جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبناولرڼا (ناول) لیکوال: نصیراحمد اجمدي

رڼا (ناول) لیکوال: نصیراحمد اجمدي

کال: ١٣٨٧ ل

کتاب پېژندنه :

نوم   :                       رڼا

ليکوال :                       نصير احمد احمدي

برېښناليک               :    [email protected]

موبايل شمېره  :                   ٠٧٠٠٢٥٦١٩١

د پښتۍ انځور :                      ن. ا. احمدي

د پاڼو ډيزاين:                   نصرت الله الهام

کمپوز :                     ن.ا. احمدي

د پښتۍ ډيزاين:                   نور علي تسل

چاپ کال :                       ١٣٨٧ ل

چاپ چارې :                دانش خپرندويه

 

د چاپ ټول حقوق محفوظ دي

ډالۍ

خپل گران ورور، انجينر بشير احمد احمدي ته !

څوک چې زما د زړه سکون دى .

==============

بوړبوکۍ له ځان سره خاورې او خځلې راټولولې …کله چې په دښته کې ولاړې ونې ته ورنږدې شوه، يوه هلک منډه کړه او له خولې  څخه يې يوه چيغه راووته :

_ هله پيريان![1]

يوې نجلۍ په بيړه بوړبوکۍ ته وکتل، رنګ يې ژيړ شو، څو ګامه يې واخستل، ولوېده او په تاوېدونکو خاورو کې پټه شوه. بوړبوکۍ څو دورې وخوړې . بيا د  ډنګرو مېږو او اوزو په منځ کې تاو راتاو شوه اوخپله مخه يې ونيوله .

نجلۍ ودرېده، له خپلو سترګو څخه يې خړ او سپېره ويښته لرې کړل او په بوړبوکۍ پسې يې په وېره وکتل . هلک په بيړه ورنږدې شو او په حيرانۍ يې وويل :

_ته خو يې حلاله نه کړې !

نجلۍ مېږو او اوزو ته  سترګې ورواړولې، کله چې روغې ورته وايسېدلې،  په څېره کې يې خوښي راټوله شوه،  بېرته يـې دونې تنې ته خپل خوار ولي ولګول، سر يې وځړېد او فکر په مخه کړه.

هلک  په خُشکه  ( غوسه ) وويل !

_ته  پمنه يې!  هيڅ بلا دې نه وهي!

نجلۍ غلې وه .

هلک زياته کړه :

_ما د بوړبوکۍ په مينځ کې د پيريانو خبرې واورېدې، ويل يې چې دا کرغېړنه په حلالېدو نه ارزي .

د نجلۍ سر ځوړند و.

هلک له خپلې غاړې څخه لينده خلاصه کړه، يوه ګيټۍ يې پکې کېښوده، د نجلۍ خواته يې ونيوله او و يې وويل!

_ودي ولم!

نجلۍ سترګو ته لاس ونيو. هلک لينده يوې څرمښکۍ ته ورواړوله. پر هغې يې وار وکړ، خو څرمښکۍ په يوه ګڼه سپانده کې ننوته . شېبه وروسته يې  په لوړ غږ وويل!

_اي چينجنې! مالونه را وګرځوه!

نجلۍ سر هسک کړ¸ په بيړه ولاړه شوه، منډه يې کړه، خو يودم ځای پر ځای کېناسته. خپلې لوڅې ښۍپښې ته يې لاس ونيو.

د هلک سپږمې وپړسېدې او په کاوړ ( غوسه ) يې چيغه کړه!

_ژر کوه! اى دسپي لورې!

نجلۍ په رېږدېدلي غږ وويل:

_ پلار ته مې مه تېرېږه!

له دې سره يې د غوږ تر څنګ دګيټۍ دتېرېدو نرۍ شڼا واورېده.

د نجلۍ په سترګو کې اوښکې را ټولې شوې، پخپلو تېرو نوکانو يې له پوندې ازغی ويست او د يوه سيرلي خواته ګړندۍ روانه شوه. څو ځله دسيرلي مخې ته ودرېده، خو سيرلي ټوپونه وهل، نه يې نيوی ورکاوه او نه هم نورو مېږو او اوزو ته ورګرځېده. نجلۍ  بي حوصلې شوه، ځمکې ته يې لاس کړ، يوه کوچنۍ ډبره په ګوتو ورغله او ورسره د سيرلي پښو ته نږدې مړه دوړه پورته شوه.

نجلۍ ستړې وه، بې سېکه وجود يې لړزېده، بېرته توت ته ورنږدې شوه او سيوري ته کېناسته، خو دې لا دمه نه وه جوړه کړې چې څڼو ته يې ګوتې ورولوېدې .

نجلۍ کوکه کړه، په تشو کې يې څو درانه دردونه تېر شول، بيا يې په  ژامه يو سوک وخوړ او پر خاورو  پړمخې پرېوته .

هلک چيغه کړه :

_  تا زما پر سيرلي وار وکړ!  هغه يې په اتلس سوه  غوښت، خرې ، لغړې، پمنې!  ته ودرې ! مور  به مې څڼې دروشکوي!

نجلۍ سر هسک کړ، له پزې نه را وتلې وينه يې د لمر رڼا ته وځلېده، منډه يې کړه ، په يوه  لويه ډبره کېناسته او په چيغو چيغو يې وژړل ….ښه شېبه يې اوښکې تويې کړې، بيا يې په نهېلۍ دښتې ته وکتل ، لرې په يوه موټر پسې سپېره دوړه روانه وه …وروسته يې مخامخ  پرتو غونډيو ته سترګې ورواړولې.  په يوه هسکه شنې، زرغونې جنډې رپېدلې …هغې تر ډېره هديرې ته وکتل، بيا يې يو سوړ اسويلی ويست، بېرته يې د دښتې خواته ورمېږ کوږ شو، دوه_ درې شله ګامه لرې يوه موټر ته درې تنه ولاړ وو، وروسته دوه کسه د دوی خواته ور روان شول او دريم يې دموټر بانټ ودراوه.

هلک له ځان سره و ډونګېد:

_راغلل !

له دې  سره يې دمېږو خواته ګړندي ګامونه واخستل…خو شېبه وروسته يوه ښځينه غږ ځای پرځای  ودراوه:

_دلته راشه ګرانه!

هلک په حيرانۍ سره شا ته وکتل. د توت سيوري ته يوه سرتور سر ښځه او يو په ونه لوړ نارينه ولاړ وو.

هلک په بيړه وويل:

_زموږ ژبه مو زده ده؟

دنګ ځوان ښځې ته وکتل، دواړه موسک شول، سړي وويل:

_زه جمال يم او دا هم ګلالۍ نوميږي. ، ستا نوم؟

د هلک پتري نيولې خړې شونډې وخوځېدې :

_ بازو!

وروسته يې خپله خبره پسي وغزوله :

_تاسو د امريکانيانو ( امريکايانو ) غوندې ښکارئ، خو دوی بل رنګه خبرې کوي، له ټوپکو سره راځي، لمنې نه لري، نور مو فرق نه سره کيږي.

سړي  په خندا وويل:

_د چا زوی يې؟

_  د جانداد.

_کوم جانداد؟

_د ملک عبدالکريم د کلي.

د سړي خندا زور ونيو:

_اى زوروره! ته خو کليوال وختې!

هلک په حيرانۍ سره هغه ته وکتل، سړي خپله خرېيلي زنه وګروله او ويې پوښتل:

_خو پلار مې دې پر ځای را نه ووړ؟

هلک په غرور وويل:

_پلار مې ټول خلک پېژني، د سرونو په جوړولو کې يې نوم وړی، سلامت درې کلي اولس لري.

سړي په خندا غېږ ترې تاوه کړه. د  هلک تور تندی يې  ښکل کړ او په مينه يې وويل:

_ښه نو!  ته بازمحمد يې!

وروسته يې ښځې ته مخ ور واړاوه:

_  دی په  شپږ اويايم کې پيدا شو، ښه  مې په زړه دي، پلار يې په خوشالۍ کې سينځلې ووېشلې، وروسته مو  په زور ډول پرې راوويست، خو طالبان خبر شول،  دی يې و ډباوه او ډول ته يې برچې ور واچولې، زه په هماغه کال  له کوره ووتم.

ښځې  په خپلو ژېړو او لنډو ويښتو کې ګوتې تېرې کړې،  په خواشينۍ يې وويل!

_خو دده  عمرتر لسو کلونو کم ښکاري!

د سړي پرنريو  شونډو يوه ترخه موسکا تېره شوه:

_ددې وطن ماشومان همداسې دي.

هلک ښځې ته وکتل او بيا يې سړي ته مخ ور واړاوه!

_دا دې څه ده؟

_نامزاده؟

_څه؟

_ کوژدنه!

_  نو بيا يې څنګه درسره ګرځوې؟

دا ځل ښځه په خبرو کې ور ولوېده:

_  ولې؟

_تاسو خو واده نه دی کړی؟

د ښځې نرۍ وروځې سره ورغلې، اوږو ته يې ټکان ورکړ او  په حيرانۍ  يې سړي ته وکتل.

سړي وخندل:

_څلور مياشتې وخت لرې، په هر څه به پويه شې.

ښځې ته خندا ورغله، د غاړې بکس ته يې لاس کړ او يو بوتل يې را وويست.

هلک په بيړه وويل:

_شراب دي؟

ښځه  موسکۍ شوه:

_نه! اوبه دي، دې ته معدني اوبه وايي.

له دې سره يې بوتل هلک ته ونيو او په مينه يې وويل:

_تږی يې؟

هلک يو _ دوه ګامه  شاته  شو.

ښځې دوه_ درې غوړپه اوبه وڅښلې،  بېرته يې پر بوتل سرپوښ تاو کړ او په بکس کې يې کېښود. بيا يې په رمې پسې وکتل، خو وروسته يې نجلۍ ته پام شواو له هلک نه يې وپوښتل:

_هاغه دې خور ده؟

هلک تندی تريو کړ:

_نه! زموږ مزدوره ده.

_ څه نوميږي؟

_ زه يې پمنه بولم، زموږ يوه اوزه هم پمنه ده. کټ مټ لکه دا.

ښځې د هلک په ګوړي ( خرېيلي ) سر لاس تير کړ، ورو يې وويل:

_ولې يې په دې نوم بولې؟

د هلک د تندي ګونځې لاپسې ژورې شوې.

ښځه ورو د نجلۍ خواته روانه شوه.  هلک پسې وکتل، هغې د نارينه وو غوندې لنډ واسکټ اغوستی و او لمن يې هم څلور کونجه سکڼل شوې وه.

سړي وويل:

_ګرانه!  ته د ښه سړي زوی يې، هر څوک پخپل نامه بوله ! ښه!

هلک په لينده کې يوه ګيټۍ کېښوده. په غرور يې وويل:

_هاغه غوباړی  ( ګونګټه ) در ته وولم؟

سړي وويل:

_څه يې کوې! بې ازاره دی او…

دا وخت ښځې ناره کړه!

_جماله ! وه جماله!

سړی په ګړنديو ګامونو ورنږدې شو.

ښځې په بيړه وويل:

_دسمال لرې؟

_په دسمال څه کوې؟

_د نجلۍ پزه وينې ده.

سړي له جېبه يو کاغذي دسمال را وويست.

ښځې د نجلۍ پزې ته دسمال ونيو. ورو يې وويل:

_سر دې يو څه پورته ونيسه!

نجلۍ پورته وکتل. ناڅاپه د سړي په زړه سستي راغله. د يوې اوه _ اته کلنې نجلۍ په اوږده مخ کې تر غټو خړو سترګو، تور او اوږده باڼه را تاو وو. ده دا ډول سترګې  پخوا ليدلې وې او په دې خړو سترګو کې يې بې شمېره يادونه پراته وو. په بيړه يې د نجلۍ نوره څېره تر سترګو تېره کړه، خو دا ډول وچ، ژېړ او ټاپي، ټاپي مخ يې د لومړي ځل لپاره ليده . نجلۍ لمر سوځولی، تور او سپېره مخ درلود او په نرۍ غاړه پورې يې يوه  درې کونجه خيرن تاويذ ټال خوړ. د دې ګرين شکېدلى و او جامې يې سوالګرو ته  ورته وې.

ښځې وويل:

_يو بل کاغذ!

سړي نجلۍ ته کتل …

ښځې خپله خبره  تکرار کړه:

_يو بل کاغذ!

بيا يې هم ځواب وا نه ورېد.

دا ځل يې په لوړ غږ وويل:

_جماله!

سړي يوه جټکه وخوړه.

ښځې ورو وويل:

_ته ښه يې؟

سړى تلولی غوندې شو:

_ها! څه دي ويل؟

_ته ښه يې؟

_هو، ښه يم.

ښځې نجلۍ ته مخ ور واړاوه:

_لوېدلې يې؟

مخکې تر دې چې نجلۍ څه ووايي، سړي په بيړه وپوښتل:

_د چا لور يې؟

ښځې په حيرانۍ  سره سړي ته وکتل.

نجلۍ ورو وويل:

_د ابۍ!

سړى په خبره کې ور ولويد:

_اصلي نوم يې څه دى؟

_ا بۍ!

سړي ښځې ته وکتل ، هغې وچې سترګې ورته نيولې وې، دی وارخطا شو،  بيا يې په تندي کې ګونځې پيدا شوې او په خواشينۍ يې وويل:

_ما وبخښه! د جيمز لور راپه زړه شوه.

ښځې په حيرانۍ وپوښتل:

_کوم جيمز؟

_ته يې نه پېژنې. لور يې کرسټينا  نومېده. د دې نجلۍ غوندې وچه کلکه وه، په هغې مې ډېره خوارې وکښله، خو کرسټينا سرطان درلود، مړه شوه.

ښځې په خوابدي غږ وويل:

_جماله!  ته ډاکټر يې ، د دې نجلۍ تر مخ بايد داسې خبرې ونه کړې!

سړي وخندل:

_دا خو جکه جوړه ده او بل دا ماشومان لاپه دې نه پوهيږي چې سرطان   لا څه بلا ته وايي؟

ښځې تندی تريوکړ، نجلۍ ته يې مخ ور واړاوه او ويې ويل:

_ښه زړګيه! ژاولې دې خوښېږي؟

نجلۍ په بيړه وپوښتل:

_کومې دي؟

ښځې هغې ته يو درجن ژاولې ونيولې.

نجلۍ وويل:

_ټولې يې زما؟

_هو! ټولې يې ستا!

نجلۍ په يوې ژاولې خپل چينجن غاښونه ټينګ کړل او نورې يې په خپله لمن کې واچولې.

ښځې ورو وويل:

_پلار دې څه کار کوي؟

نجلۍ ټوخي واخيسته، ښه شېبه يې وټوخل او بيا يې شنو_  زرغونو جنډو ته وکتل:

_هغه مړ دی.

_اوف ! ما وبخښه!

_ولې؟

دښځې په سترګو کې اوښکې را ټولې شوې:

_هېڅ!

دا وخت څو تېره غږونه پورته شول.

ښځې ورو وويل:

_لکه چې موټر جوړ شو.

سړي نجلۍ ته کتل…

ښځې خپل غږ په زوټه  ( زوره ) کړ!

_تا ته وايم!

سړی وارخطا شو:

_څه دې ويل؟

_موټروان  هارنونه وهي.

_نو بيا؟

ښځې په حيرانۍ هغه ته وکتل.

سړي په بيړه وپوښتل:

_چادري، چادري  دې څه کړه؟

ښځې خپل سر وخوځاوه!

_تا ويل چې  په موټر کې يې پرېږده! ګرمي ده.

_هو رښتيا!  ځه چې ځو!

په يوه وړه او نمجنه تياره کوټه کې يو سړی پروت و. يوه ښځه راغله، د سړي تر څنګ کيناسته، ښه شېبه يې د هغه د سپين مخ او پټو سترګو ننداره وکړه، بيا يې خپل ګونځې ګونځې لاس د سړي پر پراخ تندي کېښود، خپلې نرۍ او زيږې ګوتې يې د هغه په تورو ويښتو کې تېرې کړې،  ورو يې وويل:

_جماله !  ناوخته دى!

سړي خپلې سترګې پرانيستې. يوه شېبه يې ښځې ته وکتل.  پر اړخ را واوښت او سر يې د ناستې ښځې پر زنګانه کېښود. سترګې يې پټې کړې او په خوبولي غږ يې وويل:

_اه!  مورې!تر اوسه دې لا په زړه دي!

ښځې خام دېوال ته ډډه ولګوله، موسکه شوه او خړې شونډې يې وخوځېدې:

_هغه ورځې څنګه له زړه ايستلی شم چې ته به ويده وې او مابه ستا په ويښتو کې سپږې لټولې.

دا وخت له خندا سره ګډ، يو غږ واورېدل شو:

_ښه نو!  ته په وړکتوب کې سپږن وې! هه!

زړې ښځې  وره  ته وکتل او په خندا يې وويل:

_او هو! ګلالۍ! راځه لورې! راځه!

ګلالۍ د جمال خواته ور روانه شوه، خوسړی  نېغ کيناست او په بيړه يې وويل:

_دلته نه! هلته! په هغه توشکه !

ګلالۍ تندی تريو کړ!

_ولې؟

جمال زړې ښځې ته وکتل:

_مورې! دې ته يو څه عقل ور زده کړه!  دا د قره باغ په رواجونو نه پوهيږي!

نجلۍپر سړي د بالښت وار وکړ.

زړې ښځې وخندل. جمال وويل:

_سمه_ دمه لېونۍ ده!

زړې ښځې ګلالۍ ته وکتل :

_خو خوږه ده.

ګلالۍ د زړې ښځې په ټټر سر ولګاوه، جمال ته يې سترګې ور واړولې  او په خندا يې وويل:

_له مور څخه دې،د خبرو چل زده که!

جمال موسک شو:

_مورې! د هغې په چاپلوسۍ ونه غولېږې! ته ورته وګوره!  ټکری يې په غاړه کې پروت دی!

زړې ښځې د نجلۍ په سپينه ټنډه خپلې خړې شونډې کېښودې. هغه يې ښکل کړه، جمال ته يې وکتل او په خندا يې وويل:

_دې خوارکۍ دا وطن څه ليدلی دی، زده به يې کړي، په هر څه به پوه شي.

جمال خپل تندي ته څپېړه ورکړه:

_اى خواره قسمته!  مور مې يې هم ور واړوله.

له دې سره ټولو وخندل.

دا و خت د پيالو د رېږدېدو غږ شو… يوې  نجلۍ يو پتنوس په غولي کېښود، بېرته ولاړه شوه، پرده يې کش کړه، د جمال سترګې وبرېښېدې، په بيړه يې ګړۍ ته وکتل او په حيرانۍ يې وويل!

_نهه بجې دي!

وروسته يې خپلې مور ته مخ ور واړاوه :

_پلار خو مې خشکه  ( غوسه ) نه کوله؟

زړه ښځه موسکۍ شوه:

_سهار جومات ته تلو، خو په تا يې زړه ونه شو، ويل يې چې ستړی دی، اوږد مزل يې وهلی ، پريږده چې ويده وي.

جمال وخندل:

_اه مورې! ستا په زړه دي! پلارجان به هر سپېده چاود، لمانځه ته را ويښولم. يو سهار دی جومات  ته ولاړ چې زه بېرته خوب وړی وم او…

زړې ښځې وخندل او په خبره کې ور ولوېده:

_او کله چې بېرته راغی، نو زه ستا مخې ته ودرېدم او لښته زما مټ ته سيخه شوه.

جمال د خپلې مور لاس په خپل موټ کې ټينګ کړ. تازه راغلې نجلۍ ته يې وکتل، هغه په غوښه پټه وه، منځنۍ ونه يې درلوده او ويښته يې دومره تک تور وو چې د هغې پر سر، له ټکري سره يې توپير نه کېده.

جمال ورو وويل:

_مورې!  لس کاله څومره ژر تېر شول، زه چې له کوره تلم ، په هغه کال لا ګل غوټۍ سر تور سر د باندې ګرځېده، خو اوس چټه پېغله ده.

زړې ښځې وخندل:

_هغه وخت خو لا ته هم سره خوله ژڼکی ( هلک ) وې.

جمال وويل:

_زه به مخ ته يو_ دوه  لپې اوبه ور واچوم.

له دې سره ولاړ شو او له کوټې ووت.

ګلالۍ وپوښتل:

_تره مې چېرته دی؟

زړې ښځې وويل:

_سهار وختي پټيو ته ولاړ. دهقان احوال را لېږلی و چې درمند اخلي.

_درمند؟

زړې ښځې وخندل:

_هو زويه! درمند !  دلته چې کله غنم پاک شي، نودهقان يوه کوټه    ( ډېرۍ ) ور نه جوړوي. بيا دا کوټه د غوړو په ټيمانو پيمانه کيږي، وروسته بادار،  دهقان ، ملا او ډم،  هر يو خپله برخه غنم خپلو کورونو ته وړي.

دا وخت جمال کوټې ته راغی او اورسۍ ته نيږدې پر يوه خړه توشکه کېناست. خپلې خور  ته يې مخ ور واړاوه او ويې ويل:

_که دا بوره يو څه کمه کړې.

ګل غوټۍ  په بيړه وويل:

_ښه ده ، لالا.

جمال خپلی مور ته مخ ور واړاوه  او په خندا يې وو يل:

_د خورکۍ واده ته څو ورځې پاته دي؟

د ګل غوټۍ غمبوري سره شول، سر يې وځړېد او په بيړه له کوټې ووته.

جمال او زړې ښځې وخندل، خو ګلالۍ په حيرانتيا وپوښتل:

_ګل غوټۍ ولې داسې په منډه ولاړه؟

جمال وويل:

_هغه وشرمېده.

د ګلالۍ حيرانتيا ډېره شوه .

_ولې؟

_څو ورځې وروسته يې واده دی.

_نو څه!

جمال موسک شو:

_دا لندن نه دی، غزنی دی غزنی. دلته بېل رواجونه دي.

زړې ښځې وويل:

_ګل غوټۍ ځکه شرمېدلې ولاړه شوه چې د خپل واده نوم يې واورېد.

ګلالۍ په بيړه وپوښتل:

_په دې کې نو د شرم څه خبره ده؟

زړې ښځې وخندل:

_بس نو، دا وطن همداسې دی.  له پخوانيو را پاته دي.

ګلالۍ يوه شيبه فکر په مخه کړه، بيا يې په بيړه وويل:

_نو زه هم بايد وشرمېږم؟

جمال  وخندل:

_هو نو! ولې! ته  بېشرمه يې که څنګه؟

بوډۍ له خپل زوی څخه دخبرو وار واخيست:

_نه لورې!  ته به ولې شرمېږې.  دا خو ستا د تره کور دی. په خپل کور کې چا شرم کړی او بل ته خو دانګريز په وطن کې پيدا شوې يې،  همالته دې عمر تېر کړی او…

دا وخت يو دروند ټوخی واورېدل شو. بوډۍ ژر پر خپلو سپينو و يښتو ټکری ورکش کړ.  جمال ورو ولاړ شو او ګلالۍ په حيرانۍ سره وره  ته وکتل.

په وره کې يو ګردی سړی ودرېد. دی له ونې ټيټ و، را وتلې ګيډه يې درلوده او پاسنۍ شونډه يې په ګڼو سپينو ويښتو کې پټه وه. ده وار له واره ګلالۍ ته وکتل او په خندا يې وويل:

_ورېره ګله خو به خپه شوې نه يي؟

ګلالۍ موسکه شوه،  تورې  غټې سترګې يې وځلېدې، خو څه يې ونه ويل.

نوي راغلي سړي ديوال ته ډډه ولګوله، جمال په بيړه بالښت ور بېرته کړ. سړي  خپل پټکی په غولي کېښود، د ککرۍ تار، تار سپين ويښته يې په خولو لانده وو. بيا يې په خپله ګڼه ږيره کې د ښي لاس لنډې ګوتې تېرې کړې، ګلالۍ ته يې وکتل او په مينه يې وويل:

_څنګه! هوا خو به بده نه يي درباندې لګېدلې؟

ګلالۍ وخندل:

_نه کاکا!  ښه يم.

سړي هماغسې په خندا کې وويل:

_زموږ کلی دومره بد نه دی. ښکلى کاريز لري. ګودر هر وخت له نجونو ډک وي او بل ستا له بخته سږ کال په کلي کې ودونه هم ډېر دي. سات به دې تېر شي.

سړی غلی شو، څو اوږدې ساوې يې واخيستې او بيا يې خپلې لور ته چې هماغه شېبه کوټې ته راغلې وه مخ ور واړاوه:

_ګل غوټۍ! ګوره چې ګلالۍ در نه خپه نه شي! وايم دا نن يې لا په يو_دوو کورونو وګرځوه، پام به يې غلط شي.

زړې ښځې په عاجزۍ وويل:

_سړيه!  نن يې دوهمه ده، يو څه وخت دې ساه سمه کي. ترهغو به کالي هم ورته وګنډم، خلک به ورپورې وخاندي.

د سړي په لنډ تندي کې ګونځې پيدا شوې او په خشکه يې وويل:

_کوم د نرزوی به د ملک عبدالکريم په ورېرې پسې وخاندي؟ هه!

ګل غو ټۍ وارخطا شوه:

_ښه ده پلاره!  څه چې ته غواړې، هماغسې به وکم.

ګلالۍ خپل تره ته وکتل، شونډې يې خندنۍ شوې:

_کاکا! موږ څلور مياشتې دلته يو، په کراره به وګرځو.

د ملک تندی ورين شو ، په زوره يې وخندل او ويې ويل:

_ښه ده ورېرې!  ښه ده!  خپلې خوښې ته ګوره! وايم پاچاهي چلوه! پاچاهي.

ملک يوه شېبه غلی شو، يوه چونډۍ نصوار يې تر ژبې لاندې کړل او ورو يې وويل:

_په رواجونو پسې دومره سر مه ګرځوه!  ټول پوهيږي چې ته له لندنه راغلې يې، نه دې دلته ژوند کړی او نه هم د قره باغ  رواجونه در مالوم دي. تا هيڅوک نه ګرموي، وايم سرې سترګې ګرځه، سرې سترګې.

ګلالۍ د راتګ په دريم سهار له خپلې اندرور ( ګل غوټۍ ) سره له کوره ووته. دوی نيغې ګودر ته ولاړې. د کارېز تر دنې ( د کاريز خوله) څو نجونې را تاوې وې. چا منګي ډکول، چا جامې وينځلې او ځينو نورو راوړي غوړ لوښي په اوبو کې ايښي وو، دې ته د نجونو هرکلی په زړه پورې و. په پيل کې يوې ، يوې لاس ورکړ، خو شېبه وروسته مجلس دومره تود شو، لکه له پخوا راهيسې چې سره پېژني، ګلالۍ ته هر څه نوي وو، د نجونو ګڼ کميسونه، د غوړو لوښو پر سر تاوېدونکي کبان، د نيږدې ولاړو هسکو سپېدارو سپينې، لړځانده  پاڼې او له خړ پوټي څخه راوتلې سپېرې تيږې، دا هر څه دې په لومړي ځل ليدل، ګلالۍ تر ډېره هلته ناسته وه، دې پرله پسې پوښتنې کولې، يوې پيغلې د خپل کميس د ټټر کيسه راواخيسته چې لس کلاوې زرتار او شپږ شله ګردې شيشې پکې کار شوې دي.  بلې بيا د خپلې چوڼدارې لمنې په ښکاره کولو سره خپل کمال  وښود او يوې پېغلې چې ډېره ټوخېده  د  تناره له لوګي  څخه يې ښه خوله نه وهله.

له ګلالۍ څخه هم پوښتنې وشوې، ځينو د هغې بياتي کړو ويښتو ته اشاره وکړه، يوې يې د سپينو غاښونواو روښانه پوټکي راز وپوښت او يوې بلې پېغلې يې هم د ژوندپه اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه.

ګلالۍ د خپل ژوند په باره کې لنډه وغږېده. ويل يې چې دکورنۍ د هجرت په لومړي کال په لندن کې پيداشوې او همالته لويه شوې ده. د پلار يواځينۍ لور ده ، تېر کال يې دولسم خلاص کړ او له پلاراو مور  سره يو ځای اوسي.

ګلالۍ تر ډېره  د کلي له نجونو سره کېناسته. له هغوی سره يې خبرې وکړې او  کله چې بېرته له خپلې اندرور سره دکلا په دروازه ننوته، جمال يې له خپل تره سره د کور په چوتره کې وليد،  دوی سيوري ته ناست وو او ملک د کلي دمکتب دسوځولوکيسه ورته تيروله.

ګلالۍ د خپل تره تر څنګ کېناسته او  ويې ويل چې د نجونو له مينه ناکو خبرو څخه يې خوند واخيست، دوی يوه شېبه خبرې وکړې، بيا يې يوه تور سيرلي ته پام شو چې دکلاه په دروازه کې ولاړ و. سيرلی رامخته شو، منډه يې کړه او د چرګو د ګوډلې پر بام ودريد، چرګو وارخطا يوې او بلې خوا ته منډې کړې ، د ملک تندی تريو شو، خو  مخکې تر دې چې څه ووايي، په وره کې يوه کوچنۍ نجلۍ ښکاره شوه.

د جمال رنګ سور شو، د ملک د تندي ګونځې هم ژورې شوې، خو ګلالۍ په خوشالۍ وويل:

_دا هماغه نجلۍ ده چې موږ دراتګ په لومړۍ ورځ دغونډيو په لمنو کې وليده.

وروسته يې ملک ته وکتل:

_کاکا! دا څوک ده؟

ملک چيغه کړه!

_وباسه! سيرلی وباسه!

د ګلالۍ غومبري سره شول، دې په لومړي ځل د خپل تره خشکه ليده. نجلۍ ته يې وکتل، هغې پخوانۍ زړې جامې اغوستې وې، په لاس کې يې يوه نرۍ لښته ښکارېدله او وارخطا وه، وروسته په لړزانده ګامونو د سيرلي خواته ورنيږدې شوه،سيرلي اخور ته ورټوپ کړل، يوې غوا خپل ځنځير وشکاوه، په سطل کې وخته او چوترې ته نږدې يې لمر ته هوار شوي پياز سره تيت کړل.

ملک په کاوړ( غوسه )  ولاړ شو، خو مخکې تر هغه جمال منډه کړه او دسيرلي مخې ته ودرېد، سيرلي لنډه دوره وخوړه او ښوى له دروازې ووت.

جمال نجلۍ ته وکتل، د هغې تر خړو سترګو را ګرځېدلو تورو بڼو يې زړه ولړزاوه، د چوترې خواته يې ورميږ کوږ کړ، ملک په راوتلو رډو سترګو ورته کتل، بېرته يې نجلۍ ته سترګې ورواړولې، هغه وارخطا وه، ټول بدن يې پړک ( لړزې ) اخيستی و او باڼه يې نه رپېدل.

جمال ورو وويل:

_درځه!

نجلۍ په رېږدېدلو ګامونو روانه شوه،  جمال هم حرکت  وکړ.

ملک چيغه کړه!

_پرېږده يې!

جمال مخ ور واړاوه:

_دروازه پورې کوم.

بېرته يې نجلۍ ته وکتل، هغه د ده تر څنګ روانه وه.

جمال ورو وويل:

_د چا لور يې.

_د ابۍ

د جمال تندی تريوشو، نجلۍ له دروازې ووته، جمال پسې وکتل، په  ډېرا ن کې څو مېږو او اوزو خولې وهلې.

جمال دروازه پورې کړه، شا ته يې وکتل،   پلار يې د غوا ځنځير ته تيږه نيولې وه او ګلالۍ په چوتره کې د ده له خور سره خبرې کولې،

جمال ور نږدي شو، ګل غوټۍ ته يې وکتل او ويې ويل:

_دا نجلۍ څوک وه؟

خور يې په بيړه وپوښتل:

_کومه نجلۍ؟

_دا اوس چې په سيرلي پسې راغلې وه.

ګل غوټۍ وارخطا شوه:

_لالا! ما ونه ليده.

ګلالۍ په حيرانۍ وپوښتل:

_د هغې پېژندل ولې درته مهم دي؟

جمال څه ونه ويل، سر يې وځړېد او دکلاه د لويديځ کونج لور ته روان شو، د کلاه په څلورو کونجونو کې هسک، هسک برجونه ولاړ وو،  جمال په خړو زينو وخوت، يوه برج ته ور ننوت،  هلته يوه وړه کوټه وه چې د کلي خواته يې يوه اورسۍ درلوده،  د کوټې ختيځ لور ته يو مات کټ پروت و، لويديځ ديوال ته يې يو زوړ بايسکل ولاړ و او د کوټې په منځ کې څو زاړه ټيمان، د خرې يوه کته او  خيرنې  پلاستيکي کڅوړې ښکارېدلې.

جمال يوه شېبه دکوټې په منځ کې ودرېد، ده  ته تېر يادونه ورپه زړه شول، يو وخت به په دې برج کې د ژمي لپاره مڼې ساتل کېدې، په چت کې به دانګورو کتارونه ځوړند وو او جمال به ډېر وخت په برج کې ناست  او له خپل پلاره په پټه به يې ميوه خوړه.

جمال ورو د ورسۍ خواته ورنيږدې شو.  له پاسه  يې کلي ته وکتل، په  لس کاله کې کوم د پام وړ بدلون نه و پکې راغلی، يواځې خړ کورونه ډېر شوي وو،  د جومات تر مخ  د توت دپخوانيو لويو ونو پر ځای اره شوي مونډان ښکارېدل او کلي هغه پخوانی شينوالی نه درلود.

ناڅاپه يو څه ور په زړه شول، له ورسۍ څخه يې سر ويست، کيڼ لور ته يې وکتل، له کلي وتلی په دښته کې يو زوړ چمبر[2]ښکارېده،  جمال ښه شېبه د چمبر ولاړو دېوالونو ته ځير و، سرونه يې خوړل شوي وو او په ظاهره د ژوند کومه نښه نه پکې ښکاريده،  بيا يې يو درب واورېد، په بيړه يې شا ته وکتل، ګلالۍ دکوټې په منځ کې ولاړه وه، جمال په وارخطايئ وويل:

_ته دلته څنګه راغلې!

ګلالۍ وخندل:

_په خپلو پښو.

جمال تندی تريو کړ:

_دلته ستا راتګ ښه نه دی.

د ګلالۍ شونډې وځړېدې، مخ يې واړاوه، غوښتل يې چې په زينو ښکته شي چې جمال  تر مټ ونيوله، ورو يې وويل:

_چا وليدې؟

_نه

_خو ته بايد پام وکړې ..

ګلالۍ چيغه کړه!

_زه ستا نامزده يم!

جمال په بيړه د هغې پر خوله لاس کېښود، يو ګام يې واخيست، له  پورته يې لاندې وکتل، په انګړ  کې هيڅوک نه و، ورو يې وويل:

_هلته کومه خبره نه وه، غاړه په غاړه به سره ګرځېدو، خو دلته بايد يو څه احتياط وکړو.

د ګلالۍ سر وځړېد، ورو يې وويل:

_ته ډېر خفه پورته راوختې.

جمال د هغې په ژېړو ويښتو کې ګوتې تېرې کړې، اوږدې غاړې ته يې خوله ورنيږدې کړه، خو ګلالۍ يې  ټتر ته لاس ونيو، شاته شوه او په شرمېدلي غږ يې وويل:

_تر اوسه خو دې ماته نصيحت کاوه.

جمال وخندل.

ګلالۍ وويل:

_لاړم.

له دې سره يې ګام واخيست، خو بېرته ځای په ځای ودرېده.

جمال موسک شو:

_پښېمانه شوې؟

ګلالۍ وويل:

_په چوتره کې دې خور پيالې ټولوي.

جمال خپله غړۍ اوږده کړه، بېرته په خپل ځای ودرېد، ورو يې وويل:

_ښه ! نو يوه شېبه ماتله شه!

ګلالۍ د ورسۍ خوا ته ورتېره شوه، کلي ته يې وکتل، د ځينو بامونو پر سرونو د ځوځو ګبندې (بارونه) ايښې وې او څو ديوالونه په تپل شويو خوشايو ژېړ وو.

ورو يې وويل:

_ايا کوم بل داسې هيواد شته چې اوسېدونکي يې په خوشايو اور بل کړي؟

جمال هغې ته ورنيږدې شو، تر څنګ يې ودرېد او شونډې يې وخوځېدې:

_نه پوهېږم.

ګلالۍ يوه شېبه غلې وه، وروسته يې پام څو هلکانو ته ور واوښت چې سره لمر ته يې مردکۍ کولې، ورو يې وويل:

_پلار دې ويل چې دلته ښونځی نشته.

_هو! تېر کال چا وسوځاوه.

ګلالۍ يوه شېبه  غلې وه، بيا يې يو ناڅاپه وويل:

_نه شي کېدای چې د کلي ماشومانو ته درس ووايو؟

جمال په حيرانۍ سره هغې ته وکتل.

ګلالۍ خپله خبره پسې وغزوله:

_موږ څلور مياشتې وخت لرو، ډېره موده ده، يو څه خو به زده کړي.

د جمال شونډې وخوځېدې:

_خو زه نه شم کولای.

_ولې؟

دلته ناروغۍ ډيرې دي، همدا نن دوه کليوال راغلي وو، يوه يې ژېړی درلود او بل هم په وچکۍ اخته و، ښه به دا وي چې د دوی درملنه وکړم.

ګلالۍ وخندل:

_دا هم نېک کار دی،  ته دې خپله ډاکټري کوه او زه به هم له کاکا څخه وغواړم چې د ليک لوست لپاره يوه کوټه په واک کې راکړي.

ملک د ګلالۍ غوښتنې ته نه ونه ويل،  د کلا لويې دروازې ته نيږدې ، د کوريوه کوټه يې د کوچنيو نجونو او هلکانولپاره خلاصه کړه،  په لومړيو کې دليک لوست لپاره لږ شمېر ماشومان ورتلل، خو اونۍ وروسته يې شمېره پنځلسو ته ورسېده، ګلالۍ به هر سهار درې ساعته درس ورکاوه، دې له خپل کار ه خوند ا خيست،  په پيل کې يې تر سلو پورې حساب ور زده کړ، بيا د الفبا دتورو وخت راورسېد او وروسته به يې د دوو_درېو تورو له  جنګولو يو ساده نوم جوړاوه.

ماشومانو هم په لنډ وخت کې له درسونو سره زړه وتاړه،  ان بازمحمد هم خپله لينده لرې کړې وه، ده به قلم او کتابچه ورسره ګرځول.

جمال ته به هم ډله ډله ناروغان ورتلل. د ده نسخه ډېرو ښه لګيده، په لنډ وخت کې تر ليرو کليو دا اوازه وغزېده چې سړی له لندنه راغلی دی، هلته يې ډاکټري زده کړې ده او د ډېر وخت ناروغان يې په پښو درولي دي.

ملک هم خوشاله و، زوی يې خپلې زده کړې بشپړې کړې وې او ورېره يې لا پسې خپله کړې وه، خو په جمال يې ډېر پام و، دی به يې نه پرېښود چې له کوم کليوال سره يواځې کينې او يا هم ډېروخت د باندې تېر کړي، بانه يې دا وه چې حالات خراب دي او احتياط ښه دی.

جمال هم دخپل پلار خبره منل، ده به ډېر ناروغان د ميلمنو په کوټه کې کتل او يواځې د کلي هغو ناروغانو ته به د هغوی کورونو ته ورته چې له پښو به لويدلي وو. جمال يواځې يوه تفريح درلوده، دی به هر مازديګرکلي ته نيږدې هسکې غونډۍ ته خوت، هلته به پر يوه هواره ډبره کېناسته او د سره غروب ننداره به يې کوله.

په کلي کې يې له چا سره نه لګېده، د زلميتوب دوه_ درې همزولي يې په ايران کې وو او ده ته له پخوانيو ملګرو څخه يواځې د کلي نايي جانداد ور پاتې و، جانداد  له عمره پوخ سړی و، وچ کلک وجود يې درلود او پخوا يې له جمال سره راز يو و، خو اوس ډېر نه ښکارېده، يواځې يو ځل د جمال ليدو ته  ورغلی و او دوهم وار په کلي کې سره مخامخ شوي وو. بانه يې دا وه چې درې کلي اولس ور تر غاړه دی او دورځې تر لسو پورې سرونه جوړوي.

يو مازديګر جمال  غونډۍ ته خوت چې له ليرې يې په يوه سړي سترګې ولګېدې، دی يوه شېبه ودرېد، سړی پر بايسکل سپور د کلي خواته راته او کله چې يو څه نږدې شو د جمال په زړه کې خوشالي ور ټوله شوه،  شېبه وروسته يې  جانداد ته کلکه غېږ ورکړه، بيا دواړه يو بل ته مخامخ پر لويو ډبرو کېناستل، د يو بل د ژوند په اړه يې خبرې وکړې، د رباب او د مېلو په باره کې وغږېدل، له باغونو څخه يې دانګورو او نورو مېوو د غلا کيسې راواخيستې او تېر يادونه يې تازه کړل، جانداد له خپل ژوند څخه راضي و، ويل يې چې ګذاره يې ښه ده، پر نايتوب سربېره څو مېږې او اوزې هم لري  او د دريو ماشومانو پلار دی.

د دوی خبرې اوږدې شوې او جمال د لومړي ځل لپاره تر ماښامه پاتې شو.

جانداد خبرې کولې، خوجمال د مخامخ غونډۍ په لمنه کې دوو ماشومانو اوڅو مېږو او اوزو ته کتل چې  د دوی خواته را روان وو،

د ماښام له اذان سره سم جانداد غلی شو، شېبه وروسته يې خپل څادر هوار کړ، دواړو نيت وتاړه، فرض لمونځ يې په ارامۍ سره ادا کړ، خو په سنتو کې  د زنګولو ګړنجى اورېدل کېده.

کله چې جمال ښي لور ته سلام وګرځاوه، بدن يې زيږ شو، ده ته مخامخ د څو مېږو او اوزو په مينځ کې يوه خيرنه نجلۍ ولاړه وه، د هغې تر غټو خړو سترګو تور اوږده باڼه را تاو وو او ګرين ( ګرېوان) يې شکېدلی ښکارېده.

جمال يوه شېبه هغې ته وکتل، بيا يې کيڼ لور ته سلام وګرځاوه  او وروسته يې پر خپله خرېيلې زنه  لا س تېر کړ.

جانداد هم سلام وګرځاوه، ولاړ شو او د بايسکل له کنجوغې څخه يې يوه کڅوړه را خلاصه کړه، بيا نجلۍ ته ورنږدې شو، هغه د سوالګرې غوندې عاجزه ولاړه وه، جانداد په جګو پښو کېناست، غوټه يې خلاصه کړه او څلور _پنځه روغ او سوځېدلي پاستي يې نجلۍ ته ونيول.

ورو يې وويل:

_ هه!  دا واخله او خپل کور ته لاړه شه!

نجلۍ مېږو او اوزو ته وکتل.

جانداد په بيړه وويل:

_ مالونه  به بازمحمد په مخه کړي.

د نجلۍ نري او چاودي چاودي لاسونه ور وغځېدل، ډوډۍ يې سره وچرموړله، په تخرګ کې يې ونيوله او د کلي خواته ګړندۍ روانه شوه،  باز محمد هم خپله رمه په مخه کړه.

جانداد جمال ته وکتل، موسک شو او ويې ويل:

_ناوخته نه دى؟

جمال د هو په نښه سر وخوځاوه، ولاړ شو او څادر يې ټکواهه.

جانداد خپل زوړ بايسکل تر ښکرو ونيو، دواړو دکلي خوا ته مخه کړه، يوه شېبه يوه هم څه نه  ويل،  يواځې د بايسکل د ټيم ټکاه او تر بوټونو لاندې د وړو تيږو د ښوېدو غږونه اورېدل کېدل،  دواړو ځمکې ته کتل او غلي روان و، خوشېبه وروسته جمال ورو وويل:

_دا نجلۍ څوک ده؟

جانداد  هغه ته وکتل، يوه ترخه موسکا يې وکړه او پلنې شونډې يې وخوځېدې:

_د رڼا لور.

د جمال زړه ولړزېد، شک يې په يقين بدل شو، خو څه يې ونه ويل.

جانداد  وويل:

_مور يې ډېره ناروغه ده، يونيم کال وشو چې  ولاړېدای نه شي.

جانداد غلی شو، د کيڼې سترګې له کونجه يې جمال ته وکتل، هغه هماغسې ځوړند سر روان و، ورو يې خپله خبره پسې وغز وله:

_يو ځل د ولسوالۍ ډاکټر ته ورغلې وه، خو هغه ورياده کړې وه چې علاج يې دده له وسه وتلی کار دی، کابل ته دې لاړه شي، خو رڼا ډېره بېوسه ده، د بېګاه نه لري، علاج ته يې پيسې په کار وې، ځکه نو دې هم په درملنې پسې دومره سر ونه ګرځاوه، بس! ټوله ګذاره يې د لور په مز دورۍ ده، لور يې پاڼه نومېږي، له تېر يوه کاله راهيسې زما رمه پيايي، خو زه پخپله بيوسه يم، ډېره مرسته نشم ورسره کولای،  د ماښام له راټولو کړو پاستو څخه پنځه _شپږ ورکوم،  درې وخته وچه ډوډۍ يې کيږي، دوی  دوه نفره دي،  لور او مور،  يو څه لاس کليوال هم ور ته نيسي، ذکات، مکات ورکوي او ژوندي يې ساتلي دي.

جانداد غلی شو، جمال هم نور څه ونه ويل، بېرته چوپه چوپتيا شوه، خو دا ځل د بايسکل د ټيم له ټکاه سره  د يوه_ نيم شغال تېره کوکه هم اورېدل کېده.

شېبه وروسته په عمر پوخ سړی يوې زړې دروازې ته چې د غوړو څو زنګن ټيمان پرې ټکوهل شوي وو ور وګرځېد او ځوان هم د يوې کلا خوا ته ګړندی روان شو، دا کلا د کلي په منځ کې ولاړه وه، ديوالونه يې  تر ټولو کورونو هسک وو او پنډ برجونه يې د ماښام په تته رڼا کې وېرونکي ښکارېدل.

 

د ټولګي په توره دړه ليکل شوي و.

زموږ هېواد افغانستان دی.

موږ له خپل هېواد سره مينه لرو.

موږ سوله غواړو.

په غولي څو ماشومانو پلتۍ وهلې وې، کله کله به يې سرونه پورته کړل، دړې ته به يې وکتل او لاندې  د کتابچو په سپينو پاڼو به يې څه وليکل.

ګلالۍ د ټولګي د لويې ورسۍ تر څنګ ولاړه وه، دې تر شيشې ورهاخوا د تيز باران ننداره کوله، باران دکلا په منځ کې لوی لوی ډنډونه جوړ کړي وو، څاڅکي به پر خړو اوبو لګېدل، ډومبکي (پوکڼۍ )  به يې جوړول او بيا به دا ډومبکي نورو څاڅکو له منځه وړل…

ګلالۍ ته دا خړ ډنډونه او د لرګي ناوې په زړه پورې وې، دې ته د لندن بارانونه ورپه زړه شول، هلته به ډېر بارانونه  ورېدل، خو څاڅکو به دا ډول چکړې او خړ ډنډونه، نه جوړول، هلته يواځې شنه واښه او پاخه سړکونه وو، بوټونه به په ورځو، ورځو نه ککړېدل  او له لندو خاورو څخه بوی نه پورته کېده.

ګلالۍ يوه  شېبه د کړکۍ تر څنګ ولاړه وه، بيا بېرته دړې ته ورنيږدې شوه او په لوړ غږ يې وويل:

_ښه! ومو ليکل؟

ماشومانو سرونه پورته کړل، يوه سرتور هلک په خپله بهېدلې پوزه لستوڼی تېر کړ او په زوټه يې وويل:

_خان محمد لا نه دي ليکلي.

د هغه تر څنګ د ناست هلک سترګې رډې راوختې:

_درواغ وايي! هه! دا نو څه دي؟ پخپله يې تر اوسه ټوپکونه رسمول.

سرتور هلک په خبره کې ورولوېد:

_جېب دې له مردکيو ډک دی.

د هلک رنګ سور شو.

ګلالۍ په لوړ غږ وويل:

_ما  درته ويلي و چې ښه هلکان جنګ نه کوي!

ماشومان غلي شول.

ګلالۍ تخته پاکه کړه، وروسته يې په دړه څو د جمعې سوالونه وليکل، خو کله چې يې ماشومانو ته مخ ور واړاوه، ټولو د وره خواته کتل.

په وره کې يوه کوچنۍ نجلۍ ولاړه وه، د هغې تر غټو خړو سترګو تور باڼه را تاو وو او له شکېدلې لمنې څخه يې اوبه څڅېدلې، ګلالۍ په بيړه هغې ته ورنيږدې شوه، تر څنګ يې ودرېده، خو مخکې تر دې چې څه ووايي، د ماشومانو له منځه يوه غږ کړ:

_معلم صاحب! دا پاڼه نوميږي، پلار يې په زړه کلا کې پوډرو مړ کړ.

ټولو ماشومانو  وخندل.

ګلالۍ په بيړه هغوی ته وکتل، د هغې تورې سترګې له غوسې ډکې وې او په پراخ تندي کې يې  نرۍ ګونځې ښکارېدلې،  په خشکه يې وپوښتل:

_دا کوم بي ادبه و؟

د ماشومانو سرونه وځړېدل.

ګلالۍ نجلۍ ته وکتل او په حيرانۍ يې وويل:

_او هو! ته ژاړې؟

نجلۍ ورو ورو سونګېدله…ګلالۍ د هغې په لندو ويښتو لاس کېښود، ورو يې وويل:

_څه خبره ده؟

د نجلۍ سر وځړېد، څو پرله پسې سلګۍ يې له خولې را ووتې او وړې شونډې يې و خوځېدې:

_مور مې…

ګلالۍ په خبره کې ور ولوېده:

_ولې! په مور دې څه شوي دي؟

_مور مې يو دم  ړنګه شوه، سترګې يې رغړي، خو غږېدای نه شي.

ګلالۍ د هغې سر په خپل ټتر پورې ونيو، ورو يې وويل:

_ته په ډاکټر پسې راغلې يې؟

نجلۍ د ( هو)  په نښه سر وخوځاوه.

ګلالۍ د هغې تر مخ په جګو پښو کېناسته، اوس نو دواړه په ونه سره برابر وو، يوه شېبه يې د نجلۍوچ کلک او ټاپي، ټاپي مخ ته وکتل، بيا يې شونډې وخوځېدې:

_خوا مه بدوه، مور به دې خدای  جوړه کي، ښه  !

نجلۍ په حيرانۍ سره هغې ته کتل…

ګلالۍ ناستو ماشومانو ته مخ ور واړاوه، له يوه نه يې وغوښتل چې جمال را وبولي، ماشوم هم په منډه له کوټې ووت، وروسته يې نجلۍ تر مټ ونيوله ،دواړه دړې ته نيږدې شول، کله چې يې نجلۍ د زده کونکو تر مخ پر پلاستيکي څوکۍ کېنوله،  پښې يې په هوا کې ځړېدلې پاتې شوې، ګلالۍ له ماشومانو وغوښتل چې په دړه ليکل شوي سوالونه وليکي، وروسته نجلۍ ته مخامخ پر غولي کېناسته، هغې ته يې وکتل او ويې ويل:

_سبق دې خوښېږي؟

نجلۍ حيرانه وه.

ګلالۍ وخندل:

_ته ولې سبق ته نه راځې؟

د نجلۍ وړې شونډې وخوځيدې:

_رمه پيايم.

_خو سبق ته هم راځه!

د نجلۍ سر وځړېد، يوه شېبه غلې وه، وروسته يې په وړه ژبه وويل:

_ډوډۍ به له کومه کوو؟

د ګلالۍ په سترګو کې اوښکې ورغړېدې:

_ورور، تره، خپل، پردی، څوک نه لرې؟

نجلۍ هماغسې په ځړېدلي سر وويل:

_مور لرم، مور مې هر وخت ښکلوي، وروسته بيا  ژاړي.

دا وخت د جمال له خندا ډک غږ واورېدل شو:

_غلام امر ته تيار دی.

خو د هغه خندا يودم غلې شوه، ګلالۍ په بيړه وره ته وکتل، جمال پښه نيولی و، څېره يې خواشينې ښکارېده او په ځير، ځير يې نجلۍ ته کتل…

ګلالۍ ورو وويل:

_دا پا ڼه  نوميږي، مور يې ناروغه ده او ته بايد ورسره لاړ شې.

د جمال زړه ولړزېد، پښې يې بې سېکه شوې او لاس يې په وره پورې ونيو. يوه شېبه غلی و، بيا يې يو دم وويل:

_زه نه شم کولاى.

د ګلالۍ په تندي کې ګونځې پيدا شوې:

_ولې؟

جمال نجلۍ ته کتل…

ګلالۍ وخندل:

_که له بارانه وېرېږې، چترۍ درسره واخله، ښځه ناروغه ده.

جمال وويل:

_ما وبخښه! نه شم کولای.

ګلالۍ په حيرانۍ سره هغه ته کتل.

جمال يوه شېبه غلی و، وروسته يې ناڅاپه سترګې سره ورغلې او په جديت يې وويل:

_نه شم کولای.

ګلالۍ ته د جمال غوسه حيرانونکې وه، يوه شېبه يې څه ونه ويل، خو وروسته يې شونډې وخوځېدې:

_تا خو تر اوسه په دومره سخته کې څوک نه و پرېښي، د دې نجلۍ مور ناروغه ده، غږېدای نه شي او دا ستا وظيفه ده چې هغه وګورې، ته پخپله هم ښه پوهېږې.

جمال يوه شېبه غلی و، وروسته پرته له دې چې څه ووايي له کوټې ووت، خو لنډ وخت لا نه و وتلی چې بېرته په وره کې ښکاره شو، د هغه په ښي لاس کې چترۍ او په کيڼ لاس کې يو کوچنی تور بکس ښکارېده، ده نجلۍ ته وکتل او په خشکه يې وويل:

_راځه!

ګلالۍ ته د جمال دې غوسې خوند ور نه کړ، خو بيا هم خوشاله وه چې نامزد يې د ناروغې ليدو ته تيار شوی و، نجلۍ هم په لړزېدلو ګامونو له ټولګي ووته.

د باندې باران په شدت سره اورېده، جمال چترۍ خلاصه کړه او د باران څاڅکو د پراشوټ له ټوټې څخه ټکا ويستله …خو نجلۍ وړاندې ځړېدلى سر چټکه روانه وه، د باران څاڅکي يې په لوڅه او نرۍ غاړه لګېدل او پلاستيکي چوټو (چپلکو) يې په ځان پسې چکړې پورته کولې…

د کلي په تنګو کوڅو کې هيڅوک نه ښکارېدل، له لرګينو ناوو څخه خړې اوبه توېدلې، دا اوبه به د تشنابونو له تورو او بويناکه اوبو سره ګډېدلې او د کوڅو د منځ  ډنډونه به يې لا پسې پراخول …

دوی چوپه خوله روان وو، جمال به هڅه کوله چې په کلک ځای ګام کېږدي، کله کله به اړ شو چې ديوالونو ته نيږدې پښه ولګوي او يا له  ځينو کوچنيو ډنډونو څخه ټوپ کړي.

دی خواشينی و، احساس ور ولوېد چې په ژوند کې تر ټولو ستړی مزل کوي، د ده همېشنۍ هيله دا وه چې ناروغانو ته ژوند ور وبخښې، خو دا ځل يې تمه درلوده چې خپله ناروغه پټې سترګې ووينې، خو  وروستي فکر يې ډېر ژر وجدان ملامت کړ، له ځانه يې ورټ وشو، هڅه يې کوله چې تېر يادونه هېر کړي او د ناروغې درملنه خپله دنده وګڼي، خو تېرو يادونو د غڼې د تارونو غوندې کلک نيولی و.

ده هماغسې ځوړند سر مزل کاوه، خو کله چې يې سر پورته کړ، زړه يې ولړزېد.  دوی له کلي وتلي وو او نجلۍ په دښته کې د ګوښي ولاړ زاړه چمبر خوا ته چټکه روانه وه.

جمال يوه شېبه ودرېد، ده فکر کاوه چې په دې زړه ويرانه کې به اوس څوک نه اوسي، هلته به يواځې سپي بچي زېږوي او د دښتې مږو به غارونه پکې جوړ کړي وي، خو اوس هلته چا ژوند کاوه او دی بايد يو ځل بيا دې کنډوالې ته ورغلی وای، ځکه يې بېرته ګام پورته کړ، خو دا ځل يې پښې تر پخوا درنې ورته وايسېدې، احساس ورولېد لکه په پوندو پسې چې يې وزنونه تړلي وي او يا هم په اوسپنيزو بوټونو کې روان وي، ده په ستونزه ساه اخيسته، خو هر رنګه چې و،  دی بايد په نجلۍ پسې تللی وای.

نجلۍ په يوه وړه  دروازه ننوته،  جمال هم هغه تعقيب کړه او کله چې يې ځان د چمبر په منځ کې وليد، په زړه يې وېره ننوته،  ده په ځينو انګرېزي وحشتناکو فلمونو کې دا ډول زړې ويرانې ليدلې وې، په داسې ځايونو کې به يوازې ارواوې اوسېدلې، دوی  اوږدې داړې درلودې ، انسانان به يې تښتول،  بيا به يې دا ډول زړو کنډوالو ته وړل او هلته به يې د هغوی وينې څښلې.

جمال يوه شېبه په انګړ کې ودرېد، د ړنګو دېوالونو سرونه لانده وو،  د پخوانيو کوټو پرځای  د خاورو ډېرۍ ولاړې وې، دروازې ته نيږدې کادانه ړنګه وه، رالوېدلې پخڅې  يې لوګي وهلې وې او غټې تورې لوټې يې دا سې ښکارېدې،  لکه يوه لويه اورلګېدنه چې پکې تېره شوې وې.

جمال فکر په مخه کړ، خو وروسته يې په ښي غوږ د باران څاڅکي ولګېدل، په بيړه يې پورته وکتل، چترۍ کيڼ لور ته کږه شوې  وه،  بېرته يې سر کښته کړ، په وره کې يوه نجلۍ ولاړه وه او ده ته يې د مرستې په تمه کتل، دنجلۍ شا ته تپه تياره وه، هيڅ هم نه ښکارېدل، دا خلاص ور او دا تياره ، هغو سمڅو  ته ورته وو، لکه پخوانيو انسانانو چې ژوند پکې کاوه.

نجلۍ يوه شېبه ولاړه وه او بيا په تياره کې ورکه شوه، جمال هم حرکت وکړ، چترۍ يې خړ او لانده ديوال ته ودروله او کله چې په وره ننوت، اړ شو چې  سر ټيت کړي.

هلته توره شپه  وه، له دېوالونو څخه  سوړ او نمجن بوی لټېده ، د موږکانو بچوڼي ورو ورو چوڼګېدل،  جمال نه پوهېده چې  پر کومه لاړ شي،  يوه شېبه ودرېد، سترګې  يې له تيارې سره اشنا شوې، د تنګ  دهليز دواړو خواووته دوه لرګينې زړې دروازې ولاړې وې،  دی حيران  و چې کومې يوې ته لاس ور وغځوي، خو دا وخت  يې د نجلۍ ژړغونی غږ په غوږور ننوت:

_مورې، مورې، سترګې رڼې که، ما ډاکټر درته را ووست.

د جمال زړه ولړزېد، خو د نجلۍ په خبرو يو څه خوشاله شو، د هغې په وينا د ښځې سترګې پټې وې.

ورو يې دروازې ته لاس ور وغزاوه، د دروازې غنجا يې په زړه کې نرۍ څړيکه تېره کړه، جمال يوه شېبه ودرېد، د کوټې په خړه درۍ يوه ښځه پرته وه، د هغې سر ته د لرګي يو زوړصندوق ايښی و، څنګ ته يې څو خيرنې بړستنې ښکارېدلې او له ديوالونو څخه څو ځايه کاګل را لوېدلی و،  نجلۍ ژړل او په وړو لاسونو يې د ښځې ډنګرو اوږو ته  ټکانونه ورکول …

_مورې! مورې! سترګې رڼې که!  ما ډاکتر درته راووست… مورې…

جمال يوه شېبه دوی ته وکتل، نجلۍ د خپلې مور پر ټټر ورټيټه وه، هغې ژړل او کوچني وجود يې د ښځې څېره له ديده پټوله.

جمال ورو ورنږدې شو، خو کله چې يې سترګې د ښځې پر مخ  ولګېدې، يوه شېبه يې په زړه رحم غلبه وکړه او په سترګو کې يې بې اختياره اوښکې ډنډ شوې،  زړه ته يې نه لوېده چې دا دې رڼا وي، د ښځې سترګې پټې وې، په څېره يې يواځې خړ پوستکی پروت و او د غومبرو هډوکي يې راوتلي ښکارېدل.

جمال د هغې تر څنګ کېناست، کوچنۍ هماغسې ژړل…جمال د نجلۍ پر اوږه لاس کېښود، ګوتو يې  يواځې راوتلي هډوکي لمس کړل،  نجلۍ څنګ ته شوه، جمال د پرتې ښځې نبض وکوت،  د لاس  رګونه  يې ورو ورو غورځېدل…بيا يې د کوچني بکس ځنځير کش کړ، د فشار د آلې چسپ يې د ښځې تر ډنګر مټ  را وګرځاوه،  شېبه وروسته يې نجلۍ ته وکتل او ويې ويل:

_مه ژاړه! فشار يې ټيټ دی،  ښه به شي.

له دې سره دپرتې ښځې ځګېروی  شو، د هغې ښي لاس حرکت وکړ، نرۍ او بې سيکه ګوتې يې په داسي بڼه وخوځولې لکه څوک چې په تياره کې څه لټوي ،  خو وروسته يې لاس له حرکته ولوېد،  د جمال په زړه کې يو ځل بيا تېر يادونه ور تازه شول، د رڼا  غږ يې په غوږو کې انګازې پورته کړې:

(( ستا غږ زما غوږونو نه،  زما زړه ته ننوځي.))

جمال د نجلۍ په ژړغوني غړ ټکان وخوړ:

_دا يې عکس دی،  د ولسوالۍ ډاکټر ورکړى و.

جمال په بيړه هغې ته وکتل، ولاړ شو،  تور پلاستيک يې د کوټې د يواځينۍ دريڅې رڼا ته پرانيست، په ځير يې عکس ته  وکتل،  په تور پلاستيک کې د پښوسپين او نري هډوکي ښکارېدل،  سر يې دوه درې ځله وخوځاوه  او بېرته د پرتې ښځې تر څنګ کېناست،  خو کله چې يې د ښځې مخ ته وکتل، رنګ يې ژيړ شو او په زړه يې سستي راغله،د ښځې غټې خړې سترګې چې  اوږده  باڼه ترې تاو وو رڼې وې،  هغې په ځير ځير جمال ته کتل…د ښځې په  سترګو کې کوم بدلون نه و راغلی، يواځې له غمه ډکې وې ، اوښکې پکې رغړېدلې، او په څېره کې يې له دغو ځلېدونکو سترګو پرته، د ژوند کومه بله نښه نه ښکارېدله.

د ښځې شونډې څو ځله ولړځېدې، وروسته يې په سختۍ  وويل:

_ته لاهماغسې ښکلی يې.

جمال په بيړه ولاړې نجلۍ ته مخ ورواړاوه، داسې ورته وايسېده لکه هغه چې د دې خبرې په مانا نه وي پوهېدلې، نجلۍ ورو، ورو  ژړل…

بېرته يې پرتې ښځې ته وکتل، تندی يې تريو کړ او په خُشکه يې وويل:

_ته خو خبره يې، ما کوژده کړې!

ښځې سترګې پټې کړې، د هغې د سترګو له کونجانو څخه څو رڼو څاڅکو منډه واخيسته او د غوږ له پاسه يې په ګڼو تورو ويښتو کې پټ شول، پرته له دې چې سترګې رڼې کړي په ستړي غږ يې وويل:

_خو پر ما لا تر اوسه ګران يې.

د سړي رنګ سور شو، نجلۍ ته يې وکتل او ويې ويل:

_مور دې تبه لري، په  داسې وخت کې هر ناروغ چټياټ وايي.

وروسته يې بېرته پرتې ښځې ته مخ ور واړاه،  د هغې  پر خړو شونډو يوه ترخه موسکا پرته وه.

جمال ورو وويل:

_زه دومره وخت نه لرم چې ستا چټياټ واورم.

له دې سره يې بکس ته لاس کړ او مېخ ته ورته يوه تېره ستن يې را وويسته،  بيا يې ستن د ښځې په خيرنو پوندو څو ځله ووهله، د هغې څېرې ته يې وکتل، ښځې د چت تورو دود وهلو لرګيو ته  وچې سترګې نيولې وې او په څېره کې يې د  درد کومه نښه نه ښکارېده،  وروسته  يې پر ستن د ښځې ځنګنونه ووهل او ورو يې وويل:

_د کوم درد احساس کوې؟

د ښځې شونډې وخوځېدې:

_نه .

بيا يې له هغې څخه وغوښتل چې پر اړخ واوړي، ښځې په زحمت څنګ بدل کړ، وړې نجلۍ په حيرانۍ ورته کتل.

جمال د هغې د ملا په لاندنۍ  برخه څو پرله پسې ستنې ولګولې، بيا يې وپوښتل:

_اوس څنګه؟

د ښځې ځواب منفي و.

جمال له هغې څخه وغوښتل چې بېرته ستوني ستغ پريوځي، وروسته يې له بکس نه يو امپول ( پيچکاري)  راوويست، پلاستيکي ستن يې له رڼو اوبو ډکه کړه او کله چې يې تېره ستنه د هغې د لاس په راوتلي شنه رګ کې ننه ايستله،  ورو يې وويل:

_دا دې د راتلونکو دردونو لپاره ښه ده.

ښځې هماغسې چت ته کتل.

جمال پر يوه کوچني کاغذ څه وليکل، کاغذ يې نجلۍ ته ونيو، شونډې يې وخوځېدې:

_دا  دوا به يې  دردونه ونيسي.

د ښځې خواشينی غږ واورېدل شو:

_  ګرانه ده؟

جمال مخ ورواړاوه، ښځې د پخوا غوندې چت ته کتل او خړې سترګې يې اوښکو ځلولې…وروسته يې په داسې غږ لکه له ځان سره  چې خبرې کوي ويې ويل:

_دا دواوې ما نه شي جوړولی، زه لس کاله مخکې لا مړه شوې يم، لس کاله مخکې، زه ستړې يم،  ډېره ستړې،  غواړم چې ويده شم ، د تل لپاره.

ښځه غلې شوه، د هغې له سترګو اوښکې وڅڅېدې، وروسته  يې ولاړې نجلۍ ته وکتل، يوه شېبه غلې وه، بيا يې ورو وويل:

_تا به خدای ته وسپارم.

نجلۍ ژړل…

دا وخت د بکس د ځنځير د کشېدو غږ واورېدل شو، ښځې ورو ورمېږ کوږ کړ او په زحمت يې وويل:

_بيا به دې ووينم؟

سړي لنډ ځواب ورکړ:

_نه

له دې سره ولاړ شو، ګام يې واخيست، خو يودم ودرېد، پرته له دې چې ښځې ته وګوري، ورو يې  وويل:

_يوه خبره  واوره!  ما کوژده کړې او بيا څوک راپسې راونه لېږې!

د ښځې شونډې وخوځېدې:

_خو په يوه شرط.

جمال تر څنګ ورته وکتل، ښځه يوه شېبه غلې وه، د هغې په خړو سترګو کې اوښکې ډنډ وې،  بيا يې په مړاوي غږ وويل:

_يواځې يو ځل راته ووايه چې درباندې ګرانه يم.

جمال غلی و.

ښځې وويل:

_يواځې يو ځل،  يو ځل را ته ووايه چې درباندې ګرانه يم، يو ځل.

د جمال شونډې وخوځېدی:

_نه!  زه له تا نه ورټ ( کرکه ) لرم.

_ولې؟

جمال نجلۍ ته وکتل، بېرته يې ښځې ته مخ ور واړاوه:

_په دې ته هم ښه پوهېږې!

ښځې غوښتل چې څه ووايي، خو سړی له کوټې وتلی و.

د باندې تېز باران اورېده…خو دا ځل  د جمال په لاس کې  چترۍ تړلې پاتې وه، د ده له تورو ويښتو رڼې اوبه څڅېدلې، پرته له دې چې پر کلک ځای ګام کيږدي او يا هم له خړو اوبو ټوپ کړي، ځوړند سر روان و، د هغه په سترګو کې اوښکې رغړېدلې او په سپينو پايڅو پورې يې تور ه او بويناکه خټه سرېښ وه.

د ډول له غږ سره سم، ګلالۍ په منډه د کلاه برج ته وخته،  لاندې يې وکتل، دېوال ته نيږدې رنګارنګ موټر ولاړ وو. د موټرو له دروازو څخه خلک کښته کېدل، په دوی کې ډېری  پخې ښځې  پېغلې او وړې نجونې وې، د هغوی په لمنو پورې ټومبلي رڼکي ځلېدل، په لاسونو کې يې شنه روميالونه نيولي وو او له رنګه خوشاله ښکارېدلې.

د کلاه دروازې ته مخامخ څو ځوانانو څڼې غورځولې، داتڼ دا دايره به يوځل پر شا ولاړه، پراخه به شوه او بيا به اتڼ کونکي بېرته له څلورو خواوو پر ډول سره راټول شول، په دوی کې د ډېرو پښې لوڅې وې،  نه يې  د ډېران  لمنې  ته کتل او نه يې هم په خاورو کې پرتو کوکيو( شيشو) ،  تېرو هډوکو او اغزيو ته،  دوی ګړندي حرکات درلودل او کله، کله به يې له خولو څخه يوه ګډه ناره را وته،

ګلالۍ يوه شېبه کړکۍ ته نيږدې ودرېدله،  هغې ته دې نندارې خوند ورکړ، زړه يې له هغه ځايه نه ته، خوشېبه وروسته د ناچارۍ له مخې له برجه کښته شوه.

د کلا منځ هم له ښځو ډک و،  زړې  په چوتره کې ناستې وې، پېغلې د چمبې (دريا) غږ ته څرخېدلې او څو ماشومانو هم هڅه کوله چې يوه بې سيکه پيشو او يو خوار سپی په جنګ سره واچوي.

ګلالۍ په ورا  څو راغلو ښځو ته لاس ورکړ، بيا دالان ته ننوته، هلته د کلي څو نجونې سره راټولې وې، چا تناره ته ډوډۍ وهله، ځينو پر لوښو اوبه تېرولې او يوې بلې هم تر تور چايجوش لاندې سره انګار ته پوکي ورکول .

ګلالۍ له پيالو ډک پتنوس او يو تور چايجوش ور واخيستل، له دالانه ووته او په چوتره کې يې څو ناستو ښځو ته له چايو ډکې پيالې کېښودلې، وروسته يوې بلې کوټې ته ور ننوته،  هلته تر ګل غوټۍ د کلي څو نجونې را تاوې وې، د هغوی  په لاسونو کې  رنګارنګ کميسونه ځلېدل او د ټوټو د ارزښت په اړه يې خبرې سره کولې.

ګلالۍ د نجونو تر څنګ کېناسته جامو ته يې وکتل او په حيرانۍ يې وويل:

_دا د چا دي؟

يوې پېغلې وخندل:

_دا د  دې ځای رواج دی،  ورا بايد د ناوې جامې هم ورسره راوړي،

يوې بلې  د ګلالۍ سترګو ته يو کميس ونيو او ويې ويل:

_دې ته جولۍ وايي، سوچه ورېښم پکې کار شويدي، هه! دا بل کينخاپ دی، هندوستانی کينخاپ، بيه يې لوړه ده، هر څوک يې نه شي اخستلای.

ګلالۍ کميسونه  سره واړول، ورو يې وويل:

_ښکلي دي.

يوې نجلۍ وخندل:

_ستا وار به هم را ورسيږي.

يوې بلې وويل:

_ګلالۍ! ستا واده به چېرته وي؟ دلته ! که د انګريز په وطن کې؟

ګلالۍ يواځې وخندل، ولاړه شوه او له کوټې ووته، د کلاه په لويديځ کونج کې جمال، جانداد او دوه نور کليوال د څو لويو ديګونو تر څنګ ولاړ وو، تر ديګونو سرې لمبې را تاوې وې او يوه کونج ته د پيازو او کچالو پوټکي پراته وو.

ګلالۍ يوه شېبه د پيغلو د اتڼ ننداره وکړه، دوی په پيل کې ورو ورو څرخېدلې، خو وروسته به يې څرخېدا دومره تېزه شوه چې ان لمنې به يې د چترۍ غوندې سره خلاصې شوې او په پای کې به يوې يوې ميدان پريښود.

ګلالۍ په ورا راغلې له يوې ښځې څخه د دې اتڼ په اړه معلومات وغوښتل، هغې وويل چې (( دلته درې ډوله اتڼ دود دی،  لومړي ته يې لوی اتڼ وايي، دا اتڼ اسانه دی، څرخ نه لري، يواځې اتڼ کونکي يوه او بل لور ته مخونه اړوي او پر ډول او يا هم پر دريا وهونکي راڅرخي،  دوهم ډول يې د څرخ د اتڼ په نوم ياديږي او يواځې ښی لور ته يو څرخ لري، خو دريم  يې چې تر ټولو سخت دی، الاپی نوميږي،  الاپی لومړی ښي لور ته  پرله پسې  درې او وروسته کيڼې خواته يو څرخ لري، د دې اتڼ له اودې يواځې هغه کسان وتی شي چې ساه يې ښه پخه وي.))

ګلالۍ تر ډېره د اتڼ ننداره وکړه، وروسته يې د اودسونو لپاره دوه له اوبو ډک سطلونه اوڅو بدنۍ په سرای کې کېښودلې، له لمر پرېوتو سره سم په ورا راغلي نارينه خپل کلي ته لاړل او يواځې دوه سپين ږيري يې پرېښودل.

د ماخستن له ډوډۍ وروسته بېرته اتڼ تود شو، ګلالۍ د کلي له څو نجونو سره يوځای د ناوې تر څنګ ناسته  وه، وروسته ډمه او څو په ورا راغلې نجونې  کوټې ته ورننوتې، دوی په نکريزو  کې شمع  ودروله، بيا يې اورلګيت ورته ورته کړ، او د شمعې له بلېدو سره سم يې په سندرو پيل وکړ، بيا يې هماغه نکريزې دګل غوټۍ پر لاسونو کېښودلې او کله چې شپه پخه شوه، ډمې د ناوې تور ويښته  د شاړشمو په تېلو غوړ او وروسته يې دوه اوږدې کوڅۍ ترې جوړې کړې.

سهار له چايو وروسته بېرته اتڼ تود  شو او تر غرمې يې دوام درلود، ماسپښين د نارينه وو ورا راغله، يو ځل بيا د ډول غږ د کلاه د ديوالونو پر سرونو ناستې مرغۍ والوزولې او په ورا راغلو ځوانانو پښې لوڅې کړې.

ماسپښين يې جمال د ناوې کوټې ته وروغوښت،  دی يې لا پخوا په رواجونو پوهولي و او ورته ويل شوي وو چې ناوې به د هغې ورور ولاړوي، جمال خپلې خور ته زرينې کپۍ ور په پښو کړې، ګل غوټۍ  ژړل او له دې سره يې د ورور سترګې هم له اوښکو ډکې وې، خو ګلالۍ د کوټې په يوه کونج کې غلې ولاړه وه او په حيرانۍ سره يې دوی ته کتل.

بيا د ناوې د ولاړېدو وخت  راورسېد، خو کله چې جمال خپله خور تر لاس ونيوله، نو دکلي نجونې پرې ورټولې شوې، دوی دناوې د تلو مخنيوی وکړ او ويل يې چې تر اوسه لا د تامبو پيسې نه دي ورکړل شوي.

د جمال مور ډمې ته اشاره وکړه او هغه هم په منډه له کوټې ووته، ګلالۍ د تامبو په اړه له يوې کليوالې معلومات و غوښتل، هغې ورياده کړه چې تامبو هغو پيسو ته وايي چې خسرګنۍ يې بايد دناوې کليوالو نجونو ته ورکړي، ځکه هغوی په واده کې زيار ايستلی وي او دا خپل حق ګڼي،  دوی بيا په دغو پيسو ميله جوړوي، دېګ باروي او يوه ورځ خوشاله تېروي.

د پيسو له راوړلو وروسته جمال خپله خور تر مټ ونيوله،  هغې ژړل…جمال هم ژړل…او مور يې هم اوښکې تويولې… کله چې ټوله ډله له کوټې ووته، په ورا راغلې زړې_ وړې پرې راټولې شوې. ډله ورو ورو د کلاه د لويې دروازې خواته نږدې کېدله، نجونو سندرې ويلې او له ټپو سره د ناوې د ژړا غږ هم ګډ و.

شېبه وروسته په کلاه کې چوپه چوپتيا شوه، هيڅوک نه ښکارېدل، يواځې د لويو دېګونو تر څنګ څو کارغان، يو خوار سپی او يوه وړه خيرنه نجلۍ ليدل کېدله،  سپي په چيچلو هډوکو بوی کېښ، کارغانو له ځمکې څخه وريجي پورته کولې او نجلۍ هم له يوه دېګه د ښوروا پاته شوې لنده ډوډۍ په يوه کاسه کې اچوله،  هغې غټې خړې سترګې درلودې او تر سترګو يې تور او اوږده باڼه را تاو وو.

ورځې تېرې شوې، هوا سړه شوه اوبزګرانو د مني کښت  ته تياری ونيو.

د جمال په ناروغانوکې هم زياتوالی راغی، اوس به له نږدې ولسواليو څخه هم خلک ورتلل، ګلالۍ هم د کلي ماشومانو ته د پخوا غوندې زده کړه ورکوله، په دوی کې د ډېرو املا ښه شوې وه او د رياضي په څلوروعمليو ښه پوهېدل،ګلالۍ خوشاله وه، د ماشومانو له پوهولو څخه يې خوند اخيست،  په تره يې  منلې وه چې  دا کوچنی کور به نور پر يوه دسترخوان سره راټول وي، وريجې به  پر کاشوغو خوري او د خوشايو د تپلو لپاره به خپلې ښځې ته دستکش راوړي، دې ته هره ورځ نوې وه، له کليوالي ژوند سره ورو ورو بلدېدله، په خوی او جامو کې يې بدلون راغلی و او ان د ارغلي( دېګدان )  لوګی به هم دومره بد نه ورباندې لګېده، دې غم نه پيژانده، خوله به يې تل له خندا ډکه وه، ژوند ته يې په مينه کتل او فکر يې کاوه چې د دنيا تر ټولو نجونو نېکمرغه ده، خو يوه ورځ هرڅه بدل شول،  خوشالۍ کډه وکړه او د ګلالۍ له سترګو په لومړي ځل اوښکې تويې شوې.

په هغه ورځ  جمال د جانداد د ناروغې مېرمنې ليدو ته ورغلی و،  ده په چوتره کې نسخه ليکله چې تر څنګ يې يو ستړی ستمی  واورېد، مخ يې ور واړاوه، سترګې يې پر لوڅو او خيرنو پښو ولګېدې، په بيړه يې پورته وکتل،  زړه يې ولړزيد، خو بېرته په ليکلو بوخت شو.

جانداد وويل:

_د پاڼې مور ناروغه ده.

جمال غلی و، شېبه وروسته يې نسخه جانداد ته ونيوله،  بکس ته يې لاس کړ او ورو ولاړ شو.

جانداد په بيړه وويل:

_چای دې سور که! سړېږي!

د جمال شونډې وخوځېدې:

_د اخوندزاده په کور کې څوک ناروغه دی، ځم چې ناوخته کيږي.

جانداد په حيرانی هغه ته وکتل، وروسته يې د خواست په ژبه وويل:

_که لومړی له دې نجلۍ سره لاړ شې، ثواب به دي وي،  د هغې د مور وضع ښه نه  ده، پاڼه وايي چې له سهاره راهيسې يې سترګې پټې دي.

جمال نجلۍ ته وکتل،  هغه وارخطا وه،  غټې خړې سترګې يې له اوښکو ډکې وې او له لاندنۍ چاودلې شونډې څخه يې ډومبک وينه راوتلې وه.

جمال ورو وويل:

_کومه دوا چې ما ورته ليکلې وه، هغه ورکړه!

د نجلۍ په ستړې او خوبولې څېره کې ګونځې پيدا شوې، ستونی يې  ډک شو او يو دم يې په ژړا پيل وکړ.

جانداد وويل:

_وبال لري، ورسره لاړ شه!

جمال لنډ ځواب ورکړ:

_وخت نه لرم.

نجلۍ په ژړا کې وويل:

_د مور په خوله کې  مې ګولۍ ور واچوله، خو تېره يې نه کړه، اوس يې هم د ژبې پر سر پرته ده.

جمال ګام واخيست، خو جانداد يې تر مخ ودرېد او په خواره خوله يې وويل:

_ورسره لاړ شه!

د جمال په تندي کې ګونځې پيدا شوې:

_نشم کولای.

جانداد دپخوا غوندې د جمال مخې ته ولاړ و.

جمال يوه شېبه غلی و، وروسته يې په ارام غږ وويل:

_ګوره جانداده!  ته زما پخوانی ملګری يې، لار مې پرېږده! نه غواړم چې رانه خپه شې.

جانداد د هغه پر اوږه لاس کېښود،  ورو يې وويل:

_خو…

جمال يې په شدت لاس پورې واهه او په چيغه يې د جانداد خبره په خوله کې ور وچه کړه:

_ته ولې نه پوهيږې! زه نه شم کولای چې مړی را ژوندی کړم،  هغه د هډوکو سل لري،  تر ملا پورې يې هډوکي تور شوي دي، که نن وي که سبا، مري.

د نجلۍ ژړا يو دم غلې شوه، جانداد په بيړه هغې ته وکتل، د نجلۍ سترګې رډې راختلې وې، خوله يې وازه وه، وجود يې پړک ( لړزې ) اخيستی و او په حيرانۍ يې جمال ته کتل، وروسته يې ناڅاپه منډه کړه او په بيړه له انګړه ووته.

جانداد، جمال ته وکتل او په خشکه يې وويل:

_ ډېر بې رحمه يې؟

جمال ځمکې ته کتل.

د جانداد شونډې وخوځېدې:

_تا د رڼا ژوند تباه کړ؟

جمال په کاوړ هغه ته وکتل، خو وروسته يې ناځاپه تندی ورين شو، يو دم يې وخندل او خندا يې زور ونيو…

د جانداد لړمون اور واخيست،  يو ګام څنګ ته شو او شونډې يې وخوځېدې:

_ووځه!

د جمال خندا بنده شوه، جاندا ته يې وکتل او په خواشينۍ  يې وويل:

_ته  د يوې بدکارې ښځې لپاره ، د ورور غوندې ملګری خپه کوې!

يو کړس شو، د جمال مخ په چټکۍ کيڼ لور ته وګرځېد، له خولې يې لاړې تويې شوې او په بيړه يې خپل ښي غومبري ته لاس ونيو.

دا څپېړه دومره ناڅاپي او زوروره وه چې د جانداد ګوتو درد وکړ.

چوپه چوپتيا شوه، يوه هم څه نه ويل، د جانداد پر خړو غومبرو اوښکې روانې وې او په راوتلو رډو  سترګو يې جمال ته کتل، وروسته يې په مړاوي غږ وويل:

_څنګه ګونګی نه شوې!

جمال چيغه کړه!

_دا کومه پټه خبره نه ده، ته هم په دې پوهېږې چې هغه يې له چرسي خيرو سره په کا دانه کې ونيوله.

د جانداد د تندي ګونځې ژورې شوې، غاښونه يې وچيچل  او خپل ټول قوت يې د يوې چيغې لپاره سره راټول کړ!

_بس!

دا چيغه دومره زوروره  وه چې د جانداد ښځه سرتور سر انګړ ته را ووته، هغې په وارخطايۍ دواړو ته وکتل او په حيرانۍ يې وويل:

_څه ټکه را پرېوته!

جانداد غريو واخيست:

_خان صيب د رڼا ژوند ور تباه کړ، اوس يې په عزت هم لوبې کوي، وايي چې هغه په پوست پاکه نه ده.

د ښځې بدن ولړزېد او په خواره خوله يې وويل:

_وی وروره!  هر څه به درسره ومنم، خو دخدای روی ومنه!  داسې مه وايه، که زموږ په خبرو کې څه شک درلوېږي، له کليوالو وپوښته،  رڼا خو ملايکه ده، ملايکه!

د جمال پښو پړک واخيست،  احساس ور ولوېد لکه زړه چې يې غاښونه پيدا کړي وې او خپل ځان پخپله خوري، بکس يې له لاسه ولوېد، په سترګو کې يې اوښکې را ټولې شوې، يوه شېبه زړېدلی سر بې حرکته ولاړ و، خو وروسته يې يو دم د انګړ په تړلې دروازه ور منډه کړه،  له ډېرې وارخطايۍ  د دواړو پلو تر منځ ونښت،  ديوه را وتلي ټيم تېره ژۍ يې مټ  ته سيخه شوه، خو دی يې په درد ونه پوهېد، له انګړه ووت او منډه يې کړه.

جمال په ټول قدرت منډې وهلې…خولۍ يې له سره لوېدلې وه او د مټ په برخه کې يې سپين لستوڼی په وينو سور و.

دی د کلي په تنګو کوڅو کې تاو راتاو شو، څو حيرانو کليوالو لار ورکړه او کله چې تر کلي ووت، تر يوې وړې نجلۍ مخکې شو، نجلۍ خړه پړه وه  او ځوان هم له رنګه سور او سپين ، خو په دوی کې يوه نښه ګډه وه، د دواړو سترګې له اوښکو ډکې وې  او زړونه يې د يوه تن لپاره دربېدل.

جمال ګړندی و، ډېر ګړندی، خو کله چې تياره دهليز ته  ور ورسېد، يو دم ودرېد، چوپه  چوپتيا وه، هيڅ هم نه اورېدل کېدل، ان داځل د موږکانو بچوڼي هم غلي ول.

دجمال لړزانده ګوتې د وره خواته ورنيږدې شوې، د وره غنجاه يې پر زړه کې د چړې غوندې ور تېره شوه،  يوه شېبه ودريد، پښې يې مړې وې،  هيڅ حرکت يې نه درلود او احساس ور ولوېد لکه له رګونوڅخه چې يې وينه تښتېدلې وي.

جمال د وره په ليخک کې ودرېد،  په راوتلو رډو سترګو يې  پرتې ښځې ته وکتل، شونډې يې ولړزېدې او په زحمت يې وويل:

_رڼا!

ښځې کوم حرکت ونه کړ.

جمال ورو ورنيږدې شو، د ښځې سرته ودرېد، د هغې سترګې پټې وې، ښى لاس يې پر ټټر پروت و او په وازه خوله کې يې يوه سپينه ګولۍ ښکارېدله.

د جمال ځنګنونه پر غولي ولګېدل،  ښځې ته يې په ځير، ځير وکتل او په رېږدېدلي غږ يې وويل:

_زه يم! جمال.

ښځې کوم حرکت ونه کړ.

جمال يوه شېبه غلی و، پرته له دې چې سترګې پټې کړي، پر غومبرو يې رڼې اوښکې بهېدلې، بيا يې په زحمت وويل:

_زه راغلم!سترګې رڼې کړه! ستا جمال راغی!

د ښځې سترګې پټې وې.

د جمال شونډې  ولړزېدې:

_ته راباندې ګرانه يې.

ښځې د پخوا غوندې کوم حرکت  ونه کړ.

جمال په غريو کې وويل:

_سترګې رڼې کړه!

له دې سره يې يو دم د ښځې ډنګرو اوږو ته څنډ ورکړ، خو د هغې مخ ښي لور ته کوږ شو او ګولۍ يې له خولې ولوېده.

جمال چيغه کړه!

_يو ځل! يو ځل راته وګوره! يو ځل!

خو په ښځې کې کوم حرکت نه و.

وروسته يې د ښځې تر راوتليو وليو لاس لاندې کړ، د هغې غاړه د شاه خواته کږه شوه، سر يې وځړېد، خو جمال خپل کيڼ لاس د هغې تر سر لاندې کړ،  په خپل ټټر پورې يې ټينګ ونيو او په چيغو چيغو يې وژړل.

ده  په ژړا کې چيغې  وهلې!

_ته راباندې ګرانه يې… ته راباندې ګرانه يې…ته…

خو دا ځل د هغه  خبرې د رڼا  زړه ته نه رسېدلې، د هغې زړه  له حرکته لوېدلی و او د ښۍ سترګې پر اوږدو بڼو يې يوه خړه اوښکه ولاړه وه.

جمال ژړل… په چيغو، چيغو يې ژړل او شېبه وروسته  دده  له ژړا سره يوه بله ژړا هم ملګرې شوه.

پاڼه د خپلې مور پښو ته ولاړه وه، پر خيرنو غومبرو يې د اوښکو دوه خړې ليکې ښکارېدلې، ټول بدن يې لړزيده او وارخطا وه.

دوی دواړو ښه شېبه وژړل، بيا جمال د ښځې پر خړ تندي شونډې کېښودې، د هغې تندی يې ښکل کړ او کله چې يې ښځه بېرته پرې يستله، د هغې له ټټر څخه يو عکس ولوېد، ده په بيړه عکس ور ورواخيست، په تور او سپين عکس کې د يوه ځوان جذابه څېره ښکارېدله، لونګۍ يې تړلې وه،  خندل يې او دشونډو له پاسه يې يوه توره نرۍ ليکه ښکارېدله.

جمال يوه شېبه عکس ته وکتل، بيا يې ناڅاپه کاغذ خولې ته واچاوه، د ژاولو غوندي يې وژدويه او يوې خوا ته يې تو کړ، وروسته يې يوځل بيا پرتې ښځې ته وکتل، د هغې د غومبرو پر راوتليو هډوکو خړ پوستکی پروت و، سترګې يې پټې وې، خو اوږده او ولاړ باڼه يې لا ژوندي ښکارېدل.

جمال يودم ولاړ شو، نجلۍ يې تر مټ ونيوله او له کوټې ووت.

د کلاه په خړو ديوالونو کې د ملک دخندا غږ اورېدل کېده…

ملک، د هغه ميرمن او ګلالۍ پر يوه ټغر، پيتاوي ته ناست و،  د هر يوه تر مخ له شنو چايو ډکې پيالې ايښې وې او په يوه قاب کې وچ توت ښکارېدل،  ډېرې خبرې ملک کولې، زړې ښځې يواځې غوږ ورته نيولی و، دې په اوکلۍ (اونګ) کې څه شی ټکول…خو کله چې به يې خاوند وخندل، دا به هم موسکۍ شوه او  د هغه  له خندا به يې خوند اخيست.

ملک د خپلې ځوانۍ کيسې کولې، د ښکار کيسې، د حاصلاتو د اخستلو او برکت کيسې او دا چې لا اوس هم د شپې له خوا د بلاوو له وېرې د باندې نه شي راوتلای، وروسته  د خپلوهيلوپه اړه وغږيده، د جمال او ګلالۍ پر نامزادۍ يې خوښي څرګنده کړه او وروســــتۍ تمه يې داوه چې زوی او نږور به يې لندن پرېږدي او په قره باغ کې به له دوی سره ګډ ژوند کوي.

دا خبره په ګلالۍ بده  ونه لګېده،  په خندا يې وويل چې قره باغ يې خوښيږي، د دې ځای اوسېدونکي له زړه پاک دي، دوی مصنوعي مينه نه پېژني، ساده خلک دي، سپين غږيږي او اخلاص يې د زړونو له تله وي.

بيا يې له خپل تره سره ژمنه وکړه چې تر واده وروسته به دلته ژوند کوي. ماشومانو ته به زده کړه ورکوي او په کال کې به يواځې يو ځل د خپل پلار او مور ليدو ته ورځي.

داخبره د هغې په خواښې هم ښه ولګېده، سترګې يې وځلېدې او ګلالۍ يې پر تندي ښکل کړه.

ملک خوشاله و، د ده هيلې پوره شوې وې او خوله يې له خندا نه سره ټولېده، ده خندل… خو ناڅاپه يې خندا بنده شوه، پياله يې له لاسه ولوېده، د قاب پر ژۍ ولګېده او د توتو دانې باد باد شوې.

ګلالۍ خپل تره ته وکتل، سړی يو دم پر پښو ودرېد، د هغه سترګې رډې را ختلې وې او برېتونه يې ځړېدلي ښکارېدل.

ګلالۍ په بيړه دکلا د لويې دروازې خوا ته سترګې ور واړولې، جمال يوه کوچنۍ تر لاس نيولې وه او د دوی خواته ورو ورو را نيږدې کېدل…

ګلالۍ ور منډه کړه، جمال ته يې وکتل،  د هغه سترګې له سرو رګونو ډکې وې، ويښته يې جړ_پړ وو او په څېره کې يې د قهر او غضب نښې له ورايه ښکارېدلې.

ګلالۍ وارخطا شوه او په بيړه يې وپوښتل:

_څه خبره ده؟

جمال کوم ځواب ور نه کړ، ان سترګې يې هم ور وا نه ړولې، ده يواځې خپل پلار ته کتل او هماغسې پر مخ روان و.

شېبه وروسته د ملک مخې ته ودرېد اوپه غريو کې يې وويل:

_رڼا مړه شوه.

ملک غلی و، د هغه ټول بدن لړځېده او د جمال سترګو ته يې نه شو کتلای.

ګلالۍ حيرانه وه او د زړې ښځې شونډې ځړېدلې ښکارېدلې.

ناڅاپه  د زوی لاسونه د پلار ټټر ته ورنيږدې شول او ګوتې يې د هغه تر ګرين را تاوې شوې.

د ګلالۍ خوله واز ه شوه، هغه څوک چې د خپل پلار تر مخ يې ان پښې هم نه غځولې، اوس يې د هغه ګرين ته لاس ور اچولی و، دا نه پوهېده چې خبره څه ده؟  سترګې يې څـــو ځــله ورپــولې،  حقيقت و، جـــمال د خــپل پلار تر ګريــن ګــوتــې  تاو کړې وې او هغه هم هيڅ عکس العمل نه ښوده، څه يې نه ويل او ځړېدلی سر ولاړ و.

جمال چيغه کړه!

_ته قاتل يې!

د ګلالۍ رنګ والوت.

جمال يوه شېبه خپل پلار ته وکتل، بيا يې يودم شونډې وځړېدې او د ماشومانو غوندې يې وژړل…

ګلالۍ دا هر څه ليدل، خو څه يې نه شو ويلای، شونډې يې څو ځله سره ټولې کړې، خو له خولې څخه يې غږ نه را ووت.

جـــمال هـــماغــسې د خپل پلار ګرين ټينګ نيولی و. بيا يې  پښې بې سيکه شوې، ګونډې يې ووهلې، د ملک ګرين څيرې شو او د سينې سپين ويښته يې ښکاره شول.

جمال په غريو کې وويل:

_تا ما ته دوکه راکړه! تا د دوو تنو ژوند تباه کړ، تا زما رڼا راڅخه واخيسته!

ناڅا په د ګلالۍ له سترګو اوښکې روانې شوې…په ژړا شوه او د کوټو خوا ته يې منډه کړه.

جمال  چيغه  کړه!

_زما خبره واوره!

له دې سره و درېد، د کوټې د دروازې درب شو، منډه يې کړه، په د هليز کې لنډ  را تاو شو، دروازې ته يې غبرګ لاسونه ټمبه کړل، خو دروازه تړل شوې وه او له کوټې څخه د ګلالۍ چيغې اورېدل کېدې…

جمال په زوټه وويل!

_دروازه خلاصه کړه!

ګلالۍ ژړل…

جمال دروازې ته اوږه ورکړه، د چارمغزو له لرګي جوړې دړې ته يې لغتې ونيولې، خو نه دړه ماته شوه او نه هم ځنځير وشکېد، ده په سختۍ ساه اخيسته او چيغې يې وهلې!

_دروازه خلاصه کړه! ماتوم يې! دروازه خلاصه کړه!

شېبه وروسته ستړی شو او د خواست ژبه يې را واخيسته:

_دروازه خلاصه کړه! هيله کوم، غواړم خبرې درسره وکړم، هر څه درته ووايم، هيله کوم!

خو دروازه د پخوا غوندې تړلې وه، ګلالۍ  ژړل …وروسته يې په ژړا کې وويل:

_نه غواړم چې ستا څېره ووينم.

جمال د هغې له خولې څخه په لومړي ځل دا ډول خبره اورېده، په زړه يې اور بل شو، دروازې ته يې يوه لغته ورکړه او انګړ ته ووت،  هلته يې نجلۍ تر مټ ونيوله، روان شو، خو مور يې تر مخ ودرېده، ملک چيغه کړه!

_پرېږده يې!

د ښځې بدن ولړځېد، څنګ ته شوه او جمال له کوچنۍ سره يو ځای له کلاه ووت.

د رڼا د جنازې مراسم، د هغې د ژوند غوندې ساده و،  په ملا پسې يواځې يو څو هغه کليوال ودرېدل، چې له ملک سره يې ورانه  وه.

قبر جمال، جانداد او دوو نورو کليوالو وکينده، رڼا يې په هماغه ورځ خاورو ته وسپارله او  شېبه وروسته د غونډۍ پر سر يواځې دوه تنه پاتې شول، يو ځوان او بله هم وړه نجلۍ، دوی ژړل…تر سر يې سرې، زرغونې جنډې رپېدلې او تر هسکو سپاندو، ترخو او اغزيو د قبرونو تېرې تيږې را وتلې وې.

د کوټې دروازه وټکېده.

جمال ورو وو يل:

_راځه!

دروازه خلاصه شوه او جانداد کوټې ته ور ننوت، په تاخچه کې يې يوه غوټه کېښوده، پاڼې ته يې وکتل او د جمال پښو ته نيږدې کېناست.

ورو يې وويل:

_يو څه ښوروا مې درته راوړه.

کوم ځواب يې وا نه ورېد.

جانداد لمپې ته وکتل، لوګي وهلې وه، ښيښه يې ور واخيسته، د خپل  څادر په پيڅکه يې پاکه کړه او کله چې يې بېرته د لمپې پر سر کېښوده، تر پخوا يې ډېره رڼا کوله، وروسته يې جمال ته وکتل، هغه خيرنې بسترې ته ولي لګولي و او چت ته يې کتل، بيا يې پاڼې ته  مخ ور واړاوه، نجلۍ ديوال ته ناسته وه،  سترګې يې سرې وې او څېره يې ستړې ښکارېده.

جانداد ورو ولاړ شو، غوټه يې ور واخيسته، پر دېګ يې لاس کېښود، ګوتې يې تودې شوې، غوټه يې پرانيسته، د ديګ پر سر څو روغ او سوځيدلي پاستي ايښي و،  بيا يې شاوخوا وکتل، د وچې ډوډۍ د ايښودلو لپاره يې څه ونه موندل، خپل څادر يې هوار کړ او ډوډۍ يې پرې کېښوده، وروسته يې څلورو خوا وو ته سترګې وغړولې، وره ته نيږدې، له يوه څيرې کارتن څخه د پيالې لاستی را وتلی و، ولاړ شو، په کارتن کې يې دوه پيالې، يو تور چايجوش او يوه کاسه وموندله،  کاسه يې ور واخيسته، له کوټې ووت او کله چې  بېرته  په وره را ننوت، له کاسې څخه اوبه څڅېدلې.

ده په کاسه کې ډوډۍ وړه کړه، ښوروا يې پرې واچوله، ورو يې وويل:

_ډوډۍ تياره ده.

جمال د پخوا غوندې چت ته کتل.

جانداد يوه شېبه غلی و، وروسته يې خپله خبره تکرار کړه:

_ډوډۍ تياره ده.

جمال يوه جټکه وخوړه، جانداد ته يې وکتل او ويې ويل:

_زړه ته مې نه کيږي.

د جانداد شونډې وخوځېدې:

_خو تا له سهاره راهيسې څه نه دي خوړلي.

کوم ځواب يې وا نه ورېد.

وروسته يې نجلۍ ته مخ ور واړاوه:

_لورکۍ! ډوډۍ سړيږي:

نجلۍ ولاړه شوه، جانداد ته مخامخ کېناسته او ښی خيرن لاس يې کاسې ته ور ټيټ شو،  دوه_ درې ګولې يې ور پورته کړې او بېرته پخپل ځای کېناسته.

جانداد لنده ډوډۍ په تش دېګ کې واچوله، کاسه يې څنګ ته کېښوده او پاته شوې وچه ډوډۍ او دېګ يې په ټوټه کې وتړل، ولاړ شو، څادر يې هوار کړ او د ماخستن د لمانځه نيت يې وتاړه.

له دعا وروسته چې يې نجلۍ ته وکتل، کيڼ لور ته ړنګه وه او سترګې يې پټې ښکارېدلې، جانداد يوه خيرنه بړستن پر هغې وغوړوله او بېرته د جمال پښو ته نيږدې کېناست.

جمال د پخوا غوندې چت ته وچې سترګې نيولې وې.

چوپه چوپتيا وه،  جانداد غولي ته کتل او په ښي لاس يې دواسکت په جېب کې د نصوارو ډبلی سره اړاوه.

شېبه وروسته يې د جمال غريو نيولی غږ واورېد:

_خبرې وکه!

جانداد مخ ور واړاوه،جمال چت ته کتل، يو سوړ اسوېلی يې ويست او شونډې يې وخوځېدې:

_څه ووايم!

_د رڼا په اړه يو څه را ته ووايه!

جانداد غلی و.

جمال په غريو کې وويل:

_د هغې د ژوند په اړه خبرې وکه، څه يې ويل؟ زه يې يادولم؟

د جاندا په سترګو کې اوښکې را ټولې شوې، يوه شېبه غلی و، بيا يې شونډې  وخوځېدې:

_ته پر هغې ګران وې، ډېر ګران،  رڼا هيڅکله له تا څخه بده خوله نه وهله، تل يې په ښو يادولې، ما به کله، کله وچه ډوډۍ ور ته راوړله، زه يواځنی کس وم چې دې به خپل زړه ور ته تشاوه، کله چې ستا له کوژدې خبره شوه، بيا يې هم کومه ګيله نه لرله، ته يې ملامت نه کړې، ويل يې چې ښه شو، يوه مکتبۍ يې وکړه، له ما پمنې به يې څه ليدلي وای،  بيا يې يودم را ته وکتل، سترګې يې له اوښکو ډکې وې، خو پر شونډو يې يوه ترخه موسکاه پرته وه،  په خپل خيرن، تور پوړوني يې پزه پاکه کړه او ويې ويل:

“کاکا! جمال به اوس خوشاله وې! نه!”

زه غلی وم، څه به مې ور ته ويل، بيا مې د هغې ژړغونی غږ واورېد:

” خدای دې يې غم نه را ويني.”

رڼا چې به کله  وليدم، يواځې ستا خبرې به يې را ته کولې، خو په وروستيو کې يې اعصابو سم کار نه کاوه، کله به له خندا شنه شوه او کله به يې هم ژړل، له ځان سره به ګډه وه، ځان او جامو ته يې هم دومره پام نه کاوه،  ويښته به يې جړ وو، تخرګ به يې شکېدلی و او ټکړی به ور پسې کښېده،  بيا يې بدلو ته مخه کړه، په لوړ غږ به يې ټپې ويلې، ډېرې دردونکې ټپې، زما نورې نه دي په زړه، خو يوه ټپه به يې تل په خوله وه.

نصيبه خاورې شې، اېرې شې

تنديه مات شې پر تا څه ليکلي دينه

وروسته خپلې لور ته اندېښمنه شوه، پاڼه ور باندې ګرانه وه او د هغې د راتلونکي په اړه به يې فکرونه کول .

دا وېره يې هغه وخت لا ډېره شوه چې ناروغۍ پرې يستله، يوه ورځ يې په ژړا کې را ته وويل:

” کاکا! تر اوسه خو ښه وم، ګرېوانونه به مې ګنډل، خرڅول به مې او يوه ګوله  به پيداکېدله، خو اوس له پښو لوېدلې يم، هيڅ هم نه شم کولای، زه به له لوږې سره يوه ګوزاره وکم، بلا به مې نه وهي،  خو پاڼه ډېر وخت وږې وي، ورځ په ورځ زېړېږي، که مړه شمه، پاڼه به څه کوي؟ ”

ما ډاډ ورکړ چې خدای مهربانه دی، زړه مه خوره، جوړه به شې، خو دې يوه سړه ساه وويسته او ويې ويل:

” نه کاکا! زه نه جوړېږم، زما هډونه خبر دي،  مرم،  له مرګه دومره ويره نه لرم، لا ښه ده، له غمه به خلاصه شم، خو پاڼه به څه کوي؟ هغه له ما پرته هيڅوک هم نه لري، هيڅوک”

ما يواځې ور ته ژړل ،يوه نايي نوره څه مرسته ورسره کولای شوای، بس! دومره مې له وسه پوره و چې د هغې لور مې په مزدورۍ نيولې وه، نور مې هېڅ  نه شو کولای،  هېڅ!

جانداد غلی شو، جمال ته يې وکتل، هغه ورو ورو ژړل، وروسته يې په ژړا کې وويل:

_له خيرو سره يې ژوند څنګه و؟

_هغه نشه ای سړی و، په لومړيو کې يې يواځې چرس او ترياک څکول، خو وروسته يې پوډرو ته مخه کړه، کورني ژوند ته يې دومره اهميت نه ورکاوه، په کوم سات چې به نشه ور ونه رسېده،  هماغه ګړۍ به د رڼا ژوند تريخ و، په لومړيو کې يې د کور لوښي _کودي خرڅ کړل، بيا يې د کوټو لرګي واړول، دا پخواني لرګي وو، ګلان پکې کيندل شوي وو، ځکه يې په ښه بيه وپلورل، خو وروسته به يې له رڼا څخه د پوډرو لپاره پيسې غوښتې،  هغې به چې د ستنې له کاره څه موندلي وو، مېړه به يې ورنه وړلې او که به يې پيسې نه در لودې، په هماغه ورځ به تر لغتو  لاندې وه.

خپله لور يې هم بده ايسېده او کله، کله به يې په مازې خبره څپېړې ور ته نيولې وې، رڼا به ډېر وخت ما ته ژړل، ويل به يې چې له وهلو ټکولو سره يې اوس روږدې يم، دردونه تېرولی شم، خو دهغه ځينې خبرې مې سوځوي، وايي چې ته ناپاکه يې، د ملک…

جانداد يودم غلی شو.

جمال په غريو کې وويل:

_وايه! وايه، هر څه را ته ووايه! هرڅه!

جانداد ځمکې ته وکتل او خپله خبره يې پسې وغځوله:

_د ملک له زوی سره جوړه وې، خدايزده چې پاڼه به لا د چا له ذاته وي.

جمال په چيغو، چيغو وژړل او د جانداد خبرې پرې شوې.

پاڼې سترګې رڼې کړې، کېناسته او جمال ته يې په حيرانۍ وکتل،  هغه په زوټه ژړل او د نجلۍ په څېره کې وېره ښکارېدله.

جانداد ورو ولاړ شو، غوټه يې ور واخيسته او له کوټې ووت.

نيم سات تېر شو، د جمال ژړا په سلګيو بدله شوې وه او د نجلۍ له اوښکو ډکې سترګې د لمپې رڼا ته ځلېدلې.

شېبه وروسته جمال څنګ بدل کړ، نجلۍ ته يې پام شو، د هغې تر خړو سترګو تور باڼه را تاو وو او ده ته يې په حيرانۍ کتل.

جمال ولاړ شو، بستره يې خلاصه کړه، يوه خيرنه بړستن يې تر کونج ونيوله، بالښت يې د نجلۍ ترڅنګ کېښود، لمپې ته يې ور پو کړل او اوږد وغځېد.

يوه شېبه چوپه چوپتيا وه، خو وروسته په تپه تياره کې د نجلۍ خوبولى غږ  واورېدل شو:

_ ته خپل کور ته نه ځې؟

جمال په غريو کې وويل:

_ نه!

د نجلۍ شونډې وخوځېدې:

_تا زما د ابۍ بړستنه درباندې واچوله.

جمال بړستنه په غېږه کې ټينګه کړه، يوه شېبه غلی و، بيا يې په غريو کې وويل:

_دا به له دې ايسته زه را باندي اچوم.

کوم ځواب يې وا نه ورېد، د نجلۍ سترګې سره ورغلې وې ، خو شېبه وروسته يې د جمال پر ټتر کوچنی لاس کېښود او په خوب کې يې وويل.

_ابۍ! را بېرته شه!

جمال د هغې پر کوچني لاس خپل لوی لاس کېښود او فکر يووړ،  نجلۍ ويده وه، هغې په منظمه توګه ساه ايسته، خو کله، کله به يې له خولې څخه د ابۍ ټکی را ووت.

د دروازې له کړپ سره، جمال بړستن له سره ليرې کړه، وره ته يې وکتل، په خيرنې دړې پورې يو زنګ وهلي ځنځير ټال خوړ…ښي لور ته يې مخ واړاوه، نجلۍ نه وه، په بيړه ولاړ شو او له کوټې ووت، هوا سړه وه، لمر لا نه و  را ختلی او په اسمان کې لا يو يو ستوری ښکارېده.

وروسته يې انګړ تر نظر تېر کړ، هيڅوک نه و،  بيا په ګړنديو ګامونو له چمبره ووت، پاڼه د کلي خواته چټکه روانه وه، منډه يې کړه او د هغې تر مخ ودرېد، نجلۍ په حيرانۍ ورته وکتل، جمال په خوبولي غږ وويل:

_چېرته؟

د نجلۍ شونډې وخوځېدې!

_رمه پيايم.

جمال يوه شېبه غلى و، وروسته يې د هغې په راوتلي ښۍ اوږه لاس کېښود، ورو يې وويل:

_خو اوس يخني ده، وروسته به لاړه شې!

نجلۍ په خواشينۍ  ځواب ورکړ:

_زه هر سهار همدا وخت، رمه له کلي باسم.

جمال په خبره کې ور ولوېد:

_خو له دې هيسته به دا کار نه کوې!

د نجلۍ خوله وازه  شوه.

جمال  وويل:

_ځان ته دې وګوره!  تا يواځې يو کميس اغوستی دی، درځه!  ناروغه به شې!

د نجلۍ په سترګو کې اوښکې را ټولې شوې،  په خواره خوله يې وويل:

_نو ډوډۍ به له کومه کوو؟

جمال  په ځير ځير ورته وکتل، پر غومبرو يې د بيګانيو اوښکو ليکې ښکارېدلې، د هغې لاس  يې پرېښود، نجلۍ روانه شوه، جمال پسې وکتل، هغې ګړندي ګامونه اخيستل،  سر ته يې د کلي د کورونو له  دودکشو څخه تور دودونه  پورته کېدل او له نري باد سره د سوځېدلو ترخو  بوی ملګری و.

کله چې لمر راوخوت، هوا توده شوه، مرغۍ وچوڼېدې او کليوالو خپل مالونه لمر ته وتړل، جمال هم له زاړه چمبره ووت،  تر غرمې ورک و او کله چې بېرته په انګړ کې ودرېد، يوه ډکه کڅوړه ورسره وه،  ده په لوړ غږ د پاڼې نوم واخيست، نجلۍ په بيړه له کوټې را ووته، سړي ته يې وکتل او په چوتره کې حيرانه ودرېده.

جمال کڅوړه پر ځمکه کېښوده، پاڼې ته يې مخ ور واړاوه، د هغې په لاس کې وچه ډوډۍ ښکارېدله او ژامه يې ورو ورو خوځوله،  جمال کڅوړې ته لاس کړ، کېک، کلچې، چاکليټ ،څو قوطۍ او داسې نورخوراکي مواد يې پر خپل څادر کېښودل، چې نجلۍ تر دې دمه نه وو ليدلي،  وروسته يې پاڼې ته وکتل او ويې ويل:

_دامې تا ته راوړي دي.

نجلۍ د پلاستيک په رڼو خلطو کې  بندو کلچو ته وچې سترګې نيولې وې، جمال يوه غوټه خلاصه کړه، څو کلچې يې هغې ته ونيولې، نجلۍ په بيړه وچه ډوډۍ پر څادر کېښوده، کلچې يې ور واخيستې او د هغو په خوړلو لګيا شوه، وروسته يې په ډکه خوله وپوښتل:

_هاغه څه شی دى؟

جمال وويل:

_د دې قوطيو په منځ کې پخه لوبيا ده او دا نور د ماهيانو له غوښو ډک دي، يواځې تودول غواړي او بس!

دا وخت يو زنګ واورېدل شو، جمال جيب ته لاس کړ، مبايل يې راويست او غوږ ته يې ونيو، ده خبرې کولې…پوره يو پاو وغږېد، خو پاڼه يې په خبرو  نه پوهېده، دې ته دا ژبه نوې وه، يواځې يې د جمال څېرې ته کتل، په لومړيو کې دهغه تندي ګونځې درلودې، خو وروسته يې پر نريو شونډو يوه لنډه موسکا تېره شوه، مبايل يې په جيب کې واچاوه، پاڼې ته يې وکتل او کلچو ته يې اشاره وکړه:

_نورې غواړې؟

نجلۍ غلې وه.

جمال پلاستيک ور بېرته کړ، نجلۍ لاس ور وغځاوه، دوه کلچې يې ور واخيستې، جمال ته يې وکتل او ويې پوښتل:

_دا بازمامد ته ورکم؟

جمال د هو په نښه سر وخوځاوه، نجلۍ کلچې په خپله لمن کې واچولې، روانه شوه او ديوال ته ولاړه نرۍ لښته يې ور واخيسته.

جمال وويل:

_اوس خو دا دی خواړه لرې، بيا ولې رمه پيايې؟

نجلۍ  د دروازې خواته حرکت وکړ.

جمال پسې ناره کړه!

_زه به له جانداد سره خبرې وکم.

پاڼه  له چمبره ووته،  جمال هم کوټې ته لاړ، اوږد وغځېد او شېبه وروسته خوب يووړ، کله چې يې سترګې رڼې کړې تياره وه، ورو يې د نجلۍ نوم واخيست:

_پاڼې!

کوم ځواب يې وا نه ورېد، ولاړ شو، له کوټې ووت او بام ته وخوت،  کلي ته يې وکتل، د سپوږمۍ په رڼا کې  کورونه سپېره ښکارېدل او په خړ ډاګ کې هيڅوک نه و.

يوه نږدې غږ يې پر زړه لړزه راوسته:

_ ته و لې بام ته ختلی يې!

په بيړه يې لاندې وکتل، پاڼه  دېوال ته نيږدې ولاړه وه، جمال يو سوړ اسوېلی وويست، نجلۍ روانه شوه، دروازې ته يې لاس ور وغځاوه او انګړ ته ننوته،  جمال يوه شېبه ولاړ و او بيا له بامه کښته شو، کله چې يې د کوټې دروازه خلاصه کړه، لمپه لګېدلې وه او نجلۍ هم د زاړه صندوق پر سر وچه ډوډۍ ايښودله، جمال ورو وويل:

_ولې ناوخته شوې؟

نجلۍ مخ ور واړاوه، خړې غټې سترګې يې ژيړې رڼا ته وځلېدې او په خواره خوله يې وويل:

_يوه مېږه لنګه شوه.

_نو تا څه کول؟

د نجلۍ شونډې وخوځېدې:

_د بازمامد پلار او مور دواړه په ګوډله ( غوجله ) کې وو، کله چې وری پيدا شو، بيا يې وچه ډوډۍ راکړه.

جمال څه ونه ويل، د يوه قوطي سر يې خلاص کړ، پخه لوبيا يې په کاسه کې واچوله او کاسه يې پر خپل څادر کېښودله، وروسته يې وچې ډوډۍ ته لاس ور وغځاوه، نجلۍ ته يې وکتل او ويې ويل:

_لاس دې پاک دى؟

نجلۍ ولاړه شوه، له کوټې ووته او شېبه وروسته يې د سړي تر مخ پلتۍ ووهلې.

جمال په ډکه خوله وويل:

_خوند يې بد نه دی، يواځې سړه ده.

نجلۍ کاسې ته لاس ور ټيت کړ، چوپه چوپتيا وه، د دواړو ژامې خوځېدلې، خو شېبه وروسته د جمال غږ واورېدل شو:

_ ډېره زړوره يې؟

نجلۍ هغه ته وکتل،  بېرته يې سر وځړېد.

جمال وويل:

_ په دښته کې ونه وېرېدې، تياره وه.

نجلۍ په وړه ژبه وويل:

_له څه شي؟

جمال وخندل:

_له بلاوو

نجلۍ له پاستي يوه کوچنۍ ټوته ور بېله کړه، پرته له دې چې سړي ته وګوري، شونډې يې وخوځېدې:

_ما ډېرې شپې ابۍ ته دوا ورکوله، هغه د ولاړېدو نه وه، د شپې به مې اوبه ور ته راوړلې، دباندي به وتم، خو ما څه ونه ليدل.

نجلۍ يوه شېبه غلې شوه، ګوله يې تر ستوني تېره کړه او پرته له دې چې له کاسې څخه سترګې واړوي ورو يې وويل:

_يواځې يو وار يوه سپي و ډاره کړم، هغه د هليز ته راغلی و، توره شپه وه،  لکه چې يې پر لکۍ ور وختم، سپي کوړنج وهل او ما هم ناره کړه، بيا مې څه نه دي ليدلي، خو باز مامد ډاريږي، له ماښامه هيسته يې مور بولو ته بيايې.

جمال وخندل:

_ته له کومه وپوهېدې؟

نجلۍ په غرور وويل:

_ما په خپله واورېدل، له خپلې مور سره يې جنګ و، رمه يې نه پيايله، مور يې ورته ډونګېده چې پاڼې ته وګوره! تر تا وړه ده، خو بيا هم د کور ټول کارونه ور په غاړه دي، خو ته زاولن ( لټ او ډارن )  لا بولو ته ګوښی نه شې وتلای، زه درته ولاړه يم.

جمال وخندل.

نجلۍ سر پورته نه کړ.

د جمال شونډې وخوځېدې:

_ډوډۍ نه خورې؟

نجلۍ د سر په ښورولو سره منفي ځواب ورکړ.

جمال کاسه څنګ ته کېښوده.

پاڼې په حيرانۍ وويل:

_تا دعا ونه کړه!

جمال هغې ته وکتل.

د نجلۍ شونډې وخوځېدې:

_ابۍ ويل چې دعا ثواب لري.

جمال بالښت ته لاس ور وغځاوه، ستوني ستغ پرېووت او چت ته يې وکتل.

وروسته يې ورو وويل:

_ابۍ درباندې ګرانه وه؟

نجلۍ غولي ته وکتل، خو شېبه وروسته چې يې سر پورته کړ، په خړو سترګو کې يې اوښکې رغړېدلې، بيا يې په وړه ژبه وويل:

_زه به له ابۍ سره ګډه ويدېدم، هغې به ښکلولم، ويل يې چې راباندې ګرانه ېي ، ژړل به يې،خو کله، کله به يې نکل هم را ته وايه، د ابۍ مې يواځې يو نکل زده و.

جمال په بيړه وپوښتل:

_د مومن خان او شيرينو نکل؟

نجلۍ په حيرانۍ وپوښتل:

_تا ته چا ويل؟

جمال يوه ترخه خندا وکړه، يوه شېبه غلی و او بيا يې شونډې وخوځېدې:

_پيريانو.

نجلۍ څه ونه ويل.

جمال وپوښتل:

_نور؟

_څه؟

_ نو ابۍ دې درباندې ګرانه وه! هه!

نجلۍ لنډ ځواب ورکړ:

_هو!

له دې سره ولاړه شوه، خيرنه توشکه يې وغوړوله او زړه بړستن يې ورباندې واچوله.

جمال وويل:

_خوب درځي؟

نجلۍ غلې وه.

جمال څنګ بدل کړ، لاس يې له لمپې سره ولګېد او لمپه ړنګه شوه.

هيڅ هم نه ښکارېدل، جمال پر غولي ګوتې وتپولې، لمپه يې ودروله او کله چې يې اورلګيت ورته ورته کړ، پر خړو دېوالونو ژېړه رڼا ولګېده، نجلۍ ته يې وکتل، هغه ناسته وه، جمال ورو وويل:

_لاس مې ورسره ولګېد.

نجلۍ بېرته پر خپل ځای پرېوته،  شېبه وروسته يې خړې شونډې وخوځېدې:

_ښه شو چې کور و نه سوځېد.

جمال وويل:

_داسې ژر؟

د نجلۍ شونډې وخوځېدې:

_همدې لمپې زموږ ټوله کا دانه را وسوځوله.

جمال هغې ته وکتل، نجلۍ تر غاړې پورې په بړستن کې پټه وه، اوږده باڼه يې نېغ ولاړ وو او د چت تورو لرګو ته يې کتل، وروسته يې په مړاوي غږ وويل:

_زما پلار به هر مازديګر کا دانې ته تلو، همدا لمپه به يې هم ورسره وړله، ما يو_ دوه وارې ليدلی و، له لمپې نه به يې شيشه لرې کړې وه، اور ته به يې يوکاغذ نيولی و، د کاغذ له سره به سپين لوګی پورته کېده، پلار به مې همدا لوګى د قلم په نلکې کشاوه او کله،کله به يې ټوخل.

يو ماخستن کا دانې اور واخيست، موږ غوا نه درلوده، په کا دانه کې مو د پروړې او وچې رشقې پر ځای ځوځ ايښودل،  همدې ځوځو اور واخيست، ابۍ مې ژړل، له څاه  نه  يې ژرژر اوبه را ايستلې او پر اور راګرځېده، خو اور مړ نه شو، تر څو چې کليوال راتلل، کادانه پاکه وسوځېده،  هېڅ هم پاتې نه شو، سهار مې د لوټو او ايرو په منځ کې همدا لمپه پيدا کړه، شيشه يې نه وه، لمپه هم تکه توره ښکارېدله، خو ابۍ مې خپل ټکری پرې تير کړ او ويې ويل چې کار ترې اخيستی شو.

ابۍ مې را زده کړل چې د کېناستو او ولاړېدو په وخت کې څنګه خپله لمن را ټوله کړم، ځکه لمپې شيشه نه درلوده، د ټکري په باد به هم مړه کېده او موږ ډېر پام ورسره کاوه.

بيا مې پلار مړ شو، هغه ډېر ډنګر و، يوه شپه کور ته نه راغی، ابۍ مې ژړل، زه يې ماخستن د ملاصيب کره ورولېږلم،  هغه د جومات په لاسپيکر کې څه وويل، بيا کليوال راغلل، له ډېرو سره لاټينونه وو، دوی له جوماته ووتل او زما پلار يې په زړه کلا کې پيدا کړ. سړو سره  ويل چې  مړ دی، بيا يې په څادر کې کورته راووړ، ابۍ  چيغې  وهلې او خپل تور ويښته يې شکول.

په هغه شپه زموږ کور ته څو ښځې راغلې، لمپه به ژر، ژر مړه کېدله او په سبا يې د بازخان مور همدا شيشه را ته راوړه.

نجلۍ غلې شوه.

جمال وپوښتل:

_پلار دې درباندې ګران و؟

د نجلۍ تندی تريو شو:

_ابۍ يې ډېره وهله، په مازي خبره به يې تر ويښتو نيولې وه، ماته به يې هم څپېړې را کولې، ما به ژړل، خو ابۍ به راته ويل چې خير دی. خوا مه  بدوه، هغه دې پلار دی، په زړه کې يې څه نشته.

نجلۍ وټوخل، بيا يې خپله خبره پسې وغځوله:

_پلار مې خشکې را ته کولې، ويل يې چې له تا مې ورټ کيږې، زه نه پوهېږم! خدازده! خو ابۍ به را ته ويل چې ته ورباندې ګرانه يې. بيا به يې مخ را نه واړاوه، خو زه پوهېدم چې هغه ژاړي.

ابۍ به مې ډېر وخت د ماخستن لخوا ژړل، ما به د بړستنې له چولو ورته کتل، دې به يو کوچنی عکس سترګو ته نيولی و، له عکس سره به يې خبرې کولې، بيا به يې عکس پر خپل ټټر پورې ونيو او له سترګو نه به يې اوښکې توېدلې، ما دا هر څه ليدل، تر ناوخته به ويښه وم، خو بړستن مې له سره نه پورته کوله،  پر ابۍ مې دا عکس ډېر ګران و، د ورځې به يې په صندوق کې ايښوده او د شپې به يې ورته ژړل،  خبرې به يې ورته کولې او کله، کله به يې ښکل کړ.

نجلۍ غلې شوه، بيا يې جمال ته مخ ور واړاوه ، ورو يې وويل:

_تا ولې هغه عکس وخوړ؟

جمال پر خپل مخ بړستن ورکش کړه.

نجلۍ په بيړه وويل:

_ته و لې ژاړې!

کوم ځواب يې وا نه ورېد.

د نجلۍ شونډې وخوځېدې:

_ما وليدې، تا ژړل.

سړي څه ونه ويل.

نجلۍ هم په بړستن کې خپل مخ پټ کړ، خو شېبه وروسته چې يې له يوې وړې چولې جمال ته وکتل، د هغه مخ لوڅ و، سترګې يې د لمپې رڼا ته ځلېدلې او له ځان سره ورو، ورو سونګېده.

دوه ورځې وروسته جمال او پاڼه له کلي ووتل، څوک و نه پوهېدل چې دوی چېرته لاړل، يواځې يوه موټروان څو کليوالو ته ويلي و چې ډاکټر او د خيرو چرسي لور يې د غزني په ښار کې د کابل تر اډې پورې ورسول، بيا يې موټر را تاو کړ او نور ونه پوهېد چې پر کومه روان شول.

خو يوه اونۍ وروسته چې کله  کليوال د سهار په خړه کې له جوماته را ووتل، د ګوښي ولاړ زاړه چمبر له يوه کونجه لوګی پورته کېده.

د هوا له تودېدو سره سم جاندا او با زمحمد زاړه چمبر ته ورغلل. جمال شکېدلې بړستنې لمر ته هوارولی او پاڼې هم يوې ښايسته نانځکې ته کوچني بوټونه ور په پښو کول.

نجلۍ پاکه وه، جامې يې نوې وې، پر غومبرو  يې سرخي پيدا شوې وه  او ويښته يې لمر ته برېښېدل.

جمال خپل پخواني ملګري ته غېږ ورکړه،  بازمحمد يې هم پر تندي ښکل کړ او درې سره پريوه هواره شوې تو شکه  کېناستل.

لويانو خبرې کولې، خو د بازمحمد تندی تريو و او په خشکه يې د نجلۍ په لاس کې نيولې لويې او ښايسته نانځکې ته کتل.

دوی تر ډېرو کېناستل، بيا جمال پر يوه کوچني کاغذ و ليکل.

” غواړم چې خبرې درسره وکړم، هيله کوم، په برج کې به د څرا غ رڼا، ستا د رضايت نښه وي.”

وروسته يې کاغذ باز محمد ته  و نيو او  ويې ويل چې ګلالۍ ته يې ور وسپاره.

جمال ماخستن ناوخته خپل څادر تر ځان  تاو کړ، له انګړه ووت، خو کله چې يې له ليرې د کلا لويديځ کونج ته وکتل، په برج کې يې کومه رڼا ونه ليده.

يوه اونۍ وروسته يې يو بل کاغذ بازمحمد ته ونيو، خو داځل يواځې دوه ټکي پکې ليکل شوی وو.

” زه سبا ځم، غواړم چې درسره ووينم.”

ماخستن ناوخته په برج کې خپه رڼا ښکارېدله، جمال پينځه دقيقې وروسته د کلاه لويې دروازې ته ولاړ و، ده ورو دروازه خلاصه کړه، د کلا شمال دېوال ته ولاړې کوټې وېروونکې ښکارېدلې.

جمال د برج پر زينو وخوت، دړه يې ورو پورې وهله، ګلالۍ د غوړو پر يوه ټيم ناسته وه، پر اوږو يې يو پنډ کوټ پروت و، د کوټ لستوڼي ځړېدل او دڅراغ تر څنګ يو پاسپورت ايښی و.

ګلالۍ هيڅ حرکت ونه کړ، ځمکې ته يې کتل او په تندي کې يې ګونځې ښکارېدلې.

جمال هغې ته مخامخ، د خرې پر زړه کته کېناست، ګلالۍ ته يې وکتل، د څراغ رڼا يې پر نيمايي مخ لګېدله او پر سپينه زنه پورې يې يوه رڼه اوښکه ځوړنده وه.

جمال پاسپورټ ور واخيست، پاڼې يې سره واړولې، پاسپورټ يې په جېب کې   واچاوه، ورو يې وويل:

_نو ته نه ځې!

ګلالۍ غلې وه.

جمال ولاړ شو، د دريڅې تر څنګ ودرېد، په اسمان کې راڼه ستوري ځلېدل او د دوو_ دريوو کورونو څراغونه لا بل وو، پرته له دې چې ګلالۍ ته وګوري، شونډې يې وخوځېدې:

_ښه مې نه ګڼله چې تا ته د خپل تېرژوند کيسه ووايم، ما پر خپلو تېرو يادونو خاورې اړولې وې، خو اوس چې را برسېره شوې، مجبوره يم چې سپين درته وغږېږم، وروسته ستا خوښه، ته پرېکړه وکړه، هر څه چې ته غواړې، زه يې منم، خو لومړی بايد زما خبرې واورې!

ګلالۍ غلې وه.

جمال يو سوړ اسوېلی ويست، ورو  يې وويل:

_زه کوچنی وم چې زما دوه وروڼه مړه شول، دوی تر ما مشران وو، يو دوه کاله او بل هم درې نيم کاله، دهغوی څېرې مې سمې نه دي  په زړه، هر څومره چې فکر وکړم، د هېر شوي خوب غوندې يې په ياد نه شم راوړلای، مور مې را ته ويل چې تاسو درې سره، په يوه وخت شري ونيولئ، دوی مړه شول او ته خدای ژوندی پاتې کړې.

زه ورو، ورو لوېدم، بيا داسې وخت هم را ورسېد چې د لمبېدو په وخت به مې پرتوګ اغوست،  په پنځه کلنۍ کې مې پلار جومات  ته ولېږلم او  په شپږ کلنۍ کې يې د مکتب کتابونه  را ته ونيول.

پلار مې جدي سړی و،  ډېر يې نه خندل او زما نه په زړه کېږي چې کله دې يې زه ښکل کړی يم، خو  په زړه کې ورباندي ګران وم، په دې خبره هغه وخت وپوهېدم چې  يوه شپه ناروغه شوم، ښه مې په زړه دي، پلار او مور مې تر سهاره راته ناست وو او ما په لومړي ځل د پلار په سترګو کې اوښکې وليدې.

پلار مې نالوستی و،  مکتب يې نه و ويلی، خو په حساب کتاب ښه پوهېده، د خروارونو حاصلاتو ذکات به يې د خپلو ګوتو په شمېرلو را ايست او د پيسو په ګڼلو ( شميرلو ) کې تکړه و.

زموږ ځمکې ډېرې وې، ځانته کارېز مو درلود او دځمکو کرل، رېبل او اړول  د يوه دهقان له وسه وتلې خبره وه،  په ځمکو کې به درې جوړې غوايي ګرځېدل.

پلار مې په ځوانۍ کې ښکلې څېره درلوده، هډور سړی و، چنګ برېتونه يې لرل او ځان يې ښه ساته،  ده يو سپين اس درلود چې خالو يې باله،  دا اس  پر پلار ګران و او کله، کله به ښکار ته پر اس سپور تلو، خو وروسته جګړې زور ونيو، پلار مې ټوپک وتاړه او له څو نورو کليوالو سره غره ته وخوت.

دی به ډېر کم کور ته راته، کله کله به دشپې را ښکاره شواو سهار په خړه به له کلاه ووت، کور ما ته را پاتې و او د حاصلاتو داخستلو په وخت به دهقانانو زه پټي ته ورغوښتم،  هغه وخت د نهو کالو وم، په دې کارونو دومره نه پوهېدم او دا رنګه حسابونو خوند نه راکاوه، ډېر وخت به مې په لوبو تېراوه، خو کله کله به مې د پلار له وېرې د مکتب کتابونه هم را اخيستل، موږ به د جومات تر ونو لاندې سبق وايه. معلمان مو د نږدې کليو اوسېدونکي وو او پلار به مې  له هغوی څخه زما د سبقونو په اړه پوښتنې کولې.

يوه ورځ مې په پټيو کې يو سړی وليد او  وروسته وپوهېدم چې هغه زموږ نوی دهقان دی، دی ملنګ نومېده،په عمر پوخ، جګ او هډور سړی و، لمر سوځولې څېره يې درلوده او دمټو غوښې يې سره تاو شوې وې.

څه موده وروسته نوي دهقان خپله کډه  راوسته او په دښته کې يې زموږ په زاړه چمبر کې واړول.

په هغه ورځ مې مور له څو پاستو سره، يوه کټوه مستې  راکړی،  را ياده يې کړه چې دا د نوي دهقان کور ته يوسه، د دوی کډه نوې راغلې ده او غرمې ته به يې څه نه وي پاخه کړي.

دروازه يوې کوچنۍ نجلۍ راته خلاصه کړه، شپږ کلنه به وه، هغې غټې خړې سترګې درلودې او تر سترګو يې تور او اوږده باڼه را تاو وو.

ما په لومړي ځل رڼا وليده.

جمال غلی شو، ستورو ته يې وکتل، سترګې يې څو ځله ورپولې او خپلې خبرې يې پسې وغځولې:

رڼا به کله، کله  له خپلې مور سره زموږ کره راتلله، مور يې ګردۍ ښځه وه، پراخ تندی يې درلود او خوله  يې له خندا نه سره ور تله، دې به زما له مور سره خبرې کولې، هغه دينداره ښځه وه، د لرګي تسبې به يې اړولې او دپيغمبرانو ځينې کيسې يې زده وې، ويل يې چې د ملا لور ده او د دين  ځينې خبرې ور مالومې دي.

مور به مې غوږ ورته نيولی و او له هغې سره يې سات تېر و، خو رڼا به له ما سره ناسته وه،  هغه مې نه خوښېده،  شوخه وه، خبرې يې ډېرې کولې او زه به يې لوبو او درسونو ته نه پرېښودلم.

خو وروسته به يې راتلو ته خوشاله وم، دا نه چې راباندې ګرانه وه، په زړه  کې مې د پخوا غوندې نه وه ورسره جوړه، خو نجلۍ ډېره منونکې  وه، هره خبره يې منله، کله به مې بيزو ورنه جوړه کړه، کله پيشو او کله هم خره، خپل کتابونه به مې پرې بارول، دې به هيڅ نه ويل، خندل به يې او ژر نه مرورېده،  ما به ځوروله، څپېړې به مې ورکولې، خو رڼا به خپلې مور ته څه نه ويل.

خو وروسته چې به زموږ کور ته را نه غله، له زړه به ورپسې خپه وم، بيا زه هم ور روږدی شوم، د هغوی کور ته به ورتلم، پلار يې مهربانه سړی و، د هغه تر مخ به مو منډې وهلې، ساتيري به  مو کوله،  يو_ دوه ځله مو ډکې پيالې واړولې، خو ده  هيڅ خشکه نه کوله،لويه حوصله يې درلوده او کله، کله به يې زما پر سر لاس تېراوه.

دا يوه کوچنۍ کورنۍ وه،  مور، پلار او يوه لور،  دوی نېستمن خلک وو، پردۍ ځمکې يې کرلې، خو بيا به يې هم خندل او له وچې ډوډۍ او چايو به يې خوند اخيست،  ما خپل کور هيڅوخت داسې خوشاله نه و ليدلی.

رڼا ورباندې ګرانه وه، هغه يې  غم ته نه ورکوله، پاکه يې ساتله او ان  د خولې ګوله به يې هم ورباندې لوروله.

زه او رڼا به کله، کله په کا دانه  کې د وچې رشقې سر ته ختلو، لاندې به پروړه اواره وه او د ټوپ وهلو پر وخت به نه ژوبلېدلو، ويښته او جامې به مو له خلو ډک شول، خو د هغې مور به هيڅکله خشکه نه ور ته کوله، په ناز به يې د رڼا پر سر لاس کېښود او په لنډه شېبه کې به يې  جامې ور بدلې کړې.

دوی يوه اوزه درلوده، رڼا به کله، کله پټيو ته بېوله، زه به هم ورسره وم او موږ به ډېر وخت په لوبو تېراوه.

يواځې يوه اوزه وه، دومره سر به مو نه پسې ګرځاوه او که به د چا پټيو ته ورګډه شوه، بيا يې هم باک نه و، خوا يې  نه بدوله.

موږ خوشاله وو، غم مو نه پېژانده او کله، کله به مو په جنت کوکيو (سپينو پتنګانو ) پسې منډې وهلې، د لوبو سامان ته مو هم کوم ضرورت نه درلود، ان هډوکي به مو هم په درد خوړل کېدل او له ځمکې څخه يې د چنجيو د را ايستلو لپاره  ښه کار ورکاوه.

لوږه مو نه پېژندله، منډې به مو وهلې، پوندې به مو د وښو له لاسه  تکې شنې وې او د شوتلو له خوړلو به مو خوند اخيست.

موږ زړور وو، بمبرې ( غومبسې ) به مو بوټولې ( کرولې)، بيا به د ونو تر شا  غلي شوو او په هغو لارويو پسې به مو پټ پټ خندل چې له غومبسو څخه به يې منډه اخيسته.

موږ ورو ورو لوېدلو، د پخوا غوندې به مکتب ته  تلم او له رڼا سره به مې لوبې کولې، بيا يو وخت د مکتب له درسونو سره، زموږ کور ته يو معلم هم را ته، دی په انګريزي ښه پوهېده، ماشومان يې هم د کلي تر نورو هلکانو پاک وو او هر چا ته به يې سلام وايه، دى مامور غفور نومېده او خلکو ويل چې د کابل له جګړو څخه را تښتېدلی دی.

زه نه پوهېدم چې د پلار مې ولې يودم انګريزي ته پام شو، ده به هڅولم چې انګريزي زده کړم، د دې ژبې مختلف کتابونه يې را ته راوړل او څه موده وروسته يې له پاکستان څخه د انګليسي فيتې (کسټي) هم را ته راوغوښتې.

ما به ډېر وخت خپل درسونه ويل، خو بيا به مې هم لوبو ته وخت درلود، رڼا به مې ليده او تر خبرو مو خندا ډېره وه.

زه به د پخوا غوندې د دوی کور ته ورتلم، پر ملنګ او د هغې پر مېرمنې ګران وم او کله، کله به يې د اوزې يو يو ګيلاس شېدې هم را باندې څښلې.

ملنګ تکړه سړی و، ټوله ورځ به  يې کار کاوه، زحمت يې ايست او ستړی به و، خو هيڅکله يې له ژونده ترخه خوله نه وهله، کومه برخه ځمکه چې به ده کرله، حاصلات به يې تر نورو دهقانانو ښه و،  زموږ بېګار به يې هم ووړ، بامونه به يې را ګلول، ژرنده به يې را کوله او په ژمي کې به يې زموږ د کوټو له سرونو څخه واوره  اچوله.

دی زما پر پلار هم ګران و، په کمه بيه يې خپل زوړ چمبر ورکړ او ژمنه يې ورسره وکړه چې له دهقانۍ څخه به يې نه باسي.

جمال غلی شو، بېرته ګلالۍ ته مخامخ د خرې پر کته کېناست، هغې ته يې وکتل،  د پخوا غوندې ځوړند سر ناسته و، جمال ورو وويل:

_رڼـا لس کلنه وه چې د هغې پلار مړ شو، هغه وخت زه په اوم صنف کې وم،  تر ونو لاندې مو سبق وايه چې يودم چيغې شوې،  شېبه وروسته مو معلم  رخصتي اعلان کړه،  زه هم په لويانو پسې له کلي ووتم،  نه پوهېدم چې څه خبره ده، خو له زاړه چمبره د رڼا د مور چيغې را تللې، کله چې هلته ورسېدم، په انګړ کې يو څوک پروت و، پښې يې له  څادره راوتلې وې او ما  له خيرنو پايڅو څخه وپېژاند چې د رڼا پلار دی.

ملنګ له ونې را لوېدلی و، ده اوزې ته پاڼې را تويولې چې ښاخ مات شوی و او د دوو وليو منځ يې يوه تيره مونډه ته برابر شوى و.

په هغه ورځ مې په لومړي ځل د رڼا چيغې واورېدلې، هغې ژړل، خړې سترګې يې سرې وې او ځان يې له ځمکې ځمکې ويشت.

له هغه وروسته د دوی کور ته غم لاره ومونده، خندا ورکه شوه او د رڼا دمور تندی به تل له ګونځو ډک و.

زه به د پخوا غوندې د هغوی کور ته ور تلم، خو نه د لوبو لپاره، په دې خاطر چې د رڼا پام غلط شي او د يو څو شېبو لپاره خپل غم هېر کړي، ما به هغې ته د کيسو کتابونه ويل او په ټولو کې يې د مومن خان او شيرينو نکل خوښ و.

د رڼا مور به څه نه راته ويل، خپلو غمونو په سر اخيستې وه او ډېر وخت به چورتي ښکارېده، هغه په دريو کلونو کې بوډۍ شوه، سر يې سپين شو او تر سترګو يې يوه توره حلقه را وګرځېدله.

رڼا به نور د باندې نه را وته، دا به ډېر وخت له خپلې مور سره ناسته وه، ګرېوانونه به يې ګنډل او له دې لارې به يې يوه ګوله وچه_ لنده پيدا کوله.

وروسته يې د مور په خوی کې يودم بدلون راغی، زما ورتګ به دومره ښه نه ورباندې لګېده او کله چې به ما او رڼا خبرې سره کولې، تندی به يې  تريو و.

بيا يې يوه ورځ سپين را ته وويل چې اوس ژڼی يې، رڼا هم لويه ده او دلته ستا  راتګ ښه نه بولم.

هغه نه وه ګرمه، په کليوالي ژوند کې که يو شپاړس کلن زلمی له يوې ديارلس کلنې نجلۍ سره ناسته ولاړه ولري، د نجلۍ نوم بدېدی شي.

زه يوه اونۍ د هغوی کور ته نه ورغلم، دا زما لپاره ډېر وخت و، نه پوهېږم چې ولې مې د خوابدون احساس کاوه، زما زړه په رڼا پورې تړلی و او د هغې له ليدو پرته پر سره انګار ناست وم ـ

ما يوه کلکه بانه پسې غوښته، په لومړي ځل مې له کوره غلا وکړه، څلور_ پنځه منه غنم مې په جوال کې واچول او يو زېړ مازديګر زاړه چمبر ته ورغلم، رڼا له څا څخه اوبه را ايستلې، کله چې يې راته وکتل، غټې خړې سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، په خوله يې څه را نه وړل، خو په سترګو کې يې يو کتاب خبرې وې، د هغې مور ته مې جوال ونيو او په خواره خوله مې وويل چې دا غنم مې مور درته را ولېږل، هغې جوال ورواخيست، خو څه يې ونه ويل.

بيا روان شوم، له دروازې لا نه وم وتلی چې بې اختياره مې ورمېږ کوږ شو، رڼا هماغسې ولاړه وه، ما ته يې کتل او په سترګو کې يې پوهولم چې دا هم را پسې خپه ده.

يوه اونۍ نوره هم ووته، زړه مې نيولی و، ټيکه نه راتله، رڼا به مې تل په زړه کې ناسته وه، بيا مې لمونځونو ته زور ورکړ، خو کله چې به خدای ته ودرېدم، په مسله ( جاينماز ) کې به مې د رڼا خړې غټې سترګې ليدلې.

زه ورو، ورو زهيرېدم، خندا مې هېره شوه، له کاسې څخه به ژر ولاړ شوم او ډېر وخت به دشپې تر ناوخته ويښ وم.

وروسته مې مور ته اندېښنه ور ولوېده، پلار مې ډاکټر ته بوتلم، دوا يې راکړه، خوپه ځان کې مې کوم بدلون ونه ليد، ان د انګريزي معلم مې هم پلار ته شکايت وکړ چې هلک د پخوا غوندې درسونه نه وايي،  ده رښتيا ويل، خو زه هم  نه وم ګرم، ما چې به  په ذهن کې د انګليسي کوم لغت سره واړاوه، رڼا به ترې جوړېده، ر، ڼ ، ا ( رڼا ).

پوره اتلس ورځې مې رڼا ونه ليده،  ما په دې موده کې جامې  نه کړې بدلې، تر اوبو ونه وتم، وېښته مې ببر وو او له تخرګونو څخه به مې سوړ بوی پورته کېده.

بيا يوه غرمه ناڅاپه له کلاه ووتم، په رڼا ورځ زاړه چمبر ته ورغلم، دروازه خلاصه وه او رڼا له خپلې مور سره په چوتره کې بړستن ګنډله.

د دوی را ته پام نه و، خپل کار يې کاوه، رڼا ته مې وکتل، تر پخوا ډنګره را ته وايسېدله، رنګ يې ژيړ و او خيرنه ښکارېدله، بيا يې په يوه چرګه پسې لوټه وويشته، چرګې له بړستنې منډه واخيسته او رڼا ماته وکتل.

دا وارخطا شوه، ژر يې ځای بدل کړ، د خپلې مور تر مخې کېناستله، د  رڼا را ته شا وه او  زه يې د خپلې مور له ديده پټ ساتلم.

يو ګام څټ ته شوم، بېرته مې د کلي خوا ته مخه کړه ، خو شېبه وروسته چې مې زاړه چمبر ته مخ ور واړاوه، رڼا د بام پر سر ولاړه وه، ما ته يې کتل، ټکری يې په غاړه کې پروت و او تور ويښته يې باد يوې او بلې خوا ته سره اړول.

دا ځل مې څه موده نورهم صبر وکړ، خو يو تريخ صبر.

ما دومره خبرې نه کولې، غلی وم او هر چا به مې د صحت پوښتنه کوله.

کليوالو خواخوږي راسره ښودله، يوې بوډۍ سپېلني را ته ولوګول، جانداد د يوناني دوا سپارښتنه را ته وکړه او د کلي د ملاصاحب نظر دا و چې په درنو ځايونو ختلی يې، د پيريانو تاثير دی او يواځې د تور سيرلي تاويذ دې ښه کولای شي.

بيا به مې پر غاړه يو درې کونجه غټ تاويذ ځړېده، خو زما درد بېل و، چا مرسته نه شوای راسره کولای او خپل زړه مې په خپله خوړ.

خو دا خبره تر ډېره پټه پاته نه شوه، کليوال و پوهېدل او ځينو ان لاړې را  تو کړې.

جمال ته ټوخی ورغی او خبرې يې پرې شوې، بيا پرته له دې چې ګلالۍ ته وګوري، خپلې خبرې يې پسې وغځولې:

_د زاړه چمبر دروازې ته مخامخ، شل، دېرش ګامه لرې يو کوچنی خوړ و، په دې ژوره کې به د بارانونو اوبه راتلې او که به څوک پکې ودرېد، تر نامه لاندې به نه ښکارېدل،  يو مازديګر همدغه خوړ ته ورغلم، تمه مې درلو ده چې رڼا به د تناره ايرې راوباسي، ما ته د هغې يوځل ليدل هم ښه و او بيا مې يو څه وخت ګذاره کولای شوای.

زه تر ماښامه هلته ناست وم، کله کله به مې غړۍ اوږده کړه، خو د چمبر دروازه خلاصه نه شوه او په پای کې نا اميده کلاه ته راغلم.

سهار په خړه مې يوې ژړا سترګې رڼې کړې، غوږ مې ونيو، د ژړا غږ اشنا غوندې و او کله چې مې پردې ته کونج ورکړ، زړه مې  ولړځېد.

د رڼا مور د کلاه په منځ کې ولاړه وه،  هغې ژړل او د مور او پلار څيرې مې هم له غوسې ډکې وې.

ما د رڼا د مور خبرې اورېدې، ويل يې چې جمال مې له لور څخه نه کراريږي او تېر ماښام زموږ د کور تر مخ په خوړ کې چا ليدلی و.

هغې ژړل…خپله بېکسي يې يادوله او کله ،کله به يې له خولې څخه يوه_ نيمه ښيرا هم را ووته.

نه پوهېدم چې زه به چا ليدلی وم، خو دا يو حقيقت و، زه تېر ماښام د رڼا د ليدو په هيله پوره يو ساعت په خوړ کې ناست وم.

شېبه وروسته بوډۍ په ژړا له کلاه ووته او پلار مې هم د کوټو خواته را روان شو.

زړه مې سستي راکوله، بی واره دربېده او هغه ګړۍ مې له خدايه مرګ غوښت.

بله چاره نه وه، بړستن مې پر سر راکش کړه او داسې مې وښودله چې ما هيڅ هم نه دي اورېدلي.

شېبه وروسته د دروازې کړپ شو، بړستن په شدت را څخه ليرې شوه، پلار ته مې وکتل، سترګې يې رډې راختلې وې، د خولې په کونجانو  کې يې ځګونه ښکارېدل او په لاس کې يې يوه نرۍ لښته نيولې وه.

ده چيغه کړه!

_دا رښتيا ده چې تېر ماښام د ملنګ دکور مخې ته په خوړ کې ناست وې؟

ما دروغ نه شو ويلای، پلار مې له دوو شيانوبد وړل، سوچ کوپر ورته ښکارېده، دروغ او ناحقه قسم.

يو وخت زموږ يو درمند وسوځيد، لوی درمند و او خروارونه غنم ترې راوتل، پلار مې په غوسه و، دهقان يې راوغوښت، هغه لړځېده، خو خبره يې سپينه وه، ويې ويل چې چيلم يې څکاوه، شايد کوم سوه کی ورباد شوی وي.

پلار مې دهقان ته هيڅ هم ونه ويل، يواځې په دې خاطر چې خبره يې سپينه وه او دروغ نه و پکې ګډ.

ناحقه قسم يې هم نه شو ذغملای،  ده له قسم څخه وېره درلوده، قسمونه يې نه خوړل، خو چې په کومه خبره کې به يې قسم له خولې را ووت، بيا يې تاوان ته نه کتل، هر رنګه چې و، قسم يې پر ځای کاوه.

ځکه نو زما سر وځړېد. پر مټ مې نرۍ درد احساس کړ او ورسره مې څنګ ته د لښتې ماته ټوټه ولوېده، دوهم وار يې را باندې وکړ، لښته مې غاړې ته سيخه شوه، خو کله چې يې دريم ځل لاس پورته شو، مور مې راباندې پرېوته.

پلار مې چيغې وهلې، بد رد يې راته ويل او له خولې څخه يې لاړې بادېدلې.

ما هيڅکله هم پلار دومره په غوسه نه و ليدلی، يواځې څو کاله مخکې يې يوه لښته راکړې وه، هغه هم د لمانځه په سر، خو دومره سپکې سپورې مې په لومړي ځل ورڅخه اورېدې.

پلار مې يوه شېبه ودرېد، څه چې په خوله ورتلل، هغه يې وويل او بيا له کوټې وو ت.

ما ټوله ورځ له کوره دباندې تېره کړه، په فصله کې تر يوې ونې لاندې ناست وم او پر خاورو مې ليکې ايستلې.

ماخستن مې هم پلار ونه ليد، مور مې کوټې ته ډوډۍ راوړه او وروسته له هغه مې تر نيمې شپې سترګې رڼې وې.

سهار مې په نه زړه د مکتب کتابونه را واخستل، کله چې تر ونو لاندې کېناستم، يو همزولی مې راته موسک شو او بيا يې په ټيت غږ راته وويل چې مزې دې وکړې، مزې. رڼا….

د رڼا د نوم اخستلو ته مې نه پرېښود، له سوک سره د هغه له پزې وينو داره وکړه او خبره نوره هم خرابه شوه،  هلک هم لاس را واچاوه او څه چې په خوله ورتلل هغه يې وويل،  ده وهلم، خو زما لاس او پښې د هغه په خبرو بې سيکه شوي وو.

” ما وليدې، ته په خوړ کې غلی وې،هلته  نور څه و؟  هه!  ته د کونډې له لور سره تار لرې، زما له ډېره وخته درباندي پام دی…”

زه بېرته کور ته راغلم، ښۍ ژامې مې درد کاوه او له لاړو سره مې وينه ليدل کېدله.

برج ته وختم، هغه وخت دلته يو زوړ کټ پروت و، اوږد وغځېدم او فکرونو په مخه کړم، ما د رڼا په اړه فکر کاوه، هغه بدنامه شوې وه او ددې بدنامۍ مسول زه وم.

زه تر ډېره  پروت وم، فکر مې کاوه  او په پای کې دې نتيجې ته ورسېدم چې رڼا به نور غم ته نه ورکوم.

ماخستن مې مور ته وويل چې  له رڼا پرته ژوند نه شم کولای.

سهار وختي مې پلار خپلې کوټې ته ور وبللم، دهغه په سترګو کې د کاوړ  کومه نښه نه ښکارېده او په مهربانۍ يې له چايو ډکه پياله رابېرته کړه، دی يوه شېبه غلی و،  بيا يې په خوابدي غږ وويل چې زما عزت ته وګوره،شمله مې مه را ټيتوه!

ما يواځې ورته کتل.

ده پخوانۍ خبرې راواخيستې، دخپلو مړو زامنو ياد يې تازه کړ او په ژړغوني غږ يې وويل چې ټوله تمه يې ما ته ده.

بيايې يوه داسې خبره له خولې را ووته چې ما تر هغه وخته نه وه اورېدلې، ويل يې چې تا به د دولسم صنف له خلاصېدو وروسته لندن ته لېږم، زه له پخوا راهيسې له خپل ورور سره د ليکونو له لارې تماس لرم، موږ څو کاله مخکې لا فيصله سره کړې وه،  تا ته به خپله ورېره کوم.

پلار مې خبرې کولې، د هغه شونډې خوځېدلې، خو ما هيڅ هم نه اورېدل اوشېبه وروسته پخپله کوټه کې پروت وم.

جمال ولاړ شو، د خپل ځړېدلي څادر پيڅکه يې ورټوله کړه، تر ځان يې تاو کړ، وروسته دکړکۍ ترڅنګ ودرېد، سپوږمۍ نوې راختلې وه او په کلي کې لا د يوه څراغ تته رڼا ښکارېدله.

بيا يې غړۍ اوږه کړه، وتلی چمبر ګوښی ولاړ و او پر ختيځ دېوال يې د سپوږمۍ سپينه ڼا لګېدله، وروسته بېرته په خپل ځای کېناست، يو سوړ اسوېلی يې ويست او ورو يې وويل:

_زه تر هغه وخته په دې نه پوهېدم چې د پلار مې څنګه له انګليسي سره جوړه وه،  خو د هغه خبرو په هرڅه پوه کړم، ده لا  پخوا  زما د راتلونکي  په اړه فکر کړی و.

زه هغه وخت په يولسم صنف کې وم، د مني دوهمه مياشت وه او کلنيو امتحانونو ته لنډ وخت پاتې و، خو ما پرېکړه وکړه چې هيڅکله به دولسم صنف ته ونه رسېږم، بيا مې د کتاب مخ هم ونه کوت، خو د پلار له وېرې به مکتب ته ورتلم.

زه به ډېر وخت يواځې وم، خو کله کله به مې خپل دوه_ درې د راز همزولي او جانداد ليدل، له دوی سره به کېناستم، هغوی زما په درد خبر و او ملنډې يې نه راباندې وهلې.

بيا مې امتحان ورکړ او نتيجه يې دا وه چې په دريو مضمونونو کې پاتې وم، يوځل مې بيا پلار ته غوسه ورغله، داځل يې لښتې ته لاس نه کړ، خو په ټينګه يې را ته وويل چې د ژمي په رخصتيو کې به د مشروطۍ امتحانونو ته تياری نيسې!

ژمی راغی، واورې اوورېدې، خو ما د کتاب پاڼه هم  وانه ړو له، ډېر وخت به پر توده تاوخانه پروت وم، مور به مې نصيحت را ته کاوه، په غير مستقيمه توګه به يې د خپل خاوند طرفداري کوله، زما راتلونکي ژوند ته به هيله منه وه او ټول ارمانونه يې په ما پورې تړ لي ښکارېدل.

خو زما فکر بل لوري ته و،  د ژوند لپاره مې يوه بله لاره ټاکلې وه، داسې يوه لار ه چې د پلار او مور مې نه وه خوښه.

د مشروطۍ امتحانونه واخستل شول، ما سپينې پاڼې ورکړې، خو کله چې درسونه پېل شول، نوم مې د دولسم صنف په حاضرۍ کې ليکل شوی و.

حيران شوم، معلمانو ته مې وويل چې ما يوه سوال ته هم ځواب نه و ليکلی، خو دوی ويل چې ته تکړه يې او بايد په دولسم صنف کې کېنې.

ما به څه ويل؟ پوهېدم چې دا مې د پلار کار دی او د هغه په خبرو کې معلمانو هيڅ هم نه شو ويلای.

ورځې تېرېدې، پوره پينځه مياشتې مې رڼا نه وه ليدلې، خو د جانداد له خولې به خبرېدم چې تر پخوا زهيره شوې ده، تل ژاړي او مور يې په تريو تندي خبرې ورسره کوي.

يوه ورځ مې د جانداد په خوله هغې ته يو پيغام ور ولېږه:

يا مرګ يا رڼا!

له هغه وروسته به جانداد راته ويل چې د نجلۍ تمه پيدا شوې ده او رنګ يې ورځ په ورځ ښه کيږي.

خو زه ورو، ورو کمزوری کېدم، په نه خبره به غوسه راتله او تر خپله وسه به مې د پلار له ديده ځان پټ ساته.

څلورنيم مياشتنې امتحانونه هم را ورسېدل، خو کله چې نتايج اعلان شول، خوله مې له حيرانۍ نه سره ټولېده، زه په يوه مضمون کې هم پاتې نه وم.

څه موده نوره هم تېره شوه او بيا يوه ورځ چا راته وويل چې زموږ څو تنه کليوال ايران ته روان دي، بله چاره نه وه، پوهېدم چې پلار مې ضرور د دولسم صنف سند را ته اخلي، خو ما نه غوښتل چې د هغه پلان عملي شي، ځکه مې ايران ته د تګ  نيت وکړ  او يو خړ سپېده چاودپه پټه له کوره ووتم.

له کليوالو سره د ولسوالۍ په بازار کې ملګری شوم،  زموږ موټر ډېر وځنډېد، لمر را وخوت، خو مساپر لا نه وو پوره.

کله چې موټر حرکت وکړ، يوه ټيوټا لنډه راوګرځېده او زموږ لاره يې بنده کړه، په ما پسې مې پلار څو کليوال را لېږلي وو، خدای خبر چې دی به چا خبر کړی و، خو کليوالو زما د سفر ملګرو ته وويل چې که مو جمال درسره بوت، نو د ملک عبدالکريم بدي مو مبارک شه.

کله چې کور ته  راغلم، پلار مې په چوتره کې ولاړ وليد، تندی يې له ګونځو ډک و او په خشکه يې را ته وويل چې څه غواړې؟

ما هم  لنډ ځواب ورکړ:

_رڼا!

پلار مې په هماغه شېبه هيڅ ونه ويل، خو د غرمې د ډوډۍ پر مهال يې په کلکه را ياده کړه چې رڼا دې له زړه وباسه! نه زموږ کور کومه يتيم خانه ده او نه هم ديوې خوارې کونډې لور د ملک عبدالکريم خان کلاه  ته را ودېدی شي.

ما يواځې ورته وژړل، خو ماخستن مې مور ته وويل چې ډېر ژر به دا کور پرېږدم.

له هغه وروسته به مې پلار هره ګړۍ پوښتنه را پسې کوله،  په ما پسې يې جاسوسان واچول او ان له ډېرې وړې خبرې به هم خبرېده،  دی  پوهېدلی و چې نه انګريزي وايم او نه مې هم د مکتب له کتابونو سره جوړه ده، په دې خبره ډېر ځورېده، کله کله به يې خشکه را ته کوله او چې خشکې به کار ونه کړ، بيا به يې په پسته ژبه راته ويل چې زما خير غواړي.

يوه ورځ مې پلار له کوره ووت، يوه اونۍ ورک و ، مور مې راته ويل چې پاکستان ته تللی دی، خو زه يې د تګ په علت و نه پوهېدم، د هغه په غياب کې د کور پرېښودل  هم را ته ګران  و، خو کله چې بېرته راغی ، په هماغه ګړۍ يې خپلې کوټې ته وروغوښتم، را ياده يې کړه چې له قاچاقبر سره غږېدلی يم، اته لکه کلدارې مې پېشکي ورکړي دي او ته بايد له امتحانه وروسته لندن ته لاړ شې!

پلار مې ډېرې خبرې وکړې، خو کله چې يې خوله ستړې شوه، زما نظر منفي و.

يو ځل بيا کاوړ ورغی، سپکې سپورې يې راته وويلې او له خولې څخه يې ځګونه باد شول.

څو ورځې وروسته يې بيا ور وغوښتم، دا ځل يې تندی غوړېدلی و او په پسته ژبه يې راته وويل چې سمه ده، رڼا به دې کور ته راشي، خو په يوه شرط!

داچې ما هغه ګړۍ څنګه احساس درلود، نه شم ويلای، خو پوهېدم چې په ژوند کې مې دومره  خوشالي نه وه  ليدلې، زه د هغه هر شرط ته تيار وم.

پلار مې را ياده کړه چې لندن ته به ځې، دليل يې دا وچې له يوې خوا يې تاوان شوی او له بل لورې  يې په بهر کې د زوی لوړې زده کړې لويه هيله ده، دا يې هم وويل چې تر اوسه لا دواده نه يې، رڼا هم کوچنۍ ده او دوه کاله وروسته به دې کوژده او واده يوځای وي.

ما هم شرط ورته کېښود، داچې کوژده به اوس وي، خو واده ته کلونه صبر کولای شم.

پلار مې په خندا راته وويل چې زما ژبه، ژبه ده، هيڅوخت له خپلې خبرې نه اوړم.

زه په دې پوهېدم، خو د لا ډېر ټينګار لپاره مې د قسم د خوړلو ورته وويل.

د هغه په ټنډه کې ګونځې پيدا شوې، يوه شېبه غلی و، ځمکې ته يې کتل، خو بيا يې سر پورته کړ او په خشکه يې راته وويل چې سمه ده!  دغزني په اولياوو لو ( قسم ) درته کوم.

د پلار په قسم کې مې نور څه نه شو ويلای، د هغه لاسونه مې ښکل کړل او په منډه له کلاه ووتم، جانداد مې خبر کړ، دی هم بې له ځنډه زاړه چمبر ته روان شو.

له هغه وروسته مې يوځل بيا ژوند ته تمه پيدا شوه، له درسونو سره مې زړه وتاړه، تل به مې کتاب مخې ته نيولی و او د مور او پلار منونکی زوی وم.

کلني امتحانونه مې ورکړل او بيا  داسې ورځ هم را ورسېده چې په سبا يې بايد ما کلی پرېيښی وای.

په هغه ورځ ډېر خواشينی وم، د رڼا لرې والی مې نه شو زغملای، خو کله چې به د پلار قسم را ياد شو، ځان ته به مې تسلي ورکوله او راتلونکي ته به  په تمه وم.

ماسپښين مې د جانداد په واسطه رڼا خبره کړه چې غواړم درسره ووينم.

ماخستن ناوخته له کلاه ووتم، د چمبر دروازه خلاصه وه او د رڼا له راليږل شوي پيغام سره سم، بايد کا دانې ته ورغلی وای، همداسې مې وکړل، تپه تياره وه، هيڅ هم نه ښکارېدل، زړه مې لړځېده، پر پروړه کېناستم او د رڼا د راتلو په تمه پاتې شوم.

ښه شېبه ووته، بيا مې د پښو ښکالو تر غوږ شو او شېبه وروسته مې يو وارخطا غږ واورېد:

_جماله!

ورو مې وټوخل، دروازه خلاصه شوه او ورسره مې سلګۍ واورېدې، ولاړ شوم، په توره شپه کې مې لاسونه وغځول، ګوتې مې له يو چاسره ولګېدې، ورو  ژړا مې واورېده او شېبه وروسته مې د رڼا سر پر ټتر پورې ولګيد.

ما په لومړي ځل رڼا په غېږ کې ونيوله،  دواړو ورو، ورو ژړل، بيا زه غلی شوم، خو رڼا لا اوښکې تويولې او شېبه وروسته مې ټټر د هغې په اوښکو لوند شو.

وروسته مې د رڼا سر ورو له خپل ټټره بېل کړ، دواړه پر  پروړه کېناستو، خو د رڼا سلګۍ نه  درېدلې، ښه شېبه نوره هم ووته، رڼا ورو، ورو ژړل او بيا يې په غريو کې وويل چې کاشکې تل وړکتوب واى .

زړه مې درد وکړ، يو ځل مې  بيا د رڼا سر خپل ټتر ته رانيږدې کړ او له دې سره د نجلۍ ژړا زور ونيو،  ژړا يې نه تم کېده، زما هم سترګې ډکې وې  او په دې ژړا کې ډېر وخت  ووت.

وروسته رڼا ولاړه شوه، اورلګيت يې ولګاوه او په کونج کې مخکې ايښودل شوې لمپه يې بله کړه.

په بيړه مې وره  ته وکتل، د دړې له چولو څخه رڼا وتله، ولاړ شوم او خپل څادر مې په وره پورې را وځړاوه.

بېرته پخپل ځای کېناستم، نجلۍ ته مې وکتل،  ډنګره شوې وه، خو ښکلې ښکارېده او تر غټو خړو سترګو يې تور او اوږده باڼه را تاو وو.

زه تر ډېرو هلته کېناستم، له رڼا سره مې خبرې وکړې، په وار، وار مې د خپل پلار قول ورياداوه او ډاډ مې ورکاوه چې يواځې دوه کاله نور هم صبر وکړه.

ما رڼا ته ترهغو خبرې وکړې چې سلګۍ يې په موسکا بدلې شوې، له کا دا نې د راوتو پر مهال مې هغې ته خپل يو عکس ورکړ، دا د لستوڼي د کمرې په واسطه اخستل شوی  تور او سپين عکس و، هغې عکس پر ټتر پورې ونيو او کله چې يې دوروستي ځل لپاره راته وکتل، غټې خړې سترګې يې له اوښکو ډکې وې.

سهار په خړه مې کلاه پرېښوده، له کلي ووتم، ښه شېبه مې مزل وکړ، بيا مې شا ته وکتل، له کلي د راوتلي ګوښې ولاړ چمبر د بام پر سر يو څوک ولاړ و.

جمال غلی شو، څراغ ته يې وکتل، پلته سوځېدلې وه، څراغ يې ورپورته کړ، له تېلو تش و، بېرته يې پر خپل ځای کېښود، پلته يې پورته کړه او ويې ويل:

_موږ څلور تنه وو، په ستړو لارو مو مزل وکړ،  له پاکستانه ايران ته واوښتو، هلته مو د پوليسو لخوا وهل وخوړل، د ترکيې په غرونو کې مو لار غلته کړه ، له يونانه وروسته سمندر توپاني شو او په پای کې له يوې مياشتې ستړي او خطرناک سفر وروسته لندن ته ورسېدو.

هغه مهال په افغانستان کې د طالبانو واکمني وه، جګړې زور نيولی و او په غربي هيوادونو کې به افغانانو ته دومره ستونزې نه پيدا کېدلې.

ستا پلار هم مرسته راسره وکړه، مکتب ته يې بوتلم، انګليسي مې يوڅه ښه وه،  امتحان يې رانه واخيست او په لسم صنف کې يې ونيولم.

هلته ما يو واقعي ښار وليد، هوايي سړکونه، تر ځمکې لاندې روان اورګاډي، ښکلي تعميرونه، دا هرڅه عصري جوړ شوي وو، خو ما دومره خوند نه ورڅخه اخيست،  زما په زړه کې به تر کلي وتلی زوړ چمبر ولاړ و او ډېر وخت به مې د رڼا په اړه فکرونه وهل.

زه به غلی وم، خپل درسونه به مې ويل او زړه ته به مې ډاډ ورکاوه چې دوه کاله دومره وخت نه دی، له رڼا سره به واده وکړم  او هڅه به مې دا وي چې هغه هم لندن ته راولم.

يو کال ووت او  زه يولسم ته کامياب شوم، تر دې دمه مې انګليسي ښه شوې وه او په درسونو کې هم بد نه وم.

هغه وخت په ټول غزني کې ټليفون نه و،  مساپرو ته به ليکونه يا فيتې ( کسټې) ورليږل کيدې  او که به خبره ډېره بيړنۍ وه، نو د يوه ټيلفون لپاره به خلک پاکستان ته تلل، په يوه کال کې مې يواځې يوځل پلار له کويټې تيلفون را ته وکړ،  دی ډېر وغږېد، د کور ټول احوال يې راکړ، خو کله چې مې د رڼا پوښتنه ورنه وکړه، اړيکه پرې شوه.

اته مياشتې نورې هم ووتې، دوه درې ليکونه مې د پېښور له لارې د خپلو خپلوانو په پته، کور ته ولېږل، خو ځواب يې را نه غی، زه خواشينی وم، زړه مې له اندېښنو ډک و، خو بيا به  مې هم ځان ته ډاډ ور کاوه چې پلار مې ژبه راسره کړې او دی به له خپلې خبرې نه اوړي!

يوه بله مياشت هم ووته، ما دولسم نوی خلاص کړی و او پوهنتون ته مې تياری نيوه ،چې يو مازديګر ستا پلار يو پاکټ را ته و نيو، پر پاکټ د پاکستان او لندن د پوسټ ټاپې لګېدلې وې، خپلې کوټې ته لاړم، په بيړه مې پاکټ خلاص کړ،  يواځې يوه فيته پکې پرته وه،  فيته مې ټيپ ته ور واچوله، ښه مې په زړه دي، د عبدالله مقري يوه سندره وه:

هرڅه به هېر شي نه هېريږي وطن

د مساپرو به ياديږي وطن

بيا يودم ساز قطع شو، پلار مې د السلام عليکم په ويلو سره خبرې پيل کړې، غږ يې خواشينی و او د کور د حال احوال په اړه لنډ وغږېد،  وروسته يې په غريو کې يوه خبره له خولې را ووته:

” زويه! رڼا ناپاکه وخته، هغه يې له خيرو چرسي سره په کا دانه کې ونيوله.”

ما به څه حال درلود! په دې زه هم نه پوهېدم، لېونی وم، په سد وم که نشه؟ خدای خبر، دومره پوهېدم چې هيڅ هم نه وينم، په زړه کې بيداره وم، خو لاس او پښې مې له حرکته لوېدلې وې، وخت هم نه  راته مالومېده، سهار و، غرمه وه، که ماخستن!  هرڅه تک تور برېښېدل، زړه مې راته ويل چې چيغه کړه! خو له خولې څخه مې غږ نه راووت، پر مټ مې خوله ولګوله، خو د درد احساس راته پيدا نه شو، نه پوهېدم چې څومره وخت به وتلی و، خو يو وخت مې يو تت ساز غوږو ته راته او چې کله مې سترګې رڼې کړې، پر کيڼه خوا ړنګ پروت وم.

په زړه کې را تېره شوه ، ايا خوب مې ليد؟ ژر مې د ټايپ پر بټنه ګوته کېښوده،  فيته مې مخکې تېره کړه او کله چې مې د سر لخوا پر دوهمه بټنه فشار راووړ، د پلار غږ مې واورېد:

” هغه يې له چرسي خيرو سره په کا دانه کې ونيوله، د غزني په اولياوو لو( قسم )  درته خورم، که زما په ويلو کې کوم شک درلوېږي، د خپلې مور خبره خو به منې!”

په فيته کې يوه لنډه وقفه راغله، بيا مې مور يواځې يوه خبره وکړه! “رښتيا وايي!” وروسته يې يودم وژړل.

بيا ټيپ بند شو، يو لنډ ساز راغی او وروسته له هغه د ريکارډ سويچ وهل شوی و، لومړی مې د غوا رمباړه واورېده، بيا د ماشومانو د لوبو شورماشور، ورپسې د چيلم د څکولو غږ، ټوخی او دا جملې:

” زه خيرمحمد يم، د کونډې لور چا نه کوله، هيله يې ختلې وه، زه ورباندې مهربانه شوم، رڼا اوس زما ښځه ده.”

له دې وروسته هيڅوک هم نه و غږېدلي، د فيتې دواړه خواوې د مقري له سندرو ډکې وې.

ما ماته خوړلې وه، له ځانه، له رڼا او له وطنه مې ورټ وشو، په خيال کې مې رڼا څو ځله تر غاړې ونيوله، هغې به لاس اوپښې وهلې،له حرکته به ولوېده، خو ما به بېرته راژوندۍ کړه او بيا به مې د هغې غټې خړې سترګې په ګوتو را وويستې.

ماته ژړا راتله، خو ژړلی مې نه شوای او دا تر ټولوتريخ درد و.

جمال يوه سړه ساه واخيسته او خپلې خبرې يې پسې وغزولې:

_له هغه وروسته مې په زړه کې د رڼا په ځای تياره خوره شوه، ان د قره باغ نوم هم بد راباندې لګېده او فکر مې وکړ چې خدای زما لپاره کومه خوشالي نه ده ليکلې.

جمال خپل تندي ته لاس ونيو، يوه شېبه غلی و، خو بيا يې يودم وژړل، ګلالۍ په بيړه هغه ته وکتل، جمال په ژړا کې چيغه کړه!

_خو دا هرڅه دروغ وو، پلار مې دوکه راکړه، ده خپل قسم مات کړ، رڼا پاکه وه، پاکه وه، پاکه …

جمال د يوه ماشوم غوندې ژړل … او د ګلالۍ سترګې هم له اوښکو ډکې وې، ښه شېبه ووته او بيا جمال په غريو کې وويل:

_دا زما د پلار لخوا يوه جوړه شوې ډرامه وه، بله چاره يې نه ليده، چرسي خيرو ته يې دوه لکه روپۍ ورکړې وې، يواځې په دې خاطر چې له رڼا سره واده وکړي، کونډې هم څه نه و ويلي، دا يې خپله پرده ګڼله، هغه پوهېده چې يوه بدنامه نجلۍ له چرسي خيرو پرته بل څوک نه کوي، بوډۍ د غمونو له لاسه دومره بې سېکه شوې وه چې دخپلې لور د واده په دوهمه يې ساه ورکړه.

اه رڼا! ته به ما وبښې!

جمال په زوره وژړل او خبرې يې پرې شوې،  ده  تر ډېرو ژړل…وروسته يې د څادر پيڅکه پخپلو سترګو تېره کړه، پرته له دې چې ګلالۍ ته وګوري، ورو يې وويل:

_په دې خبره ټول کليوال پوهېدل، خو زما د پلار له وېرې چا څه نه راته  ويل، ځان ته يې جنجال نه پيدا کاوه، خبره هم تېره وه او زه وروسته پوه شوم چې پلار مې ولې له کليوالو سره ګوښى نه پرېښودم، حالات نه و خراب، دی وېرېده چې څوک به د رڼا نوم منځته را واچوي او دده دروغ به سپين شي، ان کله چې په لندن کې وم، لا قره باغ ته زما په راتګ نه و خوشاله،  بانه  به يې دا وه چې حالات ښه نه دي، خو کله چې مې له تا سره کوژده وکړه، بيا هيڅ خبره نه وه.

جمال ولاړ شو، ګلالۍ ته يې وکتل، د سوځېدلې پلتې سره  او تته رڼا يې پر مخ لګېدله، ورو يې وويل:

_ کومه بله پټه خبره نشته، په څه چې زه پوهېدم اوس ته هم پوهېږې، ستا خپله خوښه، ترسهاره وخت لرې، فکر وکړه، تصميم دې خپل دی، زه به تر اتو بجو درته ماتله يم.

جمال ګام واخيست، وره ته يې لاس ور وغزاوه، خو يودم ودرېد او ويې ويل:

_هو رښتيا! يوه خبره مې   هېره شوه، پاڼه هم راسره بيايم.

ګلالۍ په حيرانۍ ورته وکتل.

جمال زياته کړه:

_ما لندن ته څو ځله ټيلفون وکړ،  ملګري دې خدای ژوندي لري، دوه اونۍ مخکې مې رڼا ته پاسپورټ جوړ کړ، اوس شپږ مياشتنۍ وېزه ورته راغلې ده، بيا به يې يوه دايمي چاره وکړم، غواړم چې پاڼه د خپل اولاد غوندې وروزم، خدای مهربانه دی، ګوندې رڼا به مې د هغې په خاطر وبخښي.

جمال  دا وويل، مخ يې واړاوه او پر زينو کښته شو.

سهار په اته بجې يو کوچنی موټر له کلي ووت، شېبه وروسته د يوې ټيټې غونډۍ خوا ته ور تاو شو، له موټره درې تنه کښته شول، جمال، ګلالۍ او پاڼه.

ګلالۍ د موټر ترڅنګ ودرېده، خو وړه نجلۍ او ځوان  د غونډۍ سر ته ور وختل.

دوی لنډه شېبه ديوه قبر ترڅنګ کېناستل، د قبر پر سر تړلې سپينه ريتاړه ( ريښکۍ) لا پاکه وه او پر خړه خاوره يې  د نورو قبرونو غوندې بوټي نه وو  را شنه شوي.

جمال او پاڼې يوه شېبه اوښکې تويې کړې او بيا مخ پر ځوړ د موټر خوا ته ګړندي روان شول، خو نجلۍ به کله، کله شا ته مخ  واړاوه او شنو زرغونو جنډو ته به يې وکتل.

په برج کې دوه تنه ولاړ وو،  يو په عمر پوخ، چاغ او ګردی سړی  او بله هم يوه سپين سرې ښځه، د دوی سترګې له اوښکو ډکې وې،  ورو، ورو يې ژړل  او په موټر پسې يې تر هغو کتل چې  تر يوې غونډۍ پناشو.

پای

د ١٣٨٦لمريز کال د حوت  اتلسمه_  کابل_ خېرخانه

[1]     ځينې کليوال  باور لري چې په بوړبوکيو کې پيريان وي او په چا  چې ورغله حلالوي يې.

٢    چمبر تر کلا يو څه ټيټه چاردېوالي ده چې برجونه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب