هلال کریمي
د يو شمېر دوستانو په فيسبوک کې مې د لویو او نوموتو اشخاصو ځانګړتياوې ولوستې، يو شمېر ليکلي وو چې د فيسبوک جوړوونکي په داسې جامو کې راڅرګند شو، ايفون او مازون کمپنۍ څښتنان داسې جامې اغوندي، يا د دوی په اصطلاح او زموږ په ذهنيت دوی په ځان پسې نه ګرځي، ويښتان منظم نه جوړوي، خپله ږيره په خپله جوړوي او ياهم دې ته ورته نور هغه مهم کارونه چې څرګند دي خو دوی ورته پام نه کوي، برعکس بيا زموږ په ټولنه کې د ډېرې ټېټې ټولنيزې طبقې خلک/ اولادونه او ياهم د ټيټو دندو لرونکي خلک خپل ظاهر ډېر ښه جوړوي، زموږ په ټولنه کې ډېر خلک د خپلې وسې څخه ځان پورته ښايي او په نورو ټولنو کې ډېر خلک خپل ظاهر داسې جوړوي چې د د خلکو تمه ترې نه وي، نو موږ اسراف کوونکي يو که دوی سخت او شوم خلک دي؟
دا او دې ته ورته حالتونو کې د روان پوهنې علم يوه کارنده اصطلاح له پامه غورځول کېږي چې هغه پر ځان شرمېدل يا هم باډي شېمينګ دی.
پرځان شرمېدل
د ځان (خصوصا بيولوژيکي جوړښت او څرګند ظاهري حالت) څخه ناخوښي او د ځان په اړه د انتقادي لېدل لرلو ته پرځان شرمېدل وايي، يا پر ځان شرمېدل د ټولو هغه کړنو مجموعه ده چې د ځاني ناخوښۍ ښکارندويي کوي.
دا عمل پراخه لمنه لري چې په ښخينه او نارينه جنس کې يې نښې او اړخونه توپير لري، خو عام ډولونه يې په د سينې نامناسب جوړښت، د لنډ قد څخه ځورېدنه، د تاو تاو بڼې ويښتانو لرل يا د ويښتانو نه لرل، د ويښتيانو رنګ، د بدن شکل، د غټو او وړو عضلو لرل، د تناسلې آلې اندازه او د بدن د نورو… برخو په اړه د ناخوښي ښودل دي.
ډېر خلک د دې ستونزې د جبران لپاره د مختلفو لارو ازمايلو ته مخه کوي چې په فزيکي او بيولوژيکي ډول ځانته د زيان رسولو سربېره په رواني او اقتصادي ډول هم ځانونو ته زيان رسوي.
زموږ په ټولنې کې د دې ستونزې د شتون له امله ډېر دفاعي ميکانيزمونه کارول کېږي چې په بله ليکنه کې به پرې بحث وکړو.