یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاتور ياست غواړئ سپين شئ؟ نو دغه کورني کريمونه وکاروئ

تور ياست غواړئ سپين شئ؟ نو دغه کورني کريمونه وکاروئ

ډاکټر اجمل درمان  

هره پېغله او زلمی، ښځینه او نارينه ټول غواړي چې ښکلی او سپين جلد ولري. د مخ د سپينوالي لپاره په بازاري کريمونو زرګونه پيسې مصرفوي خو د خوښې وړ نتيجه نه ترلاسه کوي. ځینې کريمونه خو آن پر مخ وېښتان او رنګارنګ ناروغۍ پيدا کوي.

دلته درته درې داسې کورني کريمونه ښيېم چې په آسانۍ سره مو رنګ تک سپينوي او هيڅ جانبي عوارض نه لري.

د ماستو، شاتو او ليمو کريم:

دوه کاچوغې ماسته، دوه کاچوغې شات او دوه کاچوغې ليمو اوبه

لومړی په يو قاب کې دوه کاچوغې ماسته واچوئ، بيا په کې دوه کاچوغې شات وچوئ او په آخره کې په کې دوه کاچوغې ليمو اوبه هم اضافه کړئ. ښه يې ګډ کړئ څو کريم ترې جوړ شي. مخ مو پاک ومينځئ او بيا پرې همدا کریم وموښئ. دېرش دقيقې يې پرېږدئ او بيا يې په تړمو اوبو پرېمينځئ. دا نسخه د شپې له ويده کېدلو وړاندې استفاده کړئ. د دغه کريم ګټه دا ده چې د هر ډول جلد سره برابر دی او هيڅ جانبي عوارض نه لري. ان شاالله په دوه اونيو کې به مو جلد تک سپين شي.

د نارنج د پوستکي او ماستو کريم:

يو دانه نارنج پوستکی او دوه کاچوغې ماسته

لومړی د نارنج پوستکی لمر ته وچ کړئ، بيا يې وټکوئ پوډر يې جوړ کړئ، بيا په دوه کاچوغه ماستو کې يوه کاچوغه د نارنج پوستکي پوډر واچوئ. ښه يې ګډ کړئ چې زيړ رنګه کريم ترې جوړ شي. بيا مو په پاک مينځلي مخ باندې وموښئ او تر ۲۰ دقيقو يې پرېږدئ. وروسته يې په تړمو اوبو پرېمینځئ. دغه کار په اونۍ کې هره شپه ترسره کړئ. د دغه کريم ګټه دا ده چې دا هم د هر ډول جلد سره برابر دی او هيڅ جانبي عوارض نه لري. ان شاالله په دوه اونيو کې به مو جلد تک سپين شي.

د مينو وريجو او شيدو کريم:

نيم ګيلاس خامې مينې (نرۍ) وريجې او له نيم ګيلاس کمې تازه شېدې

لومړی نرۍ وريجې په هاونګ يا بل څيز ښه وټکوئ او ترې پوډر جوړ کړئ، په نرۍ جالۍ يې چاڼ کړئ او پوډر ترې جوړ کړئ. له شېدو سره يې ګډ کړئ او ښه يې حل کړئ څو کريم ترې جوړ شي. په پاک مخ يې وموښئ او له نیم ساعت وروسته يې په تړمو اوبو پرېمينځئ. . دغه نسخه په اونۍ کې هره شپه استعمال کړئ. د دغه کريم ګټه دا ده چې هر ډول جلد سره برابر دی او هيڅ جانبي عوارض نه لري. ان شاالله په دوه اونيو کې به مو جلد تک سپين شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب