جمعه, اپریل 26, 2024
Home+په احادیثو کې سیاق او سباق

په احادیثو کې سیاق او سباق

زبیر افغان

احادیث په دې برخه کې هم د قران کریم په شان نه دي، په قران کریم کې د یوه ایت مخ او وروسته ایاتونه شته، د یوې پېښې په اړه که وګورې نو قران کریم که پر یوه ځای ټوله نه وي بیان کړې، مګر په کوم محل کې چې يې کومه برخه بیانوي، هغه ورسره ډېره ټینګه تړلې وي، بې ربطه کلام نه دی، د هرې ادعا لپاره چې تاریخي شاهد راوړي، نو له مخکې کلام سره قوي اړیکه لري او په دې سره کلام همداسې تسلسل اخلي او یو کلام بلل کېږي، که څوک يې په دې ارتباط پوه نه شي، هغه کولای شي چې د قران کریم له یو بل اپشن تصریف ایات څخه ګټه واخلي، قران کریم یوه پېښه یو ځای له خپل سیاق و سباق سره لنډه بیانوي، بل ځای بیا همدغې پېښې ته تفصیل ور کوي، ځينې نوي اړخونه يې په ګوته کوي، نو له دې لارې کولای شو چې د قران کریم د ایاتونو په موضوع ښه سر خلاص کړو، یو له بل سره يې ربط پيدا کړو، مسلسل کلام يې وبولو او پکې راغلي موضوعات که يې په انصاف وڅېړل شي، د هيڅ بل تقدس يې د هغه له حقایقو سترګې پټې نه کړي، نو هره موضوع يې ډېره صفا او پاکه بیان کړې ده.

خو د احادیثو په برخه کې له دې ځای هم ډېره ګډوډي را پېښه ده، له بده مرغه چې محدثینو هم دې برخې ته لازمه پاملرنه نه ده کړې، ځانګړي کتابونه نه دي پر لیکل شوي، او د حدیثونو ګڼې ټوټې یوه د بلې په څنګ کې نه دي را ټولې شوې، بلکې همداسې پاشلې پاته شوې دي او له دې امله يې اختلاف ته هم ښه په درز زمینه برابره کړې ده.

د حدیثو په ټولو کتابونو کې یو داسې مثال نه شته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جمعې خطبه په دې الفاظو پيل کړه او پر دې يې ختمه کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه یوه مجلس کې داسې خبره را پيل کړه او پر دې ځای يې پای ته ورسوله، دغه برخه يې د یو چا د پوښتنې په ځواب کې وه، دا بله يې د خپلې پلانۍ خبرې د تایید لپاره وه، د پای برخه يې د نصیحت او پند لپاره بیان کړه، د اختر خطبې ته راغی، په دې لفظ يې بیان پيل کړ او پر دې يې خلاص کړ، یوازې د حجة الوداع خطبه را نقل شوې ده، چې هغه هم پر یوه ځای نه ده راغلې، که وي هم محدثین وايي چې دا سند يې ضعیف دی، که په تاریخي کتابونو کې را نقل وي، دوی يې د نه سند یا کمزوري سند له امله د دلیل وړ نه بولي.

د حدیثو په برخه کې بیخي کم احادیث له خپل شان ورود سره یوځای نقل شوي دي، هغه هم ځینو کسانو له بکراونډ پرته نقل کړي دي، مثال يې د ابن عمر او عائشې رضي الله عنهما هغه حدیث دی چې وايي: مړي ته د کورنیانو د ژړا له امله سزا ور کوله کېږي، یا هم هغه حدیث چې په بدر کې تر بریا وروسته مشرکانو ته رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل: اوس زما د خبرې په حقانیت پوه شوئ، عمر رض ورته ویل: ته له مړو سره خبرې کوې؟ ته ورته ویل: تر تاسو يې ښه اوري، عائشه رض وايي هدف يې دا وو چې اوس زما د خبرې په حقانیت تر تاسو ښه پوهېږي، او نور وايي چې نه مړو د رسول الله ص خبرې اورېدلې. عائشې رض په دواړو احادیثو کې د شانورود تر څنګ قران کریم ته هم پام کوي او د حدیث بل ډول ترجمه اخلي، مګر ابن عمر او نور کسان يې عامه ساده ترجمه اخلي.

د سیاق و سبقا دغه ستونزه له څو وجو پېښه ده، یو دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مجلس ته یو کس راغلی دی، ده چې کومه خبر اورېدلې ده، هغه يې نقل کړې ده، نور يې د خبرې شا او مخ نه دي راوړي، ځکه دی نه وو موجود. دویم دا چې راوي په یوه برخه پوه شي او په بله پوه نه شي، لکه حضرت فاطمې رضي الله عنها ته چې يې د عدې په وخت کې د وتلو امر وکړ، دې فکر کاوه چې دا امر عام دی او د خپلې يېښې بکراونډ يې نه بیاناوه او یوازې يې دا خبره بیانوله چې ښځه د مېړه تر درې طلاقه وروسته د عدې لپاره د هغه له کوره وتلای شي، کله له راوي یوه برخه هېره شي او یوه نقل کړي، یو وخت بیا راوي د خپل موقف لپاره د حدیث یوه برخه په ارادي ډول بیان کړي، د هغه سامع يې د حدیث په بڼه ځنې واخلي او نورو ته يې نقل کړي، کله د حدیث په یوه برخه کې راوي له ځانه اضافه کوي، شاګرد يې نه فهموي د حدیث په متن کې يې نقل کړي، کله د حدیث په بالمعنا روایت کې له راوي تېروتنه وشي، اصل هدف یو شی وي، دی يې بل ډول وفهموي، په دې سره د حدیث او شاته بکراونډ ترمنځ يې ربط نه شي ور کولای، مطلب ګڼ عوامل په دې برخه کې اغېز کوي، ما چې په لنډ ډول یادونې وکړې، د دې ټولو لپاره د حدیثونو په کتابونو کې مثالونه شته، خو زه يې دلته د مثالونو تر راوړلو تېرېږم، د همدې مسلسلې لړۍ په یوه کړۍ کې به يې حتمن را سره مطالعه کړئ.

محدثینو هم داسې کړي دي چې د یوه حدیث له یوې برخې يې د خپلې مدعا لپاره دلیل نیولی وي، د همدې لپاره يې یوه ټوټه حدیث بیان کړی وي، په دې سره دغه ټوټه د مستقل حدیث په شکل نورو ته نقل کېږي څو د حدیثونو په کتابونو کې همداسې ثبت شي او د هغې ټوټې نوره برخه ځنې جلا شي.

د سیاق او سباق په اړه يې یوه بله نیمګړتیا داده چې ډېر وخت راویانو د حدیثونو په الفاظو کې رد او بدل راوستي وي، یو حدیث وي، البته لکه وړاندې چې مو وویل د حدیثو نقل په خپلو الفاظو نه کېدی، بالمعنا روایت به و، نو چې استاد به څنګه مفهوم بیان کړ، شاګردانو به هم د خپل فهم له مخې د حدیث مفهوم ځنې واخیستی، دغه حدیث به وروسته په ګڼو الفاظو بیان شو، کله به يې د الفاظو مخالفت داسې شو چې یوه به یو څه ویل بل به بل څه، یوه به کم الفاظ روایت کړل، بل به زیات، یو په په خپل فهم کې خطا شوی و، بل سم مفهوم اخیستی، که په دې اړه یوازې د انما الاعمال حدیث وکتل شي، نو ښه مثال يې کېدای شي. الفاظ يې هيڅ نه دي خوندي شوي، په ګڼو الفاظو نقل شوی دی، که څه هم دلته یو د بل مفهوم نه سره ردوي، مګر نورو ځایونو کې بیا د مخالفت تر سر حده سره رسېدلي دي.

عَنْ عَائِشَةَ، ” أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أُتِيَ بِصَبِيٍّ لِيُحَنِّكَهُ، فَأَجْلَسَهُ فِي حَجْرِهِ، فَبَالَ عَلَيْهِ، فَدَعَا بِمَاءٍ، فَأَتْبَعَهُ إِيَّاهُ ” قَالَ وَكِيعٌ: فَأُتْبِعَهُ إِيَّاهُ، وَلَمْ يَغْسِلْهُ.(۱)

له عائشې رض روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د تحکین لپاره ماشوم راوړل شو، ده په غېږ کې کېناوه، هغه بولې پر وکړې، ده اوبه وغوښتې، پر هماغه ځای يې واچولې، وکیع راوي ویل چې اوبه یې پر وپاشلې هغه ځای يې نه دی مینځلی.

له دغه حدیث څخه د مذاهبو ترمنځ اختلاف هم را ولاړ شوی دی، شوافع د شیده خوره ماشوم بولې نه مینځي، یوازې اوبه پر پاشي، احناف يې مينځي، ځکه په ځینو روایاتو کې دا خبره شته چې خوراک يې نه کاوه او په نورو کې نه شته، په یوه حدیث کې شته چې اوبه يې پر واچولې او د نه مینځلو یادونه نه شته او په بل کې بیا شته، په یوه کې د ماشوم ذکر دی، دا نه شته چې ولې يې ورته راوړی و او دلته بیا شته چې تحکین يې ور کاوه، بس له دې څخه اختلافات او مذاهب جوړ شوي دي. حتا یو ځای ابن شهاب دا زیاتونه پر کړې ده چې د ماشوم بولې نه مینځل کېدې او د نجلۍ بولې مینځل کېدې:

قَالَ الزُّهْرِيُّ: ” فَمَضَتِ السُّنَّةُ بِأَنْ يُرَشَّ بَوْلُ الصَّبِيِّ، وَيُغْسَلَ بَوْلُ الْجَارِيَةِ “(مسند احمد)

ابن شهاب ویل: دا عملي تګلاره شوه چې د هلک پر بولو اوبه پاشل کېدې او د نجلۍ بولې مینځل کېدې.

لنډه دا چې  حدیثو لپاره د شانورود، بکراونډ، سیاق او سباق نه در لودل، د ټوټو په توګه له تفصیل پرته را نقل يې خورا لویه ستونزه ده، تر څنګ يې د حدیث خپل الفاظ هم خوندي نه دي، دا يې د اختلاف په پراخولو کې نوره هم ونډه غوښنه کوي.

پر حدیث په حکم کې اختلاف | زبیر افغان

په دې برخه کې ځينې کسان د قران کریم مثال هم ور کوي چې د لفظ اختلاف په قران کریم کې هم شته، یوه موضوع هلت هم په ګڼو عبارتونو رانقل شوې وي، نو که هلته د لفظ اختلاف زیان نه جوړوي، دلته يې ولې جوړ کړي؟

په دې ځای کې اساسي خبره د نقل او روایت ده، د قران کریم په الفاظو کې موږ ته دا شک نه پيدا کېږي چې دلته د روایت له مخې الفاظ بدل شوي دي او د قران کریم هغه متن نه دی پاته شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم امت ته پرې ايښی و، مګر د حدیثو په برخه کې دغه باور مات شوی دی، له دې امله نو د قران کریم مثال ور کول، په دې ځای کې له یوې مخې صحت نه لري. قران کریم قاطع دی، ټول امت نقل کړی دی، الفاظ يې خوندي دي، پر همدغه قران کریم د امت اتفاق دی، مګر د حدیثو په اړه دا یو شی هم نه شته، یو یا دوه یا درې کسان يې په څو زمانو کې حافظه پر حافظه نقلوي چې هر یوه له بل څخه مخالف الفاظ نقل کړي وي، پر دې برسېره کله دغه روایت له بل صحیح روایت سره مخالف وي، کله بیا عقل ورسره جوړ نه وي، کله د علم مخالفه خبره راوړي، کله د قران کریم صریح احکام ماتوي، ګایه وخت يې د خپل منځي اختلاف حالت داسې وي چې په هيڅ توګه نه سره پينه کېږي، په حدیثو کې دغه ډول حالت خلک دې ته مجبور کړي دي چې اختلاف الفاظ يې د کمزورۍ او نه خونديتابه نښه وګڼي، نو له قران کریم سره يې د اختلاف الفاظ مقایسه کول، نه د پرتلې وړ دي او نه په دې کې عدالت او انصاف کېږي.

دا خبره سهي ده چې کله ناکله هغه اصل پېښه په ټولو روایاتو کې بیان شوې وي، نو د دوی ترمنځ چې کوم شی مشترک وي، هغه د باور وړي وي، مګر په ټولو کې دغه اصل هم نه جاري کېږي، ځکه د روایاتو ترمنځ مشترک ټکی داسې وي چې عقلن، علمن او نقلن محال وي، کله بیا داسې هم وشي چې ضمني اختلافاتو د مذاهبو لپاره لاسوندونه شي، دوی په دې کې اختلاف وکړي، دغه اختلاف راتلونکي لوی اختلاف ته زمینه سازي وکړي، اوس که ضمني اختلاف راغلی دی که کلي، خبره له دې ځای ورانه شوې ده چې اختلاف ته لار جوړه ده، د دغه ضمني اختلافي الفاظ ایا ددې وړ دي چې یو مذهب دې د خپل مسلک لپاره یوه ديني دنګه ماڼۍ پر ودروي؟ ایا دغه روایت د خپلو مسلو لپاره د یوې سرچینې په توګه کفایت کوي؟ دلته دوه راویان دي، د یوه شي په اړه دوه روایات نقلوي، یو يې یو ډول الفاظ بیانوي، بل يې بل ډول، د لفظ اختلاف يې ګڼو برداشتونو ته زمینه برابره کړه، اوس دغه اختلافي الفاظ د دې وړ دي چې دومره کیسه يې په مټ جوړه شي او که دا خپله مشکوک دي باید په اړه يې یا توقف وشي یا هم رد شي؟ په دین کې اصل دادی چې شک ایله کړئ باور را خپل کړئ، دلته خو پر شک د ماڼۍ بنسټ ښودل شوی، باور يې بایللی دی.

۲۰۲۲/۱۱/۱۲

۱)مسند احمد ح: ۲۴۲۵۶.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب