دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد‌ ملګرو ملتونو سرمنشي د پاکستان او ط-الب ادارې په ناندريو کې...

د‌ ملګرو ملتونو سرمنشي د پاکستان او ط-الب ادارې په ناندريو کې د پاکستان څنک ونیوه

تاند:( سې شنبه، د قوس نهه ويشتمه)‏ د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان سرمنشي انتونیو گویترش د طالبانو له حاکمې ادارې سره د پاکستان په روانو ناندریو کې د پاکستان څنګ ونیوه.

نوموړي په وروستۍ خبري ناسته کې د طالبانو له حاکمې ادارې وغوښتل، چې د ټول شموله حکومت د جوړولو او ښځو د حقونو د تامين تر څنګ ټولې هغه تروریستي کړنې ودروي، چې پاکستان ورڅخه ګواښل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حاکمې ادارې له افغانستان څخه پاکستان او نورو هېوادونو ته د خطرونو پیښیدل رد کړي.

په تازه ګام کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته د وینا پر مهال پر افغانستان له حاکمو طالبانو شکایت وکړ، چې پاکستاني طالبانو او نورو افراطي ډلو ته ېې پناه ورکړې او دغه ډلې د پاکستان خلاف جګړه کوي.

طالبانو د نوموړي څرګندونې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب