سه شنبه, نوومبر 26, 2024
Homeداسې هم شتهساینسله شمسي نظامه دباندې بې ورېځو سیاره

له شمسي نظامه دباندې بې ورېځو سیاره

تاند- د فضايي علومو څېړونکي وايي چې له شمسي نظامه بهر یې د (WASP-96b) په نوم یوه سیاره کشف کړې چې وریځ نه لري او اسمان یې تل صاف دی.

په دې سیاره کې موجود مالیکولونه څېړونکو ته د دغو سیارو په منځ کې د شرایطو په اړه ارزښتناک تصور برابروي.

څېړونکي وايي (WASP-96b) لومړنۍ سیاره ده چې له شمسي نظامه دباندې ده او وریځ نه لري.

دا سیاره یې تود زُحل یا (hot Saturn) هم نومولې ده.

تود زُحل د ایکستیر او ډبلین پوهنتونونو د فضايي علومو څېړونکو د یوه ستر ټیلسکوپ په وسیله په چیلي (هیواد) کې لیدلې ده.

ستورپېژاندو د کیپلر ټیلسکوپ په ذریعه له شمسي نظامه دباندې په زرګونو سیارې موندلي، خو دا یوه په دې خاطر ځانګړې ده چې وریځ نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب