جمعه, اپریل 19, 2024
Home+پرځان شرمېدل يا باډي شېمینګ

پرځان شرمېدل يا باډي شېمینګ

هلال کریمي

۲ برخه

له بده مرغه پرځان د شرمېدلو مسأله زموږ په ټولنه کې ډېره عامه ده او د ټولنې له هر وګړي سره تل دا ذهنيت وي چې ګواکی دی تر نورو ښه نه دی ياهم د نورو پر وړاندې د کمښت احساس کوي، دا حالت د ځان درونای نشتون يا ټيټ عزت النفس ښکارندويي کوي چې له بده مرغه د ناسم روزنیز سیستم او کمزوری ټولنيز بافت له امله يې عمومي بڼه غوره کړی ده، کلونه وخت ته اړتيا ده ترڅو دا ستونزه په ټولنه کې کم يا په پوره ډول له منځه يوړل شي او د ځاني مينې پر محور د ژوند نوی بابا پرانيستل شي، خو د دې لپاره چې دا مزل لڼد کړو غوره ده چې  د دې ستونزې پر نښو وپوهېږو او په دې هڅه کې شو چې دا نښې لومړی په ځان کې کم کړو او په دويم قدم کې نورو ته د دې احساس ورکړو چې دوی په اصلي بڼه هم موږ ته د منلو وړ دي، نو نښې په لاندې ډول بيانوو:

الف: په ماشومانو کې د دې ستونزې نښې
دروغ ویل
ډېر ماشومان د دې لپاره چې پر نورو ځان ومني خپلې شته نيمګړتياوو ته مناسب کاذب توجيهات لټوي، لکه د بدني نيمګړتيا د لرلو په صورت کې د حادثې توجيه.

دا حالت د ماشومانو په ملګرو کې د منلو لپاره د سختو او همرنګه کوونکو معيارونو د ټاکلو له امله رامنځ ته کېږي.

ب: په نويو ځوانانو او ځوانانو کې د ډې ستونزې نښې
د فلمي ستورو په څېر د بدن د جوړولو هڅه
د ښکلا کريمونو کارول
پرته له اړتيا د براڼد توکو پېرل
په انځورونو کې د بدن هغه برخه نه راوستل چې دوی ته ښه نه ښکاري.
ځان د نورو څخه جلا لېدل
تل پر نورو باندې د ځان منلو هڅه
په افراطي ډول د ځان په اړه فکر او خبرې کول
د خپل جوړښت په اړه په قطعي دول د چا نظر نه اخېستل او نه منل
د نارضايتي احساس
د جوړښت له امله ځان ملامت، ګنهګار او بدبخته بلل
پورته نښې په ځوانانو کې عامې نښې بلل کېږي.
دا راز ځوانانو کې يې ستره نښه د بيولوژيکي جوړښت، هويت او شخصيت پولې نه بېلول او په دې برخه کې د ستونزو لرل دي.

ددې کار د جبران لپاره ځوانان د اړتيا پرته  يو شمېر کارونه  ترسره کوي او د دې کارونو په مرسته د خلکو او ملګرو د جذب لپاره د کمښت دروني احساس جبرانوي لکه:

د اړتيا پرته ډېر او مختلف ډوله لباس اغوستل(دا مساله د نظافت او شخصي نظم سره تر ډېره يو شان ګڼل کېږي) ډ ډېرو خلکو دا کار د هغوی د اقتصادي سويې سره سمون نه خوري چې دوی پرې ښه پوهېدای شي خو بياهم د خپل احساس د جبران لپاره د دفاعي ميکانيزو په ډول دا لاره ازمايي چې تر ډېره ښه پايله هم ورکوي.

پرته له ضرورته د داسې شيانو پېرل چې د اساسي اړتياوو په دايره کې نه شاملېږي(لکه قيمتي مبايل، لپټاپ، موټر، لاسي ساعت او نور…)

په نجونو کې بيا دا مساله په لباس، سينګار او خاصو وېرو او غرورو په بڼو ښودل کېږي.

ج: په لويانو نارينه وو او ښځينه وو کې
د لګښتونو نه مديريت او د انګېرل شوي او د خلکو لخوا د قضاوت کېدونکي دروني عيب د پټولو لپاره د ټولنيزو اړيکو په برخه کې په مشخصو حالاتو کې افراط او تفریط، د بېلګې په توګه ډېر ټولنيز کېدل يا (فرا اجتماعي یا Transsocial) او ياهم غېر ټولنيز کېدل چې په دې کې د خپل اوسېدو ځای څخه کډه کول هم په استثنايي حالاتو کې ليدل کېږي او ښودونکی دليل یې زړه تنګي وي.

له بده مرغه ډېر خلک د دې ستونزې د جبران او د ماهيت په اړه د نه پوهېدو له امله نه يواځې داچې د عمر تر پايه دا ستونزه نه حلوي بلکې د عمر تر پايه له دې ستونزې سره ژوند کوي چې دا کار د ټاکلي فرد رواڼي، ټولنيز او اقتصادي هوساينه تل ګواښي.

د ليکنې د ډېرې اوږېدو څځه د مخنيوي په موخه يې لاملونه، پايلې او د دې ستونزې څخه د خلاصون لارې په ترتيب سره په نورو ليکنو کې خپروو.

پر ځان شرمېدل | هلال کريمي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب