پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د ځانمرګو وطن/ دروېش ببرک

د ځانمرګو وطن/ دروېش ببرک

په بې صبرۍ یې را روان کتار ته انتظار کولو، شېبې دومره رالنډې شوې چې ځان یې پوځي موټرونو ته ورورساوه، سره لمبه پورته شوه.
د ناوکۍ د ګډ ژوند نن یویشتمه ده، سرتېری یو ورځ غیر حاضر شو  نور نه شي تم کېدای، په سهار هغه ورغوي د اخر ځل لپاره د یو بل ګرمي لمس وي چې لا یې  د نکریزو رنګ نه دی تلی!
د پوستې پر سر ولاړ بیرغ ورته ټیټ ښکارېدو، غوښتل یې څو متره نور هم پورته شي چې له نامالوم لوري یې ګولۍ په تندي وخوړه او کوز راپرېوت.
تېره دوره کې یې د کلیوال ګوته پرې شوې وه، خو دا ځل هم ډلې ډلې خلک د رایو مرکزونو ته ورغلل.
ټول وارخطا وو، هر چا هڅه کوله چې د تېښتې لار پيدا کړي خو پاچا غږ کړ، دا زرې نه دی کمیس دی!
د پوهنتون له ودانۍ تور دودونه پورته کېدل، خو لا هم هلته په کونج کې څو ایسارو ځوانانو کتابونه په سینې پورې کلک نیولي وو.
د ممبر پر سر ناست و چې بم پرې وچاودېد، خو بې جنازې ښخ نه شو، بل راوړاندې شو.
د جمعې او اختر له لمونځونو هم څوک شاته نه شول، له چاودنې روغ پاتې د یو بل ترڅنګ ودرېدل، ټولو په ګډه خپلو مړو ته دعاوې وکړې.
موسیقي د نه بخښلو ګنا وه، خو یو سندرمار زلمی هلته په لوړ کمر ودرېد او د وطن په درد یې څو سندرې زمزمه کړې.
د پېښې ځای ته ورغلی خبریال نن په خپله د خبر سرلیک شو، ویاند په ډک ستوني وویل، د پېښې ځای ته زموږ همکار هم ورغلی و، نور غږ په ستونې کې خپ شو، پر سکرین د وژل شوي خبریال د جنازې مراسم وښودل شول.
دا همدومره نه ده، یوه مور په تلوېزیون د یو تنکي ځوان عکس ګوري چې ټولګیوالو یې ترې ګلان راچاپېر کړي، خو لکه هېڅ چې نه وي پېښ شوي، په بل سهار وختي پاڅېدلې د بچي د ښوونځي یونېفورم یې راخیستی اود راڼه سبا لپاره یې هیلې کتار کړي.
د لیکلو لپاره لا ډېر څه شته خو ګوتې رېږدي او سترګې ډنډ دي، یو کس په خپل زړه لاس ږدي او وايي: اوس بس ده نور به بیا ولیکې د ځانمرګو وطنداره.

2 COMMENTS

  1. دهغه ځانمرګي دخولې نقل چې غوښتل يى د ميلمنو په هغي کاروان بريد وکړي چي د کابل هوايي ډګر نه د امريکا دسفارت په لوري روان وو مګر نوموړۍ بريدګر پيژندلۍ او ونيول شو، دې بريدګر د سردار محمد داوود خان په روغتون کښې خپل درملګر( معالج) ډاکتر ته ويلي وو چي دبريد له مخکې ټاکلي وخت نه يو ساعت وړاندي يې په هودخيلو کې ورته ستن ولګوله او ورته يې وويل چي نيم ساعت وروسته به په تا د جنت هوا ولګي،پوهيږۍ چې هغه ستن يا پيچکاري څ شۍ وه?! هغه د درد ضد پياوړي دوا( پنتازوسين) وه چې اکثرأ يې د جراحۍ نه وروسته ناروغانو ته تطبيق کوى او د درد د آرامولو تر څنګ ناروغ ته يو رنګه خوشې ورکوي، کوم چي دوي ورته دجنت د هوا نوم ورکړۍ او دتنکيو ځوانانو د ناپوهۍ نه ګټه پکښې اخيستې ده. او دغه ده دنا پوهۍ پايله. پام کړه داچې هميشه دوښمن تيار دۍ…… د فرصت او د موقع په انتظار دۍ.

  2. د دې ټولو جنایتونو فاعلین اوس ځانونو ته غازیان ، فاتحین او مسلمانان وایی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب