چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد نجونو په نوم د جعلي فیسبوکونو يو جوړونکی نیول شوی

د نجونو په نوم د جعلي فیسبوکونو يو جوړونکی نیول شوی

تاند:( سې شنبه، د قوس نهه ويشتمه)‏ په ننګرهار کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ منسوبینو په جعلي نومونو د ټولنیزو رسنیو د ادرسونو د جوړولو په تور نیولی.

د طالبانو ځايي چارواکي وایي چې دغه تن په فیسبوک کې د نجونو په نوم جعلي ادرسونه جوړول او پدې نوم به یې  له نورو څخه پیسې اخیستې.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې نیول شوي تن په خپل جرم اعتراف کړی.

د دوی په وینا، د لومړنیو څېړنو روسته به تورن  رسماَََ عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د نجونو په نوم د جعلي اکونټونو جوړول او ورڅخه ناوړه استفاده یوه عامه ستونزه ده، چې ډېر ځله خلک ترې شکايت او عاملینو سره ېې د قانوني چلند غوښتنه کوي.

4 COMMENTS

  1. دکوستیزانانو سرمنشی هغه وخت چیری وی چی پاکستان دا څلویښت کاله افغانان ووژل بندیان یی کړل امریکا او غربی نړی ورباندی دبمونو مور اسعمال کړه په سلګونو زره ځوانان سپینګیری ماشومان او ښخی یی تر خاورو لاندی کړل مرتده بی دینه استعمارګره پوه شه اوس پر افغان خاوره افغانان حاکمان دی ستاسی کثیفی څیری اوس برملا او افغانان ویښ دی

  2. انډيواله سرفرازه خوشې لګیایې امریکا هر څه کوي چې زړه یې غواړي ! کوم شی چې د سخت اعتراض وړدی هغه د طالب جهالت دی چې د ښځو حقوق او انساني حقوق دي او حکومتداري او ترتیب یې دی ! په انډیوالي حکومت نه کیږي او نه د عربو په زاړه کلتور باندې . له بلې خوا دې فارسي او خراسان ډنډورې وهي او د لستوڼي مار پښتانه نه مني ! لوی خطر د قلابیانو له خوا متوجه دی او هغوی شعوري روان دي !!

  3. Lopar وروره په الله ج باور تر امریکا او د نړی تر هر فرغون لوی دی الله همدغه امریکا او ورسره نړیوال امپریالیزم دزرګونو عسکرو ټانکونو او طیارو او ډالرو سره دومره بی وسی کړل چی دشبی په تیاره کی وتښتیدل اوباتی شو حقوق خو ما اوتا ولیدل چی په تیر دور کی ورکړی ؤ. کوم حق چی دالله په دین کی ښخو ته ورکړل شوی په بل هیځ اسمانی کتاب او دانسانانو په جوړ شوی قانون کی نشته

  4. سر فراز وروره دی کی شک نشته چی کفارو شرمیدلی مخ توری ماته وخوره او طالبانو په نره میدان و گتی. خو طالبان اوس د لوی ازمایش سره مخ دی، د انجینومکاتب او کار، داسی حکومت چی هم تاجیک هم هزاری ترکمن هم ازبک ااو نور تول قومونه ونده او حصه ولری البته حصه او ونده باید تقواداره او متخصص افرادو ته ورکرل شی. طالبان نور دیر شه صفات لری خو متکبردی، حکومت په اندیوالی کوی، شریعت د رسول الله د سیرت مطابق نه تطبیقوی بلکی هر ولایت کی تقریبا هر طالب خپل د زانه د تطبیق طریقه لری. ایا معدن وزارت په شیخ دلاور امکان لری؟ ایا شیخ ندا محمد د تحصیلاتو وزارت کولای شی؟ ایا ملا برادر اقتصادی متخصص دی؟ ایا متقی نریوال حقوقو متخصص دی؟ او ….
    دا انتقاد په دی معنی نه دی چی د طالب خخه مو بد ایسی بلکه د قوی اسلامی نظام د لا پیاورتیا لپاره دا نیوکه کوو. شه ته یی باید شه ووایو او بد ته یی متوجه کرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب