Homeروغتیاهغه جین وپېژندل شو چې د سینې سرطان زېږوي

هغه جین وپېژندل شو چې د سینې سرطان زېږوي

تاند- امریکايي څېړونکو یو نوی جین، چې د انسان د بدن له ساعت سره په ارتباط کې دی او د سینې د سرطاني تومور سبب کېږي، کشف کړی دی.

د بدن ساعت، چې د ژوند ساعت یا بیالوژیکي ساعت یې هم بولي د بوټو او ژوو په کیمیايي، فزیولوجیکي پروسې کې یو تقریباً ۲۴ ساعته سرکل دی.

د میډیکل ایکسپریس د راپور له مخې، له ډېرو کلونو راهیسې ډاکترانو د (BRCA1) او (BRCA2) جینونوخوځښت او حرکت د سینې د سرطان د خطر له زیاتېدو سره اړوند باله.

اوس د امریکا د ټکساس اې انډ ایم (Texas A&M) پوهنتون څېړونکو کشف کړه چې (Per2) پروتین د هرې حجرې د محیطي ساعت د منځ تنظیموونکی میکانیزم د سینې د تومور په وده کې مهم رول لري.

د سرطانونو په منځ کې د سینې سرطان ډېر عام دی او ویل کېږي چې که په وخت تشخیص شي، درملنه یې نسبتاً په اسانه کېدای شي.

د دې ډول سرطان تشخیص د نورو سرطانونو په پرتله په اسانه کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...