چهارشنبه, دسمبر 11, 2024
Home+بخت او بې بختي | زبیر افغان

بخت او بې بختي | زبیر افغان

زموږ له خلکو په خبرو کې ډېر اورېدل کېږي چې د پلاني بخت بیداره دی، د پلاني بیا بې بختي کور ته ورغلې ده، زما بخت کار نه کوي، د هغه کس بخت ډېر ښه دی، پلانی بختور دی، زموږ پر بخت ټکه را لوېدلې ده. دې ته ورته نور جملې هم.

زه په خپله پر بخت او بې بختۍ باور نه لرم، که د مسایلو په اړه ژور فکر وکړو، نو بخت او بې بختي دلته پکې هيڅ رول نه لري، ځينې تصادفات په نړۍ کې را منځته کېږي چې زموږ خلک يې د بخت او بې بختۍ په نوم یادوي، مګر دا تصادف یوازې زموږ په نړۍ کې نه پېښېږي، بلکې په کایناتو کې هم شته، د حیواناتو نړۍ هم ځنې ډکه ده او حتا خزندې و واړه ژوندي حشرات هم له دې مستثنا نه دي.

زه دې تصادف ته د بخت یا بې بختي له نوم سره وران نه یم، بلکې له هغه باور سره وران یم چې د بخت او بې بختي په تمه يې خلک له کاره ایستلي دي، یو څوک زحمت نه کوي، که پوښتنه ځنې وشي، وايي زه ځکه په دې حالت کې یم چې بخت مې کار نه کوي او پلانی ځکه تر ما ښه دی چې بخت يې لري. دا ډېره پالتو فکر دی، لویه برخه ښه نتایج د زحمت او محنت نتیجه ده او ډېره برخه ناکامي بیا د لټۍ، ټمبلۍ، نه خواري، نه زحمت او نه محنت پایله ده.

د دې خبرې لپاره ډېرو دلایلو او فلسفو ته اړتیا نه شته، زموږ د هرې ورځې مشاهده يې تایید کوي، په خپله ټولنه کې وګورئ چې محنت کښه کسان په خپل مسلک او کار کې مخته ځي او بې همته کسان یا پر خپل حال پاته وي یا هم مخ پر ځوړه روان وي.

د نړۍ په کچه هیوادونو ته وګورئ، څوک چې پر خپل مټ تکیه کوي، هر څه د خپل مټ پایله بولي، د دې نړۍ په قانون پوه شوي دي چې هر څه زموږ واک ته پاته دي، نو هغوی خپل هیوادونه اباد کړي دي او څوک چې موږ په شان همت نه کوي، هغوی نه یوازې هیواد نه دی اباد کړی، بلکې د خپلو ځانو لپاره یوه ګوله ډوډۍ هم نه شي موندلای، د نړۍ خیراتونو ته پراته وي. که پوښتنه ځنې وشي، دوی يې پر بخت او بې بختي ور اړوي، په داسې حال کې چې بخت د انسان خپل عمل دی، د هغه همت دی، د هغه کار دی، د هغه زحمت دی او بې بختي د هغه لټي، سستي، بې همتي او بېکاري ده.

موږ د خپلو ناسمو افکارو له امله په ډېرو بدو عملي شرایطو کې ژوند تېروو، موږ تر اوسه هم په دې فکر یو چې که زه د ورځې هر څومره خواري وکاږم، خو ما ته چې څومره روزي لیکل شوې وي، تر هغه اضافه څه نه شم ګټلای، نو بیا څوک خواري د څه لپاره وکاږي؟ یو کس په دې فکر دی چې ما ته د مرګ لپاره یو وخت مقرر دی، که زه هر ډول ناجوړه شم، بیا هم تر خپل وخت مخکې نه مرم، مګر له دې سره له بامه ټوپ نه اخلي، ځکه پوهېږي چې مرم، له غره ځان نه را اچوي، په اور کې ځان نه اچوي، اوبو ته اوکسیجن ور سره ننباسي او چې لوړ ځي حتمي خبره ده چې د اوکسیجن ډبه به يې پر ملا تړلې وي، نو که یو لور ته دا فکر او باور وي چې هر څه مقدر دي، بیا په عمل کې ځينې کارونه ولې له دې فکر او باور څخه سرچینه نه اخلي؟

یوه لویه ستونزه چې زیاتره خلک يې ښايي ځواب ونه لري هغه داده چې کله ناکله په ټولنه کې د ځینو افرادو ډېر زحمت هغه نتیجه ورنه کړي چې باید ور کړې يې وای یا هم بې نتیجې شي. دلته خلک فکر کوي چې که په حرکت کېدای، نو دا حرکت خو موږ وکړ، مګر چې د تقدیر خوښه نه وه، نو تدبیر شکست وخوړ. اما اصل واقعیت داسې نه دی، تدبیر ځکه له شکست سره مخ شو چې دلته د یو څو افرادو پر اعمالو د ټولې ټولنې د عملونو فشار و، که د ټولنې لویه برخه يوې خوا ته ځي او وړه برخه يې د را ګرځولو هڅې کوي، نو حتمي نه ده چې دا هڅې دې سمه نتیجه ور کړي، یا هم ښايي هغه کم کسان مایوسه شي له دې کار څخه لاس واخلي. زموږ په ټولنه کې دا کارونه شوي دي، ډېر ځله ځینو کسانو د اصلاحاتو کوښښونه کړي دي، مګر ناکامه شوي دي، نو دوی وايي چې د هغوی لپاره اصلن په تقدیر کې بریا نه وه لیکلې، له دې امله يې هڅې بریالۍ نه شوې.

خو دا فکر د حقیقت سم انعکاس نه شي وړاندې کولای، زموږ ټولنه پر بخت او بې بختي باور لري، ځکه يې د ګوتو په شمار کسان نه شي خوځولای، زموږ ټولنه د بل د ټوک په تمه سبا ته انتظار کوي، له دې امله د خپلې ګولې خاوندان نه شي کېدای، زموږ خلک په دې باور دي چې هر څومره عمل د تقدیر نتیجه نه شي بدلایولای، له دې امله عمل نه کوي، د تقدیر د معجزې په تمه ناست وي، په دغسې یوه ټولنه کې د مصلحینو هڅې دوی په خپله ناکامه کوي بریا ته يې نه ایله کوي.

که په دې اړه یو ساده مثال ووایم ښايي د خلکو یو څه سر ور سره خلاص شي: موږ دا باور لرو چې هر څه په تقدیر کې لیکل شوي دي، له موږ سره نه تر هغه اضافه څه کېږي او نه کم، بیا هم سهار لمر څرک له کوره را وزو خواري کاږو، یوه ګوله ګټو، که زموږ په تقدیر کې د خوراک را کول وي، نو بیا په روزي پسې د راوتلو څه اړتیا ده؟ اصلن د روزي رسولو وعده الله تعالی داسې نه ده کړې چې په خوله کې يې ور کوي، الله تعالی چې د روزي وعده کړې ده، هغه يې اسباب مهیا کړي دي، ځمکه شته، اوبه شته، اوکسیجن شته، لمر شته، شپه شته، انسان ته يې دماغ ور کړی دی، استعداد ورسره شته، نور دا اسباب چې پر کار ولوېږي خپله رزوي ګټي او هر کار کولای شي، نه دا چې الله تعالی هر چا ته روزي ټاکلې ده او حتمن يې ور رسوي، که څوک خواري نه کاږي هغه به له لوږي مري، الله تعالی ظالم نه دی چې یو څوک له لوږې مړ کړي، خو د هغه خپل حماقت هغه په دې برخلیک اخته کړ.

د مریض کیسه همداسې ده، که یو څوک مریض شي نو ډاکټر ته ځي، بیا هم په دې باور وي چې که وخت مې پوره وي، نو هیڅوک مې نه شي ژغورلای. اما دا فکر بیا هم ناسم دی، د انسان تقدیر د هغه په خپل لاس کې دی، ژر مرګ او ناوخته مرګ خپل اسباب لري، هغه شیان چې موږ په ژوندي یو که تر حد زیات شي، زموږ بدن ته زیان رسوي. خوراک تر حد زیات وخورې، نو تکلیف در کوي، ډېر خواږه د مرضونو سبب کېږي، چاغوالی د انسان په خپل لاس دی، مګر د ډېرو لویو امراضو سبب کېږي، اوس که یو څوک هره ورځ سپورټ کوي، مناسبه غذا خوري، خپل صحت ته پام کوي، یو بل کس نه سپورت کوي، نه غذا ته مناسبه توجو کوي او نه د خپل صحت غم ورسره وي، د مشاهدې او تجربې له مخې به حتمن لومړی سړی ښه روغتیا ولري، د بدن دفاعي قوه به يې پياوړې وي، واړه مرضونه به اثر نه پر کوي، په ډېر وخت کې به نه ناجوړه کېږي او بالاخره به اوږد ژوند وکړي، اما بل لور ته به دویم کس هره ورځ ناجوړه وي، بدن به يې له ډول ډول ناروغیو څخه کړېږي، د زکام تاب به نه لري، د بدن دفاعي سیسټم به يې کمزوری وي او هره وړه او غټه ناروغي به يې چپه کوي، بالاخره به کم ژوند هغه هم له کړاؤ ډکه وکړي، ژر به مړ شي.

حجت څه معنا او کوم احادیث حجت دي؟

یوه پوښتنه دا پيدا کېږي چې که د ښې روغتیا خاوند موټر وواهه؟ یو چا وویشت؟ په زلزله کې مړ شو؟ نو ایا دا د هغه لپاره بې بختي نه شوه؟ د هغه لپاره دا تقدیر نه شو؟ ځواب يې دادی چې نه، نه دا بې بختي ده او نه خدای د هغه لپاره دا شی لیکلی و. د موټر ځای ته راتګ د هغه په خپله خوښه و، د ویشتو لپاره اسباب چمتو کول یا تصادفن هلته تګ يې هم په خپله اراده و، زلزله یو تصادف دی چې یوازې زموږ انسانانو لپاره ستونزې نه ایجادوي، بلکې حیوانات، خزندې او طبیعت هم ځنې خلاص نه دی، نو موږ اصلن په یوه داسې نړۍ کې ژوند کوو چې ځينې کارونه پکې داسې رامنځته کېږي چې زموږ له قانون څخه وتلي دي، موږ ورته د تصادف نوم ور کوو، یوه ټولنه يې بخت او بې بختي بولي، بله يې د تقدیر په نوم یادوي، خو که هر نوم وي، دا نړۍ له همدې واقعیت سره پنځول شوې ده چې په ځینو چارو يې تر اوسه زموږ سد نه رسېږي، دغه ډول ځينې کارونه پر بخت او بې بختي تاوانول اصلن د انسانانو د کم پوهاوي نتیجه وي، دوی د دې لپاره بل ځواب نه لري، بس همدا نوم ورته انتخاب کړي او خپل ذهنیت ته په دې سره کاذب ډاډ ور کوي.

تقدیر شته، خو په هغه ډول نه لکه موږ چې فهمولی دی، تقدیر په طبیعت کې نافذ قوانین دي، موږ ځکه له غره ټوپ نه اخلو چې ځمکې ته را کشېږو او په درز را ایله کېدل مو هډونه ماتوي، دغه ټوپ د انسان اختیاري عمل دی، که څوک يې اخلي، هم د هغه لپاره لیکل شوی نه دی او که څوک يې نه اخلي دا نه اخیستل يې ورته لیکل شوي نه دي، اما که ټوپ کړي، بیا دلته د طبیعت قانون(جاذبه) يې ځمکې ته را کشوي، نو پر ډبره یا سخت ځای له لګېدو سره به يې حتمن بدن ماتېږي، دلته یو کار هغه په خپله خوښه وکړ او دویم کار د طبیعت قانون ورسره وکړ، په اول کې يې موږ واک لرو او پر دویم يې نه لرو، دغه دویم کار تقدیر دی.

یو بل مثال: اور ته د سوځلو خاصیت ور کړل شوی دی، که هر څوک ور ولوېږي، سوځوي يې، اور بلول، خاشاک ور اچول او ځان یا بل څوک ور اچول ټول زموږ د خپلې ارادې کارونه دي، تر دې وروسته چې اور بل شو، انسان پکې ولوېدی، بیا د تقدیر لاس پر موږ بر شي، هغه يې حتمن سوځوي، د اور پر نه سوځولو موږ واک نه لرو، اما بلول او ور لوېدل زموږ په اختیار کې دي، لومړی يې تقدیر دی او دویم کار زموږ په اراده موږ خپله کوو.

د انسان د مرګ یوه حتمي نیټه د یوې ورې په بڼه نه ده لیکل شوې، اما دلته نافذ قوانین داسې دي چې پرېکړې يې موږ کله ناکله نه شو بدلولای، ډېره خوږه، غوړي، غوښې او دې ته ورته شیان ښایی یو څوک چاغ کړي، د شکرې ناروغي ور پېښه کړي او داسې نور، خوراک زموږ د اختیار عمل دی، د خوراک انتخاب موږ په خپل اختیار کوو، سپورت نه کول، احتیاط نه کول، ګډوډ شیان خوړل دا زموږ خپل کار دی، نتیجه يې چاغښت، شکره او نورې ناروغۍ دي، د طبیعي قانون له مخې چې په انسان کې دا ډول ناروغۍ پيدا شي، هغه سوکه سوکه کمزوری کوي او اخیر يې له منځه وړي، که موږ له لومړي سره لاس په کار شو، خوراک سره احتیاط وکړو، سپورت وکړو، ځان چاغ نه کړو، شکره او نورې ناروغۍ یا نه پيدا کېږي یا هم که پيدا شي په اول وخت کې يې درملنې ته پام وکړو، درملنه يې دا نه چې مطلق به ښه شي، هسې خو شکره په هر انسان کې یو څه شته، خو تر حد زیاتوب يې د انسان په تاوان ده، نو که لږ هم اضافه شي، باید احتیاط ورسره وشي، چې نوره مخته ولاړه نه شي، څو د انسان لپاره په خطر بدله شي، نو دغه ډول یو مرضمن انسان په ژر مرګ محکوم دی او دغه د انسان لپاره تقدیر دی.

په طبیعت کې شته قوانین دغه ډول د انسانانو پر اعمالو حاکم دي، پښتانه چې وايي خپله ژبه هم کلا ده هم بلا ده، دا د انسان خپله د اختیار دایره ښيي، که درنه يې استعمال کړې، په دروند به شې، که سپکه يې وکاروې، په سپک به شې. دغه ډول ډېر متلونه شته چې د انسان اختیار ته پکې اشاره شوې ده.

موږ د بخت او بې بختۍ، اختیار او جبر ترمنځ په خورا واضح تناقض کې پراته یو، له دې امله که یو لور ته موږ د عمل لپاره لاس په کار کېږو، بل لور ته مو باور دا وي چې له خپل قسمت پرته نور څه نه شم کولای، که یو څوک موټر ټکر کړي، زموږ د هوښیار سړي خبره دا وي چې شپه به يې پوره وه، پر دې فکر نه کېږي چې ناسمه ډریوري به يې کوله، موټر به يې زده نه و، ترافیکي قوانین به يې نه مرعاتول، په موټر کې به ملګري ور سره ول، هغوی به يې پام بل لور ته ور اړولی وي،لار به خرابه وه، موټر به ښویدلی وي، ګڼ شیان د ټکر تر شا شته، هغو ته زموږ پام نه اوړي، بس د شپې خبره مو په ذهن کې جګه ولاړه وي.

خو سل سلنه دا باور هم نه لرو، که څوک مو په یوه څپېړه ووهي، بیا جنګ ور سره کوو، که څوک غلا وکړي، بیا يې بندي کوو، که څوک راته بده خبره وکړي، بیا ورسره خپه کېږو، که څوک را سره خپلوي سمه نه پالي، موږ ګیلې ځنې کوو، داسې نور هم. دلته بیا موږ بېرته انسان ته د هغه اختیار ور سپارو، که تقدیر وي، نو غلا به ورته مقدره وه، ستا وهل به ورته لیکل شوي وي، دغه ډول دا هر کار، نو بیا سزا ور کول، یا خپله کېدل، یا ګیلې کول، هيڅ معنا نه لري، ځکه دا یو کار هم هغه په خپله خوښه نه کوي، بلکې ورته مقدر دي او له تقدیر سره د هغه تدبیر نه چلېږي، بلکې تقدیر پر غالبه کېږي، نو په دې کې انسان ولې ملامت شي؟

که موږ د دغه ډول تناقضاتو په اړه فکر وکړو، ښايي د جبر او اختیار مسله هم راته حل شي او د بخت و بې بختۍ په مفهوم مو هم سر خلاص شي، یوه خبره چې باید هر وخت مو په ذهن کې وي، هغه داده چې دلته ټول کارونه زموږ په خوښه نه دي، یوه برخه يې داسې تصادفات دي چې موږ يې په اړه نه پوهېږو، له دې امله ورته د تصادف کلیمه کاروو، که هغه کارونه موږ استثنا کړو، نو لویه برخه کارونه بیا زموږ په اختیار کې دي، یو بل شی هم شته، سر په خلاصول لازمي دي، د ټولنې فشار کله ناکله د ځینو افرادو اعمال بریا ته نه ایله کوي، نو د دې دا معنا نه ده چې عمل ګټه نه لري، یا زموږ د اعمالو نتیجه مقدره ده، که موږ هر تدبیر وکاروو، تقدیر يې را ناکامه کوي، اصلن زموږ پر ژوند د حاکمو قوانینو مطالعه او ځان په پوه کول اړین دي، په دې سره زموږ د بخت او بې بختۍ، اختیار او جبره دایره په خپله پراخېږي، د انسان لوی دښمن طبیعت دی، د طبیعت حاکم قوانین باید درک کړو او ورسره هماهنګه عمل وکړو، که موږ له طبیعت سره په ټکر کې واقع شو، بریا به هيڅکله هم تجربه نه کړو.

۲۰۲۲/۱۲/۲۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب