جمعه, مارچ 29, 2024
Home+حجت څه معنا او کوم احادیث حجت دي؟

حجت څه معنا او کوم احادیث حجت دي؟

زبیر افغان

حجت د حاء په پيښ او جیم په شد و زور دلیل/برهان ته ویل کېږي، په قران کریم کې هم دي: فلله الحجة البالغة، یعنې د الله دلیل و برهان قاطع و پرېکنده دی، حجت په علم لغت کې ډېر ماهر عالم ته هم کارېږي، د باور وړ کس ته يې هم کاروي: انه حجة في هذا المجال، په دغه برخه کې دغه د دلیل کار ور کوي، یعنې په خپله دلیل دی، د محدثینو له خوا هغه کس ته حجت ویل کېږي چې درې لکه احادیث يې له متن او سند سره یاد کړي وي، راویان يې ټول د جرحې و تعدیل او تاریخ پيدايښت و فات له مخې ور معلوم وي، هغه ته دوی حجة وايي.

لغوي او اصطلاحي معنا يې سره نژدې ده، که په لغت کې دلیل ته وايي، نو د علوم الحدیث په میدان کې:

الحجية معناها: أن السنة حُجَّة من حجج الله -تبارك وتعالى- على خلقه، يجب العمل بها، الله -عز وجل- من ضمن حُجَجِه على خلقه أنه ألزمهم بسنة النبي -صلى الله عليه وسلم- .(۱)

د حجتیت معنا داده چې سنت د خدای پر مخلوق له الهي دلایلو څخه یو دلیل دی چې عمل پرې کول واجب دي، الله تبارک و تعالی پر خپل مخلوق د خپلو دلایلو په ضمن کې د نبوي سنتو پيروي هم لازمي کړې ده.

د علوم الحدیث په ډګر کې د حجت دغه ډول مفهوم دوی بیان کړی دی، مګر پر دغه تعریف يې څو خبرې کېدای شي:

لومړی يې د سنت او حدیث ترمنځ توپير ته ګوته نه ده نیولې، په داسې حال کې چې حدیث او سنت په هيڅ صورت سره یو شی نه دي، سنت د مرتبې په لحاظ تر حدیث لوړه درجه لري. ما د حدیث او سنت په بحث کې دا موضوع تفصیلن روښانه کړې ده.

دویم دا چې دوی حدیث عیني د قران کریم درجې ته لوړ کړي دي، حدیث يې هم د الهي حجت یوه برخه بللي دي، په داسې حال کې چې د قران کریم په هيڅ ایت کې هم له قرانه ماسیوا بل شي ته د حجت اشاره هم نه ده شوې ده، د الله تبارک وتعالی حجت هغه شی وي چې په ثبوت او حقانیت کې يې یوه ذره شک هم نه وي، له دې امله يې ویلي دي: د الله حجت پرېکنده دی، د حدیثو موضوع دومره قاطعه نه ده چې د قران کریم مرتبې ته لوړه شي، که فرضن پوښتنه وشي چې له قران کریم پرته  نبوي حدیثونو په خپله ځان د یوې ديني سرچینې په توګه ثابتولای شوای؟ په قران کې دا توان شته چې د علم په نننۍ نړۍ کې هم له هر ډول ګرد و غبار پرته قطع نظر له حدیث او سنت څخه د ورسره کایناتي دلایلو په مټ خپل ځان د خدای کتاب ثابت کړي، ایا دغه ډول توان په حدیثو کې شته؟ قران کریم د یوه سورت جوړونې چیلنج د خپل وخت ټولو عربانو ته ور کړ، چا ورته مثبت ځواب نه دی ویلی، ایا په حدیثونو هم نن یو څوک دغه ډول چیلنج یا هغه وخت دا ډول چیلنج ور کول کېدای شوای؟ که امکان يې وای، نو قران کریم ولې یوازې قران یاد کړی دی، احادیث يې ولې نه دي یاد کړي؟ که په حدیثو کې دغه وړتیا وای، بیا ولې په زرګونو احادیث خلکو له ځانه جوړ کړل؟ دوی دې ټولو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، نه يې په نظر کې ساتلې دي، له دې هر څه پرته يې زموږ د زمانې په کتابونو کې ګډوډ لیکل شوي احادیث د خدای حجت بللي دي.

درېيمه خبر دا چې یو د رسول الله ص د زمانې سنت او حدیث دي او یو زموږ د زمانې، دا ډېر فرق سره لري. موږ ته په سندونو را رسېږي، د زمانې هر افت ور باندې تاثیر لري، د انسان په وسیله را ته رسېدلي دي، انسان موږ ته معلوم دی چې د هر موسم شمال يې وهي او خپل لوري ته يې ورسره کږوي، له دې امله محدثین اړ شوي دي چې د سمو او ناسمو لپاره يې یوه کارنده تګلاره چمتو کړي چې کوټه و ناکوټه يې سره بېل کړي، که موږ د رسول الله ص په زمانه کې وای، دې اصولو، معیارونو، رجال، سندونو، علوم الحدیث، کتابونو او هيڅ شي ته اړتیا نه وه، نو په هغه ډول حجت هم شي، لکه دوی چې په تعریف کې ذکر کړل، هغه د رسول الله ص د زمانې سنت او حدیث دي، نه زموږ د زمانې، ځکه دلته راغلي روایات د مسلمانانو ترمنځ هم سره متفق نه دي، بخاري او مسلم چې د حدیثو په برخه کې د غرونو هومره علم لري، حافظ ابن حجر امام بخاري ته لیکلي دي: جبل الحفظ، له دې هر څه سره د حدیثو د صحت په برخه کې پر ځینو ټکو سره جوړ نه دي، ما د معنعن حدیث په بحث کې دې موضوع ته اشاره کړې ده.

تر دې وروسته دوی د حجت په برخه کې دومره په خلاص مت هرې موضوع ته لاس غوځولی دی چې هيڅ حدود ور ته تعین شوي نه دي، ان د داسې موضوعاتو په اړه يې لا هم حجت بولي چې هيڅ اصل په قران کریم کې ورته نه وي د یاد کتاب لیکوال یو ځای لیکي:

إلا أن دور السنة المطهرة مع القرآن الكريم لم يقتصر على الموافقة أو البيان فقط، وإنما لها دور هام وخطير، هو استقلال السنة بالتشريع؛ يعني: السنة تشرّع كما يشرع القرآن الكريم تمامًا.

وهذه مهمة أخرى للسنة المطهرة مع المهمتين اللتين ذكرناهما وهي بيان السنة للقرآن الكريم بأنواع البيان أو موافقة القرآن الكريم في أحكامه التي أشرنا إليها.(۲)

مګر له قران کریم سره د سنت رول یوازې د قران پر موافقت او تشریح موقوف نه دی، بلکې سنت تر دې هم ډېر مهم او خطرناک رول ادا کوي، هغه د سنت له خوا ځانګړې تشریع ده، یعنې سنت داسې شرعي احکام ور کوي لکه کاملن چې يې قران کریم ور کوي. سنت مطهره له پاس دوو بیان شویو دندو سره دا بله مهم دنده هم لري، هغه دوې دندې په سنت د قران کریم بیان او د هغه ډول قراني احکامو موافقت و چې موږ ورته اشاره وکړه.

دغه درېیمه وظیفه چې ده ور ته خطرناکه وویل، رښتیا هم ډېره خطرناکه ده، جنجال له همدې ځای څخه پېښ دی، یو څوک چې د نن زمانې په کتاب یو حدیث وویني، هغه ته دومره ارزښت ور کړي چې نه د قران کریم ایت د هغه مخه نیولای شي، نه علم، نه مشاهده،نه تجربه، نه حس، پر ټولو دغه خبر واحد قوي و پياوړی ثابت کړي، دا به کوم عقل وي، دا به کوم منطق وي، دا به څومرخ معقولیت ولري؟

د حدیث په برخه کې خبره یاد کتاب پر درې محوره را څرخولې ده: اول دا چې حدیث به له قران کریم سره موافق وي، دویم محور دادی چې حدیث به د قران کریم بیان کوي، د بیان په برخه کې يې هم له ډېره تساهله کار اخیستی دی، یو ځای لیکي:

السنة المطهرة توافق القرآن الكريم وتؤكد الحقائق التي ذكرها، هذه علاقة، وعلاقة أخرى تُبين السنة تبين القرآن الكريم بواحد من أنواع البيان المعروفة عند أهل العلم، وأنواع البيان: هي تفصيل المجمل، وتخصيص العام، وتقييد المطلق، وتوضيح المشكل أو المبهم، ورغم خطورة هذه المهمة وتوقف القرآن الكريم في فهمها على السنة، من خلال هذه المهمة.(۳)

سنت مطهره د قران کریم موافقت کوي، هغه حقایق چې قران ذکر کړي، سنت يې ټینګوي، دا د دواړو ترمنځ یو ډول اړیکه شوه، دویمه اړیکه له قران کریم سره د سنت د بیان اړیکه ده چې د علماؤ ترمنځ د بیان په پېژندل شویو طریقو به يې په یوه نوعه بیان کوي، د بیان نوعې دادي: د مجمل تفصیل، د عام تخصیص، د مطلق مقیدول، د مشکل او مبهم وضاحت، د دغې دندې له خطرناکوالي سربېره د قران کریم فهم د همدې اړیکې له مخې پر سنت موقوف دی.

دی چې خبره څومره سره شاربي هغومره يې د خطر خوا ته بیايي، دلته دا پوښتنه نه ورته پيدا کېږي چې یو د رسول ص خپله زمانه ده او یو زموږ زمانه ده، هغه چې رسول الله ص په خپله زمانه کې موجود و، حتمي خبره ده چې د قران کریم دغه ډول بیان يې کاوه، د رسول الله ص له لوري مخامخ بیان، تشریح، تفصیل، تخصیص له هغه ډول بیان سره ډېر فرق لري چې موږ يې په یوه خبر واحد په خپله زمانه کې کوو.

ایا یو خبر واحد دومره باوري دی لکه رسول الله ص چې مخامخ اصحابو ته بیان کاوه؟ که ځواب مثبت وي، نو بیا د رسول الله ص په زمانه کې د حدیثو په اړه دغه فنون یو هم نه ول چې تاسو اوس ایجاد کړي دي، د صحیح حدیث او ضعیف اصطلاحات نه ول، سندونه نه ول، د یوه حدیث د صحت او سقامت په اړه د پوهانو اختلاف نه و، مذهبونه نه ول، سیاسي اختلافات نه ول، د یوه حدیث په اړه ګڼ دریځونه نه ول، ایا له دې ټولو یادو ټکو سره بیا هم خبره همدغه ده چې د نن زمانې خبرې واحد هغه ډول باوري دی لکه رسول الله چې مخامخ بیان کاوه؟ پر دې هر څه سربېره پوهان هر وخت د یوه کره حدیث په اړه نفس الامر کې د ناسموالي احتمال نه ردوي، بل خوا د رسول الله ص په مخامخ تشریح کې دغه احتمالګوټی هم وجود نه لري، نو څنګه سره مساوي دي؟

که ځواب منفي وي، چې باید منفي هم شي؛ نو بیا د حجت په بحث کې دغه دوه ټکي باید سره جلا شي، سنت او حدیث حجت دي، د قران کریم تشریح کوي، تفصیلات يې د احکامو بیان کړي دي، له دې امله که یو څوک د رسول الله عمل ويني، یا هم قول يې اوري او بل خوا دی فکر کوي چې دا سنت یا حدیث له قران کریم سره ټکر دی، نو دا فکر يې سل سلنه ناسم دی، ځکه رسول الله ص د قران کریم شارح او بیانونکی دی، هغه يې په اسرارو پوهېږي، د عمل میدان يې هغه ته معلومېږي، هغه خپله هم د قران کریم په اتباع مامور دی، له دې امله يې مخالفت نه کوي، هر څه چې کوي د قران کریم په رڼا کې يې کوي، که یو وخت اجتهادي خطا هم ځنې شوې وي، قران کریم يې سمدستي د اصلاح لپاره اقدام کړی دی، موږ يې په قران کې مثالونه وينو، له دې امله چې منافقانو، یهودیانو، عیسایانو او د مکې مشرکانو چې په هره پلمه د رسول الله ص له تګلارې سرغړونه کوله، الله تعالی يې ورسره قبوله نه کړه، ځکه د قران کریم شارح د هغوی په وړاندې ولاړ و، د الله ور کړی دین يې تشریح کاوه، نو پر هغو کسانو يې اتمام حجت وکړ، په یوه وار هم نه، بلکې په ګڼو ډولونو رسول دا کار کوي، په سورت نوح کې موږ ته تشریح کېږي چې نوح ع خپل قوم ته څنګه دعوت کاوه، پاته شوه د یوه خبر واحد مسله، دا یو مخیزه د رسول الله له زمانې سره توپير لري، دلته ګڼ احتمالونه د خطا، تېروتنې، په قصد و ناقصد د غلطولو، سوء تفاهم، راوي کمزوري هغه او دغه ډول شته، بیا که دغه حدیث له قران کریم سره مخالف هم وي، عملي متواتر سنت هم د دې په مخالفت کې ولاړ وي، عقل او مشاهده يې هم ردوي، علم او دی پر دوو مخالفو لارو خپل سفر جاري ساتي، دغه مثال له هغه سره په یوه پله کې ږدل چې مخامخ رسول ولاړ وي، خبرې کوي، تشریح کوي، عمل کوي، هيڅ د انصاف کار نه دی او هيڅ انصاف خوښونکی انسان به دا دوه مثالونه په یوه تله ونه تلي.

له حدیثو د دفاع په بحث کې دوی دا دوه ټکي نه سره بېلوي، حتا بیخي بحث نه ور باندې کوي او د یادولو تر کچې يې هم نه راوړي، ځکه که پر دې بحث وکړي، له دوو حالو خالي نه پاتېږي، یا به يې ترمنځ توپير مني یا نه، که يې ومني، بیا په هغه شد او مد چې دوی اوس خبرې کوي، هغه نه شي کولای او که يې نه مني، نو هم خپله ځان ورته په نفس الامر کې ملامت ښکاري او هم د بحث تر روښانتیا وروسته يې لوستونکي ملامتوي، د دې لپاره چې له دې دواړو حالاتو ځان خلاص کړي، نو همداسې خاموش پر تېرېږي او هيڅ يې د بحث ډګر ته نه را کشوي.

پر دې اصولو په ګنو ځایونو کې به موږ دا خبره پر همدې علوم الحدیث د کښلو شویو کتابونو په مټ ثابته کړو چې د حدیثو په راوړلو کې څومره ستونزې پرتې دي، یو حدیث صحت ته رسول څومره زور غواړي او د دې لپاره په عینیت کې څومره مشکلات پراته دي، موږ چې له قران کریم سره پر موافقت او د هغه پر تشریح ټینګار کړی دی، له دې امله يې کوو چې د حدیثو راوړل تر موږ په باوري توګه نه را رسېږي، هر چا چې په دې میدان کې خپل ټول توان مصرف کړی هم دی، بیا يې هم په بشري کار کې نیمګړتیاوې شته، د سند په برخه کې چې ‎ څومره ټینګار کېږي، یا د حدیث صحت ته څومره معتبر ګڼل کېږي، زما په نظر دومره قوي ستن نه ده، پر سند په بحث کې به زه پر دې بحث وکړم چې ولې دومره پياوړې تکیه نه شي کېدای.

دا خبره ډېره خطرناکه ده چې که یو شی په قران کریم کې هيڅ اصل ونه لري، نو خبر واحد په دې برخه کې له ځانه تشریع کوي، په دې سره ښايي داسې احادیثو ته هم د عمل مجال پيدا شي چې هيڅ له قران کریم سره اړخ نه لګوي، بلکې د قران کریم له اصولو سره سراسر مخالف وي، لکه د صلاة التسبیح حدیث چې په څلور رکعته لمانځه باندې پخواني، راتلونکي، ارادي و ناارادي، لوی او کوچني، پټ او ښکاره، اول او اخیر ټول ګناهونه ورته بخښل کېږي.(۴)

د غه حدیث امام الباني صحیح لیکلي دي، زموږ د سیمې ټول ملایان يې هم صحیح بولي او هر وخت يې پر منبرونو بیانوي، د لمانځه په کتابونو کې يې بحث راغلی دی، مطلب تر ننه دلته چا د رد ګوته نه ده ورته نیولې، له دې هر څه سره د ۱۲۹۹ حدیث يې د سند له مخې صحیح هم دی.

اوس راشئ له قران کریم سره دغه حدیث مقایسه کړئ، قران کریم د لویو ګناهونو لپاره توبه شرط کړې ده، د انسان د حق په برخه کې لازمي ده چې هغه ته باید خپل حق ور سول شوي، د حرامو شیانو په اړه يې ویل شوي دي چې نورو عبادات يې هم نه ځنې منل کېږي، څو چې خلک خپل خواړه، څښاک، د استعمال نور توکي پاک نه کړي، مګر دلته په څلور رکعته لمانځه هر څه بخښل کېږي، نو بیا خلک څه اړتیا لري چې توبې کاږي؟ عبادات کوي، تکلیفونه تېروي، همدا څلور رکعتونه لمونځ ورته کفایت کوي، یوازې دې یو څوک ځان مسلمان وساتي، نور خو ټول ګناهونه په نیم ساعت کې وبخښل شول؟!

د خبر واحد په برخه کې که د دوی په ډول مطلقه د تشریع ازادي ور کړله شي، نو به دغه ډول شیان راوړي چې نه به يې عقل نه مني او نه نقل، له دې امله وایم چې د حدیثو لپاره د حجت میدان یوازې له قران کریم سره موافقت او د قراني احکامو تشریح ده، که پر دې ځای ورته بسنه ونه شي، خبر واحد داسې وګڼل شي لکه رسول الله ص چې موږ ته مخامخ احکام راکوي، نو بیا خبره ډېره خطرناک حد ته ځي، یو څوک ښاي پر یوه حدیث د نیوکې له امله کافر هم شي، بیا به هغه کسان څه کوي چې تل د یوه مذهب د پيروي له امله یوازې په یوه حدیث عمل کوي، نور احادیث یا ردوي، یا ځوابونه ور کوي یا يې منسوخ ګڼي؟ مثلن: د حنفي مذهب او شافعي مذهب ترمنځ خورا ګڼ اختلافي ټکي دي، چې هر یو مذهب يې د ثبوت لپاره یو نه یو حدیث وړاندې کوي، بل مذهب د خپل ځان په دفاع کې د مخالف حدیث ردوي او خپل ورته را مخته کوي، دغه برخه کې که یو حدیث ضعیف وبلل شي، یا منسوخ شي، یا هم صحیح وګڼل شي مګر له عمل څخه پاته شي، دوی به يې د بل فریق په اړه څه ځواب لري او خدای ته په په کوم مخ ځواب ور کوي؟

زما په نظر د یوه شي په اړه دومره غلو کول پر خلکو خپله د اسلام دایره تنګوي، ګڼې پوښتنې پيدا کوي، د قران کریم احکام تر برید لاندې راځي، د قران کریم تعین شوي اصول پر خپل ځای نه پاتېږي، قران کریم چې کوم مقام رسول ته ور کړی و، حدیث ته يې ور کړی، سنت ته يې ور کړی دی، هغه پر خپل ځای نه پاتېږي، رسول د قران کریم په تشریح مامور و، د هغه پیروي يې کوله، ان د یوې خبرې حق يې هم نه دی ور کړی، قران ورته ګوتڅنډنه کړې ده چې که یوه خبره دین نه وي، او ته يې زموږ لور ته منسوبه کړې، نو سخته سزا به وګورې(الحاقه: ۴۴، ۴۵، ۴۶)، نو بیا څنګه امکان لري چې په قران کریم کې دې یو اصل نه وي، رسول الله ص دې له ځانه د یوه شي تشریع کوي، احکام دې بیانوي؟

اصلن دغه کسان پر دې موضوع سم ژور او منطقي فکر نه کوي، دوی بس په یوه مورچه کې یو دښمن فرض کړی دی، بس هر یو يې راځي پر هماعه مورچه یو څو ډزې کوي، بیا خلکو ته وايي چې له سنتو مې دفاع وکړه. زما په نظر دوی چې په کومه طریقه له سنتو څخه دفاع کوي، په دې سره د دین ښه سمه بیخ کني کېږي، دوی د سنت په برخه کې له داسې روایاتو هم دفاع ته لیڅې را نغښتې دي، چې نه عقل ورته د منلو لپاره تیار دی، نه نقل، نه په سم ډول نقل شوي دي او نه يې سم روایان شته، مګر له دې سره دوی تر دې ادعا لاندې چې له سنتو دفاع ده، همدغه ډول روایات د تعصب، ړوند تقلید، په نورو پسې د تلو او له ازاد و منطقي فکر څخه د لرې کېدو له امله نه یوازې مني، بلکې معجزې ور څخه ثابتوي، یا سبحان الله!

هره موضوع ولې داسې باید وڅېړله شي چې یو دښمن ور باندې نیوکه کوي، موږ يې ځواب وایو، راځئ د دښمن فکر د یو څه وخت لپاره له ذهنه وباسو، هیڅوک نه شته چې پر حدیثو نیوکې وکړي، بس موږ ورته کېنو، په خلاص ذهن دغه ذخیره را ګورو، له کتاب الله، سنت الرسول، عقل، تجربې، مشاهدې، علم او حس سره يې پرتله کوو، تر خپل منځ يې سره ګورو، بیا يې په اړه هغه ډول پرېکړه کوو چې تر دې هر څه وروسته راته معقوله،له دیني روح سره مناسبه، د بشري وس په چوګاټ کې کاملن پر عدالت ولاړه وي. تر هغو چې په دې برخه کې دغه ډول تګلاره پلي نه شي، دا جنجال نه ختمېږي، دښمن دغه مورچه ډېره پخوا خالي کړې ده، دښمن په همدې صف کې ولاړ دی، پر قران، خدای، رسول او ټول دین له همدې ناحيې ډزې کوي، دوی فکر کوي چې لا هم دښمن په هماغه سنګر کې ناست دی موږ ورته په دفاع کې خولې تويوو!

له قران کریم سره د مخالفت په موضوع کې که څوک نه سره یوه خوله کېږي، د علم په میدان کې تش لاس ختل خو به يې خلکو ته اوس د منلو وي؟ د جنسي توپير په اړه روایات اوس هم پر تول او معیار پوره دي؟ د تاریخ د افسانو په اړه راغلي اخبار احاد اوس هم د دوی د باور برخه دي؟ زما په نظر دلته اوس دښمن هغه کار نه کوي چې زر کاله پخوا يې کاوه، اوس دښمن هغه کار کوي چې موږ زر کاله مخکې پر ټینګ وو، موږ باید په خپل موقف کې نرمښت راولو، ترمیم يې کړو، له سره ورته کتنه وکړو، ټوله پروسه وارزوو، یو څه وخت انتظار هم وکړو چې اوس هم له پخواني سنګر څخه ډزې کېږي که هلته څوک نه شته موږ هسې خوشي وخت ضایع کوو؟ د دې کار لپاره د دولت/امت په کچه یوې برجسته ادارې ته اړتیا ده چې د کوټلو معیارونو له مخې دغه میدان ګې ګام کښېږدي او ټوله پروسه له سره وارزوي، د کار مواد په نوې بڼه د وخت، ځای او ټولنې و حالاتو له غوښتنې سره سم ترتیب او تدوین کړي او ناسم و ناکاره مواد يې بېل کړي، حکم يې خلکو ته بیان کړي او په اړه يې واضحه تګلاره خپله کړي، په دې توګه چې هر کس و ناکس راځي دلته لیکې توروي، پر خپل و پردي ټاپې وهي، ځان ورته ابو بکر رض معلومېږي او له خپل موقف څخه مخالف کس ورته ابو جهل ښکاري، دا کشاله تر اخرته والله که حل شي. دوی فکر کوي چې یو مسلمان د خدای خبره له دې امله مني چې الله دی، مګر له رسول سره يې تربورګلوي را خیستې ده د هغه خبره بیا نه مني، وروره! یو څه يې سړه خوره! موږ ته نه قران کریم الله مخامخ را کړی دی او نه سنت و حدیث، ټول د رسول تر خوله راوتلي دي، که حدیث په هغه بڼه را رسېدلي وای چې قران راغلی دی، نو بیا يې په منلو کې زړه نازړه توب نه پيدا کېدی، د رسول د زمانې لپاره د هغه شخصیت او ذات اسوه او نمونه وه، هغه چې د دین په اړه څه کول، پر ټولو خلکو يې پيروي لازمي وه، مګر زموږ د وخت او هغه وخت ډېر فرق شته، که تاسو په خپلو سترګو دغه پلن توپير نه وینئ، عقل مو له دې درک څخه عاجزه دی، بیا د بل خبره یو څه واورئ، یو ځل شنه او سره مه کېږئ، په خلاصو غوږونو يې واورئ  که درته د منلو وه، همدغه زموږ د ټولو هدف دی، که نه وه، تر دې وروسته هم د خپل موقف د بیان وخت او اجازه لرئ، موږ ته که حدیث په کاملن باوري توګه ثابت شي، بیا يې توپير نه کوو، خبره تر رسول الله ص پوري په ثبوت کې ده، که یوځل دا ومنو چې دا د رسول خبره ده، بیا هيڅ مسلمان د مسلمان په توګه د رسول الله ص خبره نه ردوي، اما یوځل باید دا ثابته کړئ چې دا خبره واقعن د پيغمبر اسلام خبره وه او ده.

۲۰۲۲/۱۱/۱۷

۱) الدفاع عن السنة – جامعة المدينة (بكالوريوس) (ص: 81)

۲) الدفاع عن السنة – جامعة المدينة (بكالوريوس) (ص: 62)

۳) الدفاع عن السنة – جامعة المدينة (بكالوريوس) (ص: 62)

۴)سنن ابي داؤد، باب تفریع ابواب تطوع ورکعات السنة، باب صلاة التسبیح ح: ۱۲۹۷، ۱۲۹۸، ۱۲۹۹)

په احادیثو کې سیاق او سباق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب