یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد ط-انو سخت دریځۍ « د پېړۍ د پروژې» مخه نیولې ده

د ط-انو سخت دریځۍ « د پېړۍ د پروژې» مخه نیولې ده

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شپږ ويشتمه) اروپايي ټولنې د مرکزي او جنوبي اسیا د نښلولو لپاره د خپلو پروګرامونو په اړه ويلي، چې د طالبانو د سخت دریځۍ او تحریم کې ساتلو تر وخته به د دوی اداره په دې پروژو کې له مشارکته لیرې وساتي.

یوراکتیو رسنۍ په يوه راپور کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ د اورپټلۍ پروژې ته اشاره کړې، چې د اروپايي ټولنې په مرسته ېې د عملي کیدو پلان و.

سرچینه په افغانستان کې د ازبکستان د سفیر عصمت‌الله ارگاشف له قوله لیکلي، چې ياده پروژه د اروپايي ټولنې لخوا د طالبانو د تحریم او په رسميت نه پېژندلو له امله مالي سرچینه نه لري او په ټپه ولاړه ده.

د ازبکستان سفير د دې پروژې په ګډون د ډېرو مهمو مواردو لپاره د طالبانو په نرم دریځۍ ټینګار کوي.

د ازبکستان سفير د یادې پروژې په اړه زیاته کړې، چې له ځنډ سره ېې په درې واړه هېوادونو کې د ۵ ميليونه تنو د کار موندنې او په اوږدو کې ېې ۱۵ میلیونه تنو ته د نورو ضمني ګټو د رسیدو مخنیوی شوی دی.

د وروستیو محاسبو له مخې، دغه پروژه نیږدې ۶ ميليارده ډالره لګښت لري او د ازبکستان ولسمشر ورته د پېړۍ د پروژې نوم ورکړی.

د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو چارواکي یې بیا – بيا د سیمه ییز اتصال په مرکز د افغانستان په بدلیدو ټینګار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب