو ځکه خو يې په ۱۹۰۴ کال د بهرنيو چارو وزير سرلويس ويلیام دین، کابل ته واستوه، چې له امير سره وګوري.
انګرېزانو د تل په څېر، چې په امير دوست محمد خان، امير یعقوب خان، او امیر عبدالرحمن خان په پټو سترګو، له مخکې نه یوه طرحه شوې مسوده لاسليکوله، دا رنګه ویليام دين هم له مخکې نه يو ترتیب شوی کاغذ له جېبه را وويست او امير ته يې سپارښتنه وکړه، چې لاسليک يې کړي.
امیر ورته وویل: نوی موافقه ليک ته اړتیا نشته ولې سرلویس ورته څرګنده کړه چې له امير سراج الملتدین (عبدالرحمن خان) سره موافقه ليک د يوې مقدمې بڼه درلوده، اوس يوه نوي موافقه ليک ته اړتیا ده…
حبيب الله خان ورته وويل، په هغه صورت چې انګريزان د دوستۍ لاپې وهي، نو بيا ولې تاسې افغانستان ته اجازه نه ورکوی، چې د ضرورت وړ اصلحه هېواد ته راوړي.
سرلویس او په ټوله کې برېتانوي چارواکي، په دې پوهېدل چې له امير سره د اړيکو قطعه کول د دوی په ګټه نه دي.
امیر بیا هم په خپل ټينګ دريځ وه نه درېد، يانې هغه وخت چې برېتانوي هند امیر ته بلنه ورکړه، چې هند ته سفر وکړي. ده ورسره ونه ومنله او بيا يې خپل زوی سردار عنایت الله خان (معین السلطنه) هند ته واستوه.
ښايي امير به د انګرېزانو هغه ناوړه چلن په زړه وه. چې ډيورنډ يو څه ويلى ول او ډيويډ لاين هم دېته داسې ګوته نيولى ده:
«ډيورنډ يو صادق او يو قاطع سړی وه… دی برما ته تبدیل شوی وو خو ويې نه منله. ده د سرحد چارې مطالعه کولې.
ډيورنډ امير ته د يوه وحشي انسان په سترګه کتل. ده ويل له افغانانو سره دېپلوماتيک چلن حماقت دی. هغوی په خبرو نه پوهېږي او د خبرو تمه هم نه درڅخه کوي…»[1]
د ديورنډ د کرښې په تړاو کله چې بيا ويليام دين راغی، له خبر اترو وروسته يې، په امير د ډيورنډ موافقه ليک نوې موافقه لاسليک او مهر کړه (۱۹۰۵ کال د مارچ ۲۱). او خپلې دوستانه اړيکې يې تر دې کچې خوږې شوې چې بيا يې په ۱۹۰۶کال د ډسمبر په ۶ مه نېټه د پېښور له لارې هند ته لاړ او له همدې لارې بېرته هېواد ته راستون شو.
له دې نه يو کال وروسته روسيې او برېتانيې پخپلو کې د سيمې هېوادونو په تړاو قرار دادونه لاسليک کړل، چې روسيه به د افغانستان د سياسي مسايلو په اړه له برېتانيې سره خبرې کوي.
انګرېزانو هم ژمنه وکړه، چې افغانستان به د روسيې لپاره کوم ګواښ نه وي.
د ایران په تړاو په روسيه کې د برېتانيې سفير سرارتر نېکلس او د روسيې د بهرنيو چارو وزير الکساندر ازوسکي په همدغه قرار داد کې ايران په درې سيمو ووېشه، چې یوه سيمه به د روسيې او دويمه سيمه به د برېتانيې تر نفوذ لاندې وي، پاتې سيمه به د يوې ناپېيلې سيمې په بڼه د پارس تر کنترول لاندې وي.
د امير حبيب الله د بهرني سياست په لړ کې، له ايران سره سيستان لانجه بيا راپورته شوه چې انګرېزانو (۱۸۷۲ – ۱۹۰۵) د هلمند په اوبو او د سيستان په جغرافيه کې، پرته له دې چې د افغانستان تاريخ مطالعه کړي او يا افغانانو نه وپوښتي ايران را ګډ کړ.
په لومړۍ نړيواله (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ کال) جګړه کې افغانستان نا پېيلی پاتې شو، امير د برېتانيې استازي ته د هند وایسرای «لارد هاردنګ» د ليک کيسه هم د «استور په مانۍ» کې وکړه او بيا يې ورته خپل نيت هم څرګند کړ، (۱۳۳۲ هـ ق) ولې په افغانستان کې ګڼ شمېر روڼ اندو تينګار کاوه چې امير باید له دې فرصت نه ګټه واخلي او د افغانستان خپلواکي په انګرېزانو ومني.
همدا رنګه د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته، خلکو په ځانګړي ډول وزيرستان د انګرېزانو پر ضد پاڅونونه وکړل.
دا يو داسې مهال وو چې د المان، استریا او ترکيې يو سياسي پلاوی په ۱۹۱۵ ز کال د اکتوبر په مياشتې افغانستان ته راغی، له امير نه يې وغوښتل چې د برېتانوي ښکېلاک پر وړاندې ودرېږي.
پلاوی ۸ مياشتې امير ته په همدې تمه تېرې کړې، خو امیر ورته سم ځواب ونه وایه.
امير له دې سربېره د هېواد يو شمېر ملي شخصيتونه او ديني عالمان د يوې جرګې په پلمه، چې شمېر يې ۵۴۰ تنو ته رسېده (۱۹۱۵ کال) په کابل کې وساتل، چې دوی له عمومي پاڅون نه راوګرځوي.
په دغې جرګه کې داسې کسان هم ول، چې د امير عبدالرحمن خان د واک په مهال لايې د انګرېزانو ضد فعاليت کاوه، چو موږ ملانجم الدين اخون، د اسلامپور پاچا، د فيض محمد موسهي زوی ملا محمد جان، د تګاو ملا صاحب، دتيرګړيو پاچا صاحب، د حصارک ميا صاحب، بروميا صاحب، شمس الحق صاحب، او نور د ساري په توګه يادولی شو.
لومړی نړيوالې جګړې په سيمي او نړۍ کې يو د بل پسې ستر بدلونونه رامينځته کړل، امير حبيب الله (۱۹۱۹ د فبروري ۲۲ مه) له دغې جګړې وروسته ومړ، زوی يې پاچا امان الله واک ته ورسېد او جوخت يې د نيم افغانستان خپلواکي اعلان کړه.
پاچا امان الله په سيمې او نړۍ کې د انګرېزانو دب دبه په ځمکه وويشته، خو د ډيورنډ د هغو کړو وړو او سپکو سپورو ځواب يې په ځغرده ورنکړ لکه چې هغه به ويل:
«که يو ځل د سرحد قبايل د برېتانيې تر واک لاندې راوستل، بيا به ژر لارې ته سم شي…
دا قبايل په سر را خېزول شويدي… موږ د هغوی پر وړاندې بې زړه توب کړی دی. له ډيورنډ سره د مکناټن هغه وروستي پيغامونه وو چې په ۱۸۴۰ کال يې له کابله استولي ول… ده له دې سربېره هغه ارزونه هم له ځان سره لېږدوله چې د څارګرې ادارې يوه تن «رابرت واربرټن» په واک کې ورکړې وه. «ډيورنډ د بريدمن «مکارټني» نخشه او يادښتونه هم راټول کړي ول…»[2]
ډيورنډ کوښښ کاوه، چې د خپل پلار هغه تور مخ سپين کړي چې ګنې د هند د پاڅون له کبله له دندې تښتېدلې وو. ده څو ټکي په پام کې لرل:
۱ – د وارټر د ارزونې له مخې د سليمان د غرونو د ۱۰۸ لارو څارنه.
۲ – د خیبر درې، بولان درې، د شطر ګردن لار، د شمالي وزيرستان جغرافيوي ارزښت، د يوې معاملې له مخې د روشان او شغنان مساله.
[1] ډيویډلاین دوه پېړۍ ۱۴۲ مخ.
[2] همدغه اثر ۱۴۳ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب