داودجبارخیل
د اروپا د کروشیا هیواد د استرین سیمې په غرونو کې یو ښکلی کلی دی چې د نړۍ تر ټولو کوچنی ښار بلل کیږي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په ښار کې یوازې له 20 څخه تر 30 پورې خلک ژوند کوي، چې په مرکزي اسټریا کې موقعیت لري، د کروشیا له پلازمینې زاګرب څخه شاوخوا دوه نیم ساعته لېرئ موقعیت لري.
د دې ښار د تاریخ په اړه کره معلومات لا تر اوسه ناڅرګند دي، خو په تاریخي اسنادو کې د سیمې لومړی ذکر په 1102 میلادي کال کې دی چې د چولم په نوم یادیږي.
خو دپیړیو په تیریدو سره دغه ښارګوټی هیڅکله هم پرمختګ نه دی کړی او اوس هم یو شمیر خلک بې کوره پاتې دی او یوازې دوه کوڅې لري چې لږ شمیر کورونه پکې جوړ شوي دي.
د مساحت له لحاظه دغه ښارګوټی یوازې ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره پلنوالی لري، له همدې امله د نړۍ تر ټولو کوچنی ښار ګڼلی کېږي.