Homeخبرونهپه بلوچستان کې پر پخوانیو افغان پوځیانو د برید له امله پنځه...

په بلوچستان کې پر پخوانیو افغان پوځیانو د برید له امله پنځه کسان وژل شوي

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) ناپېژاندو وسله‌والو د پاکستان د بلوچستان ایالت په قلعه عبدالله سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د افغانستان د پخواني حکومت د پوځیانو پر یوې ډلې برید کړی او پنځه کسان یې وژلي او څلور نور ټپیان کړي دي.

د افغانستان واکمنې ادارې ته نژدې رسنیو د باخبرو سرچینو په حواله ویلي چې بریدګرو لومړی د بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله د دې ډلې پر مرکزي مرکز برید وکړ او وروسته یې پر نورو ډزې وکړې چې د دغه مرکز لور ته روان وو.

دغو رسنیو ادعا کړې چې په بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې تر دې مخکې هم په پاکستان کې د افغانستان د پخواني حکومت د پوځیانو د جذب او ګومارنې موضوع راپورته شوې وه.

د کابل د واکمنې ادارې دفاع وزارت د روان لمریز کال په وږي/ سنبلې میاشت کې ویلي و چې د نورستان ولایت په جګړو کې ښکېل یو شمېر کسان د افغانستان د پخواني حکومت پوځیان وو چې د پاکستان استخباراتي ادارو بهرنیو هېوادونو ته د لېږلو او د لوړ معاش دندو د ژمنو په ورکولو جذب کړي وو.

تر اوسه د وروستي برید د عاملانو هویت نه دی معلوم شوی او نه افغان او نه پاکستاني چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.

همداراز په بلوچستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر او د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر تور پورې کړی وو چې پاکستان د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو ځواکونه د بلوچستان د بېلتون غوښتونکو پر ضد په جګړه کې استعمالوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کاناډا صدراعظم: کاناډا ویاړي چې ان کرسن د نوبل جایزه ګټلې

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د کاناډا صدراعظم مارک کارني، د کاناډایۍ شاعرې ان کارسن له خوا د ادبیاتو د نوبل جایزې...