Homeخبرونهکابل کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي

کابل کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي

تاند:( چار شنبه، د قوس دويمه) ‏‏د کابل د نهمې حوزې اړوند خواجه رواش سیمه کې یوه کس د تومانچې په ډزو د یوې کورنۍ ۵ غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ کابل وایي، چې پېښه د شخصي دُښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو وايي د مجرم د نیولو هڅې روانې دي.

نورو سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په هڅو له څه مودې راهيسې په مختلفو ولايتونو کې د شخصي دښمنیو د حل خبرونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....