جمعه, مې 3, 2024
Home+ د پروین ملال څو شعرونه 

 د پروین ملال څو شعرونه 

                   د بیلتون سرود

مست مازدیګر دی

 داسي شیشنی کوي لکه ګله د ځنګلې اسانو

وږمې هم مستې دي

د شنه ځنګل چنار هم مست دی

ونې د یو بل غیږ ته لویږي

د وږمو سره سندرې وايي

د ښار د لویې میخانې د جام، پیالو شرنګی

وږمو لاسونو کې اخیستي خدای خبر

پر کومه خوا یې وړي؟

زما مازدیګر لکه د کونډې ښځې

د مازدیګر او د ماښام په څیرې

داسي خالی، خالي دی

زړه مې د درد پر سارا د اغزو بوټو ته

د سرو، وینو اوبه ورکوي

 د یوې ګونګې تنهايۍ بې ږغ احساس کې

څو یادونه په خپل لپو کې را اخلم

څو یادونه په خپل ذهن کې کرم

زه د اسمان سیند ته ورځمه

د خیالونو په بیړۍ کې یو سفر پیلوم

ځان مې د ځان څخه یو څه غواړي

په پر دیسۍ کې یوه ښکلې شپه

 په خپل وطن او خپل کاله غواړي

یو څو شیبې د هغې ښکلې چوپتیا

څو څاڅکي سپینې، مرغلرې

حریرې پرخې

زما د وطن د غرونو هسکې او د واورو د غیږ

راویښې شوي څوکې

د اسمان رنګ د روڼا ډک ټټر یې

د کابل شنې سندرې

د ګیلاسي شګوفو د ځوانکیو ناکو

د بې باکیو څخه جوړ د څانګو غیږ کې د شنو پاڼو

 د شوخیو څخه ډکي نڅاګرې غزل رنګه

څو شیبې غواړي

خلوتکده، زما د خوبونو خونه

د ژوندۍ ساه څخه خالي ده، زما ساه بندیږې

 چمن، چمن سنبل، سنبل غواړي

زړه مې یوه ټوټه کابل غواړي

یو څو شیبې د هغې ښکلې چوپتیا

د اسمان لاس کې یې د ستورو تسبې

 د کهکشان په اوږدو لارو کې یې

د ښاپیریو پلونه

د نارنج ګل عطرو زبیښلې شیبې

د رمو ږوږ باندې پریولې

د سبا لمنې

د ځوانکیو، ګلالیو پانو د احساساتو څخه ډک بڼوڼه

دښت او لمن ګلونه

د احساس پلونه مې زرغون ټټر سبا غواړي

 غاټول، غاټول ښکلې ټوټه یوه سارا غواړي

چمن، چمن سنبل، سنبل غواړي

زړه مې یوه ټوټه کابل غواړي

یو څو شیبې د هغې ښکلي چوپتیا

د څو کبلېو د بڼو چتر کې

د فردوسي سیورو خوبونه د هوسیو نافي

 د غرنیو پیستو او د بادامو په سرو شونډو باندې

د زرکو شور باندې ګندلې سحرونه

د امکان دښت باندې مزل او منزلونه

غواړي

یو څو شیبې د هغې ښکلي چوپتیا

د ماښام لاس کې ډیوې

د شفق سترګو کې خمار او ملال

د دروازو او د ځنځیر سلسلې

د د یوالونو لوړو څوکو کې د سیورو اټن

 د یوې ورځې په وروستیو پلونو

 د یو میین یوې میینې دیدن

د ښاپیرۍ غیږ کې بیده، د یوه ستوری خیال

تبجنه غیږ وی د تلتک او نالۍ

په سبانیو نرمو، نرمو وږمو

باندې پریولي بالښت

د بام پر سر باندی یوخوب لیدل

د جنتونو د مسکن څخه یو ښکلې شهزاده به راځي

انا مې؛ نکل کوي وايي؛

پر اس سپور یو ښایسته به راځي

چمن، چمن سنبل، سنبل غواړي

زړه مې جنت ټوټه کابل غواړي

یوڅو شیبې د هغې ښکلې چوپتیا

څو لپې شور وي د (ارغند) او (ترنک)

جنت، جنت وړانګو مینځلې

خړې خړۍ کوڅې

څو د لمرونو کټوري

لکه د وړانګو اتڼ، د غنم ژړ خوبونه

لکه نیمزال زلمیتوب

د سره ګلاب سپینې شبۍ

د پاولو جوړ خیالونه د خپله ځانه غواړم

زما د ژوند سپینه او توره تابلو

لږه شیبه یو پسرلی، زما د وطن غواړي

لکه د ستورو ډکه مځکه

او کچکول د سپوږمۍ

لکه کیږدېو وي اغوستي تور حریر

مراندې یې جوړې د بوډۍ د ټاله

لکه اروا د طلايي کاپرګل

ریښې یې ښخې وي د لمر په زړه کې

د چېنو سپینه بلورینه خندا

راویښه شوژ وي لمن کې د شنه غر غځیږې

پر مړوندونو يې باران تاویږې

بڼ د انګور بڼ د انار غواړي

یوه ټوټه د کندهار غواړي

چمن، چمن سنبل، سنبل غواړي

زړه مې یوه ټوټه کابل غواړي

۲۰۲۳ / ۸ / ۱۱

سا مې وتله تر خپل ځان، را ګرزیدمه تلمه

لکه پیروته پخپل غیږ کې ژریدمه تلمه

د باهو وړانګې مې رنځورې پر بستر پرتې وي

تر مړوندونو مې تیاره را تاویدله تلمه

باڼه مې ټیټ د عشق کوڅو کې په عادت تیریدم

لمن مې ډکه د اغزو شوه، پوهیدمه تلمه

د پښو زخمونو مې د زړه وکور ته کډه کول

څړیکو له سوزه او له درده  ښکلوله تلمه

د ژوند د کیف سندره ماته په بیابان پرته وه

په دواړ ولپو کې مې خپله ټولوله تلمه

د (پروین) اوشښکه وم د ورځوغیږ کې ځای نشومه

د ستورو خوب ومه، سپیدو کې پټېدمه تلمه

 ۲۰۲۳ / ۸ / ۵

4 COMMENTS

  1. آغلې خور پروین ملال ته سلام او پیرزوینې ،
    ټول بیتونه ښه دي ، مګر دا دوو وژړولم::
    “چمن، چمن سنبل، سنبل غواړي
    زړه مې یوه ټوټه کابل غواړي”

    “بڼ د انګور بڼ د انار غواړي

    یوه ټوټه د کندهار غواړي”

    خورې!
    هغه د نارنج ګل له عطر سره به دې همیشه بهار ڼنګرهار هم یاد کړی وای!!!:
    “د نارنج ګل عطرو زبیښلې شیبې
    زما په آند:( رات کي راني او کشمالو ڼنګرهار””)
    ګستاخي معاف !
    ډ.ح.ا. زړور ساپی/ بل جیم!!

    • ډېر دروند ډاکتر ساپی صاحب سلامونه او درناوي مې ومني ؛ باوروکړئ چې لومړی ماهم همداسي غوښته لکه څنګه چې ستاسو وړاندیز دی وروسته مې پام د نظم اوږد والي ته واوښت زموږ د ګران هیواد ټول ولایتونو دویاړ اوستاینې وړ دی په کندهار کې زیږدیدلي یم کوچنیوالي مې پکې تیرشوی او کابل د افغانستان روح اوزړه دی نو ځکه تردې دوو نشوم تیریدلای او په دې نظم کې د نارنج یادونه هم هم هغه ننګرهار ته زما اشاره ده .
      ډېره مننه چې زما دشعر لوستلو ته مو وخت ورکړي او خپل دروند نظر مو باندې لیکلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب