شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپاکستان د افغان کډوالو د ثبت بهير پیلوي

پاکستان د افغان کډوالو د ثبت بهير پیلوي

تاند:( چار شنبه، د قوس دويمه) ‏‏د پاکستان د کډوالو او سرحدي چارو وزير په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ثبت بهير د پيلولو خبر ورکړی.

وزير «محمود طلحه» د خپل هېواد پارلمان ته وویل، چې په دې بهیر کې به نا ثبت شوي افغان کډوال ثبت کړي.

د نوموړي په وينا، پاکستان کې ۱،۲ ميليونه غیر ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي.

د‌ هغه په وينا، په دې بهير کې به ثابته شي، چې د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته څومره افغان کډوال پاکستان ته راغلي دي.

پاکستان مخکې ويلي وو، چې د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته په خپله خاوره کې نور افغان کډوال نه مني.

په وروستيو کې له پاکستان څخه افغان کډوالو سره د ناوړه چلند ویډیو ګانې خپریږي.

څارونکي باور لري، چې د افغان کډوالو له ځورولو او ثبت سره پاکستان له نړيوالو سازمانونو څخه د دوی په نوم د اضافي نورو مرستو او امتيازاتو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب