یوه تاریځي پرتله،
پروس او پاکستان په تاریخي لحاظ د پرتلې وړ نه دي، ولې په سیاسي لحاظ یې د پرتلې وړ ګڼلی شو، چې څو لاملونه داسې دي:
په تاریخي لحاظ د اروپا یوه لرغونی سیمه وه او په جغرافیوي لحاظ prussia۱ ـــــ پروس د بالتیک سمندر په لمنه کې پروت و، چې اصلي سیمه یې د جرمني شمال ختیځ، پولینډ او لېتوانیا کې پرته وه او پلازمینه یې د کونیګزبرګ په نامه یادېده.
۲ ــــ ولې پاکستان نه کوم تاریخي هیواد و اونه یې کومه تاریخي او سیاسي جغرافیه درلوده، خوپه ۱۹۴۷ کال د برېتانوي استعماري هېواد له خوا په پردۍ (هند ـ افغانستان) خاوره جوړ شو.
۳ ــــ پروس د۱۳ مې پېړۍ په پیل کې د تیوتوني ناتس په نوم یومذهبي پوځي نظم د جرمني له خوا دې سیمې ته راغی او د ۱۴ مې پېړۍ ترپایه پورې پروس د «تیوتوني » دولت برخه و اوداد پروس واکمنۍ لومړی پړاو وو.
۴ ــــ پاکستان هم د یوې سیاسي، مذهبي او د ښکیلاک د سیاستونو د یوه ګډ انځور له مخې رامینځته شو او هغه مهال چې بریتانیا په سیاسي او پوځي لحاظ په ۱۸۵۷ کال مغلي ټولواکمنۍ ماته کړه او هند د برېتانوي هند په نوم ددوۍ په ولکه کې پریووت، تر۱۹۴۷ کال پورې په ټول هند او د افغانستان په یو شمېر سیمو حکومت وکړ.
۵ ــــ پروس د۱۷مې او۱۸مې پېړېیو په مینځ کې دپروس شاهي دولت رامینځ ته کړاو د پروس پاچا دویم فریډ ریخ له روسې او اتریش وروسته دریم ځواکمن هېواد شو او له فرانسې سره (۱۸۷۰) له جګړې وروسته یې د جرمني یووالي بنسټ کېښود او په ۱۸۷۱ کال یې د جرمني امپراتوري اعلان کړه .
کله چې په لومړۍ اودویمې نړېوالو (۱۹۱۴ ـــ ۱۹۳۹) جګړوکې جرمنې ماتې وخوړه سترو قدرتونو پریکړه وکړه، چې پروس باید په بشپړه توګه منحل شي، دا ځکه چې د فساد او د جګړې منبع او سرچینه ده … نن د پروس پخوانۍ سیمې د څو هېوادونو تر واکمنۍ لاندې دي:
ـــ ختیځه برخه د پولینډ، شمال ختیځه سیمه د لېتوانیا، د کونیګزبرګ سیمه د روسې او لویدیځه برخه د جرمني هېواد برخه شوه.
۶ ــــ اوس راځو پاکستان ته، هغه وخت چې په علي ګړ کې د سرسید احمدخان د فکري بهیر له مخې یوه خوځښت ته لاره اواره شوه او په دې هیله چې د هندي اکثریت تر سیوري لاندې مسلمانانو ته هم حقوق ورکړ شي.
په ۱۹۰۶ کال بیا د بنګال په ډاکه کې دمسلم لیګ بنسټ د وقارالملک په مشرۍ جوړ شو، خوپه ۱۹۳۰ کال دالله اباد په غونډه کې، علامه اقبال د یوه جلا مسلمان وطن مفکوره رامینځته کړه.
محمدعلي جناح په سرکې د مسلم لیګ غړی نه وو، د هندو او مسلم اتحاد ملا تړی و او د لاهور غونډې په ۱۹۴۰ کال یوه نوي لورته مخه کړه،په داسې حال کې چې دویمه نړیواله جګړه روانه وه اوداسې یوسیاسي تصورموجود و،چې امریکا ، بریتانیا او په ځانګړي توګه چرچل ته وېلي وو، چې د هند پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړي .
په دویمې نړیوالې جګړه کې بریتانې په اقتصادي اوسیاسي لحاظ ډېر زیانونه ګاللي و، نوپریکړه یې وکړه چې له هند نه ووځي.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دبریتانیه نوي صدر اعظم «کلېمنټ اټلي» اعلان وکړ چې د هند واک به، د هندوستان هندوانو او مسلمانانو ته سپاري.
برېتانیا ددې لپاره چې د ځان لپاره یې د یوې سیاسي خپلوي له مخې د یوه نوې ښکیلاک په رڼاکې نوې سیاسي جغرافیه رامینځته کړې وي، د پاکستان په نوم يې دیوه نوې هېواد جوړولو ته لاره اواره کړه.
ولې هغه سیمه له چترال نه رواخله تر بلوچستان پورې، چې ۲۶۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په حقیقت کې د افغانستان برخه وه، د کشمیر په څېر لانجمنه پاتې شوه.
ما د ډیورنډ کرښې په تړاو اوږدې مقالې لیکلي دي ،چې هیڅ نړیوال تاریخي او حقوقي ارزښت نه لري او بیله شوې برخه د افغانستان د هېواد برخه ده، خو دلته غواړم، چې د پروس په څېر د پاکستان د برخلیک او تجزې انځور او لاملونه وړاندې کړم .
کله چې پاکستان په ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴مه نېټه د انګریزانو له خواجوړ شو،بریتانیا ددې هېواد دپوځ جوړولو لپاره عملي کارشروع کړ.
بریتانوي جنرال سرډګلاس ډیویډ ګریسي ترمستقیمې ادارې لاندې ،چې کوم پوځ انګریزانو د هغه بنسټ ایښی وو، تر۱۹۵۱ کال د ده له خوا اداره کېده او کله چې جنرال ایوب خان د پاکستاني پوځ لومړنی پوځي مشر شو،بیا هم د هوايي ځواک، سمندري ځواک او ځمکني ځواک ټول سلاکاران انګریزان وو.
اوس د پاکستان پوځ پاکستاني ولس ته د سرطان ناروغي ده او ټول شته یې ترې ولکه کړي دي … نه یوازې اقتصادي شتمنۍ، بلکې معنوي، سیاسي او کلتوري تول مناسبات د پوځ په ولکه کې دي .
په دې وروستېیو کې لوې درستېز دخپل ځواک اوواک د لا پیاوړتیا لپاره هڅې چټکې کړي دي ،چې ولس یې د منلو ځغم نلري او داسې ناامني او اقتصادي مشکلات یو د بل پسې مینځته راځي چې پاکستان به لکه د« پروس » غوندې په څلورو ټوټو ویشل کېږي او هره ټوټه به له خپل پلرني اواصلي هېواد سره یوځاې کېږي … په همدې هیله