Homeخبرونهیونیسکو او د آغا خان بنسټ د جام منار د ساتنې هڅې...

یونیسکو او د آغا خان بنسټ د جام منار د ساتنې هڅې زیاتوي

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۹ مه) د ملګرو ملتونو د علمي، تعلیمي او کلتوري چارو ادارې (یونیسکو) او د آغا خان کلتوري خدمتونو ادارې د افغانستان د جام د ۱۲مې پېړۍ د تاریخي منار د ساتنې هڅې زیاتې کړې دي. په دې هڅو کې د منار د جوړښت څارنه، د سېلونو د خطر کمول او د بېړنیو مرستندویو ډلو لپاره د لاسرسي اسانه کول شامل دي.

دا پروژه د جګړو په سیمو کې د کلتوري میراثونو د ساتنې د نړیوال ائتلاف (ALIPH) په ملاتړ اجرا کېږي. د دې پروګرام له مخې، د منار د جوړښت د څارنې لپاره د نصب شویو وسایلو معلومات په منظم ډول ارزول کېږي. دغه معلومات له کارپوهانو سره مرسته کوي چې د منار په جوړښت کې بدلونونه وڅاري، احتمالي خطرونه وارزوي او د اوږدمهاله ساتنې لپاره ضروري ګامونه پلان کړي.

د هریرود سیند پر سر د یوه نوي ځوړند پله جوړېدل هم د منار د ساتنې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي. دغه پل د کورنیو او نړیوالو متخصصانو په همکارۍ جوړ شوی او هدف یې دې لرې پرتې سیمې ته د خوندي او باوري رسېدو د امکان برابرول دي، څو بېړنۍ مرستندویې ډلې په اغېزمنه توګه خلته ورسېدای شي او د سیمې د اوسېدونکو تګ راتګ هم اسانه شي.

سېلونه لا هم د جام منار ته ستر خطر ګڼل کېږي. د سیند د اوبو د اندازې څو ځله لوړېدو د سیند د ساتنې جوړښتونو ته زیان رسولی دی. د سیند د غاړو تخریب، د رسوباتو راټولېدل او د اقلیمي بدلونونو اغېزو هم د سیمې د ثبات په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

یونیسکو د سیندونو د اوبو د بهیر په اړه د نورو څېړنو او د یوې داسي حللارې غوښتنه کړې چې خطر د اوږد مهال لپاره پای ته ورسوي..

د جام منار د غور ولایت په هغه سیمه کې موقعیت لري چې هریرود او جام‌رود سیندونه سره یوځای کېږي. دغه منار چې تاریخ یې ۱۲مې پېړۍ ته رسېږي، د افغانستان له مهمو تاریخي اثارو او د اسلامي معمارۍ له ارزښتناکو بېلګو څخه ګڼل کېږي.

یونیسکو په ۲۰۰۲ کال کې د جام منار د نړۍ د کلتوري میراثونو په نوملړ کې شامل کړ او په هماغه کال یې د ساتنې په اړه د اندېښنو له امله دغه ځای د هغو نړیوالو میراثونو په نوملړ کې شامل کړ چې له خطر سره مخ دي. د جام منار لرې موقعیت، د جوړښت کمزورتیاوې او د سېلونو پر وړاندې زیان‌منېدنه لا هم د ساتنې چارې له ستونزو سره مخ کوي.

له وروستیو پرمختګونو سره سره، د جام منار لا هم د یونیسکو د هغو نړیوالو میراثونو په نوملړ کې شامل دی چې له خطر سره مخ دي. د منار د ساتنې او د افغانستان د کلتوري میراث د راتلونکو نسلونو لپاره د خوندي کولو په موخه، د جوړښت دوامداره څارنه، د سېلونو پر وړاندې ساتندوی اقدامات او نړیواله مرسته مهم ارزښت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«توت‌شکم‌پاره» یونستالژیک یاد | اصف بهاند

د ډنمارک په کوم ښار کې چې زه ژوند کوم، هیدرسلیف نومیـږي. د دې ښار مرکز ته نږدې په یوه استوگنیزه سیمه کې یوه‌لویه...