شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهچین متقي ته د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ

چین متقي ته د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شپږ ويشتمه) په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ته ډاډ ورکړی،چې له حاکمې ادارې به ېې ملاتړ ته دوام ورکوي.

 د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د نوموړي په حواله دا هم ويلي،چې چین د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکو ته د اهمیت په سترګه ګوري.

سرچينه زياتوي:« د چین سفیر د ژمي په رارسیدو سره د خپل هیواد له لخوا د ژمنیو توکو د مرستو یادونه وکړه چې له اړوندو ادارو سره په تفاهم به د یوه میکانیزم په ترڅ کې له اړمنو افغانانو سره لازمې مرستې ترسره کړي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر چین سره د اړيکو د لا ښه والي هيله ښودلې او مننه يې کړې، چې دغه هېواد د افغانانو د لاسنیوي په موخه د نیمه پاتې او نویو پروژو پیل ته امادګي ښودلې.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، چین دغه راز د چین لخوا د ۹۸ سلنه افغاني محصولاتو د مالي تعارفې د صفر کولو له امله مننه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب