جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د لمریزو هیندارو په برخه کې لوی پرمختګ

د لمریزو هیندارو په برخه کې لوی پرمختګ

تاند(دوشنبه، د قوس ۲۹ مه) د امریکا د ایم آی ټي پوهنتون څېړونکو یو ډول نوي خورا نري لمریز سیلونه جوړ کړي چې وزن یې د اوسنیو لمریزو هیندارو یا پینلونو یو سلمه کم دی خو تر هغو ۱۸ برابره ډیره برېښنا تولیدولی شی.

د لمریزې انرژۍ د سیلونو ټکنالوژي له دې کبله هم مهمه ده چې انرژي یې پاکه ده یعني چاپیریال ته زیان نه اړوي.

د امریکا د ایم آی ټي پوهنتون د څېړونکو له لوري د جوړو شویو نازکو او انعطاف منونکو لمریزو سیلونو ځانګړتیا دا ده چې پر هر ډول ځای کې که هغه هوار وي یا نه وي، د یوې پردې په شان غوړول کېدای شي. د ایم آی ټي پوهنتون د څېړونکو له لوري جوړ شوي لمریز سیلونه د انسان تر وېښتو نري دي.

د ایم آی ټي پوهنتون د ټکنالوژۍ څېړنیزه ډله له ۲۰۱۶ څخه تر کاغذ د نریو سیلونو پر جوړولو کار کوي. د دې ډول سیلونو د جوړولو یو هدف دا دی چې هغه به د ودانیو پر شیشو او هر بل ځای لګول کېدای شي ځکه چې قاتېدای شي او له بلې خوا به تر اوسنیو لمریزو هیندارو له لمره زیاته انرژي جذبوي.

دا لمریز سیلونه به په ګرځنده وسایلو لکه بیړیو او موټرو کې هم کارول کېدای شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب