شنبه, جولای 27, 2024
Home+منفي چار (پولیسي کیسه) نعمان دوست

منفي چار (پولیسي کیسه) نعمان دوست

له څوکۍ پورته شو. دواړه لاسونه یې پر ملا کیښودل. دوه – درې ځلې په خپله کاري خونه کې تاو را تاو شو او بیرته خپلې څوکۍ ته راغی. ورو – ورو یې پر قلم مېز ټکاوه. کله به څرخکي څوکۍ کې شاته لاړ او کله به بیرته مېز ته نږدې شو. غنګ شو، ور پرانیستل شو،

د عسکري بوټونو تړق شو او بیا ځوان پولیس وویل: آمر صیب چای دې سوړ شو، تازه یې کړم؟

آمر، د لاس په اشاره، د نه او له دفتره د وتلو اشاره وکړه او ګړپ شو، ور بند شو.

یو ځل بیا یې د مېز له سره د عریضې پاڼه راواخیسته، د قلم څوکه یې پر لیکل شوې نېټې کیښوده:

پېښه د تیرې پنجشنبې په ورځ شوې. نن دوشنبه ده. څلور ورځې شوې؛ خو هیڅ درک نه دی معلوم. هره شپه له ټولې مربوطه ساحې د خیریت راپور ترلاسه کوم. له ټول ساحوي پرسونل سره تماس کې یم؛ خو بیا هم… مېز ته یې ډب ورکړ: اخر دا څنګه امکان لري؟

بیا پورته شو. کړکۍ یې پرانیسته. بیرون ګلان په یوه او بله ډډه کیدل. باد دفتر ته راننوت او د میز له سره یې کاغذ په هوا کړ. ژر یې بیرته بنده کړه او له ځان سره یې ورو وویل: اوس عریضه نادرکه نشي.

د مېز پر سر کوچنۍ بټن یې کیګاږله او له دې سره سم، ور پرانیستل شو. د بوټانو تړق شو، ځوان سلامکۍ ووهله او بیا یې وویل: آمر کوئ، صیب!

امر، نږدې راوغوښت: د قلم څوکه یې په عریضه کې په لیکل شوې، شمیرې کیښوده: همدې نمبر ته زنګ وواهه او سړی را وغواړه!

عسکر، شمیره ډایل کړه. زنګ ورغی:

سلام،

 کاکا انور یې؟

هغه منفي چار (…۹۴۶)  پلیټ والا…؟

ښه، ښه، د ماسپښین تر دوه بجو حوزې ته راشه. بیا یې تکراروم، همدا نن د ماسپښین دوه بجې.

د حوزې امر، سپین کاغذي دسمال په مخ راکش کړ. شاته څوکۍ کې یې تکیه وکړه:

څنګه امکان لري؟

په ساحه کې هیڅ د قتل او اختطاف نښې او شواهد نشته. ګزمې فعالې دي. چیک پواینټونه فعال دي، خو په دې شپږو میاشتو کې دا څلورمه قضیه شوه. دا باید….

ورپرانیستل شو: عسکر له سلامي وروسته وویل: صیب، عارض راغلی، اجازه ورکړم؟

امر، ځان راټول کړ او د (هو) اشاره یې وکړه.

سړی، په چټکو ګامونو د مېز مخې ته ودریده:

زوی مې پیدا شو، صیب؟ کوم درک یې معلوم شو؟ چیرته دی؟ په خدای ټول کور ناقراره دی. واړه بچي یې هیڅ خوب نکوي….

سړي، چې د آمر خاموشي ولیده،غلی شو. شاته لاړ او دیواله ته تکیه ودرید.

آمر، له څوکۍ پورته شو. عارض یې له لاسه ونیوه، کوچ کې ورسره کیناست:

حوصله، حوصله! ستا زوی به خامخا پیدا کیږي او دا کار هله امکان لري چې ته لږ تکړه شې او موږ سره دقیق معلومات شریک کړې. ښه:

زوی دې کله، له کوره ووت؟

  • مازیګر اذانونه کیدل
  • له وتلو مخکې یې څه ویلي و، یعنې د خپل تګ په اړه؟
  • نه
  • هره ورځ مازیګر وتلو؟
  • نه، خو چې کله یې دا نوی موټر اخیستی و، نو د هرې پنجشنبې مازیګر وتلو.
  • آمر، لږ نور هم ور وړاندې شو: د څه لپاره؟ چیرته تللو؟
  • موټر یې وینځه او د جمعې به یا خپلوانو کره تللو او یا به یې ماشومان چکر ته بیول.
  • آمر، ځای کې رانیغ شو: کومه موټر شويي کې؟
  • نه یم خبر
  • څومره وخت بعد بیرته کورته راتللو؟
  • دقیق نه یم خبر، خو یوه ورځ مې پام شو چې آن د ټایرونو شاوخوا ځایونه یې لا وچ شوي نه و.

آمر، سر وخوځاوه او سړی یې رخصت کړ.

د حوزې امر، هغه نخچه راواخیسته چې د مربوطه سیمې مهم موقعیتونه پکې ثبت و.

په ځیر ځير یې وکتله: له ټولو نږدې موټر شويي، همدا د عمومي سړک ښي لاس ته ده. د عارض له کوره، ایله یو کیلومتر واټن لري. بیروبار وي، نو تر کوره تګ شاوخوا شل دقیقې اخلي.

آمر، شخصي کالیو کې د شخصي موټر مخکې سیټ کې کیناست او جنايي کارمند یې موټر روان کړ.

د دریدو یې ورته وویل. له موټره کوز شو.  د موټر شويي، شاته لاړ. یو اوږد، پلن او لوړ اتاق د موټر وینځلو له دفتر سره جوخت نښتی و. هیڅ کړکۍ یې نه درلوده، د هوا کش لپاره ځای پکې هم نه ښکاریده. بیرون خواته یې توره وسپنیزه دروازه وه. دا له بل ځایه نه ښکاریده. شاید د دفتر لخوا ورته مخفي دروازه شوې وي.

آمر، بیرته موټر ته وخوت او روان شو.

ټوله شپه همدې چورتونو کې غرق و: څلور ورځې شوې، د ځوان درک نه دی معلوم. دا موټر شويي، دا اوږد او ګودام غوندې اتاق… نفس یې ژر ژر اخیست. خریده: کیدای شي ټول فساد همدلته وي. یو دم یې میرمنې ور غږ کړ:

و سړیه د څه شي فساد!؟ دا ولې له درې ورځو راهیسې داسې نارامه یې؟

سړي ژر اوبه وغوښتې: هیڅ خبره نشته، هسې خوب مې لیده او بیرته کمپله کې تاو شو.

سهار یوه شیبه دفتر کې کیناست. یوه پیاله چای یې وڅښه او بیا یې عسکر ته وویل چې حوزه کې ولاړ شخصي موټر چالان کړي. تشناب ته ننوت. خپل یونیفرم یې بدل کړ. ملکي لباس یې واغوست او جلب ته کیناست. عسکر حیران ول، خو چاته یې د پوښتنې اجازه ورنکړه.

مخامخ په موټر شويي ور ننوت. له موټره ښکته شو. کارګرو ته یې وویل: ښه سم یې ووینځئ.

برنډې ته وخوت. پر څوکۍ کیناست. مخامخ د دفتر دروازه پرانیستې وه. هلته د میز شاته یو څوک، چې مخې ته یې له نیمه سوزیدلو سګرټو ډکه سګرټ داني ایښې وه، ناست و.

آمر هم ور  ننوت او بیا یې ویل: وروره، دې کاریګرو ته دې ووایه چې موټر مې سم ووینځي!

سړي، کړکۍ پرانیسته. په موټر یې نظر ولګیده او بیا یې په خندا وویل: څه دو هزار(*) دې راوستی چې داسې فرمایشونه ورکوې!

آمر هم موسک شو: مړی ژوندی پکې کیږي، ماته همدا دو هزار دی!

  • تاته به دو هزار وي، خو… ژر یې خبره پریښوده. کړکۍ ته نږدې شو: هلکانو، نوی مشتري دی، موټر یې ښه ور پاک کړئ.

آمر، ټول دفتر غلی غلی له نظره تیراوه. د دفتر په کونج کې المارۍ وه. دفتر والا، ور پورته شو، پرده یې لرې کړه. دی هم ورځير شو. یو کونج کې د درې څلورو نمبر پلیټونو کونجونه ښکاره شول ،چې توره ټوټه کې تاو ول. یو ټکان یې وخوړ. بیرته غلی شو.

دیوال ټول داسې و، لکه د لرګي له یوې تختې چې جوړ وي. په ځير ځیر یې ورکتل. و دریده، یو ځای ورته درز په نظر ورغی. دې وخت کې کارګرو غږ کړ:

د موټر کار خلاص شو!

امر، د دفتر له مسوول سره راووت. موټر یې لاندې باندې وکوت: ستاسو کار مې خوښ شو. د ورور دو هزار مې هم همدلته وینځلو ته راولم. ډیر نوی موټر دی.

دفتر والا موسک شو: موږ دې خذمت کې یوو. دلته چې یو ځل څوک راغلي، بیا بل ځای ته نه دي تللي. راوله، راوله!

امر، هم موټر چلوه او هم په فکر کې غرق و: موټر شويي او اضافه نمبر پلیټونه… دا دیواله کې مخفي دروازه…

خپلې حوزې ته ننوت. کالي یې بدل کړل. تازه چای یې راوغوښت. په دواړو لاسونو کې یې پیاله نیولې وه او بیا چورت کې لاړ:

په شپږو میاشتو کې دا څلورمه قضیه ده. هیڅ درک نه معلومیږي. دې موټر شويي کې حتما څه فساد شته. دا نمبر پلیټونه، دا مخفي دروازه….

نن بیا همدې چورتونو کې غرق و. د میز پر سر د زنګ بټن یې کیکاږله. عسکر د احترام مراسم په ځای کړل.

آمر: هغه سپینه کرولا چالان کړه.

آمر، موټر ته وخوت. عسکرو غوښتل څه ووايي، خو ده اجازه ورنکړه او بیا یې ویل: که له یوه ساعت زیات وخت تیر شو، هغه … موټر شويي ته ځانونه را ورسوئ.

په موټر شويي ننوت. یو کاریګر، موټر ته پایپ نیولی و او بل پرې صافي واهه.  امر، برنډې ته وخوت. د دفتر مسوول راووت ، ستړي مشي یې وکړل او دا ځل چې یې د سراچې په ځای ورسره کرولا ولیده، نو په موسکا یې وویل: هغه دوهزار دې همدا دی؟

آمر وخندل: نه، هغې کې مې ورور بل ولایت ته تللی. سبا بل سبا راځي. هغه به هم درولم. دوه نورو ګاونډیانو ته مې هم ستاسې صفت کړی . یو اس کلاس ټوډي لري  او بل فورنر، هغه به هم در ځي. سړی موسک شو. کارګرو ته یې غږ کړ:

د دې ورور، موټر کې سپرې هم وکړئ، سړی شوقي دی.

دواړه دفتر ته ننوتل. آمر، پر دیواله لاس واهه:

ډير صاف کار یې کړی. خوښ مې شو. هیڅ درز پکې نه ښکاري، لکه یوه تخته. لاس یې همداسې راکش کړ. د درز په سر یې ګوته وهله، ستر ګې یې ور نږدې کړې. د دفتر والا ور پام شو:

کینه زوروره! څه بنګله جوړوې، چای دې واخله.

خو امر پر هماغه درز ګوته ایښې وه.

دفتر والا غاړه صافه کړه:

 دلته، دلته.. دروازه ده. چې کله تا غوندې نازولي خلک راشي او کار ډير وي، نو همدلته استراحت کوي. اوس بنده ده. کاریګر پکې ویده دي. چې دو هزار دې راوست، ته به هم پکې ویده شې… ژر یې خبره په خندا تیره کړه.

آمر، له دیواله لرې شو: ښه دې وویل. او بیا مخ په دروازه لاړ. شاته یې وکتل. دفتر والا، لکه یو دم چې خولې شوی وي،  په کاغذي دسمال مخ وچوه.

آمر، خپل کاري دفتر ته ننوت. حمام یې وکړ. خپل یونیفرم یې واغوست او بیا یې عسکر ته ویل: جنايي امر او د استخباراتو کارکوونکي زمری او باز را وغواړه. نور هیچاته د راتګ اجازه ورنکړې.

جلسه شروع شوه:

د حوزې آمر: امر صیب جنايي، څه دې وکړل؟ کوم پیشرفت؟

  • سمونوال وال صیب، بیخي مې خوب ورک شوی. هره ورځ له استخباراتي مسوولینو سره جلسې لرم. هر مشکوک ځای پلټو؛ خو هیڅ کومه نښه او نښانه نشته.
  • سمونوال: خو ما ځای پیدا کړ!

ناست کسان ټول په خپلو ځایونو کې را نیغ شول.

جنايي امر: دا څه وایې سمونوال صیب، یقیني یې؟

  • یقین ته نږدې یم. زه د عمومي سړک کیڼ اړخ ته په موټر شویي شکمن یم.
  • موټر شويي؟
  • هو. غلی شو. چورت کې لاړ: مخفي دروازه، نمبر پلیټونه، د دفتر د مسوول وارخطايي…

ما پلان جوړ کړی. چمتو یئ؟

ټولو په یو غږ: چمتو یوو صیب!

آمر، خط کش راواخیست. په نخچه یې کیښود، ټولو سرونه را نږدې کړل: دا موټر شويي ده. شاته یې داسې ګودام غوندې اتاق دی چې له بیرونه، نه ښکاري. دفتر کې مخفي دروازه ده. دا دروازه همدې ګودام ته خلاصیږي. ټول فساد راته همدې ګودام کې ښکاري.

جنايي امر: سمونوال صیب، پلان مو څه دی؟

  • پلان دا دی چې دوه موټرو کې به ځو. ماته سور دو هزار موټر چمتو کړئ. دوه ډکې تومانچې هم راوړئ. امر صیب جنايي: ته له پټو لاندې قاتکي کلاشنکوف راواخله، شاژور دې باید ډک وي. کمیس لاندې چانټه وتړه.

باز او زمریه: تاسو، د موټر شويي شاته راتاو شئ. دروازې ته مخامخ کمین ونیسئ. د کلاشنکوفونه قیدونه مو ښکته وساتئ. هر څوک چې له دروازې و وتلو، فایر؛ خو کوښښ وکړئ چې مړه نشي!

امر صیب جنايي! زه موټر، موټر شويي ته وړم. تاسې لږ لرې پیاده شئ. ورو – ورو، موټر شويي ته ځان راورسوئ. همدې مخې ته اوسئ خو چې څوک شکمن نشي. زه دفتر ته ننوځم که د ډزو غږ دې واورید، په دفتر رامنډه کړه.

ټکنده غرمه ده. ماموریت پیل شو. آمر، د واسکټ دواړه جیبونو کې ډکې تومانچې ایښي دي او په پټو کې تاو دی. موټر شويي ته ننوت.  له موټره ښکته شو. د دفتر والا، له کړکۍ ور پام شو. راووت:

وایم، بیشکه. واقعا قیمتي موټر دی. هلکانو، هغه بل پایپ وتړئ. که نور خلک راغلل، ځواب یې کړئ. د د دې ورور موټر شوقی دی، ښه سم یې پاک کړئ!

دواړه دفتر ته ننول. دفتر والا څو ځلې په یوه پلمه کړکۍ ته نږدې شو. ټول ځای یې وڅاره، بل هیڅ موټر نه و.

یوه کارګر، د دفتر د مسوول اشارې ته پام شو. راغی: صیب، پایپ کې خړې اوبه راځئ. شاید شګې هم ورسره وي. د ماما شوقي موټر دی. واټر پمپ به یو ساعت ګل کړو، چې څاه کې اوبه پیدا شي، بیا به یې ووینځو.

دفتر والا، د تایید سر وخوځاوه او بیا یې آمر ته ویل: مشره، زموږ کاریګر ډير مخلص دي، له نوو موټرو سره ښه احتیاط کوي. میز لاندې یې لاس تیر کړ. لکه کومه بټنه یې چې یې کیکاږلې وي. بیا یې ویل: آ بله ورځ دې، د دې کوټې پوښتنه کوله. اوس ښه وخت دی. زه به د دفتر دروازه درپسې له بیرون بنده کړم، که کومه سترګه خوب کوې.

د آمر یو دم ستونی وچ شو. بیرته یې ځان کنټرول کړ. غاړه یې صافه کړه: ښه خبره ده. ودریده، دواړه لاسونه یې پټو لاندې د واسکټ جیبونو ته تیر کړل. تومانچې یې موټې کې ونیولې.

دفتر واله یو ځل بیا له کړکۍ بیرون ځای وڅاره او بیا یې ویل:مهرباني.

دفتر والا، دروازه وټکوله. لږ وروسته شاته شو. له کړکۍ بیرون ځای یې له نظره تیر کړ. دی یې مخکې کړ، چې دروازې ته نږدې شو. د شا له خوا یې په لغته وواهه. په دروازې ورغی دروازه پرانستل شو. یو دم د تومانچې دوه ډزې وشوې.

جنايي امر په دفتر رامنډه کړه، کلاشنکوف یې دفتروالا ته ونیوه او له اوګې یې مرمۍ ووتله. ډب شو، له لاسه یې وسپنه ولویده.

ګودام ته ننوت: د دروازې دواړو خواو ته دوه تازه مړي پراته ول. د یوه لاس کې بیهوښه کووونکی دسمال و او له بل سره چاړه.

درې نورو کسانو لاسونو جیګ نیولي و. د اوږدې کوټې منځ کې حلقه شوی پړی ځوړند و. یوه خوا د موټرو چوکاټونه پراته ول. بله خوا سپړل شوې پرزې. ور یې پرانست. باز او زمری هم راننوتل. د درېواړو لاسونه یې ولچک کړل.  مخابرې چالان شوې. د پولیسو د موټرو غږونه شول. آمر، د دفتر المارۍ خلاصه کړه. نمبر پلیټونه یې راواخیستل. یو یې مخې ته ونیوه:

منفي چار (…۹۴۶) د دفتر د مسوول سر پر اوږه ځوړند و. داسې یې سترګې پرانیستې وې، لکه د آمر په لاس کې نمبر پلیټ ته چې ګوري.

 ۱۴۰۱/ ۲۵/ قوس


* لوړ ماډل کرولا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب